نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نیکمرغه لوی اختر مو مبارک شه !
رښتینی
18.12.2007
نیکمرغه لوی اختر مو مبارک شه !
ګرانو هیوادوالو او دټول افغان ګډونوالو خویندو او وروڼوته دزړه له کومی
دنیکمرغه لوی اختر مبارکی وایم الله دی وکړ ی چی روغ رمټ خوشاله او سو
کاله یاست اوله لوی څښتن نه نیکمرغه ژوند درته غواړم
او دټول افغان داداری درنو غړیو ته په
ځانګری توګه دلوی اختر تبریکی وایم
الله مو بریالی لره
ستاسو حامد
Bahram
18.12.2007
زما له خوا هم تولو ته مبارک باد وایم٠
Nawabi
19.12.2007
د هرڅه دمخه ستاسو روغتیا د لوی څښتن تعالی څخه غواړم او اود نړي ټولو مسلمانانو ته دلواختر مبارکي وایم
zwan
19.12.2007
دغه اختر به څه وي کور په کور ويرونه دي
ورک شی اختره لوږی تندی تکليفونه دي
موږ غم ځپلي خلک دډوډي شکور نه لرو
ستا په رتلو اختره هيڅ تشکر نه لرو
اختره ستادلاسه په خلکو غم تير يږ ي--چي تر ابده په دوي سيتم تيريږي
دحقيقت نه کله زما قلم تير يږي
چي خينت ووينم کله قدم تيريږ ي
په خيټورو خلکو دستا رحمونه دي ---ګوره لويه اختره ټول دی دوي ته سوابونه دي
ورک شی اختره لوږی تندی تکليفونه دي
دغه اختر به څه وي کور په کور ويرونه دي
pattang
20.12.2007
ستا له اختر مبارکي څخه چې يو اسلامي کار دی مونږ تير يو,
که له مونږ سره ښه کوې نو :
لمړی دې خپلې يهودي سيناګوګې ته لاړ شه او هلته دوعا وکړه چې يهود او د
هغوی نوراشغالګر ملګري زمونږ مسلمانان په ارامه پريږدي او بيا وروسته لدې
څخه عقلي او عصبي ته لاړ شه چې مونږ ستا له ناوليو ليکونو ځخه خلاص شو٠
[quote:b0be02432f="کوشان"]زه هم په خپل وار د زړه له کومې هغو ميندو او پلرونو ته چې د ځلمي ځامنو څلوېښتي يې لا نده پوره شوې ، هغه ماشومانو ته چې د پلار مينه يې نده ليدلې ، هغه ځلميانو ته چې بې سرنوشته پاتې دي او راتلونکې يې مالومه نده ، هغه انجوڼو ته چې لا تر اوسه ندي ځېګېدلي خو قواله يې د خلکو په نامه شوې ده ، هغه يتيمانو ته چې د کثافتونو په امبارونو کې د ماښام ډوډۍ لټوي ، هغه بې خولې او بېتوپک ولس ته چې هر چا ځورولي ، او په خاص ډول د دې پاڼې چلونکو او مينه والو ته د اختر تبريکي وړاندې کوم .
اختر مو بختور شه
خو که ريښتيا يې رانه وپوښتۍ ؛ زه همدا اوس هيڅ د خوښۍ احساس نشوم کولی .
تر هغه وخته چې زما د ټاټوبي ماشومان د کثافتونو په امبارونو کې د ماښام ډوډۍ لتؤي ، تر هغه وخته به مې د اختر وچې او تازه شيرينې مېوې د ستوني نه تېر نشي .
تر هغه وخته چې بورې ميندې د خپلو ځوانو وژل شويو ځامنو په وير ناست دي ، په ما باندې ماتم دی ، نه اختر .
تر هغه وخته چې ملايان د نهه کلنو انجوڼو نکاح د څلوېښت کلنو سپګنو سپينګيرو سره تړي ، تر هغه وخته پورې زما د پاره اختر يو بېهوده او اضافي شی دی . خو بيا هم تاسو ته دې تبريک وي .
زه يو مسلمان يم ، او که خدای خوشحاله کېږي او که خفه کېږي ، خو ما باندې نه حج روا دی او نه د اختر خوږه مېوه .
په درناوۍ[/quote:b0be02432f]
khattak
20.12.2007
اختره ته د بختورو ورځ يې
ځه موږ سپيره خوشحالولی نه شې
ورځه ورځه هغو خانانو کره
چې د شرابو ډکې پينې لري
د ستا له خېره مو توبه توبه ده
چې دغه سپي رانه شړلی نه شې