د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په ننګرهار کې نه ، شمال کې دې پانګه واچول شي

pattang
10.12.2007

په ننګرهار کې نه ، شمال کې دې پانګه واچول شي
پژواک خبري اژانس
د اوبو او برېښنا وزارت غواړي چې له ننګرهار ولايت څخه د يو ميليارد ډالرو پانګه کوم شمالي ولايت ته انتقال کړي .
دغه څرګندونې په ختيځو ولايتونوکې د سوداګرۍ د پراختيا د مرکز مشر ديپلوم انجينر محمد قاسم يوسفي د ليندۍ په ١٥مه، په جلال اباد کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې .
هغه زياته کړه چې له تېر يوکال راهيسې ددوى مرکز هلې ځلې کولې، چې په ختيځو ولايتونو کې د برېښنا ستونزه د خصوصي سکتور له لارې هواره کړي .
د يوسفي په وينا، په همدې هلو ځلو کې دوى په سعودي عربستان کې مېشت يو تن افغاني الاصل عرب حاجي نوراجان چې د پکتيا ولايت اوسېدونکى دى، پيدا کړ او هغه دې ته چمتو شو، چې په ننګرهار ولايت کې د برېښناپه برخه کې يو ميليارد ډالره پانګه واچوي .
ده وويل چې ددې پانګې له لارې د کامې پر سيند د برېښنا بند جوړول او په جلال اباد کې د حرارتي برېښنا يوه دستګاه فعالېده .
يوسفي زياته کړه : (( په لومړي سر کې د اوبو او برېښنا وزارت له موږ او له پانګه اچوونکي سره دغه پروژه ومنله او موږ پرې دسروې کار پيل کړ . ))
د هغه په وينا، يوې روسي کمپنۍ د کامې بند سروې او ويې ويل چې له دغه بند څخه به ٤٥ ميګاواټه برېښنا توليد شي، خو دى وايي چې بلې چينايي کمپنۍ له همدې بند څخه د ١٢٠ ميګاواټه برېښنا دتوليد خبره وکړه .
دغه راز ده وويل چې په جلال اباد ښار کې له حرارتي دستګاه څخه هم ٤٧ ميګاواټه برېښنا توليدېداى شوه .
د سوداګرۍ د پراختيا د مرکز مشر وويل چې ياد شوي پانګوال غوښتل د سروې کارونه په دوو مياشتو کې بشپړ او يادې شوې پروژې په يو نيم کال کې پلې کړي .
انجينر يوسفي وايي چې دسروې له بشپړېدو وروسته کله چې دوى بيا وزارت ته مراجعه وکړه، نود وزارت مرستيال انجينر محمد صديق ايشان له دې پروژې او پانګه اچولو سره مخالفت وښود .
ده زياته کړه : (( ايشان هسې بهانې لټولې او ويل يې چې دوى د ننګرهار لپاره د برېښنا په برخه کې کومه پاليسي نه لري . ))
يوسفي دا هم وويل چې د اوبو او برېښنا ياد شوي مرستيال ورته ويلي وو، چې که دغه پروژه د هېواد شمالي سيمو ته انتقال شي نو بيا عملي کېداى شي .
انجينر محمد صديق ايشان په دې اړه د پژواک اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل چې دى له دې مسئلې څخه خبر نه دى او که داسې کومه خبره وي، نو دننګرهار ولايت دې دمقرراتو له مخې وزارت ته عريضه وکړي .
خو انجينر يوسفي د هغه خبرې پرې او ايشان ته يې وويل چې تا د ننګرهار ولايت له پلاويوسره په دوو ليدنو کې له دغې پروژې سره مخالفت وښود او د کابل شمال ګلدرې يا بل کوم شمالي ولايت ته دې دهغې د ليږد خبره وکړه .
يوسفي زياته کړه : (( ايشان راته وويل چې موږ ننګرهار لپاره مقرره نه لرو. ))
خو انجينر ايشان وايي چې دا ډول پروژې ډېر کار او تيارى غواړي، ددې لپاره له مخکې څخه د IPP په نامه کار کېږي خو ده وويل چې دوى د ننګرهار لپاره IPP نه لري .
د ننګرهار د والي وياند نور آغا ځواک ديادې شوې ستونزې د تاييد ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه دننګرهار ولايت شاوخوا ٢٠٠ تنو سوداګرو له والي ګل آغاشيرزي سره وليدل .
هغه زياته کړه چې ملي سوداګرو والي ته دهمدې مسئلې په اړه شکايت وکړ او زياته يې کړه چې د وزارت چارواکي له ننګرهار سره د مور ميرې سلوک کوي .
نوموړي داهم وويل چې ياد شوي سوداګر څو مياشتې له والي ګل آغا شيرزي سره د يادې شوې پانګې اچونې په اړه مراحل طى کړي وو .
ځواک زياته کړه : (( والي کارونه خلاص کړي وو، خووزارت هغه مهال هم ويلي وو، چې دغه کار بايد په شمالي ولايتونو کې پلى شي .))
ده وويل، والي نن له سوداګرو سره خپله غونډه کې ژمنه وکړه، چې په نږدې ورځو کې به د سوداګرو په ګډون له ولسمشر حامد کرزي سره ګوري او دننګرهار د حقه حقوقو د ترلاسه کولو په موخه به ورسره خبرې کوي .
د سوداګرۍ د پراختيا د مرکز مشر انجينر يوسفي وويل چې که د يادې شوې پانګه اچونې له لارې په ننګرهار کې د برېښنا پروژې پلي شي نو د ټولو ختيځو ولايتونو د برېښنا ستونزه به هواره شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more