د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وزګاريږي و نفرت ته لوېديځ څنګه؟

ننګيالی زابل
12.12.2007

وزګاريږي و نفرت ته لوېديځ څنګه؟ څو شپې دمخه په سوډان کي يوې انګرېزي ښځي ګيبانز ګېليان چي هورې يې د ښوونکي په توګه دنده سرته رسوله دکوچنيانو دټولګي دتفريحي درس په ترڅ کي پر يوه مصنوعي يږ باندي د محمد نوم کښېښاوه. دنړۍ د ستر پېغمبر حضرت محمد (ص) نامه ته دسپکاوي خبر د زده کوونکو ترميندو، پلرونو، دولت او محکمې پوري ورسېد. د دې لويي سپکاوي په جرم دسوډان حکومت ټينګه کړه او محکمې ته يې وغوښته.ګيبانز ګيليان خپل سپیناوی داسي وکړ چي ياني دا کار يې په قصد نه دی کړی. خو د دې دا خبره او سپیناوی د منلو ځکه نه دی چي اسلامي هيوادونو ته راتلونکي لوېديځوال عادي وګړي نه وي اکثره يې تر خپل راتګ دمخه د اسلام او مسلمانانو په تاريخ او کلتور کي بشپړ معلومات لاس ته راوړي. خو د سوډان ولسمشر عمر البشير بيا هم وبخښل او بيرته يې خپل هيواد انګلستان ته واستول. دغه پېښه د لوېديځ رسنيو په تېره د امريکا رسنيو په خبرونو او کارټونونو دومره وځلوله چي مقصد يې د اسلام د دين سپکاوی او بدنامول و. دلوېديځ رسنۍ د اسلام او مسلمانانو دبدنامولو په نيت تل د ډېري کوچنۍ خبري څخه لويه اود لويي خبري څخه کوچنۍ خبره جوړوي. تل يې هڅه دا وي چي وښيي په اسلام کي هيڅ ډول زغم نسته او مسلمانان دنړۍ سرزوره او افراطي معتقدين دي. درواني ميلادي مياشتي د ډيسامبرپر پينځمه دنيويارک پوسټ ورځپاڼي دتبصري په برخه کي ګڼ شمېر مبصرينو په اسلام او مسلمانانو پسي ډېري بدي خبري ليکلي دي. يو مبصر چي ټام ډي نوميږي کاږي: مسلمانان دي ماته ووايي چي اسلام تاسي په کوم دليل د زغم دين ګڼئ؟ ځکه مسلمانان دا خوښوي چي پر يو قاتل او خونکار محمد عطاء باندي دمحمد نوم کښېږدي خودا نه خوښوي چي دکوچنيانو دساتيري پر يو مصنوعي ژوي باندي دمحمد نوم کښېږدي. دغه مبصر پر مخ وړانديز کوي چي لويځوال بايد دده په قول هغو هيوادونو ته سفر وکړي چي انسانان پکښي اوسي ياني دده په قول سوډانيان ځکه انسانان نه دي چي اسلام يې راوړی دی. دبلي خوا د امريکا تر ټکي وروسته په لوېديځ کي مسلمانان دونه په بېره کي ژوند کوي چي خواران شپه او ورځ په دې اخته دي هغه دچا خبره چي لوېديځوالو ته يې خوله ويښتان کړي دي چي موږ د افراطي اسلام پر ضد يو. تر دې چي دلوېځ مسلمانان ديرغلګرو سره په خپل ټاټوبي کي په مقاومت اخته جنګيالي هم ترهګر بولي.څو شپې دمخه دنيوز ويک مجلې د دغه ډول مسلمانانو مرکې او انځورونه هم خپاره کړي وه چي وايي لمونځونه هم کوي او ګڼ شمېر يې د امريکا په لښکرو کي منسجم دي.
هروما
له بينوانه .


shokoor
12.12.2007

شاعر یې نه پېژنم خو ډېره ښه خبره یې کړې ده چې وایي :

[color=green:c6668267a2]ژوند خو زمونږ کم د محبت لپاره هم دی
حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه[/color:c6668267a2]

همداسې نده ننګيالی زابل وروره؟


pattang
12.12.2007

[color=green:80b222b755]ته ماته داسې وايې خپل ځان نه اصلاح کوې
-----------------------------------په عشق کې دومره ډوب يې هېوادنه ورانوې
هرچاته ورکړل شوې خپلې لارې کلتوري
------------------------------------په تله دانصاف کې خپل مالونه خرڅوې[/color:80b222b755]

[quote:80b222b755="shokoor"]شاعر یې نه پېژنم خو ډېره ښه خبره یې کړې ده چې وایي :

[color=green:80b222b755]ژوند خو زمونږ کم د محبت لپاره هم دی
حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه[/color:80b222b755]

همداسې نده ننګيالی زابل وروره؟[/quote:80b222b755]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more