د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزی خپل ځان پخپله محاکمه کوي خو عبرت نه ترې اخلي٠

pattang
09.12.2007

کرزی ندې يوه منجر او رئيس په ډول بلکې ډېر ضعيفه مالوميږي اودا پر دې مانا
چې دی دې وظيفې او کارته مجبور شوی دی٠
عذر کول ياد ناپوهي او يا د مجبوري نښې دي دا پردې مانا چې په اس خوشې
په نوم سپور دی٠

http://www.youtube.com/watch?v=TPc3NqpRkYU&feature=related


توردلى
09.12.2007

همدا کرزی دی چی ټول زهرجن ماران او لړمان يي په يوه كاسه كي ساتلي دي.
بي ځايه سر تمبه كول خو هم والله د هوښيار كار وي لكه ملا عمر چي بي منطقه تمبه كړى دى.


Re: کرزی خپل ځان پخپله محاکمه کوي خو عبرت نه ترې اخلي٠

درويش
09.12.2007

[quote:d8aab08697="pattang"]کرزی ندې يوه منجر او رئيس په ډول بلکې ډېر ضعيفه مالوميږي [/quote:d8aab08697]
هر انسان ضعيفه دى ځکه چې بشر دى او بشر جوړ له کمزورۍ نه دى.
هوښيار سړى هغه دى چې ځان ته په خپله ضعيفه ووايي.
هر څوک ستا په څېر سرټمبه نه وي چې نه په خپله پوهېږي او نه د بل اوري.


pattang
09.12.2007

نه ټول زهري ماران د امريکې ډانګونو او دالرو سر ه تړلي دي نه کرزي او بل چا
يووازې دهدف وروري ده خو په حقيقت کې د ډېرو پلرونو زامن دي او ګډه مور يې
يو محلي قدرت او ډالر دي٠
سياسي سړی، دې دولت په سر کې سړی بايد خپل ضعف ښکاره نکړي چې ضعف
يې مرګ دی٠
داسې سلګۍ او ضعف د يوه مهربانه ملا صيب خواص دي کله چې خلکو
ته د مړي په سر وعظ کوي٠


pattang
09.12.2007

میرویس جلالزی

په کابل کې له بشري حقونو د سرغړوني د قربانیانو ورځ د ولس مشر کرزي په مخامخ وینا ولمانځل شوه .هسي خو له دریو لسیزو راهیسي د افغانستان په مختلفو سیمو کې بشري سرغړوني په کړس تر سره شوي دي . کورنیو جګړو یوازي دلته په کابل کې څه نا څه ۶۰۰۰۰ انسانان ووژل . د بشري حقونو مدافعین د ولس مشر کرزي حکومت په دې ګرم بولي چې د تیرو دریو لسیزو د بشري حقونو د سرغړونکو په پیژندلو ، نیولو او ټکولو کې پاتي راغلی. ولس مشر کزی نن په یوه حیرانونکي وینا کې ویلي چې حکومت یې د افغانستان په ډیرو برخو کې د بشردحقونو په ساتلو کې پاتي راغلی . ولس مشر د ملی راډیو تلویزیون په تالار کې په مخامخ ډول ګڼو کسانو او په خاصه بیا هغو ځورول شویو انسانانو ته وینا کوله کوم چې د هغوي په خبر د دریو لسیزو پر مهال پري مختلف ظلمونه شوي . ولس مشر ویل:زمونږ خلګ لا هم له خطر سره مخامخ دي ، لا هم ډیري کورنۍ تر ظلم لاندي شپي ورځي صبا کوي او همدا شان شته داسي سیمي چې زمونږ حکومت هلته د خلکو د بازخواست توان نلري . د افغان جمهور ریس په خبرو کې هغو توندو ټکو د ګډون والو پام ځان ته ور واړاوه چې نوموړي له طالبانو بغیر ځینی مقتدر کسان د بشر د حقونو د ناقضینو په صفت یاد کړل. ولس مشر وویل: زمونږ په هیواد کې ځینی کسان قانون تر پښو لاندي کوي ، هغوي پیسي لری، وسلي لري او دا کسان طالبان ندي . د چارو ماهرین د ولسمشر په دې وینا کې له طالبانو بغیر دا نور کسان ، هغه ټوپک مار ښیې چې د شمالي ټلوالي تر نامه لاندي یې بهرنیو سرتیرو ته د افغانستان د لاندي کولو لاره هواره کړي وه ، او لا هم همدا جګړه ماران د دولت په لوړو څوکیو کار کړي . حامد کرزی د خپلو خبرو پر مهال داهم وویل چې مونږ بله لار ندرلوده ، ګن شمیر او بیلا بیلي وسله والي ډلي ټپلي مو را سره را ټولي کړي او هغوي مو د قدرت او عزت خاونداني کړي چې ګوندي د ملت دردونو ته به دارو جوړ کړي خو نه ، هغوي په خپلو ټانکونو ، توپونو او ډالرو د بشر حقونو د سرغړوني لپاره لیڅي را ونغښتي .


pattang
09.12.2007

داسړی خو را ببر شوی او حقيقت وايې خو مسئوليت دده په لاس کې دی ، تا سو څه پکشې وايې ? اشغالګر ولې دا سړی د حقيقت پلاره نه تشويق کوي او مرسته نه ورسره کوي ? که څه هم دوی له ديموکراسي او د بشري حقوقو نارې وهي٠
دا طالبانو پر ځای ولې جنګي جنايتکاران نه محاکمه کوي چې داولس او اولسي
روڼ انديو قناعت حاصل شي او اولس يوه موټي کېدو ته نږدېوالی وکړي .

[quote:a29e3a480b="pattang"]میرویس جلالزی

په کابل کې له بشري حقونو د سرغړوني د قربانیانو ورځ د ولس مشر کرزي په مخامخ وینا ولمانځل شوه .هسي خو له دریو لسیزو راهیسي د افغانستان په مختلفو سیمو کې بشري سرغړوني په کړس تر سره شوي دي . کورنیو جګړو یوازي دلته په کابل کې څه نا څه ۶۰۰۰۰ انسانان ووژل . د بشري حقونو مدافعین د ولس مشر کرزي حکومت په دې ګرم بولي چې د تیرو دریو لسیزو د بشري حقونو د سرغړونکو په پیژندلو ، نیولو او ټکولو کې پاتي راغلی. ولس مشر کزی نن په یوه حیرانونکي وینا کې ویلي چې حکومت یې د افغانستان په ډیرو برخو کې د بشردحقونو په ساتلو کې پاتي راغلی . ولس مشر د ملی راډیو تلویزیون په تالار کې په مخامخ ډول ګڼو کسانو او په خاصه بیا هغو ځورول شویو انسانانو ته وینا کوله کوم چې د هغوي په خبر د دریو لسیزو پر مهال پري مختلف ظلمونه شوي . ولس مشر ویل:زمونږ خلګ لا هم له خطر سره مخامخ دي ، لا هم ډیري کورنۍ تر ظلم لاندي شپي ورځي صبا کوي او همدا شان شته داسي سیمي چې زمونږ حکومت هلته د خلکو د بازخواست توان نلري . د افغان جمهور ریس په خبرو کې هغو توندو ټکو د ګډون والو پام ځان ته ور واړاوه چې نوموړي له طالبانو بغیر ځینی مقتدر کسان د بشر د حقونو د ناقضینو په صفت یاد کړل. ولس مشر وویل: زمونږ په هیواد کې ځینی کسان قانون تر پښو لاندي کوي ، هغوي پیسي لری، وسلي لري او دا کسان طالبان ندي . د چارو ماهرین د ولسمشر په دې وینا کې له طالبانو بغیر دا نور کسان ، هغه ټوپک مار ښیې چې د شمالي ټلوالي تر نامه لاندي یې بهرنیو سرتیرو ته د افغانستان د لاندي کولو لاره هواره کړي وه ، او لا هم همدا جګړه ماران د دولت په لوړو څوکیو کار کړي . حامد کرزی د خپلو خبرو پر مهال داهم وویل چې مونږ بله لار ندرلوده ، ګن شمیر او بیلا بیلي وسله والي ډلي ټپلي مو را سره را ټولي کړي او هغوي مو د قدرت او عزت خاونداني کړي چې ګوندي د ملت دردونو ته به دارو جوړ کړي خو نه ، هغوي په خپلو ټانکونو ، توپونو او ډالرو د بشر حقونو د سرغړوني لپاره لیڅي را ونغښتي .[/quote:a29e3a480b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more