د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بی نظیره ووژل شوه

رښتینی
27.12.2007

د cnn ویب سایټ لیکلی چی نن پنج شنبه
دپاکستان د خلکو دګوند مشره بی نظیر بوټوډراولپنډی په ښار کی دټوپک په ډزو وویشتل شوه او روغتون ته له لیږدولووروسته مړه شوه نور تفصیل به دټول افغان خبریالان راکوی

[img:b9662ef62d]http://arabic.cnn.com/2007/world/12/27/pakistan.sharif/top.bhutto.rally.jpg_-1_-1.jpg[/img:b9662ef62d]


Bahram
28.12.2007

شايد بينظير بوتو سياستمدار خوبي براي كشورش و مردمش بود ولي مانند بسياري سياستمداران پاكستاني او نيز در حق افغانستان جفا كرد. بينظير مستقيمآ در ايجاد طالبان به دستور عرب ها و بقيه قدرت هاي پشت پرده دست داشت. افرادي مانند جنرال بابردر كابينه بوتو نقش پدر را براي طالبان بازي كردند. ولي ببينيد كه چطور خون شهدا و فرياد و نالهء زنان و كودكان افغانستان كارگر مي افتد و خاينين به جزاي اعمال شان مي رسند.. هنوز تازه شروع بازي است. به اميد خدا آتشي را كه در افغانستان شعلور كرده اند دامن خود شان را خواهد سوخت.


pattang
29.12.2007

کاشکې په اېران کې هم داسې حال راشي ايران خو زمونږ بنيادي دښمن دی
او له پاکستانه هم خطرناکه دی . بېنظرې دې الله وبخشي مړی احترا م لري٠

[quote:0ea0a208a5="Bahram"]شايد بينظير بوتو سياستمدار خوبي براي كشورش و مردمش بود ولي مانند بسياري سياستمداران پاكستاني او نيز در حق افغانستان جفا كرد. بينظير مستقيمآ در ايجاد طالبان به دستور عرب ها و بقيه قدرت هاي پشت پرده دست داشت. افرادي مانند جنرال بابردر كابينه بوتو نقش پدر را براي طالبان بازي كردند. ولي ببينيد كه چطور خون شهدا و فرياد و نالهء زنان و كودكان افغانستان كارگر مي افتد و خاينين به جزاي اعمال شان مي رسند.. هنوز تازه شروع بازي است. به اميد خدا آتشي را كه در افغانستان شعلور كرده اند دامن خود شان را خواهد سوخت.[/quote:0ea0a208a5]



29.12.2007

[color=white:4d2a5c2a0c]بوتو د خپل پلار په شان د پاکستان په ګټو تر ټولو اګاه او پوهه سیاستواله وه، نو له ډیورند کرښې څخه تر اباسینه پورې د افغانستان د زړه سر په خوړلو او هزمولو کې یې هم تر نورو زیات خصمانه سیاست درلود . پلار یې ذوالفقار علي بوتو د یحی خان خارجه وزیر بنګلادش ته د مجیب الرحمان په مشرۍ د آزادۍ د غورځنګ د ټکولو له پاره د پوځ په استولو کې پریکنده رول درلود . او شهید داود خان یې هم د مسعود او نورو اخوانیانو د ګمارلو اونورو تجارتي بندیزونو له لارې تر سخت فشار لاندې نیولی وڅو په رسمي توګه یې د ډیورندد کرښې منلو ته اړباسي (!).
پاکستان نه غوښتل مجاهدینو ته د یوه پښتون په مشرۍ د افغانستان قدرت وسپاري نو رباني یې مخکې کړ، خو کله چې ا هغه خپله مخه روسیې (یلڅین) ایران او هند ته وګرځوله ، د پاکستان پوځیانو او بینظیرې سره ویره پیدا شوه او د بل بدلمن (الترناتیف) په توګه یې دنصٌیرالله بابر په هلو ځلو سره د طالبانو غورځنګ رامنځته کړ ، څو د امن او امنیت او سوچه اسلام د رامنځته کولو په پلمه ټول افغانستان تر کنترول لاندې راولي ، هم یې له نړۍ څخه یې ګوښه او په وروسته پاتیوالي کې وساتي او هم پرې د سوداګرۍ خپله لار د پخواني شوروي آزاد شوو اسیايي هیوادونو ته پرانیزي .
باید ووایو چې ساستونه د ورځني حالاتو سره بدلون مومي، اوس هغه څالت نه دی چې بینظیر د بري پّه صورت کې د پخواپشان د پوځیانو ګوډۍ پاتې شوې وای او د دمشرف غوندې یې تکیه په ترهګرو کړی وای . اوس د امریکا غوښتنه د ترهګرو په وړاندې مبارزه ده او دا کار د مشرف غوندی بوه بنسټپال پوځي نشي کیدای ، نو بینظیر ځکه د امریکا له ډیر ملاتړ څخه برخمنه وه .
په دې کې هم شک نشته چې په اوسنیو شرایطو کې هغه له کرزي سره د ترهګرو په ضد ډیرې همکاریو ته ژمنه کیدای شوه او لکه څنګه چې یې په وروستۍ لیدنه کتنه کې کرزي ته وویل د مشرف د کاواکه او لړزیدلي دریځ په مړاندې د بینظیرې ژمنې په دې برخې کې د باور وړ وې ځکه وې چې بنسټپالان د پیپل پارټي په وړاندې په ډاګه سنګرونه نیولي دي .
نتیجه دا چې . دوښمن له دوښمن سره توپیر لري. که بینظیر قدرت ته رسیدلې وای
نه یواځې د باکستان د خلکو په ګټه تمامیده بلکې د افغانستان د پخوانۍ دوښمنې په توګه هم د ټولو نورو پخوانو او اوسنیو پاکستاني دوښمنانو په پرتله د افغانستان په ګټه وه ! شهادت یې نصیب شو او خدای (ج) دې وبخښي ![/color:4d2a5c2a0c]


منلی
29.12.2007

بو ټو دامريکا په مرسته غوښتل چي القاعده ختم کړي خوکله چي هغوي خپل وار پري مخکي کړ اوس مونږ بوټو ته شهيده وايو اوهغوي غلط ګڼو او که پيښه سرچپه تکرار شوي وه بيا به زمونږ خبري هم سرچپه يا برعکس وي
که داسي نه ده؟
بنظيربوټو ته شهيده ويل!!


saleehzai
29.12.2007

سلامونه 
شهادت يی توري خاورې کړي 
که نورهيڅ نه وي شيعه ګړه خو وه کنه 
اياشيعه ته هم شهيد ويل کيدای شي ؟؟
عجيبه


pattang
30.12.2007

انډيواله شيعه اول انسان دی انساني کرامت لري لکه نور ٠
دوهم داچې زمونږ مسلمان ورور دی ، هغه کومې کښته پورته ( لکه عراق ، پاکسان
او دځينو هزارګانو کارونه ) ټول دې جهالت کارونه دي ,نه دې شيعه توب او نه سني
توب ٠ يوازې خبرې ،علمي خبرې او سندونه کفايت نکوي بلکې ديوه داسې
زغمناکه خواصوته ضرورت دی چې هغه د ې بل کلتور انسانان په سوله او
سوکالي سره د ننه په زړه او مغزو کې قبول کړي ٠

[quote:24dfaa4ebf="saleehzai"]سلامونه 
شهادت يی توري خاورې کړي 
که نورهيڅ نه وي شيعه ګړه خو وه کنه 
اياشيعه ته هم شهيد ويل کيدای شي ؟؟
عجيبه[/quote:24dfaa4ebf]


وطندوست
30.12.2007

سوچ کوم چی پتوال صاحب څه غلطه خبره نه ده کړې،

شهید او شهیده خو ډیر ماناګانې لري،
یو فی سبیل الله شهید وي،
یو دوطن شهید و ي،
یو دخیټي شهید وي،
یو دملت شهید وي،
یو ددغه شهید وي...
او داسی نور...

په دې کې هیڅ شک نشته چې بینظیره دوطن شهیده ده،

هغه شعر به مو اوریدلې وي او که نه:

شهید راه حق
عبد الحق عبد الحق.

او عبد الحق دامریکايي هیلوکوپټر په ملاتړ روان خو بیاهم امریکايي مرستې هغه بچ نه کړاي شو، او شهید شو.
:roll: :roll: :cry:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more