اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ځوانان داخلاقی زوال په طوفان کی
انجنير حمدالل
28.11.2007
ځوانان داخلاقی زوال په طوفان کی :
ځوانان چه دهری ټولنی دملاتير جوړوی او هم دوی ته به داسلام دمقدس دين او پاکی خاوری ساتنه سپارل کيږی او هم دوی ته به دراتلونکی ټولنی قيادت او مشری سپارل کيږی ،خو له بده مرغه پر دغه مهم نسل سخت طوفانونه راروان دی .
بی تعليمه ځوانان خو يوی خواته خو چه زمونږ د مکتبونو او نورو علمی څانګو محترم زده کونکی ووينی په سخته فريشانی به اخته شی ، بغضی د دوی به وينی چی دبيګا په فلم کی په تود بحث روان وی ،بعضی به وينی په لاره روان سندری يو له بله زمزمه کوی او نور به ګوری يوپربل به کلپی تمرينات اجراء کوی ،ځنی داسی بدمعاشه څيری هم شته چه له چاقو او توپنچی سره صنف ته روان وی ،ډير کم زده کوونکی به ووينی چه سا لمه تربيه ولری ،د دغه نسل د بربادی عوامل په لاندی ډول دی .
1- کورنی : دځوان دسالمی تربیی لپاره لومړی ډير مهم پلار مور او مشر ورور دی ،دکور دغه مشران بايد خپل اولاد تر کلکی پاملرنی لاندی ونيسی ،چه اولاد می چيرته ګرځی له چاسره ګرځی او بل داچه اولاد يواځی ددين په ښوونه سړی کيږی ددين په ښوونه کی سړيتوب، دموراو پلار حقونه دخپل استاذ حقونه او نور زده کوی . خو اوس بل ډول حال دی ذياتی کورنی دکلمی او لمانځه پر ځای خپل اولاد ته انګليسی او کمپيوتر ورزده کوی ځکه ددوی په ګومان روزی خو په همدی کی ده .يا یی له ماشوم توب څخه کلپ ته ورليږی هغه هم ددی لپاره نه چه تندرستی ده ددی لپاره چه يو پهلوان ورڅخه جوړ او بيا د يوه جنګی سپی په څير وجنګوم ، نو بيا چه دغه ډول ناولی اولاد رالوی شی دکورنی لپاره خو څه چه دجامعی او اداری لپاره لوی غم جوړ شی .
2- د اخلاقی زوال شيطانی ورکشاپونه : دغه شيطانی ورکشاپونه اوس ذيات دی چه په بيلابيلو ډولو کار کوی دبيلګی په ډول يو څو ته اشاره کول غواړم :
تلويزيونونه: دلمر اوطلوع غوندی داسلامی او اخلاقی زوال لوی طوفان په لومړی قدم کی ځای لری دغه تلويزيون ذياتره خپرونی داسلام او افغانی کلتور پر ضد دی ، چه ټولی برخی یی په ځوان نسل سخت منفی اثر لری .
سينما : چه يواځی داخلاقی فساد بی غير له کوم سانسور څخه ډول فاحش او بی ګټی فلمونه خلکو ته د ننداری لپاره وړاندی کوی .
دآرمان اف ايم غوندی ذياتی نوری خپرونی چه ډيره برخه یی سندری دی .
بل داچه که هر لوی او وړوکی بازار ته ولاړ شی هلته به يوه يا دوی په ډيره ټيټه سطح کتابخانی ووينی خو هره خوا دومره ذيات د کسيټو او غیر اخلاقی سی ډیانو پلورنځی به ووينی چه سړی به فکر وکړی ددغه ښهر خلک له يوه سره هنرمندان دی .
3- استاذان او معلمين : که استاذ په خپل مسلک حاکميت ولری ،تقوی ولری زړه سوی او احساس ولری باور وکړی چه هغه لوی لوی بدمعاشه ځناور به هم دده احترام کوی ،خوداسی استاذ چه اليف یی په جګر کی نه وی او دخپل مضمون وخت په ټولګی کی په چيټی خبرو او کيسو تيروی کورنی کار هم زده کونکی نه ورکوی ، نو ولی به شاکر کوڅه کشتی نه کوی او هم به پر خپل استاذ ولی پټکی نه کوی .
4- چارواکی او حکمرانان :که معلم نشی کولای يو داسی زده کوونکی چی توپنچه او چاقو ورسره ګرځوی شايد دغه ځوان ديوه لوی غله او داړه مار زوی وی نو چارواکی خویی کولای شی ځکه د حکومتی چارواکو خو همدا وظيفه وی ،که دکوڅی خلک هغو بدمعاشو ډلی ته چه پلنګی پتلون پر ځان پر کوڅو کی کرځی د ماشومانو او ښځو لپاره درد سر دی څه نشی ويلای نو حکومتی چارواکی خو یی نيولای او بندی کولای شی .
خو اصلی حقيقت دادی چه اوبه له پاسه خړی دی او ټول ښه پوهيږی چه مشکل چيرته دی ، خدای د په دی کړيدلی ولس رحم وکړی .
انجنير حمدالله شاکری hamdullah_610@yahoo.com
انجنير حمدالل
01.01.2008
ځوان نسل ته نصيحتونه:
۱- د مور او پلار احترام کوی ځکه مور تاسی ۹ مياشتی په ګيډه کی دوه کا له په غيږکی او څلور کاله په څنګ کی ساتلی او روزلی يی او همدارنګه پلار مو ستاسو لپاره هر ډول احتياجونه، تکليفونه او مسافرت پر ځان اخيستی تر څو اولاد مو په آينده کی ددنيا او آخرت عزت اوآرامی تر لاسه کړی (داسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص قول دی د مور او پلار مخ ته په خوشحالی کتل د حج او عمری برابر ثواب لری) .
۲- د خپل استاذ احترام ساتی چاچی د خپل استاذ احترام ساتلی الله پاک (ج)لوړ و در جوته پورته کړی او چا چی د استاذ بی احترامی کړی وی که عالم هم شی فاضل به نوی يعنی په علم که به يی هيڅ برکت نه وی په دنيا او آخرت که به ذليل او بد بخته وی.
۳- تقوا، ادب او اخلاقو ته مو ډير پام کوی ځکه له علم سره چی تقوا ،ادب او اخلاق نه وی له هغه کس څخه به غير له يو کبرجن ،بدمعاش ځناور بل څه نه جوړيږی.
۴- سهار وختی پاڅيږی لمونځ کوی او د قرآنکريم تلاوت کوی بيا خپل درسونه مطالعه کوی د قرآن تلاوت دوماغ ته انکشاف ورکوی او سهار وختی درس او مطالعه دوماغ ښه برداشت کولای شی.
۵- په پنځه وخته لمانځه او ټولو دينی اموروځان کلک عادت کړی ځکه دځوانی عبادت د پيغمبرانو عادت دی ا و خدای ج ته د تنکيو ځوانانو عبادت او زاری د ډيری خوښی وړ دی او دغه کسان به دقيامت د ورځی په سختو ګرميو کی د خدای ج د عرش تر سيوری لاندی وی.
۶- د اسلام دوښمنان غواړی چی زمونږ ځوان نسل بی لاری کړی او ددوی د بی لاری کولو د تګلاری زيات فشار په عياشی دی پام کوی چی يوه لويشت مو هم بی لاری نه کړی او يا هم د نړی د اوسنی ځل او بل تر تاثير لاندی را نشی که خدای ج مکړه څوک بی لاری شی نو انجام به يی ډير خراب وی چی د تل لپاره په دغه پاکه خاوره کی بی لاری او طاغوتی عناصر نسکور او سخت ذليل شوی دی .
۸- د درس د تکرار لپاره مو چه استاذ کوم کورنی کار(کارخانګی) در کوی ضرور يی کوی ځکه کورنی کار په تاسی واجب او ډير برکتی دی چی ددرس د زده کړی لپاره يو اساسی جز ګڼل کيږی.
۹- پوه شی چی عاق د استاذ يا مور او پلار د دنيا او آخرت ذلت دی چی عاق له دريو لاندنيو حروفو څخه تشکيل شوی دی.
اول حرف (ع) عيب دی : د استاذ عيب ښکاره کول دی
دوم حرف (اليف)اهانت دی : د استاذ اهانت او سپکاوی کول .
دريم حرف (ق ) قهر دی : په استاذ باندی قهر کيدل دی.
په پورتنيو دری حالاتو کی سړی عاق کيږی چی يوه کبيره ګناه ده او ددنيا او آخرت تکليفونه يی په نسيب ګرځی.
۱۰- دځان لپاره بی کاری مه غوره کوی ځکه د بی کاره سړی مغز دشيطان دوکان دی او بی کاری لويه بد بختی ده بايد خپل وختونه په عبادت،کار،درس او مطالعه تير کړو.
دستاسو دکاميابی په هيله
انجنير حمدالله شاکری
mehman
01.01.2008
دوستان عزیز سلام بر شما
[quote:dee9073c54]۱- د مور او پلار احترام کوی [color=blue:dee9073c54]ځکه[/color:dee9073c54] مور تاسی ۹ مياشتی په ګيډه کی دوه کا له په غيږکی او څلور کاله په څنګ کی ساتلی او روزلی يی او همدارنګه پلار مو ستاسو لپاره هر ډول احتياجونه، تکليفونه او مسافرت پر ځان اخيستی[/quote:dee9073c54]
احترام به انسان رکن اصلی انسانیت است. پس برای اطفال( جوانان ) لازم است که نه تنها احترام پدر، مادر و استاد را نماید بلکه احترام هر انسان رابکنند.
احترام نباید در پاداش اعمال باشد!
خدماتی که مادر و پدر برای طفل شان میکنند مسئولیت، مکلفیت و وظیفۀ شان است. زیرا طفل نمیخواست به دنیا بیاید بلکه مادر و پدر خواسته یا نا خواسته سبب به وجود آمدن طفل شده اند. یک جوان زمانیکه بالغ شودو خود صاحب طفل شود ، عین مسئولیت را در برابر اطفال خود دارد.
با تقدیم حرمت
ع کريم حليمي
01.01.2008
درنو دوستانو او ملګرو زما سلامونه ومنۍ
انجينر صاحب تاسو هم زما سلامنه ومنۍ ، ماته سنت او پر تاسو ئې جواب
فرض
[quote:31471d9e1a]پوه شی چی عاق د استاذ يا مور او پلار د دنيا او آخرت ذلت دی .[/quote:31471d9e1a]
پورته خبري ښې خبري دي اما د حقوقو بنسټ نه دی
---------
په اسلام کښي د حقوقو مېزان داسي دي چه ;
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم
لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ يَرْحَمْ صَغِيرَنَا وَيُوَقِّرْ كَبِيرَنَا وَيَأْمُرْ...-سنن الترمذي ،مسندأحمد ، سنن أبي داود
ژباړه - څوک چه زموږ په کوچني شفقت ونه کړي ، او زموږ د لوی ادب ونه
کړي هغه له موږ څخه نه دی
که په اجتماع او ټولنه کښي د حقوقو د دې مېزان چه اسلام ټاکلی دي پوره
مراعت وسي نو په دې صورت کښي به هيڅ په يوه انساني ټولنه کښي
ناخوښي پېښه نه سي
نو دا ويلی سم چه د اقای انجنير صاحب په خبرو کښي د تلي توازن نه دی
برابر ، که په ټولنه کښي د حقوقو د تلي توازن او نظام خراب او ګډوډ
سي ، نو د ډېر لويو لويو قوانينو درانه بارونه به هم ددغي تلي نظام او
توازن برابر نه کړای سي !
په محمدي شريعت کښي د حقوقو په مسئله کښي د لوی اوکوچني ، غريب
او امير په منځ کښي تفريق نسته
[quote:31471d9e1a]عاق له دريو لاندنيو حروفو څخه تشکيل شوی دی
اول حرف (ع) عيب دی : د استاذ عيب ښکاره کول دی
دوم حرف (اليف)اهانت دی : د استاذ اهانت او سپکاوی کول .
دريم حرف (ق ) قهر دی : په استاذ باندی قهر کيدل دی. [/quote:31471d9e1a]
د عاق کلمه يوه مستقله کلمه ده چه هم فعل او هم صـــــفـــــــة
او مکرم انجينر صاحب بيا پر حروفو وېشلې ده
که داسي وي نو ډېره اسانه او ساده لاره مو پيداکړه چه هر اسم ترجمه کړو
چا ټوکي کولې چه ښځه څه معنا هغه بل ورته وويل چه (ښ ) په معنا د ښه
او (ځ) په معنا ځي (يعني ښه په ځي )
هر څوک چه نافرمانه او سرکښه او نامطيع سي لايق د دې دی چه عاق سي
پلار زوی عاق کولای سي ، زوی پلار عاق کولاي سي او ملک خپل يو فرد
يا يوه ډله اشرار عاق کولای سي
خو الله ج داعمل حرام بللی دي او حرام کړی ئې دی
إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ حَرَّمَ عَلَيْكُمْ عُقُوقَ الأُمَّهَاتِ ، ........او داسي ئې هم فرمايلي
حَرَّمَ عُقُوقَ الْوَالِدِ
زه پخپله پلار يم او اولادونه مي له کاليجنو فارغه دي ، هيڅ وخت به د عاق
له اسلحې کار وانخلم ، اونه کوم ملاصاحب ته دا اسلحه ورکوم چه خپل
شاګردان په تهديد کړي او نه هيڅ پلار ته
د بعضو ملا ډوله خلکو خبري قِيلٍ وَقَالٍ ويل دي او زموږ خواږه نبي ص
فرمايلي چه الله ج نهي عن ثلاث چه يو ئې دغه قِيلٍ وَقَالٍ دی
اوبل وَكَثْرَةِ السُّؤَالِ او بل ئې وَإِضَاعَةِ الْمَالِ
په درنښت
انجنير حمدالل
02.01.2008
دمهمان ورور دغه خبره سمه ده :
رښتيا هم چی دايو ډيرضروری ټکی دی چی ځوانان بايد دټولو مشرانو احترام وکړی
ولی زما دغه ټکی له ياده وتلی .
ع کريم حليمي
03.01.2008
قوله تعالى: «قد خسر الذين قتلوا أولادهم سفها بغير علم» إلخ،
نن هم افغانان خپل اولادونه وژني
د نادانۍ او ناپوهۍ په اثر خپل اولادونه مړه کوي
يعني تعلم نه په کوي ، نن دغه ته هم وژنه ويل کېدای سي
هر عصر خپل جهالت لري ، پرون ئې ژوندۍ ښخولې
نن ئې تعلم ته نه پرېږدي ،
که رب العزت عاق کېدل نواي حرام کړي ، نو ما و هر بې تعليمه هلک
ته دا امر کاوه چه پلار عاق کړه ، ملت عاق کړه ، حکومت عاق کړه
ملا عاق کړه
انجنير حمدالل
04.01.2008
وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا (اسراء )
الحديث :
الكَبَآءِرُ اِلاشراَكُ بِااللهِ وَعُقُوقُ اوالِدَينِ وَقَتلُ النّفسِ وَاليَمِينَ الغَمُوسُ (بخاری)
اولاد ته دموراوپلارسره دښه سلوک کولو په اړه قرآنکريم او احاديثو کی بيخی ذيات تاکيد شوی دی .
عاق چه جمعه عقوق ده ( د واليدينو نافرمانی اومخالفت کول دی ) .
کوم اولاد چی دمور او پلار څخه نافرمانه دهغوی پروړاندی مشکلات جوړوی دا که مور اوپلار دهغه نافرمانی اعلان کړی اوکه يی نه کړی يوه کبيره ګناه ده.
همدارنګه موراوپلار هم د خپل اولاد پروړاندی کلک مسوليت لری دهغوی لپاره بايد دتباهی لاری ونه لټوی بلکی د رحم ، زړه سوی لاره غوره کړی .
ځنی اولادونه چی دموراوپلار پروړاندی مخالفت ښکاره کوی ډير عوامل يی دخپل موراوپلار د ظلم،بی عدالتی ،اولاد ته داسلام ضروری ښوونی نه ورزده کول ،په تربيه کی بی تفاوتی کولو ثمره وی .
زما ليکنه ځوان نسل ته نصيحت ؤ بايد پدی کی دموراوپلار يا استاذ پروړاندی نافرمانی ته اشاره کول ډيره ضروری وه .
دغه دعاق لغت چه تجزيه شوی دی زما ګډبيان ندی علماوو په ډيرو لنډو او مهمو ټکو کی تجزيه کړی چه دآيتوشريفو او احاديث په نظر کی نيولو سره يی نافرمانی په ډيرو مهمو اوعمده ټکو کی تحليل کړی ده .
لکه په تفسير شريف چی د الم حروف په بلابيلو معناوو تعبير شوی دی .
حمدالله شاکری .