نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د نيکمرغه لوی اختر د را رسيدو په مناسبت د عاليقدر امير المؤمنين ملامحمد عمر ( مجاهد) پيغام
ننګيالی زابل
18.12.2007
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين والصلوة والسلام علی رسوله محمد وآله واصحابه اجمعين .
امابعد :
درنوو مسلمانانو ، وړونو او خويندو ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
له هرڅه نه وړاندې د نيمکرغه لوی اختر مبارکي درته وايم ،الله تعالی دي زمونږ او ستاسو دغه د خوشالۍ ورځي د يرغلګرو له شکست او د مسلمانانو له کاميابۍ سره غبرګي کړي.
محترمو ! لوی اختر که له يوې خوا د خوښۍ ، ورورولۍ او محبت يوه ستره ورځ ده ، خوله بلي خوا مسلمانانو ته د قربانۍ ، يووالي او همدردۍ درس هم ورکوي . مسلمانان که له يوې خوانوي جامې اغوندي ، ددوستانو ليدني ، مبارکۍ اوښه خوراکونه پکې کوي ، خو له بلي خوا د حج له ستري اجتماع نه داسلامي يووالي د مسلمانانو د مشکلاتو د حل او يو بل ته د ورورۍ او مهربانۍ د لاس ورکولوسبق اخلي ، داضحيې په کولو سره د الله تعالی په لاره کې د سرښندني او قربانۍ عزم تازه کوي ، په اضحيه کې د قريبانو او مسکينانو د برخو په ورکولو سره په ناداره او بي وسوو باندې د شفقت او له هغوی سره د مرستي احساس قوي کوي ، نو لازمه ده چې ددې ورځو د دغو سترو مقاصدو په رڼا کې د همدې اهدافو د حاصلولو تکل وکړو .
له فرصت نه په استفادي سره د افغانستان او نړۍ د روانو جرياناتو په اړه د څو خبرو يادونه ضروري ګڼم .
( ۱) داچې په افغانستان او عراق باندې د امريکا او متحدينو يرغل يې له ځان سره داسي بدبختۍ او کړاوونه راوړل ، چې اوس يې مالي او ځاني زيانونه نه تنها اشغال شويو هيوادونو ته رسيږي ، بلکې خپله يرغلګر قوتونه او دهغوی هيوادونه هم درانه تاوانونه ويني ، نو لهذا نړيوال سازمانونه ، د نړۍ هيوادونه او په خاص ډول اسلامي هيوادونه بايد کوشش وکړي او بهرنيو قوتونو ته د وتلو لاري ولټوي او له محکومو وولسو سره د خپلواکه حکومتونو د جوړولو پربرخه کې مرسته وکړي .
کومو هيوادونو چې د امريکاپه ملګرتيا کې خپل پوځونه عراق او افغانستان ته ليږلي واکمنانو ته يې په کار دي ، چې د خپلو هيواد والو دعامه ذهنيت درناوی وکړي ، کوم چې نه غواړي هيوادوال او اقتصاد يې د امريکا د ګټو ښکار شي او دنړۍ له نورو هيوادونو سره يې اړيکي خرابي ، په جنګي جرايمو بدنام او لاسونه يې د بي ګناه انسانانو په وينو سره شي .
( ۲) زموږ ټول تاريخ دا ثابته کړي ، چې د توري په ميدان کې کله هم چا له افغانانو څخه بری نه دی وړی او همدا اوس هم مجاهدين ورځ تربلي پياوړي کيږي او دښمن يې د ضعف هغه حالت ته رسولي چې تر خپلو مسلسلو شکستونو وروسته د موسی کلا غوندي د يوې وړې ولسوالۍ چې د هيواد له سلګونو ولسواليو څخه يوه ده او هغه يې هم په بشپړه توګه نده نيولي ، بلکې يوازي يې د ولسوالۍ مرکز او څو دوکانونه نيولي او بيا په دې واړه بريالتوب دومره خوشالي او تبليغات کوي لکه شپږ کاله دمخه چې ټول افغانستان اشغال کړی وو .
داځکه چې دوی په تيرو شپږو کلونو کې بله هيڅ لاس ته راوړنه نلري او دا ددښمن د خورا زياتي مايوسۍ او کمزورتيا نښه ده او نور به يې هم الله تعالی کمزوری کړي ، خو موږ بايد بيدار واوسو ځکه چې دښمن به اوس خپل پوځي زيانونه په نورو چل بازيو او فريبونو جبرانوي ، نو پکار داده چې د افغانستان قهرمان وولس او زړور مجاهدين يې هم ټولو د سيسو ته لاښه متوجه شي او پري نږدي چې د قوم ، ژبي او سمت په نامه يې سره بيل او بيا يې لکه د پخواني شوروي اتحاد تر شکست وروسته په خپلو منځو کې سره ښکيل قومي کنډکونه او مليشې پکې تشکيل کړي او يايې هم د بيا رغاوني او اقتصادي مرستو په نامه وغولوي .
(۳) زموږ د دين او وطن دښمنان چې څومره زموږ د تلفاتو بي اتفاقۍ کمزورۍ ، پټو معاملو او مذاکراتو خبري کوي او په دي برخه کې يې پراخ تبليغاتي کمپاين شروع کړی دا ټول ددې په خاطر کوي ، چې اصلا په سياسي ، پوځي او اجتماعي برخو کې کومه ښکاره عملي او واقعي کاميابي او لاس ته راوړنه نلري ،اوس غواړي چې په دا ډول پوچو تبليغاتو او خيالي تصوراتو افغانان او نړيوال دوکه کړي او په خاص ډول د هغو هيوادونو د اوولسونو ذهنونه مصروفه وساتي د کومو چې نظامي قوتونه په افغانستان کې ښکيل دي تر څو هغوی ته وښئ چې مجاهدين کمزوري او له موږ سره په تماس کې دي .
خو زه تاسوته اطمنان درکووم ، چې ددښمن دا ټول تبليغات بي اساسه ، پروپاګنده ده زموږ صفونه مضبوط متحد او خپلو سپيڅلو اهدافوته ژمن دي او وروستی بری به هم د مجاهدينو وې انشاء الله تعالی .
( ۴ ) دا يو واضح حقيقت دی ، چې اشغالګر قوتونه کله هم له کوم هيواد څخه په خپله خوښه ندي وتلي که په خپله خوښه وتلای بيا به يې له سره يرغل نه پري کولای ، نو ددې په خاطرچې بهرني قوتونه وتلو ته مجبوره شي مجاهدينو ته په کار ده ، چې خپل پريکنده ګزارونه لاپسې کړندي کړي او دښمن نور هم سربداله او آزورده کړي ، په دي سلسله کې به سږ کال مجاهدين د ژمي په دوران کې هم دهرې سيمې د جغرافيايې موقعيت او موسمي شرايطو سره سم خپل عمليات جاري او جهادي سنګرونه ګرم وساتي موږ د مجاهدينو د تقويې او اکمال د پاره لازم تدابير نيولي دي .
ددښمن په ليکو کې وارخطايې ، بي نظمي ، ادارې فساد ، يو پر بل بي باوري ، له هغوی څخه د اوولس نفرت او د نړيوالو متحدينو يو په بل پسې شاته کيدل موږته د کاميابۍ او د ګران هيواد د آزادۍ زيری راکوي .
په تلو تلو کې د هيواد له علمي ، جهادي ، ملي شخصيتونو او عامو مسلمانانو څخه هيله کووم ، چې د نړيوال يرغلګر کفر په مقابل کې د خپلو مؤمينو مجاهدينو هراړخيزه مرسته او رهنمايې وکړي ، د ځاني ګټو ، جاه طلبي اومال غوښتني فکردې شاته کړي ځکه اوس يې دين او وطن دواړه په خطر کې لويدلي دي. د نااهلو ، جاه طلبو او ټګانو مشرانو پر ځای دې دواقعي مخلصو او دينداره مشرانوتر قيادت لاندې مبا رزه وکړي .
مجاهدين بايد د ټولو مسلمانانو ملګرتيا او دهغوی احترام او زړه ساتني ته د اوليت حق ورکړي ، په صدر اسلام کې هم د مسلمانانو د اتفاق او مقدس جهاد له لاري اسلام قوي او عزتمند شوی اوس به هم له همدې لاري عزت پيداکوي .
نور مو په لوی الله سپارم ، اختر مو يو ځل بيا مبارک شه او الله تعالی مو له نورو غمونو وساته .
والسلام
د اسلام خادم امير المؤمنين ملامحمد عمر ( مجاهد)
Nawabi
18.12.2007
ملامحمد عمر صاحب
تاسې خپل ځانمرګي بریدونه په کابل او نورو ولایتونو کې بند کړی
مونږته تر هر اختره لوی اختر دی
وسلام
pattang
18.12.2007
Nazar خانه داژبه خو مې ولاکه خوښيږي ، دا لدې خاطره چې زمونږ په پښتنو
وروڼو ډېر کلتوري ظلم کيږي او مقصد دې څه شی دی ? خبرې ازادې دي خو
خبرې وينا او کار ګټه هم بايد ولري٠
Nazar
19.12.2007
محترم پتنګ !
سلام درته وړاندی کوم
مقصد دا دی چی ملا صاحب باید دی اختر مبارکی خپلو پنجابی بادارانو ته ووایی
او په خاصه توګه بینظیر بهټو ته
ځکه چی د ملا صاحب سواني تر موږ دوي ته شی معلومی دی
ننګيالی زابل
21.12.2007
پتنګ جانه !
په دې بې منطقه خلګو خپل سر مه خوږوه ، داټول هغه په کابل یاخارج کې
د امریکا غولوته ناست خلګ دی چې نه ضمیر لری ، نه دين پيژنی او نه والله که
د وطن غم ورسره وي ، يوازی همدې ته ناست دی چې څوک د اسلام يا مسلمان نوم وانخلی او نه هم په امريکايانو يا نورو خارجی اشغالګرو څه نيوکه وکړی .
کنه نو ته ورته ځير شه ، دا کسان تل په هغه بحثونو کې ډيره ګرمه برخه اخلي چې د کفر او اسلام يادونه پکی شوی وی ، په خپلو پوچو خبرو او ښکنځلو سره کوشش کوي ، چې خلګ دا بحث پريږدی . ترڅو د دوی هدف ترلاسه شي .
[color=yellow:8576b7d071]سلام درته وړاندی کوم
مقصد دا دی چی ملا صاحب باید دی اختر مبارکی خپلو پنجابی بادارانو ته ووایی
او په خاصه توګه بینظیر بهټو ته
ځکه چی د ملا صاحب سواني تر موږ دوي ته شی معلومی دی[/color:8576b7d071]
ننګيالی زابل
21.12.2007
زه يوه پوښتنه کوم ، او د هغې لپاره يو معقول ځواب غواړم .
هغه داچې د اسلامي امارت په دوران کې کوم کار د پنجابيانو يا عربانو په خوښه ترسره شوی ؟
امارت په خپل دوران کې دنيا ته شا نه ده ګرزولی ،بلکی دنياوالو شا وروګرزولی وه ، زما په نظرهغوی اسلامي امارت نشو زغملای بلکی غوښتل ئی چې ددوی يوګوډاګی حکومت وي ، نه ازاد ، خپلواک د افغانانو د خوښی اسلامي نظام .
ستاسو نظر څه دی ؟ هيله ده ، ښکنځل ونکړئ .
Lotfollah
21.12.2007
محترمو دوستانو سلام علیکم
[quote:2d1d49ffd1]هيله ده ، ښکنځل ونکړئ .[/quote:2d1d49ffd1]
ګرانه ننګيالی زابل، ویل یو شئ دﺉ او عمل بل شئ ! پتنګ صاحب به پرېږدوو،ګورئ چۍ تاسې پخپله څه لیکئ:[quote:2d1d49ffd1]پتنګ جانه !
په دې بې منطقه خلګو خپل سر مه خوږوه ، داټول هغه په کابل یاخارج کې
د امریکا غولوته ناست خلګ دی چې نه ضمیر لری ، نه دين پيژنی او نه والله که
د وطن غم ورسره وي [/quote:2d1d49ffd1]
نو ښه با دا وي چې له ځانه شروع او د افغانی او اسلامی ادب رعایت وکړﺉ !
[quote:2d1d49ffd1] امارت په خپل دوران کې دنيا ته شا نه ده ګرزولی ،بلکی دنياوالو شا وروګرزولی وه[/quote:2d1d49ffd1]
خبره دې تر یوه حده سمه ده چې وایئ ( دنياوالو شا وروګرزولی وه) ، خو طالبانو هم ټولې نننۍ نړې ته شا ګرځولې وه ! دا د پرونيو مفکرو انسانانو ونه توانیدل چې مسلمان پاتې شی، خو د نننۍ دنیا ژوند سره ځان عیار کړي!
یوې بېلګې ته یې ځیر شئ:
http://www.youtube.com/watch?v=xdTTrAkZMMs&feature=related
والسلام
Nawabi
21.12.2007
اسلام علیکم
ګرانه ننګيالی جانه ,
که لطفا وکوی دا پاسنی انځور ته ښه ځېر شې . تاسو که ددښځی ورور ، پلار اویا که خاوند وای نو تاسوبه دهغه وحشی حیوان سره څه کړی وای?
چی نه په اسلام کی نه په پښتو کی او نه افغانستان کی شته چی یوه کمزوره ، کونډه ښځه داس څوک ووهی,
ستاسو عاليقدر امير المؤمنين ملامحمد عمر اسلام ،پښتو ، وطنی وشرماوه
او ماته عاليقدر امير المؤمنين حضرت عمر (ض) ده چی دخپلو خلکو احوال اخستلو او د خلکو منځ کی وه
وسلام
Bahram
21.12.2007
د مکتبونو ترل، اسلام نه د وحشت قانون جورول او خلک باندې په زوره تطبیقول، د بامیان لوی او تاریخي مجسمه له مینځه ورل، د خلک اعدامول، په بیلابیلو ښارونو کې د خلک وژل اؤ د هغوۍ کور او زمکه سوزول٠ زه پخپله هزارجات ته تللې وم او په لاره کې د خلک کورونه ولیدل چې د طالبانو په لاس سوزول شوې وو٠ همداسې نور دیر مثالونه هم شته٠٠٠ [quote:5b1fdd89ae="ننګيالی زابل"]زه يوه پوښتنه کوم ، او د هغې لپاره يو معقول ځواب غواړم .
هغه داچې د اسلامي امارت په دوران کې کوم کار د پنجابيانو يا عربانو په خوښه ترسره شوی ؟
امارت په خپل دوران کې دنيا ته شا نه ده ګرزولی ،بلکی دنياوالو شا وروګرزولی وه ، زما په نظرهغوی اسلامي امارت نشو زغملای بلکی غوښتل ئی چې ددوی يوګوډاګی حکومت وي ، نه ازاد ، خپلواک د افغانانو د خوښی اسلامي نظام .
ستاسو نظر څه دی ؟ هيله ده ، ښکنځل ونکړئ .[/quote:5b1fdd89ae]
21.12.2007
[quote:db0b35a1f5]زه يوه پوښتنه کوم ، او د هغې لپاره يو معقول ځواب غواړم . هغه داچې د اسلامي امارت په دوران کې کوم کار د پنجابيانو يا عربانو په خوښه ترسره شوی ؟ [/quote:db0b35a1f5]
دا پوښتنه په مقابله پوښتنه ځوابیږي :
[color=white:db0b35a1f5]د اسلامي امارت په دوران کې کوم کار د پنجابيانو يا عربانو په خوښه نه دی ترسره شوی ؟ [/color:db0b35a1f5]
آیا د پاکستان د تجارتي کاروان ساتنه او ملاتړ د پنجابیانو په خوښه نه و ؟
آیا د طالبانو غورځنګ د پاکستان د ملاتړ څخه برخوردار نه و؟
آیا الوتکې او پیلوټان پاکستاني نه وو ؟ ایا طالبانو خپل پیلوټان درلودل؟
آیا درنه اوسپکه وسله د باکستان له خوا نه اکمال کیدله؟
آیا د طالبانو پوځي مشاورین ټول په ملکي افغاني جامو کې پنجابی پوځی افسران نه وو ؟
آیاد بلوچستان پښتانه د طالبانو په لیکو کې د قندهارۍ لهجې په لرلو سره د پاکستان له خوا نه و ګمارل شوي؟
آیا د پاکستان مالي مرستې ورسره نه وې چالان ؟
آیا د ملا عمر اخون سیاسي مشاورین او سیاسي مشران ټول د ای. اس .آی افسران نه وو ؟؟
آیا دافغان ملي روشنفکرانو څخه ډډه کول د مجاهدینو د تنظیمونوپشان طالبانو هم د اي .اس . آی په خوښه نه وه اختیار کړې ؟
آیا ددوی طالبي زدکړی هم د پاکستان په مدرسو کې د آی . اس . آی له خوا نه وې تنطیم شوې ؟
آیا د طالبانو پوځي روزنه او تمرینات د آی . اس . آی له خوا پرمخ نه بیول کیدلې ؟؟؟
آیا د طالبانو ټول ټاکټیکونه او شتراتیژئ د پاکستاني پوځیانو او آی . ای . آی له خوا نه ټاکل کیدل ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
Bahram
22.12.2007
[quote:51be394cd0="پتوال"]آیا د طالبانو پوځي مشاورین ټول په ملکي افغاني جامو کې پنجابی پوځی افسران نه وو ؟[/quote:51be394cd0]
در همي رابطه چندين چشمديد دارم كه بريتان بيان مي كنم.
1- در زمان طالبان در كابل بودم. گاهي پشاور هم مي رفتم چون تعدادي از فاميل ها آنجا بود. روزي از دروازهء تورخم تازه داخل شده بودم كه صداي يك هليكوپتر توجه مرا و مردم را به خود جلب كرد. هليكوپتر از طالب ها بود كه اجساد كشته شدهء پاكستاني را آورده بود. به سرعت در نزديكي دروازه تورخم نشست و اجساد را داخل امبولانس ها كردند. هليكوپتر دوباره پرواز كرد.
يكي از دوستانم در شفاخانهء چهارصد بستر كار مي كرد و هميشه قصه مي كرد كه به چه تعداد كشته و زخمي پاكستاني ها و عرب ها به شفاخانه شان انتقال داده مي يافت.
2- يك صبح ديگر از كابل طرف تورخم مي رفتم. آنروز خوب به يادم است كه وقتي موتر را از پل محمود خان ميگرفتم صداي شليك توپ هاي سنگين از دور شنيده مي شد. در حقيقت از نيمه شب گذشته طالب ها به كمك پاكستاني ها و عرب ها به شمالي حمله كرده بودند تا اگر بتوانند خط جبهه را بشكنند و مناطق از دست دادهء شانرا پس بگيرند.
آنزمان سرك ها خراب بود و چند ساعت را در بر مي گرفت تا به سروبي مي رسيديم. طبق معمول موتر ما در سروبي توقف كرد. ساعات ده صبح بود. مردم هر طرف نشستند چون تابستان بود و هوا گرم. من هم در همان نزديكي ها نشستم و اينطرف و آنطرف نگاه مي كردم. يكبار متوجه شدم كه يك موتر تويوتا كه نيز از كابل آمده بود توقف كرد. در بين موتر دو طالب با ريش ها و لنگي هاي شان و يك مرد جوان كه شايد 35 يا 37 مي بود كه در چوكي مقابل نشسته بود. نه ريش داشت و نه لنگي. پيراهن و تنبان سفيد پوشيده بود. ريشش درست ترشيده شده بود و موه هاي كوتا داشت. كمي چاق هم بود. بسيار جالب بود. همه بطرفش مي ديدند و هيچ كسي چيزي نمي گفت. همين كه از موتر پياده شد من از روي كنجكاوي به ايشان خود را نزديك كردم تا بفهمم به كدام لسان حرف مي زنند. ديدم كه طالب ها به زبان اردو با وي صحبت مي كردند. هر دو طالب محافظش بودند و مسلح او را تا داخل چايخانه همراهي كردند.
خوب اين پاكستاني با آن سر و قيافه كي بود؟ در افغانستان چي ميكرد؟ با طالب ها چي ارتباط داشت؟
همه دنيا ميدانند كه پاكستان در ايجاد و تمويل طالبان نقش مستقيم بازي كردند. مگر اين مصارف جبهات جنگ شان كه سيل آسا اكمال مي شد از كجا مي آمد؟ مرمي بيشمار، پول بيشمار، نيرو بيشمار، اطلاعات، استخبارات، نظم و برنامهء جنگي...و غيره و غيره.
اين كار يك يا دو ملا و طالب نبود و نيست. نبايد احمق باشيم.
درويش
22.12.2007
[quote:110de987ed="ننګيالی زابل"]زه يوه پوښتنه کوم ، او د هغې لپاره يو معقول ځواب غواړم .
هغه داچې د اسلامي امارت په دوران کې کوم کار د پنجابيانو يا عربانو په خوښه ترسره شوی ؟
امارت په خپل دوران کې دنيا ته شا نه ده ګرزولی ،بلکی دنياوالو شا وروګرزولی وه ، زما په نظرهغوی اسلامي امارت نشو زغملای بلکی غوښتل ئی چې ددوی يوګوډاګی حکومت وي ، نه ازاد ، خپلواک د افغانانو د خوښی اسلامي نظام .
.[/quote:110de987ed]
د طالبانو ظلمونه او ناخوالې څرګندوي چې له بهره دیکته کیږي . ځکه دغه چارې په ملي واکمنۍ کې امکان نه لري :
١) ايا طالبان د پاکستان په پوځي مرسته راپېدا او واک ته ونه رسېدل؟ (ايا اوس هم د طالبانو اته نوي ځانمرګي بريدکوونکي پاکستانيان نه دي؟)
٢) ايا د نصير الله بابر دا خبره درواغ ده چې ويل به يې "طالبان زما بچي دي"؟ ايا ايي ايس ايي له لومړنۍ ورځې څخه په اسلام اباد کې په ملياردونو ډالر په دې نه لګول چې د طالبانو لپاره پروپاګنډ وکړي، په مطبوعاتو کې به يې د دوى لپاره دا پروپاګنډ کاوه چې د خلفاء راشدينو بچي راغلي دي، اصلي اسلام راغلى دى، د مدرسو معصوم طالبان راغلي دي، د امنيت ټېکه داران راغلي دي خو کله چې يې ټول افغانستان تر وحشي ټوپک لاندې راغى نو بيا يې خلکو کړنې وليدلې، خلک په يو دوه کې اريان کېناستل چې که دا اسلام وي نو داسې اسلام څنګه ومني او که اسلام نه وي نو دا خلک له کومه راپېدا شول؟
٣) ايا طالبانو ټولې چارې د ايي ايس ايي د افسرانو څخه له پوښتنې وروسته نه ترسره کولې؟
٤) ايا طالبانو په افغانستان کې د نړۍ د ټولو ترهګرو مېلمستيا او ساتنه نه کوله؟ او دومره خپلوي يې ورسره جوړه نه کړه چې پخپله طالبان يې هم ترهګر کړل؟
٥) ايا طالبانو په افغانستان کې ټول خلک د ټوپک په زور نه وه يرغمال کړي؟
٦) ايا د طالبانو په واکمنۍ کې د بيان او نظر ازادي وه؟
٧) ايا طالبانو د وحشي ځناورو په څېر پښتنې ښځې په بازارونو کې نه وهلې او بدنامولې؟
٨) ايا طالبانو په خپلو کرکجنو کړنو غېر پښتانه دې ته ونه هڅول چې د پښتنو قتل عام وکړي؟
٩) ايا طالبانو د افغانستان تاريخي او کولتوري شتمنۍ په راکټو وانه لوځولې؟
١٠) ايا طالبانو بې وسه او بې سرپرسته ښځې له کارونو په ګوښه کولو سره هغوى دې ته اړ نه کړې چې ځانونه خرڅ کړي؟
١١) ايا طالبانو په خپل سخت دريځ سره اسلام او افغانستان په ګرده نړۍ کې بدنام نه کړل؟
١٢) ايا طالبانو د افغانستان تاريخي شتمنۍ پاکستان کې د ټېپرو په بيه خرڅې نه کړې؟
١٣) ايا طالبانو په افغانستان کې د وحشت، غربت، لېونتوب، بې کارۍ او بېزارۍ يو تاريخ تر شا نه ده پريښى؟
١٤) طالبانو تعليمي ادارې نه وې بندې کړې؟
١٥) ايا طالبانو ښوونځي او کتابونه نه وو سوځولي؟
١٦) ايا طالبانو ټول افغانستان د يو ترهګر له سره ځار نه کړ؟ (يواځې په دې وجه چې د طالبانو مشر د دغه ترهګر سره خپلوي لرله؟)
١٧: ايا طالبانو نړۍ ته دا په ثبوت ونه رسوله چې دوى په هيڅ خبره نه پوهېږي؟
١٨: ايا طالبانو په خپلو کړنو سره نړۍ ته دې ته مجبوره نه کړه چې افغانستان اشغال او افغانستان د يو بل ناورين سره مخ کړي؟
١٩) ايا طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو له ساتنې او جنګونو پرته کوم سرک، کلينيک، ښوونځى، بند جوړ کړي دي؟
٢٠) ايا طالبانو چې په خپلې واکمنۍ، چاودنو، بريدونو او نورو کړنو سره افغانستان او افغانانو ته کوم زيان رسولى دى د هغې څه اندازه به څوک معلومه کړاى شي او که نه؟
٢١) ايا ملا عمر په افغانستان کې د وسلو او پېسو فابريکې لري؟ که نه يې لري نو دا دومره وسلې او پېسې له کومه راځي؟
Nawabi
22.12.2007
که په لنده توگه دطالبانو واک ته درسيدو ټول جريان انسان دقيق تر نظر تير کړي چي دوي له شروع کوم شعار پورته کړ ،څنگه يي وکولاي سول دتورن اسمعيل ،رباني ، دوستم اوبيا نورو تنظيمو دمشرانو سره خبري وکړي ، يو او بل وغولوي او هغه ځواک چي دروسيې،ايران ،ازبکستان ،تاجکستان ،هند او حتا ترکيې له سخاوتمندانه مرستو نه يي گټه اخيسته له واک نه گوښه کړي ،په ټول پاکستان ،کندهار او بيا په جنوبي ولاياتو کي دا تبليغ وچي دوي داسلام او اسلاميت سپاهيان دي او يوازي عدالت غواړي ،حکومت کول ددوي کار نه دۍ ،غواړي چي محمد ظاهر شاه بيرته کابل ته راولي او واک وروسپاري ، اوداسي نور هوښيارانه ځيرکانه حرکتونه . دا ټول دافغانستان دجوماتونو دملايانو تر سويه لوړي خبري وې ، په ډاډ ويلاي سو چي نوم دافغاني طالبانو او ملاعمر اخند و ، خو هر څه پاکستاني استخباراتي او پوځي جنرالانو سرته رسول . دطالبانودحاکميت په ټول دوران کي دطالبانو په پوځي ليکو کښي تر افغانانو پاکستانيان زيات و،داچي څومره عرب او دنوروهيوادو چي شمير يي څلويښتو ته رسېده غولېدلي او فناتيک کسان وه شمير يې تر لسهاو زره زياتيږي .په همدې اساس هيچاته دا دمنلو وړ نه ده چي طالبانو بهرنۍ سياسي ،پوځي ښوونکي نه لرل او په افغانستان کي راپيدا سول .
هغوي د1995زکال تر مني کابل ته ځان راورساوه ،استاد رباني او احمدشاه مسعود دپنجشير په لور وتښتيدل، دکابل په ښار کي دطالبانو لخوا اسلامي امارت اعلان سو . پلازمېنه کابل و مگر امرونه دکندهار څخه ورکول کېده دا ځکه چي ملا عمر دقدرت تر وروستۍ ورځي ارگ ته رانه غلۍ . کابل ته په رسيدو سره طالبانو ډير ژر هغه څه شروع کړه چي چا فکر نه کاوه ،دنجونو دمکتبو دروازي وتړل سوي ،راډيواو تلويزيون کي پر موسيقي ږغولو،دښځو پر کارو او هغوي بيله محرمه دکورنه وتلو باند بنديزاعلان شو ، دمنځنيو پېړيو په دوددلاسو او پښو پرې کول ، وژل ،اعدامول ټولو انسان ضد عملونو داسلامي شرعيت تر نامه لاندي ددوي لپاره قانوني بڼه اختيار کړې وه ، دکابل په سپورتي لوبغاړۍ دسپورتي لوبو پر ځاي دانسانانو دوژلو او سنگسارولو په ميدان بدل سو ،ښاغلي متوکل يوه بهرني خبرنگارته ددغي پوښتني په ځواب کي چي تاسو ولي په سپورتي لوبغاړي کي ښځي او نارينه وژنۍ په زيات غرور وويل تاسو موږ ته يوبل ځاي جوړ کړۍ بيا به موږ دلته خلک نه وژنو ... ، امر بالمعروف و... هغه اداره وه چي افغانانو يي له نامه سره حساسيت پيداکړ ،دځوانانو سرونه وچ خرېيل کېده ،اود ږيرو اندازه کولوته خط کشونه جوړ سوه ،لنډاچي يو وحشت پر ملک مسط و.پاکستان دوي د داسي کارونو تر سره کولو او فتواگانو صادرولوته وهڅول کوم چي پايلي يې په ټوله نړۍ کي دبهرنيانو په ذهنيت کي له افغانانو او په ځانگړې توگه دپښتنوڅخه نفرت و، له هغوي سره داسي عقيده پيدا سول چي افغانان دنړۍ وحشي قوم دۍ ،دا هغه تاريخي جفا او خيانت دۍ چي دبې گناه پښتنو او افغان ولس سره په تاريخ کي چانه و کړۍ . په دغه هم پاکستانيانو اکتفا و نکړه دهغو پر شا يي لاس ورتير کړ او هغوي يي دهيوادد تاريخي او فرهنگي شتمنيو له منځه وړلو ته وهڅول لومړۍ يې په موزيمو او گالريو کي هر څه له منځه يووړه او په 2001زکال کښي يې دباميانو مشهور بتان چي دافغان ولس فرهنگي ميراث و دافغانانو په گډون دټولي نړۍ دولسونو او نړېوالو سازمانو دارادې او غوښتنو او وړاندېزونو خلاف دهغو په لاس والوزول ،دا بله تاريخي دښمني وه چي پاکستاني چارواکو دپښتنو اوافغانولس سره دهغوي دبدنامه ولوپه خاطر تر سره کړه ؛ کله چي امريکايانو طالبان دواک نه راوپرزول بيانو ددوي مشر استاد او هميشنۍ ملاتړۍ مولانا فضل الرحمن وايي ((طالبان پخپله بې عقل او ناپوه کسان وه، موږ دوي ته دهيڅ کوم داسي کار مشوره نه ده ورکړې ، مولانا وايي موږ جمهوري ائېن لرو)) . دغه يوازنۍ خبره مولانا رښتيا کوي ، بلې په پاکستان کي ښځه حق لري چي دصدارت مقام ته ورسيږي ،په فابريکو ،او نورو مؤسسو کي کاروکړې ، په ښوونځۍ کي تعليم او پوهنتون کي تحصيل وکړي ،حتا دمولانا فضل الرحمن دلور په شمول زياتي پاکستانۍ ښکلي پيغلي په بهر ملکونو کي تحصيل کوي ،په تياتر ،سينما او نورو فرهنگي کارو کي فعال گډون لري ،په روغتونو او کلينيکونو کي ډاکتري او نرساني سي بيله جنسي توپير نه دمريضانو سره مرسته کوي او هغو ي ته دارو درمل ورکوي ، ديو اړخ نه يې پر بل اړخ رااړوي ،دا ټولو ته دپاکستانۍ ښځو لپاره اجازه شته ؛ مگر افغاني ميرمني او پيغلي ته دهيڅ کار اجازه نشته بايد په کور کي ناسته وي، بدبختي داده زموږ بيچاره خلک يي مني چي پاکستاني ملايان ډير ښه خلک دي او هر څه رشتيا وايي , يوې مسلي ته غواړم دټولو پام راوگرځوم ، طالبان په افغانستان کي دهيڅ قوم نماينده گان نه وه او نه هم اوس دپښتنو دستر قوم نماينده گي کولاي سي ، نه هم کوم قوم دوي خپل استازي ټاکلي دي طالبان لکه دانور تنظيمونه په پاکستان او ايران کي رازېږېدلي ،هلته لوي سوي ،وسله وال سوي اودپاکستان ،امريکا ،سعودي عرب او يو شمير نورو زبر ځواکو په اراده يي جگړې ته وردانگلي دي تر څو دولتي قدرت تر لاسه کړۍ ,
Anonymous
03.01.2008
[quote:5a8e73cede="ننګيالی زابل"]زه يوه پوښتنه کوم ، او د هغې لپاره يو معقول ځواب غواړم .
هغه داچې د اسلامي امارت په دوران کې کوم کار د پنجابيانو يا عربانو په خوښه ترسره شوی ؟
.[/quote:5a8e73cede]
کاکوجانه و د ترهګروغلو وينده
دغو پوشتنو ته اوس ځواب وايه چېرې ولاړې
زه پوهيژم چي هيڅ ځواب نشته درسره
حقيقت هر څوک پيژني او زه يي شاهدي ورکوم
چي ترهګر د پاکستان مذدوران دي
Nazar
03.01.2008
[quote:fd64b4254d="khan jan"][quote:fd64b4254d="ننګيالی زابل"]زه يوه پوښتنه کوم ، او د هغې لپاره يو معقول ځواب غواړم .
هغه داچې د اسلامي امارت په دوران کې کوم کار د پنجابيانو يا عربانو په خوښه ترسره شوی ؟
.[/quote:fd64b4254d]
کاکوجانه و د ترهګروغلو وينده
دغو پوشتنو ته اوس ځواب وايه چېرې ولاړې
زه پوهيژم چي هيڅ ځواب نشته درسره
حقيقت هر څوک پيژني او زه يي شاهدي ورکوم
چي ترهګر د پاکستان مذدوران دي[/quote:fd64b4254d]
سل یی سره مړه کړو دي لا واي سی کراره کرارې ده
د یوه کافر د شړلو لپاره ٣٠ کاله جهاد
او د سلو کافرانو د راوستلو لپاره ٥ کاله جهاد
د ټولی نړی کافران د طالبانو احسانمد دی
ته خو حاکم یی ته ولی انسانان په دی شکل وږنی
د جزا ورکولو هم ځاي معلوم وی
نه نو دی فوډبال پر میدان کی انسانان را زوړند وی
زه دا نه وایم چی ته قاتل ته جزا مه ورکوه
مګر
د جزا ځاي هم شته
دا یو مکمل هیواد ده دا ستا خپل شخسی کور نه ده چی خپلی لور ته ووایی
نور به مکتب ته یا پوهنتون ته نشی تلاي
د اسلام ټیګداره ...............!
لکه ماشومان په شګه کی کورنه جوړوې
او بیا سی مست سي بیرته خپل کورنه په لغتو وهي
Anonymous
03.02.2008
دغه په خره سپور مجاهد طالبي چيري ولاړ چي مياشتي تيري شوي د ده ځواب رانغي
دغه پوشتني اوس ولي نه ځوابوي؟؟
Nazar
03.02.2008
پوښتنه - جنرال صاحب! اوس افغانستان یوی نوی مرحلی ته داخل شوی، د سیمی سیاسی څیری مخ په بدلیدو ښکاري، پاکستان په افغانستان کې خپل نژدې ملګري (طالبان) له لاسه ورکړي، او شمالي ټلواله قدرت ته رسیدلی ده، امریکا یی هم ملاتړ کوي، او ظاهرشاه هم راغلی دی، تاسو دی تحولاتو ته څنګه ګورئ ؟
ځواب- زما په خیال د انګریزانو هغه مقوله چی وایی Too many cooks Spoil the food «چې قصابان ډیر شي غوا مرداره شي» د اوسنی وضعی په هکله صدق کوي. که د افغانستان تاریخی پس منظر ته وګورو، د افغانستان نسلی ترکیب پراقوامو مبنی دی او متأسفانه په اوسنیو تحولاتو کې هیچا هم په پام کې نه ده نیولی. له یوی خوا اخضر ابراهیمی لږ زیاتی کړی، ځکه چې دی مخکی هم راغلی و او د سولی له پاره یی دلته ډیری ناکامه هلی ځلی کړی دي او بیرته لدی ځایه خفه تللی. دا ځل یی (داسی وکړل) چی څه کسان یی په بن کی راټول کړل او داسی فیصلی یې پری وکړی چې چندان قابل عمل نه ښکاري، مثلا ً که تاسو وګورئ نو کرزی صاحب غریب هم قیدی دی او شمالی اتحاد بالکل آزاد پریښودل شوی او څه پابندي هم پری نشته، ټول اهم پوستونه هم د دوی شوی دي. او پښتون چې له مخکی نه هم ورک وو دا دی یو ځل بیا ورک شو.
د امریکا په هکله باید ووایم چې امریکا خپل مقاصد لري، او دا طالبان هسې یوه بهانه وو. د امریکا له هغه اتحاد څخه ویره کیده چې د چین، روس او ایران تر مینځ د جوړیدو په حال و. ویل کیږي چې په راتلونکی پیړۍ کې به چین ډیر مضبوط قدرت وي، د لمړي ځل لپاره امریکا محسوسه کړی ده چې هغوی ته به د پسفیک (اوقیانوس آرام- یعنی چین او...) سایډ نه خطره متوجه کیږي. او که په پورتني اتحاد کې کوریا، جاپان او نور اتینک ګروپونه شامل شي (چې امریکا ورته «یلو ترور» زیړه ترهګری – وایي نو دا به د امریکا لپاره تر ټولو ستر خطر او ګواښ وي. د امریکا لپاره د دوی په خلاف بیسس Bases يا پایګاه وی، نه وي، امریکا په ځانګړې توګه په پسفیک (اقیانوس آرام) کې مرکزونه نه درلودل، هغوی مزایل استعمالولای شوای، لکن داسې سیمې یې نه لرلې چې هلته هر اړخیزه مرکزونه ولري او بیا له هماغه ځایه چین او په بل عبارت هماغه جوړیدونکی اتحاد کنترول کړای شي. ایران هم د امریکا لپاره په یو خطر بدلیدو ځکه چې تیل لري او دا ډیر مهم فکتور دی، تاسو وګوری له کال ۱۹۷۵ نه د دوی یوه پالیسې پیل شوی وه، هغه وخت کې امریکا ویل چې «د تیلو ثقلت او اهمیت به د نیکاراګوا له خلیج څخه د فارس خلیج ته انتقال کیږي » یعنی چې له مکسیکو او سنټرل امریکا به د فارس خلیج ته انتقالیږي. اوس دوی پوه شوي چې که په تیلو کمی او د مکسیکو او خلیج تیل د دوی طلب پوره نشي کړای نو دوی ته پکار ده چې نور استراتیژیک ریزرف (ذخیره) ځایونه باید په لاس راوړي او دغه ریزرف ځایونه یواځې او یواځې د آسیا په مرکزي هیوادوو کې موجود دي. بله خبره دا چې د بوش په حکومت او کورنۍ کې ټول واړه او غټ منصبداران د تیلو د کمپنیو په کارو بار بوخت خلک دي.
موږ هم چې په کال ۱۹۹۴ کې افغانستان او مرکزي آسیا ته لاړو، او هلته په افغانستان کې طالبان راغلو نو مقصد مو دا و چې مرکزي آسیا ته – چې قسما ً سیاسی او معاشی (اقتصادی) آزادي ورته ملاو شوی وه – ځان ورسوو. موږ عقیده درلوده که د دی سیمی تیلو ته ځان ورسوو او له هغه هیواده پر افغانستان ترانزیتي سړک جوړ کړو، او تر ګوادر پورې لاره جوړه شي نو موږ ټولو ته به فایده وي. که دغه پلان عملي شوی وای نو هندوستان هم دغه لاری ته ضرورت درلود او له پاکستان سره یې تجارتي راکړه ورکړه زیاتیدای شوی بیا نو د کشمیر مسئلی ته د پاکستان په ګټه حل راوتلای شوای.
د همدی مرکزی آسیا د تیلو په اړه موږ له «بریداس» سره خبری وکړی، دا د ارجنتین او سعودی ګډه کمپنی ده. دوی (امریکا) وویل چې تاسي یې «یو نوکال» ته ورکړی. موږ ورته وویل، طالبانو هم ورته وویل او ترکمنستان هم ورته وویل چې موږ لاپخوا تعهد له بریداس سره کړی، د همدی خبرې په سر زموږ حکومت هم ولاړ، او ختم یې کړو، بیا که ستاسو یاد وي د طالبانو څه لیډران یې د امریکا «بوستون» ته وغوښتل او هغوی ته یې وویل چې «یونوکال» ته د تیلو دغه قرارداد ورکړئ موږ به تاسو ته سیاسي او اقتصادي امتیازات هم درکړو، خو طالبانو ځان پوه نکړ او چندان دلچسپي یې ونه ښودله. امریکا له هماغه ورځې فیصله وکړه چې نور نو په دی سیمې کې موږ ته پکار دي چې بیس ( قرارګاه) ولرو. تر څو د تیلو د قبضې تر څنګ څنګ پر چین، ایران او روسی کنترول هم ولرو. (امریکا تخمین کړی وچې لس کاله پس به چین ته کم له کمه له دی علاقی څخه ۲۰٪ تیل ضرورت کیږي، نو که تیل امریکا قابو کړي، چین د دوی په ګوتو کې راځي.
پوښتنه - د اسامه او طالبانو په هکله د امریکا دښمني له کله پیل شوه او دا څومره حقیقي وه؟
ځواب- دوی (امریکا) خپل استراتیژیک اهداف لري، او طالبان هسې یوه بهانه وه، ځکه چې تر کال ۱۹۹۶ پورې زموږ حکومت و، امریکا هیڅکله د طالبانو مخالفت ونکړ... او طالبان هم داسې بلا نه وه چې امریکا ورنه وویریږي.
د اسامه خبری ته تاسو اشاره وکړه، تیر کال په اپریل یا می کې ماته د امریکا د سټیټ دیپارټمنټ (د امریکا خارجه وزارت) یو سړی را روان وو، تصادفا ً (!!) په همدې ورځو کې عبدالوکیل متوکل هم په اسلام آباد کې و، نو ما متوکل ته احوال ورکړ او هغه ماته دلته دشپی مهال راغې، ما ورنه پوښتنه وکړه چې هغه د لبیا د «لاکربی» خبره څه شوه؟ نو په دی طرز باندې تاسو د اسامه خبره ولی نه خلاصوی؟ هغه راته وویل چې خبره ډیره ښه ده، یو قاضي به پکې زموږه کښیني، یو به د سعودي عرب وي ځکه چې اسامه د هغه ملک سړی دی او دوه نور قاضیان دی د نورو اسلامي هیوادونو څخه واخلي او اسامه دې محکمه کړي، لیکن هغوی (امریکایان) چې سبا راغلو، نو دا خبره یې رد کړه او ویې ویل چې څوک پوهیږي چې اسامه ته به سزا ورکول کیږي که نه؟ نو ما ورته وویل چې کوم عدالت تاسو ته مخکې له مخکې دا اطمینان ورکولای شي چې سزا به ورته حتما ً ملاویږي.
خو امریکا اصلا ً خپله اجندا درلوده او پر دی خبرو پسی نه ګرځیده.
پوښتنه - د اسامه په حصه کې تاسو مخکې اشاره وکړه، زما سوال دادی چې آیا اسامه په رښتیا دومره لویه بلا وه چې نیویارک او واشنګتن والوزوی، دا له کومه راغی او چا دومره غټ کړ؟ څنګه مطرح شو؟
ځواب- اسامه په می ۱۹۹۶ کې په سودان کې و، هغه وخت په کابل کې د استاد ربانی حکومت و، او حاجی قدیر دلته په ننګرهار کې ګورنر و. استاد ربانی اجازه ورکړه چې افغانستان ته راشي.
بله دا چې ما امریکا ته همدا وویل چې ستاسو انتلیجنس (استخبارات) هغه وخت چیرته و چې هغه له سودان نه افغانستان ته راتو؟ په جهاز کې راغی، ستاسو جاسوسان چیرته و؟ ولی مو هلته اقدام نه کاوه؟ موږ خو اسامه نه پیژاندو له هغه څخه خو امریکا انترنشنل فیګور (شخصیت) جوړ کړ. هغه یوازې محلی لیډر و خو دوی د ټولی اسلامي نړۍ لیډر ترینه جوړکړ.
بله خبره دا ده چې اسامه له افغانستان څخه وتلو، طالبانو شورا راوغوښته او یوه ورځ یې اوږده کړه تر څو ده ته وخت ملاو شي چې دی ووزی. ما امریکایانو ته د اسامه په اړه وویل چې هغه په هماغو ورځو کې چې د طالبانو د علماوو شورا روانه وه له افغانستان څخه وتلی ده، بدخشان کې ربانی ناست و، ما دا هم ورته وویل چې تاسو (امریکا) سره خو ستلایت شته، تاسو وګوری د اسامه دوه غوجلی وی، یوه په جلال آباد کې وه او بله په کندهارکې او په هغوی کی به اسپې (اسان) ولاړی وي. تاسو وګورئ په همدی ورځو کې چې په کابل کې د طالبانو غونډه وه، هغې نه وروسته هغه اسپی څه شوی؟ ما امریکا ته په هماغو ورځو کې وښودل چې اسامه هغه فلانی ځای ته تللی دی، خو دوی نه منله، خبره یې ولی نه منله؟ کیدای شي د دوی مفادات به داسې وو چې هسې یوه بهانه جوړه کړي. اسامه که هر شی و خو هغه سره داسې امکانات نه وو، دومره اطلاعاتی او جاسوسي معلومات ورسره نه وو چې داسې عملیات تر سره کړي. دا مسایل به ورو ورو راڅرګندیږي. او حقیقت به روښانه کیږي. دوی (FBI) وایی چې موږ صدر بوش ته ویلی وه له مخکی نه چې د داسې عملیاتو بندوبست روان دی، پدی هکله کتاب هم لیکل شوی. چې دا کار به CIA په خپله کړی وي. کیدای شي موساد کړی وی.
امریکا د اسامه په اړه زما معلومات نه منل. له هغې نه مخکی یې له متوکل سره د اسامه پرموضوع هم توافق نه کاوه. د دوی نور مقاصد وو او خپل اهداف یې درلودل. زه وایم چې اسامه امریکا جوړ کړی ده. د اسامه او طالبانو د مشکل د حل ډیری لاری چاری وی لیکن امریکا نه منلی. ما پخوا څو څو ځله امریکایانوته ویلي چې تاسو په افغانستان کې د بیا رغاونی کارونه پیل کړی، تر څو په افغانستان کې خلکو ته کار میسر شي، او چې هلته په افغانستان کې کار او آبادي وي نو له پاکستان څخه به مهاجر بیرته لاړ شي اوس خو چې مهاجر ته وایې وطن ته لاړ شه نو ویل به یې یاره هلته مرګ ته لاړ شم... هلته خو روزی نشته، پیسه نشته، کار نشته، خوراک نشته او ... که په افغانستان کې مکتبونه وی، سوله او ترقي وی، شفاخانی وی، سړکونه وی، د سوکاله ژوند وسایل وی نو خلک دلته په دی دوزخ کې څه کوي؟ مطلب امریکایانو له دی لاری په ډیره اسانی سره بدلون راوستلی شوای چې کار او روزګار پیل شوی وای نو خلک له طالبانو سره نه دریدل، بیا چا جګړه نه کوله. غرب هر څه کولی شوای خو...
موږ غوښتل چې همداسې تدریجی بدلونونه راولو د تلیفون لینونه مو په کابل، هرات، قندهار او نورو سرحدی سیمو کې فعال کړل. تر څو د طالبانو له نوری دنیا سره تماس قایم شي، بانکونه موهلته پرانیستل چې د تجارت په کاروبار کې رونق راشي، په غرب کې د پرتو افغانانو له پاره مو ډیر ښه چانسونه مهیا کړل چې بیرته وطن ته راشي، د PIA سره مو خبری وکړی چې د افغانستان د هوایي ډګرونو د مرمت کار پیل کړي او له دوی سره مو قراردادونه هم وکړل، د خپل واپډا (د اوبو او بریښنا وزارت) کسان مو ولیږل تر څو د هلمند پروژی بیرته فعالی کړي، بیا مو د آریانا هوایي شرکت والا راوغوښتل د هغوی مرکزیت په هند کې و هغوی ته مو د تخنیکي او فني مرستو کورسونه او د لوازمو په هکله قراردادونه وکړل. موږ په اسلام آباد کې ورته ځای ورکړ، د سمنټو فابریکی مو هلته فعالولی، د قندهار د بجلی پروژه مو شروع کړه او ... موږ امریکا ته همدا مشوره ورکوله چې دلته عمرانی کارونه پیل کړی. ما امریکا ته ویل چې مصرف ورکوی هغه طالبانو ته وکړئ، موږ به طالبانو ته ووایو چې یوه فتوا ورکړي چې بس افیون بند!! همدا د مخدراتو ضد مصارف راکړئ چې اوس خو پری د عمران کار پیل کړو.
پوښتنه – تاسو د یو نظامي او سیاسي تجربه کار شخصیت په صفت د امریکا موجودیت په دی سیمه کې د پاکستان او افغانستان له پاره ګټور بولئ که خطرناک؟ دی سیمې ته به امن او ترقي راولي که به په سیمه کې نوره هم بی امني زیاته شي؟
ځواب - مامخکی هم وویل چې امریکا خپل مفادات لري او د هغوې پخاطر دلته راغلي دي، که سبا له چین سره یا روس سره څه کوی نو هم موږ پکې سهیم یو، او که له ایران سره یې کوي هم به پکې شریک یو. ځکه چې ټول همسایه یو او په یوه سیمه کې پراته یو. طبعی ده چې که امریکا د دوی په خلاف دا خاوره (پاکستان او افغانستان) استعمالوی نو زموږ خو به له دی ملکونو سره دښمنی برقراره وي.
بله خبره دا ده چې دوی وعده کړی وه چې له موږ سره به مرسته کوي، موږ طالبانو ته هم بار بار همدا ویل چې تاسو خو قرباني ورکړه، وینه مو وبیوله نو لازمه ده چې د افغانستان د مارشال پلان لپاره هم څه کار وکړی. بیا مو امریکا ته هم وویل چې پکارده چې د یوروپ په شان یو مارشال پلان جوړ کړي چې دا ملک بیرته ودان او سمسور شي. ما ورته وویل چې روسان له افغانستان څخه لاړل تاسو افغانستان یواځې پریښود. افغانانو ستاسو په خاطر ډیر څه وکړل، سره امپراطوري یې له مینځه یوړه. خو تاسو د دوی د ملک په بیا ودانولو کې هیڅ ونډه وانخیستله. طالبان مو راوستل او بیرته مو ختم کړل، مجاهدین مو راوستل او بیرته مو ختم کړل او اوس نو دوی وعده راکړه چې دا ځل راځو نو داسې یې نه پریږدو، او ضرور به عمراني او انکشافي کارونه کوو. لیکن تاسو وګورئ دا ده نهه میاشتې تیری شوی چیرته څه آبادي او عمراني کار شوی؟ چیرته څه پیسه راغلی؟ آیا هغه د پیسو او د کُمک ژمنه چا عملي کړی ده؟
امریکا صادقه نده، کله چې طالبان راغلو، نو موږ ورته وویل چې بهایې دا پوډر، هیروین او دا نور شیان ختم کړئ. امریکایانو ته مې هم وویل چې دا کار د طالبانو په یوه فتوا سره ختمیږي، دوی ویل وبه ګورو، نو کله چې طالبانو فتوا ورکړه او تریاک او هروین یې بند کړل، امریکا د تقدیر پر ځای پر هغوی سنګین بندیزونه نافذ کړل. اوس چې طالبان تللی نو د افیون کر بیرته شروع شوی، په ننګرهار، په هلمند، په بدخشان او... کې او نوی حکومت یې د کنترول توان نلري.
ماته همدا اوس پکه اطلاع شته چې د افیون په زراعت او محصول کې زیاتره د CIA لاس دی، د هغوې په هوایي جهازونو یوې بلی خواته وړل کیږي. دا کار پخوا نه کیدو. هغه شان چې د «ایران کانترا» وو، هلته CIA ولا کوکاین وړل او په پیسو به یې ایران ته په پټه وسلی اخیستلې. دلته هم CIA همدا کار کوي، سمګلنګ (قاچاق) کوي او له انترنیشنل (نړیوال) مارکیت څخه په همغه پیسو باندې وسلی اخلي.
پوښتنه: - ستاسو مطلب دا دی چې د افیونو په قاچاق کې CIA لکه د ایران کانترا په شان لاس لرلو او پر هغو پیسو به یې افغانانو ته وسلی اخیستلې؟
ځواب :- هو! زما د لا په زمانه کې (پخوا) دلته پوډر نه و، زه تر کال ۱۹۷۷ پوری دلته ګورنر وم. هغه وخت پورې دلته له چرسونه تیل ایستل کیدل، دا د پوډرو کار CIA شروع کړ. د دی کار دوه هدفه وو یو د روسانو د خرابولو او بل دا چې د انکم ( ګټی) له لحاظ ډیر ښه توکی و. په افغانستان کې اوس بیا امریکا ناسته ده خو د مخدراتو مخه نه نیسي، دوی خپلو مفاداتو ته زیاته توجه کوي... دا او په دی اړه ګڼی نورې کیسی یوه فرانسوی ژورنالست په کتاب کې هم لیکلي دي. حتی په کتاب کې دا هم راغلي چې بوش د ۱۱ سپتمبر له پیښو خبر وو چونکه دوی خپل مقاصد درلودل نو یې...
پوښتنه:- پاکستان د سپتمبر له ۱۱ نه وروسته ۱۸۰ درجی تغییر وکړ، له هغه نه مخکې به یې د طالبانو کلک حمایت کاوه. مشرف صاحب خو لا دا هم ویل چې طالبان د پاکستان استراتیژیک ملګری دي او داسې نور... لیکن بیا له طالبانو څخه لاس پرسر شو، د دی علت څه بولئ؟
ځواب:- یوه خبره د قومی مفاد یا نشنل انترست (ملی کټه) ده، لیکن پخوانیو حکومتونو خو پدی وجه له افغانستان سره تعاون کړی وو چې زموږ وینه یوه ده، جامه یوه ده، خلک مو یو دي، او که سبا په موږ باندې سخت وخت راشي نو دوی به موږ سره باقاعده ولاړ وي. ما ته په خپله ذاتي ډول دا ویل شوی وو (د افغانستان د مشرانو لخوا او هم د طالبانو لخوا) چې کم از کم یو لک افغانان به تاسو ته تیار ناست وي که هندوستان تیری وکړي.
اوس دا یو پوځي حکومت دی، دوی خو نه د عوامو تائید اخلي او نه د هغوې رایو ته ګوري. دوی سره همدا مطلب وي چې څنګه د خپل حکومت عمر اوږد کړي او بس.
د ضیاءالحق نظامی حکومت هم همداسې و.
پوښتنه:- لکن بابر صاحب ستاسو حکومت (د ذولفقار علی بوټو حکومت) خو همدا کؤل او هغه کسان چې د اسلامی نهضت تهداب یې په افغانستان کې ایښې وو او تاسو ته راغلی وو او تاسو ټرننګ کول، د هغوی پرسر مو هم معامله کوله؟ داسې نه وه؟ ستاسو د پیپل پارټي او نظامي حکومتونو د پالیسئ تر مینځ څه فرق و؟
ځواب: - دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کې انجیینر حبیب الرحمن او بیا حکمتیار، احمدشاه مسعود او وروسته ربانی او نور دلته ټول راغلل، هغوې ته موږ ټرننګ شروع کړو په دی چې موږ ته معلومیده چې د روس (شوروی اتحاد) له خوا موږ ته خطرات دي او باید د هغې له پاره تیاري وتړل شي. خو هغې سره سره موږ بیا دا وکړو چې د کال ۱۹۷۴ په نومبر کې موږ دوی نه دوه کسه واخیستل، یو وکیل عظم خان شینواری او بل یونس خوګیاڼی چې د هغوی په ذاتي طور سره د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه سره رابطه وه. دوی مو روم ته ولیږل چې اعلیحصرت واپس کابل ته ولاړ شي او دا خبره حل شي، له رباني او حکمتیار او نورو سره مو خبری وکړی دوی وویل چې ټیک ده، دا موږ ته قبوله ده؛ دی به آئیني سربراه یا پاچا وي خو په هغه آئین باندې چې موسی شفیق لیکلی و.
یعنی موږ دا اسره کوله چې ټیک دی، دوی تیار کړئ، د سبا لپاره، ځکه چې خطره روس څخه شته. په دی چې هلته خو مخکیني ایدیالوګ و، بریژنیف وغیره، له کال ۱۹۱۷ څخه د «ګریټ ویل» لویه آواز- وه او کرار کرار یې مرکزي آسیا مکلونه ونیول نوموږ وویریدوچې روسان دا کوشش ونکړي چې پرموږهم حمله وکړي ځکه چې حالت اوس سازګار دی.
بیا په افغانستان داودخان راغی، د روسانو ښه ملګری و، د داود له راتګ سره روس ته دا موقع ملاو شوه چې د افغانستان او بیا ورو ورو د انډیا په طرف وړاندې شي. خو د روس د توسیع خطر موږ ته هم متوجه و. د دی خطر په وجه موږ د افغانستان د اسلامی نهضت غړوته ټرننګ پیل کړ. خو ورسره ورسره له داود خان سره مو هم خبری روانی وی. بیا په ۱۹۷۷ کې دلته داغی چې ډیورند په کرښه خبری وکړي او داود د ستخط (لاسلیک) ونکړ.
زموږ د پالیسی دوه ټکی وو، یو یونیټی (یو والی) او بل انټګریټی (بشپړتیا)، دا دوه ټکي مو د افغانستان لپاره ګټور ګڼل. ځکه که دا دوه شیان ګډوډ شوی وای نو دافغانستان امن به ورسره ختمیدو. او چې په افغانستان کې امن نه وي نو موږ به په هیڅ صورت کې په امن کې نشوای پاتې کیدلی ځکه چې بیا خو روسانو ته زموږ په لور راتګ هیڅ نه وه. ډیرو دلته په پاکستان کې دا خبره کوله چې د پاکستان مفادات تر هندوکش پوری دي. دا خبره په اوسنیو وختو کې هم ډیرو کوله خو زموږ باور وو چې تر څو په افغانستان کې امن او مسلط نظام نه وي دلته په پاکستان کې هم امن نشي راتلای.
موږ په کال ۱۹۹۴ کې (د مجاهدینو د حکومت په دوران کې) افغانستان او له هغه ځایه ترکمنستان ته لاړو او له ځان سره مو ډیر غربي ديپلوماتان هم بیولي وو، هغوې ته مو وویل چې دا ملک آباد کړي، په افغانستان کې مې ټولو (ربانی، اسمعیل خان، دوستم او مرحوم مسعود صاحب) ته وویل چې ګورئ بهایې دا خلک ستاسو ملک آبادوي او دلته به یوه لویه لاره جوړه کړي. خو دوی شک کاوه، ایران او هند هم نه غوښتل دلته لاری جوړی شي او آبادي راشي. کله چې موږ یو کاروان روان کړو نو په قندهار کې هغه وخت دوی بند کړ، او بیا طالبان راغلو کاروان یې آزاد کړ.
د طالبانو هر چا صفت کاوه، دوی امن راوستی و، په سړ کونویې ډاکې او شوکي ختمې شوی او کامل امن وو. نو موږ ویل چې یو وار امن راشي بیا به ډیر کارونه وشي.
ګورئ طالبان په ۱۹۹۶ کې د سپتمبر په میاشت کابل ته ننوتل، نو په اکتوبر کې زموږ او د دوی او شمالی اتحاد تر مینځ په مزار کې خبرې شروع شوی، اول لاړو کابل ته د طالبانو له شورا سره مو خبری وکړی بیا له هغه ځایه قندهار ته لاړو او له ملا عمر سره مو خبره وکړه، هغه بیا ملاغوث راسره کړو بیا ولاړو مزار ته. دوستم سره مو خبری وکړی. دوستم هم زموږ د طرحی ملاتړ وکړ. یوه مسوده جوړه شوه چی پنځه پراګراف یا بندونه یې درلودل. لومړی بند یې دا و چې د ملل متحد او اسلامی کنفرانس تر اشراف لاندی ټولی پریکړی منو. دوهم دا چې اوربند به وي او بندیان او د مړو جسدونه به یو بل ته ورکول کیږي. خو پنځمه فقره دا وه چې داسی یوه سیاسی اداره باید جوړه شي چې په هغوی کې به د ټولو ولایتونو نمایندګي د نفوس د تناسب په بناراځي. پدی مسودی کې د فیدرال خبره هم وه چې د دوستم تر څنګ طالبان هم پری راضی وو هغه وخت زما وظیفه دلته په اسلام آباد کې وه (داخله وزیر) د مسودی ټول بندونه تیار وو، او زه بیرته مزارته روان وم. ماته د امریکا سفیر «سایمن جونیر» ویل چې درسره ګورم، ده ماته په ملاقات کې وویل چې ته « ډاکټر هول» هم له ځان سره بوزه ډاکټر هول د جرمني و او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی خاص استازی و. ما ورته وویل چې هغه خو زموږ سره ده ځکه چې د قرار داد یا اتفاق نامی په اول بند کې لیکل شوی دي چې د ملل متحد او اسلامی کنفرانس تر اشرف لاندې به یوه طرحه جوړوو، خو زه چې کله مزار ته ورسیدم نو لیدل مې چی ډاکټر هول له مانه مخکې هلته رسیدلی وو. دوستم که څه هم زموږ سره پخوا خبری کړی وی خو ما ورته وویل چې اوس هول راغلی ده نو پکار ده چې د هغه په حضور کې یو ځل بیا هماغه خبرې تکرار کړو. ډاکټر هول اول ډیر اوږد تقریر وکړ خو دا یې هم وویل چې زه پر دی مسودی د ستخط (لاسلیک) اختیار نلرم. بیا د ډوډی وخت شو، هول وویل چې دا خو عجیبه کار شوی ټولی خواوی پری راضی دي، نو زه به له نیویارک سره خبرې وکړم، نو هغه بلی کوټی ته ولاړ او په ستلایټ تلیفون یې هلته په نیویارک کې چا سره خبرې وکړی، بیا یې له ما سره خبرې وکړی، نو ما ګمان کاوه چې کیدای شي اجازت به ورته ملاو شوی وي. پدی ضمن کې ما برګیډر مجید (په هغه وخت کې د اسلام آباد سفیر په تاجکستان کې) ته وویل چې مسوده ټایپ کړي چې امضاګانو ته تیاره وي. دوستم راته وویل چې شپږ کسان به زه درته معرفی کړم، شپږ کسان به د طالبانو شي، دوستم ویل چې ددی توافق غونډه به په کابل کې اعلانیږي او زه په خپله هم کابل ته درځم، پدی ټولو توافق وشو، ډاکټر هول راغې نو قلم یې راواخیست او دا پنځم یې رد کړ، په دی کار دوستم خفه شو، په هغه ورځ خو موږ بیرته پاکستان ته راغلو خو دوستم بیا پیغامونه شروع کړل او زارۍ یې کولی چې یوځل دلته راشئ. بیا دلته ایوان صدر کې میټنګ وشو، په هغې کې صدرفاروق لغاري، بینظیربوټو، چیف آف آرمي (د پوځ لوی درستیز) سټاف، د ISI ډایرکټر جنرال (عمومی رئیس)، وزیر خارجه او زه هم... وم نو دوی ماته وویل چی بله ورځ ( د نومبر په پنځمه) مزار ته لاړشه او دستخطونه وکړه... لیکن د نومبر په څلورم زموږ حکومت ړنګ شو. اوهغه مسوده او توافقات همداسې نیمګړي پاتې شول.
بیا د رابن رادرافیل فعالیت شروع شو. هغه راغی د ډسمبر ۱۹۹۶ کې ... ده د طالبانو ډیر صفت کاوه. بیا په ۱۹۹۷ کې له طالبانو سره خبرې پیل شوی، لیکن هیڅ نتایج یې ورنکړل. خو دومره ویلی شم چې زموږ د حکومت په دور کې هر څه سم او صفا روان وو، له هغه وروسته هم چې له طالبانو سره څومره تماسونه شوي زما په ذریعه شوي دي. دا ګلبدین حکمتیار هم ماته په تلیفون کې وویل چې زه د طالبانو خلاف جنګ پیل کوم، ما وویل طالبان پریږده. بیا د هغه قوماندانانو ما سره خبرې وکړی او ټولو له جنګ نه انکار وکړ. حکتیار ویل چې زه کابل ته ځم، ما ویل مه ځه.
مطلب دا که زموږ حکومت پاتې شوی وای نو د افغانستان مسئله به هم یو معقول حل ته رسیدلی وه. حتی چې په ۱۹۷۶ کې موږ له ظاهرشاه سره تماس نیولی و او حاضر وو چې دوباره اقتدار ته ورسي، بیا په ۱۹۸۸ کې شورا مشورتی جوړه شوه، د ISI والو راته وویل چې دغه حکومت په رسمیت وپیژني، موږ ورته وویل چې تاسو لږ صبر وکړئ، دغه حکومت دی ځانته یو رسمی او بین المللی شخصیت جوړ کړي او هغه د حکومت پنځه شروط چې یو حکومت یی باید ولري، دی پوره کړي نو موږ به یې هم په رسمیت وپیژنو. بیا هم د دوهم ځل له پاره موږ په کال ۱۹۸۹ کې (وکیل عظم او یونس خوګیاڼی) راوغوښتل او اعلیحضرت ظاهرشاه ته مو ورولیږل، خو هغه غاړه کینښوده. ظاهرشاه وویل زه مشوره کوم بیا پاکستان ته راځم، او هغه ځل هم په جولای کې ۱۹۸۹ کې زموږ حکومت ختم شو. بیا مې په دریم ځل چې زموږ حکومت راغې په ۱۹۹۳ نو ظاهرشاه ته مو سوال ځواب ولیږو داځل مې بینظیر بوټو د دفتر مشر (اقبال صاحب) ظاهرشاه ته ورولیږو چې راشي او دلته دا افغانانو سره یوه ځولۍ کړي خو هغه انکار کاوه، ده له هغه خوا سردار عبدالولی راولیږو (د ظاهرشاه زوم)، د هغه شخصیت کمزوری و ... نو موږ ورته ویل چې ته خو راشه یو ځل پدې کمپونو او... باندې راوګرځه له خپلو عوامو خبر واخله دا به ستاسو شخصیت ته ډیره ګټه ورسوي. زماله اول نه عقیده دا وه چې که ظاهرشاه راشي نو هغه به ډیر اهم رول ولوبوي. که نور څه نه وي نو افغانان خو پری متحد کیدلی شي.
ما د ضیاءالحق د مارشالا په دور کې هم هغه ته ویلي دی چې ظاهرشاه راوغواړي، خو ضیاءالحق به ویل دا بوډا به څه وکړای شي؟ که ستاسو په یاد وي په اتیاومه لسیزه کې دلته په پیښور کې یو کنفرانس جوړ شو، قاضی محمد امین وقار او دا نورو ویل چې ظاهر شاه راولو. ما ورته ویل رایې ولئ ولو که مړ هم شي، د هغه به مقبره وی، زیارت به پری جوړ شي.
ستا د پخوانی سوال ځواب کې دا هم وایم چې، ضیاءالحق هم د خپل ځان مفاد ملي مفاد ګڼلو. هغه به دا ویل (Last bullet last afghan) آخري مرمۍ آخري افغان – مطلب دا چې تر څو یو کس افغان هم پاتې وی زه به مرمۍ ورکوم چې وجنګیږي.
زما مطلب دا دی چې کله سیاسی حکومت راشي، هغه سیاسی فکر لري، خلک پیژني، رابطی وی او ... او د پوځي حکومت خو له عوامو سره رابطه نه وي. یعنی ځیني خلکوته نشنل انتریست (ملی کټې) هغه ښکاری چې کوم کرکټر (شخصیتونه) په حکومت کې دي. د هغوې ګټې ملي ګټی دی. خو په حقیقت کې د ولسونو ګټی ملی ګټی دی نه د افرادو.
بوښتنه: - له طالبانو سره د امریکا د مستقیم یا غیر مستقیم مرستو په حصه کې تاسو څه معلومات ورکولای شئ. تاسو د طالبانو ډیر نژدې دوست پاته شوي یاست. امریکا د طالبانو حمایت کاوه او که نه؟ او که یې حمایت کاوه نو علت یې څه وو؟
ځواب:- موږ د طالبانو په دور کې یو کاروان (زما خپل) له موادو ترکمنستان ته ولیږه او اوس واپس بیرته سم سلامت راغی. بیا زه د امریکا سفیر ته ورغلم ورسره مې د یوروپ او جاپان سفیر هم تر لاس ونیو اول مې هرات ته بوتل هغې نه پس مې کندهار او نورو علاقو ته بوتلل تر څو په خپلو سترګو هغوی ته وښیم چې دلته پوره امن او امان دی او دلته د ګیس پایپ لاین، ریلوی (اورګاډی لاره) او نورو پروژو لپاره زمینه مساعده ده او دوی ته هم پته ولګیږی چې دوی هر چیرته په امن او امان کې تلای راتلای شي. او طالبانو امن راوستی دی.
لیکن ماته نه ده معلومه چې مستقیماً امریکا له طالبانو سره مرسته کوله که نه. خو طالبانو ډیرو پیسو ته ضرورت نه درلود. تور غونډۍ کې ډیره لویه ذخیره له اسماعیل خان څخه پاتې شوې وه. اما د خوراک او د تیلو ضرورت خو موجود و او زما چې څومره فکر دی دا ضروری مواد په بشپړه توګه زموږ له لوري ورکیدل. زه درته یوه کیسه کوم. زه چې اول کابل ته لاړم، په تنور باندې روټی ګرانه وه، چې تپوس مې وکړ ویل یې چې اوړه نشته چې بیرته پاکستان ته راغلم ما «جهانګیر کرامت» لوی درستیز ته تلیفون وکړ، ورته مې وویل چې تاسو سره چې په پیښور کې د پوځ لپاره کوم سټاک (ذخیره) شته، هماغه د شپږ، میاشتو سهمیه د پوځ په نوم واخله او نوره د NLC (نشنل لوجستک کارپوریشن) کابل ته واستوه... دوه ورځې وروسته په کابل کې د روټی قیمت راپریوت... یوه بله ورځ راپور راغې چې په جلال آباد کې روټۍ نشته او له دی ځایه پخه روټۍ ځي. ما خپل جیپ راوخیست او یوازې سیده جلال آباد ته لاړم، هلته چې ورسیدم هر څه مې وکتل ټیک ټاک وو...
هو! دا ضرورتونه موږ په خپله رفع کول، دا زموږ پلان وو چې ریلوی جوړه شي او پایپ لاین وغځیږي. له هسپانیې څخه مو پیسې او د سټلایټ په واسطه مو سروی وکړه، برایداس کمپنی یو کس راکړ، د افغاننانو جامی مو ورواچولې، بیا مې له طالبانو سره ولیږو تر څو د ځمکې له لاری هم تصدیق او سروی وکړي.
ترکمنستان سره مو خبرې وکړی بیا مو د لارو پلان جوړ کړ چې دا یوه لاره به له اوزبکستان او ترکمنستان په قندهار او په فراه باندې راتیریږي. بل لاره به په قزاقستان، چین او په ګجرات راځي... همداسې یو پروتوکول لاسلیک هم شو. اوزبکستان راته وویل چې موږ د ترکمنستان په لاری نه راځو، نو موږ ورته وویل چې تاسو له شبرغان څخه مستقیما ً هرات ته خپله لاره جوړه کړئ، د هرات به هم پدی کې حق جوړ شي او سهم به ورورسیږي. له هغه ځایه ایران ته هم تلای شی، او پاکستان ته هم راتلای شي او که ترکمنستان ته تلی نو هم لاره شته.
زموږ پکی لوی لالچ دا وو چې په کراچي کې همیشه زموږ مشکل پیښیږي، نو ګوادر به په کار واچوو چې دا بندر هم ترقي وکړي. څه خلک به د کاروبار لپاره ګوادر ته ولاړشي.
بله لویه خبره دا ده چې دا لوی چیز (پایپ لاین) جوړ شي او ملتان ته راورسیږي، نو هند به غواړي چې ما ته هم تیل او ګیس راکړي، تاسو وګورئ چې انډسټري (صنعت) ټول په انډیا کې دي خو مارکیټ په مرکزي آسیا کې، نو دا به یو له بل سره تړون خوري او دا ټولې منطقې ته ګټه ده.
اوس ایران دا هر څه سپلایی (تهیه) کوي. ایران یې نشي کولاې. ایران دا نه غوښتل چې دا لار (چی مخکی مو ورته اشاره وکړه) پرانیستل شي. په دی چې د ایران له بندر عباس نه واخله ترکمنستان پوری لار ۳۲۰۰ کیلو متره ده او سخته لاره ده. زموږ پلان شوی لار ۱۵۰۰ کیلو متره ده، ۸۰۰ کیلو متره تر چمن پورې جوړه روغه او تیاره لار ده. او بیا تر هراته پورې ۸۰۰ کیلو متره، سړک مات ګوډ شته لیکن موږ خو پلان درلود چې ریلوی لاین به غزول کیږي، موږ ویل چې له تور غونډۍ تر هرات به ریلوی لاین راولو. هرات به مرکز شي، ځکه چې زموږ او ترکمنستان ګیچ مختلف دی. تر هراته به د ترکمنستان په ګیچ راځي او له هرات نه به زموږ په ګیچ راځي.
دا زموږ په لاره ټولې سیمې ته پکې فایده رسیده، دلته هندوستان ته هم فایده وه، د کشمیر مسئله هم د همدې اقتصادي راکړی ورکړی له لاری، چې اټکل شوې وه قایمیږي به، حل کیدای شوه.
له هندوستان سره به درې لارې فعالیدلی، یوه به په لاهور راتله بله به په کوکرپارد او دریمه په واګه. نو دلته چې د ریلوی تیار سړک موجود و له دی لارو له انډیا او له هغه لارې بنګلادیش، برما، مالیزیا او اندونیزیا سره دا ټولې سیمې سره تړل کیدلی او ګټه به پکې د ټولو وه. بیا نو په یو بس سړی کولی شوای دا ټول هیوادونه راوغواړی، مرکزی آسیا هر څه ته اړتیا لري ځکه چې روسانو همداسې تش پریښی دی. افغانستان کانسټرکشن (رغونې) ته ضرورت لري، سمنټ ته ضرورت لري، سمنټ په مرکزی آسیا کې ډیر ارزانه دي، نو کیدای شي چې په هرات، قندهار، غزني او شمال کې د سمنټ عمده مرکز جوړشي. غنم هلته په مرکز آسیا کې ډیر ارزانه دي، بیا به په همدې توګه د تیلو تجارت، د ګیس تجارت، د نورو شیانو تجارت د وچې میوی تجارت د لاسی صنعت کاروبار د قالینو کاروبار او ... دا ټول د دی هیواد تر مینځ انکشاف کولی شي.
پوښتنه:- نو امریکا بیا ولی د دومره اهمی پروژی سره دلچسپي نه اخیستله په دی کې د امریکایي شرکتونو او کمپنیو تر مینځ څه مشکل و که حکومت څه نوری ملاحظی درلودی؟ او که د ایران او نورو مزاحمت وو؟
ځواب:- د امریکا هغه دا خیال نه وو چې دا پروژه به کامیابه شي، د هغه وخت حکومت ته ایران او چین هم دومره استراتیژیک اهمیت نه درلود. خو له ټولو نه مهمه خبره دا ده چې هغوی د تیلو د کمپنیو خلک نه وو او د دی کار په ګټه ډیر نه وو، د بوش حکومت چې راغی نو دوی ټول د تیلو د انډسټري خلک دي د دوی علاقه له افغانستان او دی پروژو سره زیاته ده.
د ایران خبره دا وه چې موږ به افغانستان ته لاړو نو هلته به په مزار کې د بروجردي جهاز ولاړ و. فهیم به په هند کې ناست و، او دوستم ته روس او ایران کمک کاوه، ما ته مالک ټولې خبرې کولی چې څوک کومک کوي. نو شمالي اتحاد سره دوی کمک کولو. بل دا چې شمالي اتحاد په خپل منځ کې هم متحد نه وو، او له موږ سره به یو ځای د ټولو نمایندګان ناست وو.
مسعود دا غلطی وکړه چې کله یې کابل پریښود نو ټوله وسله یې پنجشیر ته یوړه او پلونه یې په ځان پسې بند کړل، بیا کله چې طالبان مات شول او مسعود شمال ته ولاړ نو له دوستم څخه به یې وسله اخیستله، دوستم ما ته ویل چې احمدشاه مسعود زما په موټي کې دی. خو اصلا ً بی وقوفي د امریکایانو وه، اوس هم دوی بی وقوفي کوي. ګورئ افغانستان تقسیموي. له دوستم سره بیل کمک کوي، له اسمعیل خان سره بیل، پدی کې د افغانستان مفاد نشته.
لیکن زموږ پالیسي د افغانستان یووالی و، زما هم له دوستم سره ډیر ښه تعلقات و او له اسمعیل خان سره هم. خو تاسو وګورئ طالبان زموږ حکومت (د پیپل پارټی حکومت) په رسمیت ونه پیژندل، هغوی ته موږ ویل چې تاسو د پوره افغانستان نمایندګي نه کوئ، شمالی اتحادبیل دی. لیکن زموږ څخه وروسته نوازشریف راغی او هغه په رسمیت وپیژندل.
مخکې هم تل زموږ کوشش دا و چې افغانان متحد وي، زموږ په اول دور کې (د ذولفقار علي بوټو په دورکې) موږ ټول مجاهدین متحد ساتلي وو. خو کله چې ضیاءالحق راغې نو پر دوی یې پیسی بندی کړی او دوی څوک چیرته او څوک چیرته او چاته لاړو. بیا چې کله زموږ حکومت په ۱۹۸۹ کې راغی بیا مو وویل چې د همدی ۷ ډلو څخه یو حکومت جوړ شي. خو ISI او غلام اسحاق خان زموږ تائید نه کولو. بیا زموږ نه وروسته نوازشریف راغې نو هغه ډیرې ستری غلطۍ وکړی. هغه د اسلام آباد معاهده وکړه او تر ټولو ضعیف او کمزوری سړی مجددي یې کابل ته ولیږو. بیا یې د پیښور معاهده وکړه او رباني یې ولیږو، رباني بیا نو ځان په چوکۍ ټینګ کړ اود چوکۍ لپاره یې ټول وطن تباه کړ.
ماته په کال ۱۹۹۲ کې هم د ISI جنرال ډایرکټر وویل چې له نجیب سره خبری کوو، ما نجیب ته احوال ولیږو چې خبری سره کوو، نجیب راته ویل چې چیرته وایی او په کومه کچه چې وایې زه تیار یم. بیا دلته دوی ویل (د پاکستان مقاماتو) چې اول د انتلی جنس (استخباراتو) په سطحه خبری کوو، په ژنیو کې ځای وټاکل شو، نجیب له هغه ځای څخه یعقوبی (د استخباراتو رئیس) او خپل سکرټر توخي راولیږو او ورسره فردوس هم وو (فردوس هغه کس دی چې د لومړی ځل لپاره یې حبیب الرحمن له پاکستان سره معرفی کړ او دلته یې بابر ته راوست، پدی وخت کې (۱۹۹۲ کې) فردوس له نجیب سره په کابل کې و، دی اصلا ً د کامی دی) ما هم له نجیب سره د فردوس له لاری تماس نیولی و. له دی ځای څخه د ISI جنرال ډایرکټر زه له ځان سره بوتلم، دا خبری کامیابه نشوی. د نجیب پیغام دا و چې زه قدرت خوشی کوم، تاسو یو پلان جوړ کړئ، یوه اداره جوړه کړئ چې زه ورته قدرت وسپارم ترڅو د قدرت خلا پیدا نشي.
خو د افغانستان تراژیدی دا ده چې کله د غوڅو او سیی فیصلو وخت راغلی په پاکستان کې حکومت بدل شوې.
پوښتنه:- یو سوال تاسو ته مستقیما ً راجع ده، د افغانستان د مقاومت نظامي اړخ تقریبا ً له پاکستان څخه پیل شوی، هغه وخت تاسو د صوبه سرحد ګورنر وئ، که دا معلومات راکړئ چې د اسلامي نهضت کسان دلته د لمړی ځل لپاره په خپله راغلي وو، که ذولفقار علی بوټو دعوت کړي وو، او بیا څنګه د دوی د ټرننګ پروګرامونه جوړ شول؟ آیا دا د افغانستان په چاروکې مداخله نه وه؟
ځواب:- خبره دا وه چې اول خوپه افغانستان کې یو قانونی سیستم او قانونی نظام روان و. پادشاهیت و، یعنی که اعلیحضرت مړ شو زوی به یې پاچا وي او همداسې یو تسلسل به روان وي. لیکن کله چې سردار داود خان کودتا وکړه نو هغه تسلسل مات شو. زموږ دا اندازه وه چې له دی نه پس به ټول نا آشنا او نوی خلک راځي او بی امني به راځي. چون موږ د افغانستان همسایه یو نو زموږ ګټی هم دا دي چې هلته امنیت وي.
په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دی اوس وبښی انجینر حبیب الرحمن راغی. هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه. زه هغه وخت کې بالاحصار (پیښور) کې برګیډیر وم. نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمیر ما سره وه. دوی مهمندو ته د ناوګی له لاری راغلی وو، هغه وخت زه هم مهمندو ته تللی وم. سړک مو جوړاوه، مرحوم حبیب الرحمن را ته د کابل حالت او د داودخان د حکومت وضعه بیان کړه او د کمک غوښتنه یې وکړه. داود خان موږ ته معلوم و. او خبری یې هم داسې کولی چې د خطری بوی ترینه راوتلو. او روسان هم له داود سره جوړ ول، روسانو غوښتل چې کرار کرار ځان ګرمو اوبو ته راورسوي. نو ما بوټو صاحب ته وویل (د هغه خو ډیره پراخه دیدګاه وه) چې دی خلکو سره څه کول پکاردي، هغه وویل چې ته دسیمی پوره جانچ (تفتیش) واخله او ټوله اوضاع ښه دقیقه مطالعه کړه. موږ خپله سټډی (مطالعه) وکړه، موږ یقین درلود چې په چین کې « چاو» مړشونو «مایو» هم د مړینې په حال کې و، نو کوم نوی قیادت چې راځي له هغه سره خپل خاص پروګرامونه دي. روس کې هم وروستي یو دوه ایدیالوک پاته وو. او دی نه پس د نسل او قیادت یو تغییر راځي، د هغوی به خپل ډاینامکس وي. ایران کې د شاه ګرد چاپیر درباریان دي او که شاه بیمار شي یا مړشي نو بیا دا درباریان حالت نشي کنترولولای. هندوستان خو هسې هم زموږ لپاره خطره وه، موږ ته په څلور طرفه خطرات دي. په افغانستان موږ نه غوښتل چې حالت دی خراب وي. لویه خبره داوه چې کیدای شي روس له دی حالتونه فایده او چته کړي او افغانستان ته راننوزي.
نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته ترننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و. دوی به د کابل له کالج اویونیورسټي څخه هلکان راوستل او موږ به دلته ترننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل تر څو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. موږ دلته دوی هریو ته بیل بیل کارونه سپارل. ربانی به شبنامی او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کؤل.
لیکن په ۵ د جولای ۱۹۷۷ کې زموږ حکومت له مینځه ولاړ او ضیاء الحق بدبخته راغې او د هغه ځانله فکر و ، هغه پر دوی کمک بند کړ او ویل یې چې دا زما کارندې چې زه د افغانستان لپاره دلته خلک ټرننګ کړم، هغه هر څه بند کړل او چې بند یې کړل نو دوی څو تقسیمه شول.
دلته اول انجینر حبیب الرحمن راغې، بیا ګلبدین حکمتیار راغې، بیا احمدشاه مسعود راغې وروسته بیا څلور پنځه کسان نور راغلل. موږ ورته وویل چې تاسو له موږ غواړې چې دلته ټرننګ راکړی، خدای مو کامیابه کړه او که کامیابه شئ نو د ملک حالت به مو څوک قابو کوي، تاسو خو هلکان یې. دوی ویل موږ سره سړی او کدرونه شته، موږ ویل تاسو سړی راته وښیې؟ دوی بیا د استاد ربانی نوم واخیست... نو دوی ټول د ربانی ګروپ وو.
خو په جولای کې چی دا کومکونه بندشو، بیا په ۱۹۷۸ کی دوی ماته راغلو او ویل یی چی پیسی هم نشته او بل شی هم نشته، موږ په ډیر بد حال یو او خلک له موږ څخه طمعه کوی. نو ما دا وکړل چی اول می شاه، ایران ته پیغام ولیږو چی موږ دا خلک ټرننګ کړی وو، لکن ضیاءالحق هر ځه بند کړی نو ته له دوی سره مرسته وکړه. فکر کوم دسپتمبر که اکتوبر میاشت وه ماله بی بی سره ( نصرت بوټو) څه جلسی هم پدی هکله وکړی او شاه ایران راته وویل چی په دریو ورځو کی به ځواب درکړو. په همدی ورځو کی زه د مارشالا حکومت جیل ته ولیږلم، یو کال بندی وم، چی راووتم نو هغه وخت د ایران شاه له مینځه تللی و. نو د ایران خبره هم ونشوه. نو بیا ما دوی امریکایانو ته بوتلل.زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم، نو بیا زما یو دوست و په اسلام آباد کی هغه هم کور جوړاوه او ما هم، نو ما به دا مجاهدین د هغه کورته ورلیږل، خو په سفر کی به می خبره ورته کوله ، ورته ویل به می چی ګلکار درغی، او چی به می ورته وویل چی د بجلی ولا (برقی) درغی نو احمدشاه مسعود به ورغی. د امریکا سفارت په می ۱۹۷۹ کی له دوی سره کومک شروع کړ. ما ورته وویل چی تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړی او ماته یی وویل چی ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه.
روس خو په دسمبر ۱۹۷۹ کی راغی. امریکا دوی سره په می کی کومک شروع کړ ( یعنی مالی کومکونه وغیره) ISI اوضیاءالحق په دی کارکی نه وو.
کله چی روسان راغلل نو امریکا په ضیاءالحق او ISI فشار واچاوه چی مجاهدینو ته کومک پیل کړی، بیانو ISI او ضیاء کومکونه شروع کړل.
تاسو وګوری موږ په هغه وخت کی چی دوی ته تر ننګونه ورکول نو په عین وخت کی مو له داود خان سره هم خبری کولی او له اعلیحضرت سره مو هم خبری کولی چی په سیاسی طور دا مسئله حل شی. خو ضیاءالحق نه غوښتل دا مسئله په سیاسی طور حل شی، ځکه دا اعتقاد درلود چی تر څو په افغانستان کی جنګ وی ترهغو پوری به امریکایان دوی پر قدرت بریږدی.
خوامریکایان داسی خلک دی چی تر څو یی پکار یی کاردرنه اخلی او چی کاریی پوره شی نو بیا دی ختموی. په اپریل کی ضیاءالحق ذولفقار علی بوټو پانسی کړ، خو په جون کی د امریکا یو مهم سړی ماته راغی او راته ویل یی چی تاسو له ضیاءالحق څخه خلاصوو. او «چشتی» یا «سوار» به راولو. په کویټه کی زموږ میټنګ وشو، بیګم بوټو وه، بیګم بوټو وه، محترمه ( بینظیر) وه، یحیی بختیار و، جنرال ټیکه خان و او زه وم. دوی ته می وویل چی یو امریکایی ماته وویل چی له ضیاءالحق څخه موخلاصوم... دوی راته وویل چی په یو جنرال او بل جنرال کی څه فرق دی لاړشه او امریکایی ته ووایه چی د دی کار ذمه واری په غاړه اخلی که نه؟ جنرال چشتی خو انکار وکړ او سوار خان هم وویل چی واړه واړه بچی می دی زه هم دا کار نشم کولی.
که تاسو د دی پس منظرته وګوری نو په اګست ۱۹۷۹ کی ضیاءالحق پدی پوه شو چی امریکا می خلع سلاح کوی نو فورا ً برطرفه کړ... او دسمبر کی روسان راغلل. مطلب دا چی په سیاست کی منفعت طلبی ده، وګوره بوټو صاحب یی پری پانسی کړ، او په جون یا جولای کی یی ضیاءالحق ختموو خو په دسمبر کی بیا ضیاء د امریکا تر ټولو ښه دوست و.
پکار خو دا وه چی د روسانو له راتګ سره امریکا او ضیاء الحق د مجاهدینو لپاره جلاوطنی حکومت جوړ کړی وای. همداسی کار انګلستان د « دیګول» لپاره وکړ په تبعید کی یی هغه ته حکومت جوړ کړ، همداسی کار د مارشال تیتو لپاره په یوګسلاویا کی شوی و. خو دوی دا کار نه کاوه او همدا یی خوښه وه چی مجاهدین بیل بیل وی.
پوښتنه:- تاسو د ضیاءالحق د اختلاف اچولو سیاست ته اشاره وکړه، خو ستا په عهد کی هم د مجاهدینو تر مینځ اختلاف وو. حتی هغه وخت چی څو محدود کسان تاسو په بالاحصار کی روزل. ددی علت څه و؟
ځواب:- د مسعود او حکمتیار په منځ اختلاف و. زه هغه وخت کی ګورنر وم. هغه اختلاف داسی و چی یوڅو شبنامی او څه نورشیان له دی ځایه افغانستان ته استول کیدی ( د مسعود د څو ملګرو په واسطه) نو هغه د غلطو خلکو ( د داود د حکومت) لاس ته ولیدلی. نو حکمتیار ویل چی دا کار قصدا ً شوی او دا خلک د حکومت سره لاس لری. چوم داوړه ( مسعود او حکمتیار) ځوانان وو نو له همدی ځایه اختلافات شروع شول. بیا شرعی محکمه جوړه شوه او قاضیانو د مسعود پدی ملګرو سزای موت(د مرګ سزا) صادر کړه. ما دوی ته وویل چی دا کار روایی به دلته نه کوی. نو ما مسعود بچ کړ.
کله چی په ۱۹۷۷ کی زموږ حکومت ړنګ شو. نو مسعود له هغه نه پس فرانسی ته لاړ. فرانسویانو په خپل لاس کی ونیو او سبقونه یی ورته پیل کړل. هغی نه پس مسعود د فرانس پروټکټ ( تحت الحمایه) شو. بیا د فرانس په واسطه په افغانستان کی فعال شو. فرانس له روسانو سره هم تفاهم درلود. هغوی روسانو ته وویل چی تاسو مسعود مه وژنی. هغه به تاسو سره مفاهمت کوی... تاسو وګوری که سالنګ تونل بند شوی وای نو د روسی کاروانونه به څنګه پدی بریالی شوی وای چی خپل عملیات وکړی؟ ! که سالنګ بند وای د شوروی هیڅ رنګ کومک افغانستان ته نشوای رسیدلی. خو مسعود دا لاره د روسانو پر مخ پرانیستی پریښی وه.
پوښتنه:- تاسو مسعود له مخکی هم دلته لیدلی و. او تاسو سره یی ډیر ارتباط و. آیا مخکې هم تاسو داسې شک درلود د هغه د شخصیت په هکله یا د هغه د ارتباطاتو په هکله؟
ځواب:- ګوره دا شیان او له روسانو سره د هغه پروتو کول، دا ټول ډیر وروسته شوی. هغه وخت زموږ حکومت تللی و. لیکن د داوود په وخت کی موږ داسی وکړل چی غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو. هغه وخت داوود زموږ مخالفین په افغانستان کی ساتلی و. لکه اجمل خټک، عظم هوتی او ... دوی به دلته په پاکستان کی بمونه خلاصول. نو موږ هم غوښتل چی داود ته یو پیغام ورکړو چی ګوره که ته څه کولای شی نو موږ یی هم کولای شو. موږ احمدشاه مسعود پنجشیر ته ولیږو. موږ په پنجشیر کی په مسعود باندی عملیات وکړل ( په ۱۹۷۵ کی) تر څو معلومه کړو چی دا کسان څومره ټرننګ شوی دی. هغه عملیات داود ته پوره تاوان اړولی و، له هغه نه وروسته داود دلته راغی او په دیورند باندی یی خبری وکړی. ما هغه نه مخکی په ګلاب ننګرهاری باندی پر داود خان یو کتاب هم لیکلی و ( لیونی سردار) یی عنوان و. موږ دا هر څه کولو تر څو ظاهرشاه بیرته راشی.
پوښتنه:- ښه! اوس خو اعلیحضرت راغلی دی. آیا تاسو فکر کوی چی هغه به ستاسو یا شمالی اتحاد یا امریکا لخوا چلینج نشی؟ تاسو د هغه اهمیت او نقش ته څنګه ګوری؟ آیا جرګه به کامیابه شی او ظاهرشاه به راولی؟
ځواب:- داسی ده، ماتاسوته مخکی هم اشاره وکړه. دهریو چیز یو وخت وی. هغه وخت چی موږ یی حمایت کوو، هغه وخت اعلیحضرت قابل قبول و، ربانی، حکمتیار او ټولو افغانانو ته هم قابل قبول و. لکن اوس ډیر وخت تیر شوی ده.
که دی په ۱۹۸۴ کی وای نو افغان مهاجر به ټول له ده سره و، او بیا په ۱۹۹۳ کی موږ ترینه غوښتی و چی او ده سردار ولی راولیږو. او هغه ځکه کامیاب نه شو چی خلک بدل شوی و.
ګوره په قبایلو کی تغییر راغی، ملا د قوم له مشر څخه مخکی شو. قبایلی او ملکی سیستم ختم شوی ده. یعنی قوت له تنظیم سره دی. او دوی ورته عاجز دی. پخوا خو قوت ملک درلود خو وروسته بیا تنظیم او قوماندان نشوای منلای. مطلب پخ نظر اوس هغه لویه جرګه خپل کردار نشی ادا کولای. دوی یوه کمیټی (د نظارات شورا) جوړه کړی تر څو په لویی جرګی نظارات وکړی. د افغانستان هر قوم ګیله لری چی دا