نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د برېښنا وزارت مشرقي په تياره کې ساتي
Nawabi
08.12.2007
ګرانو هیوادوالو اسلام عیکم
نن ما دامقاله چی د برېښنا وزارت مشرقي په تياره کې ساتي ولوستله ډیر زیات پرې خفه شوم چی ګوره دا وطن به څنګه پرمختګ وکړی
دابايدپه ومنوچې په هېوادکې تېرې ناخوالې اويوه ورودبل ورور په وړاندې نابرابري چې نننى له نړيوالې ټولنې څخه وروسته پاتې والي يې ثمره ده هغه څه دې چې خپله موپه خپل ځان کړي اوکه نوردوام پيداکوي داهم همدامانالري چې له ځان اودخپلې سباورځې سره مولاره بدله کړې اودسباورځې ښه اوهوساژوندخيال راسره نشته،زما په خیال چی نور نو د ښه زړه لرلو وخت تیر شوی او مخکی له دی چی ډیر ناوخته شی او زمونږ او ستاسو د بچیانو راتلونکی خړپړ شی نو له خوبه راویښ شو او پرینږدو چی د پشتنو په مستقل لوبی وشی داټول د پښتنو پر ضد دسيسې دي٠ د ظالم او جابر په وړاندی ځان باید چی کمزوری او ناتوان وه نه ښیو، ځکه چی د ظالم ظلم نور هم زیاتیږی او خپل غږ اوچت کړو
که پریږدو چی دا حالت په همداشان پر مخ لاړ شی او مونږ د ښوو او بدو، د حق او نا حق، د خاین او رښتنې، د پوه او نا پوه، د پاک او نا پاک، د ښکلا او بدرنګۍ، د ورڅی او شپی، د ظالم او مظلوم، او ... تر مینڅ د توپیر او بیلولو قضاوت له لاسه ورکوړ نو دا به له انسانیت او عدالت سره یوه ډیره ستره جفا او ناځوانی وی. او مونږ به هیڅکله ونشوکولای چه په خپل ټاټوبی کی په خوښۍ ، سوکالۍ، یووالې، ورورولی، پرمختګ او بریالیتوب کی ژوند وکړو. اوهم له هغه پور څخه چی د راتلونکی نسل په وړاندی یی لرو ځان خلاص کړو اوادا یی کړای شوی!
پاک الله دی مونږ او تاسی بریالی لری، آمین .
http://www.tolafghan.com/home/detail/8849
ghafar
08.12.2007
عزتمنو دوستانو سلامونه او نیکې هیلې !
[quote:0b0b4cf9a9]نن ما دامقاله چی د برېښنا وزارت مشرقي په تياره کې ساتي په بینوا پاڼه کی ولوستله ډیر زیات پرې خفه شوم چی ګوره دا وطن به څنګه پرمختګ وکړی [/quote:0b0b4cf9a9]
دروند ورور نوابی صاحب ما هم دا مقاله ولوستله . د یادونې وړ ده چې په رپوټ کې د پخواني رپوټونو په مقایسه ضد او نقیضې څرګندونې شوي دي. د ساری په توګه د بېنوا پاڼې په رپوټ کې ویل شوي:
[quote:0b0b4cf9a9]د يادو شويو پروژو سروې هم بشپړې شوي دي [/quote:0b0b4cf9a9]
څرګنده نده چې دا پروژه یې چا، څه وخت او د کومې ادارې په فرمایش سروې کړې ده ؟ زه دا پوښتنه ځکه کوم چې دانرژۍ او اوبو وزارت د روان کال د وږي میاشت کې ددغې پروژې سروې یې یوه ایرانی شرکت سره قرارداد کړه. لطفاً لاندې رپوټ ته توجه وکړﺉ:
[color=green:0b0b4cf9a9]دکامې دبرېښناد بند سروې پيلېږي [/color:0b0b4cf9a9]
کابل
[color=blue:0b0b4cf9a9]دوږي ٣١مه [/color:0b0b4cf9a9]، پژواک خبري اژانس
دانرژۍ او اوبو وزارت د هېواد په ختيځ کې دکونړ ولايت دکامې دبرېښنا دبند د لومړنۍ اقتصادي سروې کار د ١،٨ ميليونه امريکايي ډالروپه ټوليز لګښت پيلوي .
ددې پروژې تړون د وږي دمياشتې په ٣١مه په کابل کې د انرژۍ او اوبو وزير او دمشاورمهاب قدس ايراني ودانيز خصوصي شرکت ترمنځ لاسليک شو .
[color=green:0b0b4cf9a9]د انرژۍ او او بو وزير محمد اسماعيل په يوه خبري غونډه کې وويل چې ددې پروژې پيسې ديادشوي وزارت له پراختيايي بوديجې څخه تمويلېږي او ټاکل شوېده ياد شوى شرکت ددې سروې کار [color=green]ددوه راتلونکو[/color:0b0b4cf9a9] کلونو په موده کې بشپړ کړي . [/color]
دنوموړي په وينا ، دکامې دبرېښنا بند د ٤٥ مېګاواټه برېښنا دتوليد او له دولس زره هکتارو څخه دزياتې کرنيزې ځمکې دخړوبولو وړتيا لري .
د محمد اسماعيل دمعلوماتو له مخې ، د سروې له بشپړېدو وروسته به ددې بند د جوړولو کار پيل شي .
نوموړي هيله څرګنده کړه چې دکامې دبند په جوړېدوسره دبرېښنا له پلوه دکونړ ولايت دخلکو ستونزې يو څه هوارې او ددې ولايت کرنيزې ځمکې هم له کافي اوبو څخه برخمنې شي .
دمشاور مهاب قدس شرکت دبازارموندنې مدير کاميار بيات ماکو ، ددې تړون دلاسليکولو په محفل کې خبريالانو ته وويل چې په دې پروژه کې له سروې برسېره د انرژۍ او اوبو وزارت شپږ تنه کارکوونکيو ته هم دسروې دمسايلو په اړه روزنه ورکوي .
همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه چې ددې پروژې کار په خپل ټاکلي وخت کې بشپړ او د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکيو ته يې سپاري .
دانرژۍ وزير وايي چې دتېر او روان کال په ترڅ کې ددې وزارت لخوا د ١٢ سترو بندونو او ٢٢ کوچنيو او منځنيو بندونو دلومړنۍ سروې کار پيل شوى دى.
همدارنګه نوموړي وويل چې ټاکل شوېده د برېښنا د ٨٠ نورو کوچنيو او منځنيو پروژو د لومړنۍ سروې او پلې کولو کار هم د لسو ميليونو امريکايي ډالرو په ټوليز لګښت پيل شي .
دانرژۍ او اوبو وزير په کابل کې د خبري غونډې په يوه بله برخه کې وويل چې ټاکل شوېده په اتو راتلونکيو مياشتو کې دازبکستان وارداتي برېښنا کابل ته ورسېږي او کابل ښاريان له ٢٤ ساعته برېښنا څخه برخمن شي .
هغه زياته کړه چې تېره اونۍ ، دهېواد ولسمشر حامد کرزي کابل ښار ته دازبکستان دوارداتي برېښنا دلين د بشپړېدو او دکابل ښار د برېښنايي شبکو دجوړېدو لپاره ، ماليې وزارت ته د سل ميليونه امريکايي ډالرو دورکولو امر صادر کړى دى .
دانرژۍ وزير زياته کړه چې ديوې راتلونکې مياشتې په موده کې به دکابل دبرېښنايي شبکې پراختيا او بيارغونې دپروژې تړون دجرمني له زيمنس شرکت او څو نورو خصوصي شرکتونو سره لاسليک او ياده شوې پروژه ديوه راتلونکي کال په موده کې بشپړه شي .
دانرژۍ او اوبو وزير وويل چې دامهال دهېواد ١٥ په سلو کې وګړي له برېښنا څخه برخمن دي اوپه دوه راتلونکيو کلونو کې له ګاونډيو هېوادونو لکه ازبکستان ، ترکمنستان او تاجکستان څخه د برېښنا په واردولو سره به دغه شمېره لوړه شي .
مصطفى بشارت
او د بېنوا پاڼې د رپوټ په بل ځای کې راغلي:
[quote:0b0b4cf9a9]موږ نه وايو چې هرات دې تياره شي ، هرات دې لاپسې روښانه شي خو د مشرقي ډيوه دې هم نه مړه کېږي .[/quote:0b0b4cf9a9]
کله چې د راتلونکی کال په نیمائي کې د تاجکستان برښنا کابل ته ورسېږي د سروبی او نغلو برښنا ننګرهار ته غزول کېږيږ لاندې رپوټ ته ځیر شئ:
[color=blue:0b0b4cf9a9]له سروبي او نغلو څخه به ننګرهار ته برېښنا وغځول شي [/color:0b0b4cf9a9]
جلال اباد
د لړم ١٧ مه، پژواک خبري اژانس
په راتلونکيو اتلسو مياشتو کې به د کابل له سروبي اود نغلوله برېښنا بندونو څخه ننګرهار ته برېښنا وغځول شي .
دغه څرګندونې د ننګرهار د والي وياند نور آغا ځواک د لړم په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې .
هغه زياته کړه چې ددې پروژې د عملي کولو په موخه د هندي انجينرانو يوې ډلې نن له والي ګل آغا شېرزي سره وکتل .
د ځواک په وينا، هندي انجينرانو له والي څخه په خپل وخت کې ددې پروژې د بشپړېدو په موخه دامنيت او اسانتياوو ورکولو غوښتنه وکړه .
نوموړي وويل چې د ننګرهار والي اړوندو هندي انجينرانو ته ډاډ ورکړ چې ددوى امنيت به خوندي کېږي او ټولې اسانتياوې به ورته برابروي.
د ځواک د معلوماتو له مخې ، پر دې پروژې ٢٤ ميليونه ډالره لګښت راځي چې د اسيايي بانک لخوا ورکول کېږي .
د والي وياند زياته کړه چې په لومړۍ مرحله کې به په سره رود ولسوالۍ کې دشيخ مصري صنعتي پارک ته برېښنا ورکول کېږي او ورپسې به سره رود او خوګياڼو ولسوالۍ ته لاينونه وغځول شي .
د هغه په وينا، په دريمه مرحله کې به د جلال اباد ښار لسو زرو کورنيو ته هم دغه برېښنا ورکړل شي .
عبدالمعيد هاشمي
pattang
10.12.2007
[color=orange:338ea833af]په ننګرهار کې نه ، شمال کې دې پانګه واچول شي[/color:338ea833af]
پژواک خبري اژانس
د اوبو او برېښنا وزارت غواړي چې له ننګرهار ولايت څخه د يو ميليارد ډالرو پانګه کوم شمالي ولايت ته انتقال کړي .
دغه څرګندونې په ختيځو ولايتونوکې د سوداګرۍ د پراختيا د مرکز مشر ديپلوم انجينر محمد قاسم يوسفي د ليندۍ په ١٥مه، په جلال اباد کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې .
هغه زياته کړه چې له تېر يوکال راهيسې ددوى مرکز هلې ځلې کولې، چې په ختيځو ولايتونو کې د برېښنا ستونزه د خصوصي سکتور له لارې هواره کړي .
د يوسفي په وينا، په همدې هلو ځلو کې دوى په سعودي عربستان کې مېشت يو تن افغاني الاصل عرب حاجي نوراجان چې د پکتيا ولايت اوسېدونکى دى، پيدا کړ او هغه دې ته چمتو شو، چې په ننګرهار ولايت کې د برېښناپه برخه کې يو ميليارد ډالره پانګه واچوي .
ده وويل چې ددې پانګې له لارې د کامې پر سيند د برېښنا بند جوړول او په جلال اباد کې د حرارتي برېښنا يوه دستګاه فعالېده .
يوسفي زياته کړه : (( په لومړي سر کې د اوبو او برېښنا وزارت له موږ او له پانګه اچوونکي سره دغه پروژه ومنله او موږ پرې دسروې کار پيل کړ . ))
د هغه په وينا، يوې روسي کمپنۍ د کامې بند سروې او ويې ويل چې له دغه بند څخه به ٤٥ ميګاواټه برېښنا توليد شي، خو دى وايي چې بلې چينايي کمپنۍ له همدې بند څخه د ١٢٠ ميګاواټه برېښنا دتوليد خبره وکړه .
دغه راز ده وويل چې په جلال اباد ښار کې له حرارتي دستګاه څخه هم ٤٧ ميګاواټه برېښنا توليدېداى شوه .
د سوداګرۍ د پراختيا د مرکز مشر وويل چې ياد شوي پانګوال غوښتل د سروې کارونه په دوو مياشتو کې بشپړ او يادې شوې پروژې په يو نيم کال کې پلې کړي .
انجينر يوسفي وايي چې دسروې له بشپړېدو وروسته کله چې دوى بيا وزارت ته مراجعه وکړه، نود وزارت مرستيال انجينر محمد صديق ايشان له دې پروژې او پانګه اچولو سره مخالفت وښود .
ده زياته کړه : (( ايشان هسې بهانې لټولې او ويل يې چې دوى د ننګرهار لپاره د برېښنا په برخه کې کومه پاليسي نه لري . ))
يوسفي دا هم وويل چې د اوبو او برېښنا ياد شوي مرستيال ورته ويلي وو، چې که دغه پروژه د هېواد شمالي سيمو ته انتقال شي نو بيا عملي کېداى شي .
انجينر محمد صديق ايشان په دې اړه د پژواک اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل چې دى له دې مسئلې څخه خبر نه دى او که داسې کومه خبره وي، نو دننګرهار ولايت دې دمقرراتو له مخې وزارت ته عريضه وکړي .
خو انجينر يوسفي د هغه خبرې پرې او ايشان ته يې وويل چې تا د ننګرهار ولايت له پلاويوسره په دوو ليدنو کې له دغې پروژې سره مخالفت وښود او د کابل شمال ګلدرې يا بل کوم شمالي ولايت ته دې دهغې د ليږد خبره وکړه .
يوسفي زياته کړه : (( ايشان راته وويل چې موږ ننګرهار لپاره مقرره نه لرو. ))
خو انجينر ايشان وايي چې دا ډول پروژې ډېر کار او تيارى غواړي، ددې لپاره له مخکې څخه د IPP په نامه کار کېږي خو ده وويل چې دوى د ننګرهار لپاره IPP نه لري .
د ننګرهار د والي وياند نور آغا ځواک ديادې شوې ستونزې د تاييد ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه دننګرهار ولايت شاوخوا ٢٠٠ تنو سوداګرو له والي ګل آغاشيرزي سره وليدل .
هغه زياته کړه چې ملي سوداګرو والي ته دهمدې مسئلې په اړه شکايت وکړ او زياته يې کړه چې د وزارت چارواکي له ننګرهار سره د مور ميرې سلوک کوي .
نوموړي داهم وويل چې ياد شوي سوداګر څو مياشتې له والي ګل آغا شيرزي سره د يادې شوې پانګې اچونې په اړه مراحل طى کړي وو .
ځواک زياته کړه : (( والي کارونه خلاص کړي وو، خووزارت هغه مهال هم ويلي وو، چې دغه کار بايد په شمالي ولايتونو کې پلى شي .))
ده وويل، والي نن له سوداګرو سره خپله غونډه کې ژمنه وکړه، چې په نږدې ورځو کې به د سوداګرو په ګډون له ولسمشر حامد کرزي سره ګوري او دننګرهار د حقه حقوقو د ترلاسه کولو په موخه به ورسره خبرې کوي .
د سوداګرۍ د پراختيا د مرکز مشر انجينر يوسفي وويل چې که د يادې شوې پانګه اچونې له لارې په ننګرهار کې د برېښنا پروژې پلي شي نو د ټولو ختيځو ولايتونو د برېښنا ستونزه به هواره شي .
د ښاغلي میر عبدلغفور رحیم باره کی معلومات
خیرن
17.12.2007
ډیرو درنو او محترمو السلام علیلکم!
ستاسو څخه په ډیر درنښت هیله کیږي که څوک د ښاغلي میر عبدلغفور رحیم د اوبو او بریښنا پخوانیي وزير باره کی معلومات لري او ما سره یی شریک کړي ډیر منندوی به یم.
arahimzai@gmail.com