د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عقيدوي دولت او که دشوکې موقتي يووالی

pattang
09.12.2007

وروڼو تاسو پردې څه عقيده لرۍ چې دافغانستان حکومت يو عقيده وي ملي يوالی
، سوله ، سوکالي او د اولس درد په زړه کې لري او که يوازې دټيټو سترګودشوکې او ولجې موقتي اشنايې ده چې په عوض کې يې داولس ملي وياړونه او معنويات
خرڅوي٠



09.12.2007

افغان حکومت که یو يو عقيده وي ملي يوالی ، سوله ، سوکالي او د اولس درد په زړه کې لري هم، د سحتو ستونزو سره مخ دی چې نشي کولی قدرت لرونکي جنایتکاران او ټوپکسالاران له قدرته وغورځوي او محاکمه یې کړي . دغه راز که د حکومت يوازې دټيټو سترګودشوکې او ولجې موقتي اشنايې کوي هم مجبور دی چې یو لړ اړین ګامونه د امنیت د رامنځته کولو او بیا رغاونې له پاره هلې ځلې وکړي . د لومړي حالت پړه پر آمریکا او لویدیځوالو پرته ده او ددوهم حالت نیمګړې لاسته راوړنې ښایي د حکومت د هلو ځلو نتیجه وي چې البته دومره کمې دي چې حکومت ته له پړې څخه برئت نشي ورکولی !
د ټولې جړې بنسټي علت همدغه د امریکایانو د مور مړونو جنګي او قاچاقګر جنایتکارانو قدرت دي ، چې د حکومت په پښو کې یې زولنې ورغورځولي او پرمخ نشي تللی !
په بهرنیو چارو کې د امریکا د جنایتکار سیمه ییز دوست هیواد پاکستان دی ، چې نه غواړي د افغانستان دولت په خپلو پښو ودریږي او یا یوغښتلی ملي اردو ولري !
له دواړو عواملو څخه پاکستان ویره لري او داسې بریښي چې پر امریکا يې دامنلې وي چې د یو غښتلي افغان دولت اویوې غښتلې ملي اردو مخه به په هر قیمت نیسي ، ځکه په دواړو صورتونو کې د پاکستان ناروا هیلې خاورې اود بهرنیو ځواکونو شتۀوالی پای ته رسیږي .


pattang
10.12.2007

ستا خبره درسته ده ، لاندې له بېنوا څخه را نقل شوې کرښې هم ستا خبره تائيده وي ٠
سربېره پر دې دامريکې تړون له NA سره هم مهم رول لوبوي ځکه چې اقليتونه په هروخت کې اخيستل کيږي ، امريکا او نور په پښتنو د غلامي اعتماد نشي کولی٠
داخبرې خو په خپل ځای ? اوس د پښتنو ( د پاکو افغانانو ) وظيفه څه شی دی?
څرنګه ددې کار په مقابل کې تګ وکړي ?
او دغه جنايت او افغان وژنه چې دترور په نامه يې شروع کړې ، ديوه غلط کار په توګه عامودننې اودباندې اولسونو ته سبوت کړي ترڅوچې دهغوی په ملياردونو
د ې ماليې پيسې خوشې بېځايه مصرف نشي او هم دافغان وژني څخه لاسنيوی
وشي.
که دکرزي دولت د جنايت ځاله نوی نو ولې پر اشغالګرو دحقيقي کړنلارې او فعاليت شرائط نه ږدي ? په دې شک نشته چې اشغالګر د افغانانو ګډ کارته
ضرورت لري خو دا دې افغان تر دولت پورې تړلې ده چې پر دوی کوم شرائط ږدي٠
اوس داسې مالوميږي چې دواړه خوا غله او جنايتکاران دي ٠

کرزی په يوه ځای کې ژاړي خو په بل ځای کې بيا نورې خبرې کوي :

له بېنوا څخه :

[quote:5a713d661d][color=brown:5a713d661d]که څه هم افغان جمهور ریس څه موده وړاندي د کليوالي شوراګانو داستازو په غونډه کې افغان دولتی عالي رتبه مامورین د ملت د شتمنیو په بي ځایه مصرف او د ښکلو او قیمتي ودانیو په جوړولو ګرم وبلل خو د امریکې د دفاع وزیر ګیټس تر مخ ښاغلي کرزي بر عکس له افغان دولت سره مرسته شوي پیسي په سمو لارو تللي وبللي.[/color:5a713d661d][/quote:5a713d661d]

ولې کرزی داسې وايې ? ايا دده جنايتکاره دولتي غړي کمې پيسې لري ?
ولې برمنډ اوڅرګنده حقيت او اساسي ټکي نه ورته وايې ?
او که څوک يې غږ نه اوري نو ولې خپله استعفا نه ورکوي ?

[quote:5a713d661d][color=yellow:5a713d661d]د امریکې دفاع وزیر رابرټ ګیټس د هغي پوښتني په ځواب کې چې ولي امریکا نه غواړي د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګروضد عملیات پیل کړي وویل:؛‏٭‏‏‏ پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندي جګره کې د امریکې یو نژدي او ملګری هیواد دی او هر اقدام چې کیږي باید د پاکستان د دولت په مشوره وي[/color:5a713d661d] [/quote:5a713d661d]



11.12.2007

[quote="pattang"]سربېره پر دې دامريکې تړون له NA سره هم مهم رول لوبوي ځکه چې اقليتونه په هروخت کې اخيستل کيږي ... [quote]
دا حقیقت په دې جملې سره په ګوته شوی دی چې [color=white:2ec3b6674a]حکومت نشي کولی قدرت لرونکي جنایتکاران او ټوپکسالاران له قدرته وغورځوي .ددې حالت پړه پر آمریکا او لویدیځوالو پرته ده [/color:2ec3b6674a]

[quote:2ec3b6674a]که دکرزي دولت د جنايت ځاله نوی نو ولې پر اشغالګرو دحقيقي کړنلارې او فعاليت شرائط نه ږدي ? په دې شک نشته چې اشغالګر د افغانانو ګډ کارته
ضرورت لري خو دا دې افغان تر دولت پورې تړلې ده چې پر دوی کوم شرائط ږدي٠ [/quote:2ec3b6674a]
شرایط خو تر اوسه پورې لا اشغالګر اود هغوی ملګري کورني جنایتکاران ږدي، نۀ کرزی او مړتت حکومت یې .کرزی ددوی په وړاندې د لتې ،،، دی، چې نه ددوی په وړاندې راپاڅيږي ، نه ورته شخیږي او نه یې پرمخ ورخلاصیږي ، دۀ هغوی ته شا اړولې او هغوی پرې خیږي او کوزیږي . له لاندې څخه دده غُرَیبانه غږ امریکایان کله اوري !
د بېنوا خبره چې :[quote:2ec3b6674a]که څه هم افغان جمهور ریس څه موده وړاندي د کليوالي شوراګانو داستازو په غونډه کې افغان دولتی عالي رتبه مامورین د ملت د شتمنیو په بي ځایه مصرف او د ښکلو او قیمتي ودانیو په جوړولو ګرم وبلل خو د امریکې د دفاع وزیر ګیټس تر مخ ښاغلي کرزي بر عکس له افغان دولت سره مرسته شوي پیسي په سمو لارو تللي وبللي.[/quote:2ec3b6674a] هم سمه ده او هم نه ده، ځکه د ټولو مرسته شوو پیسویواځې یوه کسري برخه دولت ته ورکول کیږي، چې په هغې کې ددولت په ویناتر ۸۰٪ پورې په ځای لګیدلي ، خو
نورې مرستې هم د ملت په نامه کیږي او هغه د NGOs او بیلابیلو لارو څخه د
جنګسالارانو په جبونو کې لویږي .
[quote:2ec3b6674a]او که څوک يې غږ نه اوري نو ولې خپله استعفا نه ورکوي ?[/quote:2ec3b6674a]
کرزی اول د امریکا استازی دی او بیا د ولس منتخب ولسمشر، ولس باید نوموړی د قدرت د امریکا یي خره له شا څخه په راتلونکو انتخاباتو کې راکښته کړي او داسې یو مشر وټاکي چې دولسمشرۍ وړ وي !
[quote:2ec3b6674a]د امریکې دفاع وزیر رابرټ ګیټس د هغي پوښتني په ځواب کې چې ولي امریکا نه غواړي د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګروضد عملیات پیل کړي وویل:؛‏٭‏‏‏ پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندي جګره کې د امریکې یو نژدي او ملګری هیواد دی او هر اقدام چې کیږي باید د پاکستان د دولت په مشوره وي[/quote:2ec3b6674a]

هو په بهر کې د پاکستان او کور دننه د جنګسالارانو سره د امریکا دوستي او ملګرتوب د ټولې جړې مور ده ! ددې دوستۍ په بنسټ جنګي جنایتکاران له داخل څخه په کرزي او پاکستان له بهر څخه د طالبانو له لارې په افغان دولت فشار اچوي
او د افغان ملت په زیان ترې کار اخلي !
نو ملت دباید ښه پوه اوسي ، څو ددې ټولو ننګونو څخه بریالیرا ووځي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more