نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امريکايي ډګروالان رښتياوايي که عام ولس؟
Tahir Angar
03.12.2007
دحيرانتياځاى دى چې د شمال عام او متدين ولس په ډاګه رسنيوته وايې چې د شمال په ګڼو ولايتونو او سيمو کې د افغانستان د اسلامي امارت جهادي وړانګې خورې شويدي، طالبان په ډاډه زړه فعاليت او بريدونه کوي، سيمې او ان ولسوالى نيسي او ډيرۍ خلک علاقه لري ترڅو د کابل د مزدورې ادارې او بهرنيو قواوو پرخلاف د امارت له ليکوسره يو ځاى او مرسته يې وکړي، ځکه چې ددوى په وينا په تيرو شپږو کلونو کې د کابل ادارې او بهرنيو قواوو پرته لدې چې دوى ته يې په هره برخه او هرڅه کې درواغ وويل او تش شعارونه ورکړل په عمل او حقيقت کې يې دوى ته هيڅ هم ورنکړل.
د بغلان يوه استاځي عبدالحق نومي ازادى! راډيوته وړمه ورځ په صراحت وويل چې که څوک په شمال کې د طالبانو په شتون او اغيزمنتوب اوس هم شک کوي دابه د لمر په دوګوتو د پټولو هڅه وي. خو د بګرام امريکايې ويندويه ډګروالان د ولس داقضاوت نه مني د خلکو په سترګو کې خاوري شيندي او وايي چې نه، شمال له طالبانوخالي دى، د هغوى هيڅ فعاليت نه تر سترګوکيږي او جنګ او مقاومت يواځې په يوڅو جنوبي ولايتونو کې دى،
دغه د درواغو ټيکداران په هغو ورځينو بريدونو چې دامارت مجاهدين يې پر دوى ترسره کوي او يواځې سږکال د يوې احصايې له مخې له شماله، امريکا اوغرب ته ددوى د عسکرو يونيم سل جسدونه وړل شوي، څه باندې دوه سوه يې کلک ټپيان شوي، له پنځوسو ډيرعسکري وسايط يې له منځه تللي، د فارياب د قيصار، د بغلان دپل حصار، د هسلا او جګې ولسوالي په پرلپسې ډول داسلامي امارت د مجاهدينو په لاس فتح شوي پردې ټولو سترګې پټوي او وايي چې په شمال کې کراره کراري ده او د طالبانو څرک هلته نه ترسترګو کيږي،
له بل پلوه مونږ نه وايو خپله د غرب منل شوې رسنۍ لکه ډيلګراف ،ګاردين، او سنډي تايمز دې حقيقت ته غاړه ږدي او خپروي يې چې جنوب او شرق خوهسې هم طالبانو ترګورت کړى او پراخه واکمني پکې لري، خو اوس خبره شمال ته رسيدلې، او طالبان اوس لګيادي ددغو ولايتونو له پرګنو، جهادي اوولسي مشرانو سره سلاوې کوي چې څنګه شمال هم لکه جنوب د يرغلګرو لپاره سره تبۍ وګرزوي
شايدامريکايي ډګروالانو لدې امله په شمال کې د افغانستان داسلامي امارت په رول او ژورو ريښو ناولې سترګې بريښې او په ظهور يې زړه چووي چې يرغلګرو فکرکاوه څو د خپلو شيطاني لومو په ترڅ کې به د شمال او جنوب ترمنځ دا کرښه او توپير راکش کړي چې ګواکې د شمال مجاهد ولس دروان يرغل په مقابل کې هيڅ نفرت، بدبيني اودمقاومت جذبه نلري او ندى چمتو چې د يرغلګرو په وړاندې تورې او ګردنۍ ته لاس کړي، پداسې حال کې چې هرافغان چې اسلامي او ملي احساس ولري که هغه د جنوب ،شمال ،غرب او شرق وي له هيواد او ديني مقدساتو نه دفاع او ننګه ګډه فريضه او دنده بولي، لکه چې د سرو لښکرو د اشغال پروخت يې همداسې ثابته او جوته هم کړه
مونږ په داسې حال کې چې د شمال د مجاهدو پرګنو له وياړه ډک تيرجهادي تاريخ او ميړانو نه قدرداني کوو، هيله ترې لرو چې د يرغلګرو او ددوى د اجيرانو په مقابل کې راپورته شي، او دهيواد د خپلواکۍ د ګټلو لپاره د اسلامي امارت جهادي ليکي چې اوس يې د شمال په ګڼوسيموکې استقرار موندلى ل امضبوطې ، ورسره يوځاى ، همغږي او د افغانستان د ملي وحدت د شيرازې د نړونکو دښمنانو دسيسي ړنګې او دړې وړې کړي
pattang
03.12.2007
زه طالبان ملامت نه بولم ، که چيرې ددوی هدف داشغالګرو په ضد مبارزه وي٠
http://larawbar.com/Images/a/thumbs/lrg-88-larawbar_loy_afghanistan__2_.jpg