نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د شمال ټلوالې ويندوى : د کرزي کابينه په اداري فساد ککړه
ننګيالی زابل
12.12.2007
د شمال د ټلوالې ويندوى: د کرزي کابينه په اداري فساد ککړه، بې کفايته او انحصار غوښتونکې ده
د شمال ټلوالې ويندوي سيد اغا فاضل سانچارکي وويل: د افغانستان ولسمشر! کله نا کله خپلو مخالفانو ته وايي چې په بشري ضد جنايتونو او جنګي جر مونو کې لاس لري او د بشري حقوقو خلاف ورزي کوي، حال دا چې د حامد کرزي خپل ټيم په دغو زياتره مسئلو په تيره بيا په حکومتي اډاڼيو په کمزوري کولو کې لاس لري او له خلکو سره هيڅ تړاو نه لري هغه وويل ددغه ډول کمزورو کسانو په شتون سره حکومت! د بشري حقوقو د خلاف ورزيو دوسيې نه شي جاجولى.
هغه دا تورونه په داسي حال کي ولګول چې اوس اوس په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پراختيايي ادارې (UNDP) دغه هيواد د نړۍ د لسو تر ټولو په فساد ککړو هيوادونو په ډله کې بللى
Bahram
12.12.2007
دا خبره خو یوازې دشمالي تلوال ویندویان نکوي بلکې تول نرۍ ته معلوم ده چې کرزي حکومت د مافیا په لاس کې ده او وزیران او رییسان یې هم تول غل دې چې خپل جیب نه بغیر بل هیځو ته پروا نلري٠ فساد دومره زیاد شوې ده چې په هر دفتر کې او د هر دول کار نه پیسې اخیستل کیږي٠ مخکې مونږ په پاکستانیان خندل چې هغوۍ هر ځه نه رشوت اخیستل خو اوس افغانستان هغه نه هم بدتر ده٠
pattang
12.12.2007
خو په افغانستان کې ، فسادګر، ظالمان، خايه بر ، رشوت خواره ،ترټولو ډېر
همدغه شمالي ټلوالي دي چې غټ مسالونه يې فهيم، دوستم، عطا اونور دي تر څو
چې دا مردارخواره ورک نشې سوله او سبات امکان نلري٠
[quote:ecc8b88140="Bahram"]دا خبره خو یوازې دشمالي تلوال ویندویان نکوي بلکې تول نرۍ ته معلوم ده چې کرزي حکومت د مافیا په لاس کې ده او وزیران او رییسان یې هم تول غل دې چې خپل جیب نه بغیر بل هیځو ته پروا نلري٠ فساد دومره زیاد شوې ده چې په هر دفتر کې او د هر دول کار نه پیسې اخیستل کیږي٠ مخکې مونږ په پاکستانیان خندل چې هغوۍ هر ځه نه رشوت اخیستل خو اوس افغانستان هغه نه هم بدتر ده٠ [/quote:ecc8b88140]