نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د زابلۍ نادېی خور اوښکی او سوی ناری
Helmand.M
26.12.2007
خپرندوی : خالد هادي چا پي بڼه
دبينواويب پاڼي څخه.
د زابلۍ نادېی خور اوښکی او سوی ناری
د زابل ولاېت دتارېخی ترنک پر څنډو پروت دقلات له ښاره دېوی بلی راحېمو خور نادېی دحال په ژبه سوی چېغی مو تر غوږو شوی ، په وېنو لړلۍ مخ ېی داسی نظاره وړاندی کوله لکه ددی نړی په کلی کښی چی ټول افغان ملت پری شوی پوزه د پتاری پر تخته پروت وی .
ګرانی خورکی نادېی جانی :
ددی بدبخته ځناورصفته ، د انسانېت پر سپېنه جامه دتور داغ ، د تور لاس څپېړه ستاپرمعصوم مخ نه بلکه داڅپېړه دټول انسانېت پر مخ څپېړه ده . ستا دا ټوټه ټوټه وجود او تار تار پت لېدلو زموږ ژوند دومره ترېخ کړ چی ځان راته لدی انسان نما حېوان سره په دی انسانېت وژنه کښی شرېک ښکاری . قلم مو وچ ، فکر مو پوچ ،ارادی مو ماتی او ضمېر مو مړ ښکاری .
لدی ولاېت زابل قلاته څخه د اړه لرلو په وجه نن ماته خپل ژوند بې معنی او بې مطلبه ښکاری . او که موږ نن ستا پرعزت او عفت باندی له دی بې رحمانه تېری سره بېاهم پټه خوله کښېنو نو ستا غوندی دنورو پېغلو او ځوانانو چی برخلېک ېی نه له تا بېل دی او نه ددی خبری ضمانت شته چی له داډول برخلېک سره به نه مخامخ کېږی ، ټول وبال به زموږ په غاړه وی . اوهم به زموږ ټولی هڅی او هره وېنا هسی دارزانه شهرت دګټلواو دخپل ځان له هوا او هوسه پرته نور هېڅ هم نه وی.
دی واقعی په فکرنو کښی ډوب کړی ېم او چرت وهم چی اخر دچا چا غم وژاړو دپښتو او اسلام پر نامه له انسانېت سره پرداسی ډول توهنونکی لوبو چی هر څه تر خپل جاهلانه رواجونو ځارېږی ، ټول عمرونه دجهالت او ګمراهی په خورولو تېرول غېرت بلل کېږی . او که دشرېعت او امېنېت د راستنولو پر نامه دانسانی قصابانو پر هغه اسلام او افغانېت شرموونکوعملونو چی هره ورځ پېښېږی .
دمذهب ټېکدارانو له ېو لوری ددی ولاېت هره شېله دمومن په وېنو داسی رنګولی ده لکه په سره ژمی کښی چی غاټول راشنه شوی وی ، زه دخپل شهېد تره سرمعلېم عبدالحبېب جلالی غم وژاړم چی بې ناموسو ځناورو دخپلو ېودرځن ماشومانو په وړاندی پر سپېنه واوره داسی حلال کړ لکه د قربانی څاروی ، که زه داومکی دکلی دمحمدخان شهېد غم وژاړم چی مور ېی قرآن په پلو کښی په نېماېی شپه پر ګران زوی وغوړېده چی دقرآن له تکرېم او عزته به دا انسان خواره د آی اېس ای روزلی شرمښان زما زوی پرېدی ولی چی ده دڅه مودی لپاره دحمېدالله توخی موټر چلولی وو ، ولی له خدای او اسلام نه په شواروزونو لری دی کفارو هغه دمور په غېږ کښی حلال کړ او دده دمور له لاس او سر ماتولو سره ېی دخپل خدای ( اې اېس اې ) حکم پر ځای کړ . دا ډول دابېاری دمحترم رېس برخلېک وو چی دجهاد له مذهبی نومه استفاده کوونکو دافغانانو د بې پته کوونکو دمړی په نځا دفلم جوړونکودېاړی مارانو دکوټی په ښار کښي ناستو دای اېس آی خېرات خورو داسی ټوټه ټوټه کړی وو چی له جنازی سره ېی دانسانی شرافت جنازه هم بدرګه کېدله .
ګرانی محترمی او وېاړلی خورکی نادېی جانی :
دضمېر او عقېدی پېروی کول هم تر جاهلانه دودونو لاندی دی زه به پرخپل ځان هم درته وژاړم چی دا دېارلسم کال دی چی ېواځی او ېواځی د داډول جاهلانه او ظالمانه دودونو له وجی د کراچی بندېوان ېم ، هم به دګران ورور غم وژاړم چی دخپل ژوند دسرنوېشت پخپله دټاکلو په جرم مور او پلار له هر څه اېستلۍ او له زوې والی ېی بېزاره دی . هم به د خپلی خورکی غم درته وژاړم چی دکونډ توب سره سره ېې داحق نه درلود چی دضمېر پرېکړه پخپله وکړی بلکه ددی ناکرده ګناه له وجی دژوند ترخی او تودی له ولاېته لری له قام مور او پلاره لری ګالی .
دصادق جان او بی بی راحېمو خورکی چېغو او نارو مو لا په غوږو کښی انګېزی کولی چی د خان دکلی په غونډېوکښي د انسانېت قاتلان پر راټول ول او لکه دجمرات د دود غوندی هر چا په ګټو وېشتل او بېا دناکرده ګنا په جرم لاس تړلی دی خدای ناترسو چی ددوی ناولی سېوری اوس هم پرمځکه ګرزی دړانده کلاشنکوف په ناتارو ډزو غلبېل غلبېل کړل .
دانسانېت جنازی دومری ډېری ووتی چی نژدی دسړی خورو طالب نما ځناورو له لوری دسر غوڅولو دود اوس زموږ خلک له انسانېت سره پردا ډول لوبو کولو عادی او عادت کړی دی .
ای لوېه خداېه :
نه دشاهی دور چنګېزی قوانېنو نه دانقلابی دور بلډوزری قوانېنو نه دطالبانو جابرانه ړندو قوانېنو او نه داوسنی اداری پستو او نرمو قوانېنو داخلک لږ تر لږه پدی پوه کړل چی نکاح او طلاق خو اسلامی ټکی او اختېارات دی دا خو باېد د اسلامی روح او مزاج سره سم ترسره شی . نه مو نکاح ګانی له شرعت سره سمی دی او نه مو په ټولنه کښي دطلاق څه تصور شته . د ماندېنی او مېرمن په نامه غلامان دی هر چا دڅو روپو په عوض انسانان په کورونو کښی ساتلی دی شرېعت خو دا واېی چی هغه نفقه چی پر مېړه واجب ده هغه قابل خوراک غزا او ډوډی ده نه خام اوړه او خام سابه چی خلک ېی پخپله په مېرمنو پخوی . دتن جامه به درمېانی او قابل د اغوستلو وی نه دتان نه راغوڅه شوی هغه رېتاړه چی زموږ خلک ېی پدی مېرمن ډولنه غلامانو په کورونو کښی ګنډی . له کورودانی سره دوخت نه تېرېدلو په صورت کښی دهغی لپاره دطلاق حکم شته نه داسی لکه دا اوسنی پېښه چی ټول انسانېت او افغانېت ورسره وشرمېدل .
نن دملادادالله غوندی هر جاهل دوخت حاکم اوقاضی دی چی چاته ېی زړه بد شو چاړه راواخلی او خپل شېطانی هوس پوره کړی بېا سری سترګی ګرزی خلګ ېی په غېرتمن او زړه ور ېادوی .
لدی پېښي سره په ځانګړی ډول دزابل ولاېت ځوانانو او روشنفکرانو او داډول ټولو بادرده وطنوالواو دعلم څېښتنانو ته دا وېل غواړم چی اوس دخپل ضمېر د اواز د اوچتولو وخت دی ده داډول ټولنېزو نېمګړتېاوو او ناخوالو دمخ نېوی لپاره ېوه ېون او لوېی مبارزی ته اړتېا ده راځی چی پر خپلو خوېندو او وروڼو نور رحم وکړو ، او ددی غلطو او ناروا رواجونو مخه په ډېره مړانه او نارېنه توب سره ونېسو . خپل لاسونه سره ورکړو او ېو اوازو په لر او بر کښی راپورته کړو او دهغو انسانانو اوښکی پاکی کړو چی هم ېی نارواوی ګاللی وی او هم دعار او پېغور تر عنوان لاندی نور ژوند له غمونو سره تېروی .
په پای کښی د رسنېو له لاری دزابل ولاېت له محترم امېر جناېی او امر امنېت څخه غوښتنه کوم چی ددی خورکی ژوند که دالته ترېخ وی ېادژوند شراېط نور نوی ورته مساعد ، زه ددی خورکی د ژوند ټول کفالت لکه دخپل اولاد غوندی پر غاړه اخلم او هر ډول همکاری او ساتنی ته ېی تېار ېم له ماسره رابته کولای شی .
امان الله حلېم شملزی
Helmand.M
27.12.2007
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=15818