نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ځوان نسل ته نصيحتونه
انجنير حمدالل
03.12.2007
ځوان نسل ته نصيحتونه:
۱- د خپل استاذ احترام ساتی چاچی د خپل استاذ احترام ساتلی الله پاک لوړ و در جوته پورته کړی او چا چی د استاذ بی احترامی کړی وی که عالم هم شی فاضل به نوی یعنی په علم که به يی هيڅ برکت نه وی په دنيا او آخرت که به ذليل او بد بخته وی.
۲- د مور او پلار احترام کوی ځکه مور تاسی ۹ مياشتی په ګيډه کی دوه کا له په غيږکی او څلور کاله په څنګ کی ساتلی او روزلی يی او همدارنګه پلار مو ستاسو لپاره هر ډول احتياجونه، تکليفونه او مسافرت پر ځان اخيستی تر څو اولاد مو په آينده کی ددنيا او آخرت عزت اوآرامی تر لاسه کړی (داسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص قول دی د مور او پلار مخ ته په خوشحالی کتل د حج او عمری برابر ثواب لری) .
۳- تقوا، ادب او اخلاقو ته مو ډير پام کوی ځکه له علم سره چی تقوا ،ادب او اخلاق نه وی له هغه کس څخه به غير له يو کبرجن ،بدمعاش ځناور بل څه نه جوړيږی.
۴- سهار وختی پاڅيږی لمونځ کوی او د قرآنکريم تلاوت کوی بيا خپل درسونه مطالعه کوی د قرآن تلاوت دوماغ ته انکشاف ورکوی او سهار وختی درس او مطالعه دوماغ ښه برداشت کولای شی.
۵- په پنځه وخته لمانځه او ټولو دينی اموروځان کلک عادت کړی ځکه دځوانی عبادت د پيغمبرانو عادت دی ا و خدای ج ته د تنکيو ځوانانو عبادت او زاری د ډيری خوښی وړ دی او دغه کسان به دقيامت د ورځی په سختو ګرميو کی د خدای ج د عرش تر سيوری لاندی وی.
۶- د اسلام دوښمنان غواړی چی زمونږ ځوان نسل بی لاری کړی او ددوی د بی لاری کولو تګلاری زيات فشار په عياشی او فحاشت دی پام کوی چی يوه لويشت مو هم بی لاری نه کړی او يا هم د نړی د اوسنی ځل او بل تر تاثير لاندی را نشی که خدای ج مکړه څوک بی لاری شی نو انجام به يی ډير خراب وی چی د تل لپاره په دغه پاکه خاوره کی بی لاری او طاغوتی عناصر نسکور او سخت ذليل شوی دی .
۸- د درس د تکرار لپاره مو چه استاذ کوم کورنی کار(کارخانګی) در کوی ضرور يی کوی ځکه کورنی کار په تاسی واجب او ډير برکتی دی چی ددرس د زده کړی لپاره يو اساسی جز ګڼل کيږی.
۹- پوه شی چی عاق د استاذ يا مور او پلار د دنيا او آخرت ذلت دی چی عاق له دريو لاندنيو حروفو څخه تشکيل شوی دی.
اول حرف (ع) عيب دی چی د استاذ عيب ښکاره کول دی
دوم حرف (اليف)اهانت دی چی استاذ ته اهانت سپکاوی دی
دريم حرف(ق ) قهر دی چی په استاذ باندی قهر کيدل دی
په پورتنيو دری حالاتو کی سړی عاق کيږی چی يوه کبیره ګناه ده او ددنيا او آخرت تکليفونه يی په نسيب ګرځی.
۱۰- دځان لپاره بی کاری مه غوره کوی ځکه د بی کاره سړی مغز دشيطان دوکان دی او بی کاری لويه بد بختی ده بايد خپل وختونه په عبادت،کار،درس او مطالعه تير کړو.
دستاسو دکاميابی په هيله
انجنير حمدالله شاکری
توردلى
03.12.2007
انجينر صاحب ډير خيرونه يوسي ډير شه نصيحتونه او پندونه دي ليكلي
خداى د موږ ټولو ته پري عمل را كړي.
زموږ د ټولني تر ځوانانو دا زاړه ډير نصيحت ته اړتيا لري،خداى د هغوى را ته اصلاح كړي.
Re: ځوان نسل ته نصيحتونه
pattang
03.12.2007
خدای پاک دې نور هم داسې نېک خلک اپيداکړي ، خو تر څو چې اشغالګر او دهغوی لاسپوڅي په قدرت وي دا ارمان به نه ستا او نه زما پوره شي٠
دغه ارمان يواځې د يوې پښتنې اواسلامي لارې محصول دی٠
[quote:733a56ad36="انجنير حمدالل"]ځوان نسل ته نصيحتونه:
۱- د خپل استاذ احترام ساتی چاچی د خپل استاذ احترام ساتلی الله پاک لوړ و در جوته پورته کړی او چا چی د استاذ بی احترامی کړی وی که عالم هم شی فاضل به نوی یعنی په علم که به يی هيڅ برکت نه وی په دنيا او آخرت که به ذليل او بد بخته وی.
۲- د مور او پلار احترام کوی ځکه مور تاسی ۹ مياشتی په ګيډه کی دوه کا له په غيږکی او څلور کاله په څنګ کی ساتلی او روزلی يی او همدارنګه پلار مو ستاسو لپاره هر ډول احتياجونه، تکليفونه او مسافرت پر ځان اخيستی تر څو اولاد مو په آينده کی ددنيا او آخرت عزت اوآرامی تر لاسه کړی (داسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص قول دی د مور او پلار مخ ته په خوشحالی کتل د حج او عمری برابر ثواب لری) .
۳- تقوا، ادب او اخلاقو ته مو ډير پام کوی ځکه له علم سره چی تقوا ،ادب او اخلاق نه وی له هغه کس څخه به غير له يو کبرجن ،بدمعاش ځناور بل څه نه جوړيږی.
۴- سهار وختی پاڅيږی لمونځ کوی او د قرآنکريم تلاوت کوی بيا خپل درسونه مطالعه کوی د قرآن تلاوت دوماغ ته انکشاف ورکوی او سهار وختی درس او مطالعه دوماغ ښه برداشت کولای شی.
۵- په پنځه وخته لمانځه او ټولو دينی اموروځان کلک عادت کړی ځکه دځوانی عبادت د پيغمبرانو عادت دی ا و خدای ج ته د تنکيو ځوانانو عبادت او زاری د ډيری خوښی وړ دی او دغه کسان به دقيامت د ورځی په سختو ګرميو کی د خدای ج د عرش تر سيوری لاندی وی.
۶- د اسلام دوښمنان غواړی چی زمونږ ځوان نسل بی لاری کړی او ددوی د بی لاری کولو تګلاری زيات فشار په عياشی او فحاشت دی پام کوی چی يوه لويشت مو هم بی لاری نه کړی او يا هم د نړی د اوسنی ځل او بل تر تاثير لاندی را نشی که خدای ج مکړه څوک بی لاری شی نو انجام به يی ډير خراب وی چی د تل لپاره په دغه پاکه خاوره کی بی لاری او طاغوتی عناصر نسکور او سخت ذليل شوی دی .
۸- د درس د تکرار لپاره مو چه استاذ کوم کورنی کار(کارخانګی) در کوی ضرور يی کوی ځکه کورنی کار په تاسی واجب او ډير برکتی دی چی ددرس د زده کړی لپاره يو اساسی جز ګڼل کيږی.
۹- پوه شی چی عاق د استاذ يا مور او پلار د دنيا او آخرت ذلت دی چی عاق له دريو لاندنيو حروفو څخه تشکيل شوی دی.
اول حرف (ع) عيب دی چی د استاذ عيب ښکاره کول دی
دوم حرف (اليف)اهانت دی چی استاذ ته اهانت سپکاوی دی
دريم حرف(ق ) قهر دی چی په استاذ باندی قهر کيدل دی
په پورتنيو دری حالاتو کی سړی عاق کيږی چی يوه کبیره ګناه ده او ددنيا او آخرت تکليفونه يی په نسيب ګرځی.
۱۰- دځان لپاره بی کاری مه غوره کوی ځکه د بی کاره سړی مغز دشيطان دوکان دی او بی کاری لويه بد بختی ده بايد خپل وختونه په عبادت،کار،درس او مطالعه تير کړو.
دستاسو دکاميابی په هيله
انجنير حمدالله شاکری[/quote:733a56ad36]