د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پښتنو غلیمان دي که دوستان؟

Miwand Patang
01.12.2007

هغه څوک چې د پښتنو په سیمو کې د هر ډول پرمختګ د لارې خنډ ګرزیدلي، خلک وژني، جګړو ته یې لاره هواره کړې، د ښوونې او روزنې بنسټونه ورانوي، د پښتنو اولادونه یې د ښوونې او روزنې له بهیر څخه د جهالت په تورو دروازو کې درولي دي او ډول ډول ظلمونه کوي. له یوې خوا پخپله همدغه جنایتکاران په مختلفو نومونو پښتانه وژني او د ژوند له سمې له لارې یې باسي، له بلې خوا د خپلو بهرنیو بادارانو د خوښۍ لپاره د پښتنو زیاتره سیمې د ځان لپاره د جګړې سپر ګرزوي، د خلکو په کورونو او کلیو کې پټیږي او په دې وسیله امریکایانو او نورو خارجیانو ته بانه په لاس ورکوي چې د پښتنو کلي د خاورو سره خاورې کړي. آیا دغه ډول کسان، ډلې او افراد د پښتنو دوستان دي او که دشمنان چې د طالبانو په نوم د پاکستان د جاسوسي شبکو په مستقیمه اشاره کوښښ کوي چې دغه لوی قوم د ژوند له لارې څخه و باسي؟
ستاسو بې طرفانه قضاوت ته سترګې په لار

میوندپتنګ


Helmand.M
01.12.2007

ويارانوته سلامونه اوښي هيلي.
ميوند پتنګ صاحب!
په ټول افغان پاڼي کښي لکه چي څرګنده ده, هرڅوک ورځنۍ تودي خبري هغسي څيړي چي څنګه ئي خوښه وي,څوک دغه طالب جنګيالي اتلان بولي اوڅوک ئي هم دپاکستان دپوځي څارګرۍاداري I.S.I.په ځنځيرتړلي سپيان .
ددي سيمي ديوه پخواني اوسيدونکي په توګه ويلاي سم چي طالبان له لومړي سره بيا تراوسه پوري دزده کړولپاره )ديوه مولوي ټولي زده کړي څلور کاله وي(,پاکستان ته تلل چي له همدي کبله دپاکستان استخباراتو دافغان اوپاکستاني طالبانوپه منځ کښي ژوري ريښي
غځلولي دي
په افغانستان کي دشوروي اوامريکا دډغرو وهلو په وخت کښي ,I.S.I.څرنګه چي دلويديځ
مرستي ئي پخپل لاس وافغان اسلامي تنظيموته ويشلي,نو خپل نفوذ او واک ئي دهغوي په
منځ کښي نور هم غښتلی کړ.
داسلامي ګوند مشرانو لا دداؤدخان په وخت کي پاکستان ته خانونه وسپارل.
دطالبانو په منځ کي دري ډلي ترسترګوکيږي:
١-دI.S.I.غړي.
٢-دالقاعدي غړي.-
٣-ناپييلي
په سهيلي سيمو په تيره بيا دهلمند ولايت دموسي کلا,سنګين , کجکي , نوزاداود اسي نورو
ولسواليوپه سيمو کښي هغه طالبان واک پلاس کښي لري چي د I.S.I.غړيدي.
ښه بيلګه يي ملا دادالله اواوس هم دهغه وروردی.
نوښاغلی ميوندپتنګ صاحب ترڅو چي دI.S.I لاس دافغانانو دګريوان څخه لنډ نه سي اوزموږ خپله ځني روڼ اندي پښتانه ليکوال ,چارواکي,قومي مشران او سياستوال دI.S.I پرمخ باندي لاړي ورتو نه کړي نو همدا اشک اوهمدا کاسه به وي.
په درناوي.
ميوند*هلمند*


توردلى
02.12.2007

ميوند جانه سلام
تاسي بلكل ښه پوښتنه طرح كړيده. زه چي د طالبانو اوسنيو كړو وړو ته ګورم نو والله چي ډير بد مي ترينه راغلي دي.
۱- دوى عالمان وژني، ښوونځي ړنګوي
۲- د زده كوونكو او تعليمي بهير په مخكي خنډ كيږي،
۳- په ټوله پښتنه سيمه كي يي ويره او ډار خور كړى دى.
۴- د بيا رغوني كارونه نه پريږدي
۵- اوس خو يي د عامه شتمنو وګړو تښتونو ته هم ښه ملا تړلي ده. خلك تښتوي
۶- د جنګ او جګړي سمه په عقل او هوښياري ولاړه تګلاره نلري
او ډير نور داسي كارونه كوي چي ملت يي له انديښنو سره مخ كړى
نو دوته چي ګورو، په زغرده درته ويلاى شو چي دا د افغانستان دوستان نه بلكي دښمنان دي.
همدغو د جهالت ګوډيانو د خارجيانو راتګ ته لاره هواره كړه، همدغه د اي اس آي شاګردانو په خپله په لوى لاس ودغه ملك د بلاوو په كنده كي واچوه. خداى د دغه وطن له دوى او ټولو خارجيانو څخه پاك كړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more