اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دقيا مت په ورځ ددوه ښځو دخاوند دبي انصافئ عذاب
مجاهدكتوازي
24.12.2007
دحضرت ابي هريره رضي الله عنه نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چه دكوم سړی ديوی نه زياتۍ ښځۍوی ، اوددوی په مينځ كښ دعدل اودانصاف برابری نكوي،نودقيامت په ورځ به ميدان حشرته دارنګ راشي چه نيمه حصه به یۍ ساقطه يعني وچه وي
ترمزی، ابو داؤد
24.12.2007
دروند مجاهد صیب او نورو دوستانو ته سلام !
که ددوه ښځو په نکاح یو څه رڼا وغورځوئ ډیره به سودمنه پريوځي ! دوهمه ښځه نکاح کول کله او څه وخت اړین او له ګناه خلاص یو کار دی ؟ آیاهغه شرایط چې ددوهمې ښځې ودلو ته اجازه ورکوي اوس هم شته ؟ که نه وي او بیا هم ځینې دوهمه ښځه کوي ددی مخه څنګه نيول کیدلی شي ؟؟؟
مجاهدكتوازي
26.01.2008
محترم پتوال صيب
ددو ښځو كول په اسلام كي كومه ګناه نه ده
اونه داسي كوم شرط سته سي په دي وخت كي له دوهمي ښځي سره نكاح روا كيزي يي نه خو اسلام يو سړي ته دي چلورو ښځو اجا زت وركړي كه هغه مړي سي نوري هم كولا سي خو يو شرط سي ده هغه دغه ده سي دي هغو په منځ كي بايد فرق ونه سي
دي مثال په ډول : سي يوي ته دي كشميش او با دام را بار كړي وي او بلي ته توري خاوري نه را وړي ده يوي ته شه كالي راوړي بلي ته دي پا كستا ني كا لي را با ر كړي يي سي شا يسته يي له هغي سره شه كوي سي بدرنګي يي له هغي سره بد كوي
دا نا رو ا كا ر ده او دغه سړي ته: الله ج : دي قيا مت په ورځ سخت عزاب وركوي
و.افغان
27.01.2008
[quote:dcc4aa5a75="پتوال"]دروند مجاهد صیب او نورو دوستانو ته سلام !
که ددوه ښځو په نکاح یو څه رڼا وغورځوئ ډیره به سودمنه پريوځي ! دوهمه ښځه نکاح کول کله او څه وخت اړین او له ګناه خلاص یو کار دی ؟ آیاهغه شرایط چې ددوهمې ښځې ودلو ته اجازه ورکوي اوس هم شته ؟ که نه وي او بیا هم ځینې دوهمه ښځه کوي ددی مخه څنګه نيول کیدلی شي ؟؟؟[/quote:dcc4aa5a75]
دروند ورور پتوال صاحب، او دقدوړ ورور کټوازې صاحب ته ګیډۍ ګیډۍ سلامونه:
السلام علیکم.
محترمو زه یوه لنډه خبره کوم، هغه دا چې ډیر علماء په دې نظر دې چې په اسلام تعدد اصل دې، او توحد ورپسې دې،
په دی معنا چې دچا وسعه رسیږي، مالې او جسمي،نو تعدد دهغه لپاره اصل دې، او که وسعه يي کمیږي، نو بیا دې یوه ښځه وکړې.
محترمو ورونو: یوه لنډه تبصره پر دې کوم:
تعدد ډیرې فایدې لري، او زه یواځې یوه فایده یادوم، هغه دا چې: نن سبا تاسې ګورۍ چې هر دولت دولت دښځو نسبت تر سړو څو چنده زیات دې، حتی په ځینو دولتونو دیوه سړې په مقابل کې شپږ ښځې وي، لکه اندونیسیا کې.
نو داسې حالت کې تعدد ډیر ګټور وي، اجتماعې مشکلات حل کولاي شي، ځکه هره ښځه شهوت لري، اوحق لري چې د روا لارې څخه خپل حاجت پوره کړي، آیا دا به دغو ښځو سره ظلم نه وي، چې دپلار په کور کې لونډې پاتې کیږي، او ډير کله ترې دسر سیورې هم لاړ شي؟؟
هو که دچا مالې اوجسمي و سعه نه وي، حقوق نه شي پر ځاي کولاي نو بیا دې تعدد نه کوي.
نن سبا چې په ټولنو کې اجتماعې مشکلات زیات شوې دي، یو سبب يي دا هم دې چې ډیر ښځې په کورو لونډې پاتې کیږې، عربې کې و ته عانس وايي.
پاتې شوه دزړه دمحبت خبره دمتعدد لپاره، نو هغه پروا نه کوې، دزړه محبت بیل شې دې، خو البته په هر څیز کې باید دښځو تر مینځ انصاف وکړي، او متساوي حقوق ټولو ښځو ته ورکړې.
مثال دا چې کله یوې ښځې ته جامې راوړې بلې ته به يي هم راوړې، که چیرې یوې ښځې سره شپه تیروې، بلې سره به هم یوه شپه تیروې، زیات والې او کموالې باید په کې نه وي.
حتی علماووو ویلې دي چې په کوروالې کې به دهغوي ترمینځ انصاف کوي، البته هر ښځه په څلورو میاشتو کې یو کرت په سړې فرضي حق لري چې کوروالې ورسره وکړې، او سړې نه شې کولاي چې له خپلې ښځې څخه دڅلورو میاشتو څخه زیات مسافر شي، او که مسافر کیږې، نو باید له ښځې څخه يي اجازه اخیستي وي.