نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دبېنوا پاڼه او د خبر قحطي
اختر
01.12.2007
په بېنوا کې د دغه خبر ارزشت تاسو په څه کې وينۍ ؟!!!
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=15533
درويش
02.12.2007
بېچاره ګان ژورنالستان خو نه دي د خبر په ليکلو چېرته پوهېږي
هسې د پښتو ژورنالېزم په شرمولو پسې يې راخيستې ده
02.12.2007
ددې خبر ارزښتونه ډیر دي :
۱ : بینوا پرې ځان دومره بیطرفه ښيي چې ګواکې آن د اسراییلو له پاره یو ارزښتمن خبر هم نشر ته سپاري .
۲: اسراییل په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی قوم دی چې لرغونی تاریخ لري او د پیغمبرانو بی سارې اوږده لړۍ لري چې ته ویلی شې تر محمد (ص) د مخه پیغمبري خو ټوله همدغه ًوم اجاره کړې وه ! نو که دوی تر ټولو لوی بیرغ ونه لري څوک به یې لري !
۳ـ اسراییلو تر ټولو لو یې او پرتمینې امپراتورۍ لرلي دي، د داود او سلیمان علیهما السلام امپراتورۍ یې ستر مثالونه دي .
۴: دوی په تاریخ کې ډیرې ستونزې او ناخوالې هم ګاللې دي . ۲،۵ سوه کاله دفرعون غلامي ، په فلسطین په ډا صحراو کې ۴۰ کاله در په در ګرزیدل ، په بابل کې هم د یوه اقلیت په توګه د ګواښ لاندې ژوند کول، په پخواني روم کې هم له ديرو امتیازاتو څخه بی برخې کیدل ، د هیلري فاشیزم له خوا وژل کیدل ، ژوندي سبزل کیدل او د تباه کیدلو سره مخامخ کیدل او داسې نور
۵ : یهودي پوهانو نړی ته ستر خدمتونه کړي، د ارو پا سوشل دموکرات ګوندونو په تاسیسولو او مبارزو کې کې مخکښ رول لوبول ، په اجتماعي ، فلسفي او رواني پوهنو په وده او بشپړتیا کې بی ساری رول لوبول .
۶: د ډیرو ادیانو او کلتورونو سره د مخ کیدو سره سره خپل یهودي دین تر داسې حده ساتل چې یهودیت یې آن د قومیت پڼه او بیلګه ګرځېدلې ده
۷ : اسراییل یو بریالی قام هم دی، په تجارت او مخفي سازمانونو کې تر هر چا مخکې دي او د CIA ستره برخه او د امریکا، المان او نورو هیوادونو ستر پانګوالو کې ددوی برخه لویه ده .
۸ : اسراییل تر چا ډیر دوښمنان او ډیر دوستان لري، له بینوا پرته نور هیڅوک ددوی په وړاندې بیطرفه نه دی، حتما ً ځان یا د هغوی دوښمن او یا یې دوست بولي . نو د بیرغ په پراخوالي خپل دوستان خوښول او دوښمنانو ته د خفګان زندۍ اچول غواړي .
٩ـ د بیرغ د پراخوالي څخه به یې هدف په سمبولیکه توګه د خپلې خاورې او قدرت پراخوالی هم وي ، او دا یې منطقې ته لایو بد زیری دی . نو که د اوس له پاره خاوره نشي براخولای، لږ تر لږه د هغې د سمبول (بیرغ) په پراخولو په زړه تسکینوي .
۱۰ : بینوا ښايي غواړي طالبان د فلسطینیانو مرستې ته و هڅوي ، څو د وطن له سنګر څخه هلته لاړ شي اوهلته خپل برحق او موجه جهاد پیل کړي .
نيلی
03.12.2007
دپېکي داره خالد هادی تر مشری لاندی ې بینوا پاڼه د يهودو او اسرائيلود جنايت کاره او اسلام دښمنه غاصب دولت وبیرغ ته چې و افغانانو او پښتنو ته رسمیت نلري رسميت ورکول کیږي، دغه عمل پخپله ډېر سوالونه را پورته کوي . خلد هادي باید د افغانانو نه معذرت وغواړي چې دغه پاڼه یې د اسرائیلو د بیرغ د ښودلو او دهغه د تعریف او غټولو دپاره يې دغه ناوړه خبر خپور کړی او تاريخي بد يې کړي دي .
03.12.2007
نه نیلي صیب !
پلمې او منفي بافي د سوادوالو پښتنو عادت دی، د اسراییلو په بیرغ به نورې لیکنې نړیوالو رسنیو او مطبوعاتو کې شوي وي، بیا هم چې کومو هیوادونو ته رسمي نه دی نو رسمیت نه لري، په دې نه رسمي کیږي چې ګواکې په بینوا کې یې تش خبر تیر شو . آیا سبا که اسراییل یوه اتومي ازموینه وکړي هم بینوا یې باید خبر تیر نکړي او که فضا ته راکټونه او بیړۍ وتوغوي هم باید په خبرونو کې یې نوم وا
نئخیستل شي ځکه چې اسراییلو دولت د افغانستان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی؟؟؟
طالب حکوت چا هم نه پیژانده خو په منفي یا مثبتووخبرونو یې نړیوال مطبوعات ټ،ل لړلي وو .
سلامونه !
توردلى
03.12.2007
والله پتواله تګړه يي
و.افغان
08.12.2007
دومره دکُلمو نریوالې ته څه ضرورت؟؟
ټول افغان چې یوه آزاده پاڼه ده، او په خپلو آزادو ؟؟ فورمونو کې دیهودو لپاره ددعایت اجازه ورکوي، او داسلامي مقدساتو په ســـپــکاویو سترګي پټوي، او کوونکي يي لاپر شا ټپوي،
سره له دې چې دبیان آزادي هم خپل حدود لري، او دچا دمقدساتو دسپکاوۍ اجازه
نه ورکوي، او نه دبیان آزادي او دیوچا دمقدساتو احترام سره تضاد لري،
نو څه وشول، چې دبینوا ویبپاڼي په یوې پاڼه کې ددغه بیرغ په هکله
یو خبر خپور کړ، چې یواځي دیوه خبر معنا لري، او دنور څه نه، بلکه کیداي شي یو اهمیت هم ولري، چې کتونکې دغه یهودي خطر ته متوجه کړي.
او که خبره دبیطرفۍ او ناپیلتوب شي، نو د ټول افغان ویبپاڼه په دغه جانب کې تر بینوا څو قدمه وړاندې تللې.
درويش
09.12.2007
وروره اصلاً خبره دا نه ده چې خبر د اسراييلو په اړه دى که د فلسطين په اړه.
خبري رسنۍ او مطبوعات د دې لپاره نه دي چې يواځې د طالبانو او ملا عمر عکسونه دې پکې خپرېږي او داسې څه دې نشروي چې نه څه وجود لري نه بنسټ.
په دغه ليک کې اصلي ستونځه دا ده چې دا خبر ندى ځکه چې په پورته او لاندې سر کې يې دوه نومونه (ميرويس جلالزى او محبت خان) ليکل شوي خو بيا هم د يو خبر چې کوم طرز دى، کوم شرايط دي هغه نلري. ايا په دې ليک کې دومره خواري ليدل کېږي چې د دوو خبريالانو نومونه دې ورته وليکل شي؟ په خپله دا ليک بايد د نړيوالو ريکارډونو په کتاب کې ثبت شي چې د يوې وېبپاڼې نه د اخيستل شوې خبرې ناسمه ژباړه بې له کوم ماخذ ښودلو خپره شوې او هغې ته هم نومونه دوه ليکل شوي ته به وايې دا دومره ستره او زيار غوښتونکې سټوري (news story) ده چې دوى ورپسې مياشتې لګولې دي.
او د تاسف ځاى يې لا دا دى چې په دغه دوه کرښې ليک کې چې دوه کسانو ليکلى بيا هم يو مشهور او عام استعمالېدونکى تورى (سمبول) ناسم (ثمبول) ليکل شوى.
څومره د شرم خبره ده؟