نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ظلم او بى رحمۍ نابغه ماشوم وژنى ته راوکښه
Nazar
27.11.2007
داسى ښکاري چى کورني تشدد د هيواد هغه تنکى ځوان دى ته اړ ايستى چى خپل پلار ووژني چى خدايي استعداد (خدايي تحفه) ورسره ده.
په کابل کى د فريدى نيکزاد ليکنه
په دوه نيم کلنۍ کى يي ليک لوست کولى شو، او په ٥ کلنۍ کى يي د ښوونکو د روزنى په دارالمعلمين کى زده کړه کوله. په ١٠ کلنۍ کى سيد اعظم د کابل د طب په پوهنځي کى ومنل شو. خو ٧ کاله وروسته، د افغانستان دا نابغه بچى د خپل پلار سيد محمد اقبال د وژنى له امله چى په لاسي څټک يي وژلى په زندان کى دى.
اعظم او د کورنۍ نور غړي يي وايي، اقبال د ٢٠٠٢ ميلادي کال د مارچ په مياشت کى خپله ميرمن ووژله. هغه پر خپلى مور هم بريد کړى او غاښونه يي ورمات کړي، خپل دوه وريرونه يي پر تاوده ستوف سيزلي او خپل ماشومان يي هره ورځ وهل او ټکول.
په افغاني کورنيو کى فاميلي يا کورنى تشدد غير عادي خبره نه ده، خو ښځى اکثره د خاوند پر ضد له خبرو کولو څخه ډاريږي. اعظم د وظيفه شناس اولاد په توګه آن پس له هغى چى بورس او د نابغه ماشوم انعامونه يي تر لاسه کړل له خپلى کورنۍ سره د مالي مرستي له پاره يي پر کراچۍ اوبه خرڅول . خو د خپلى مور مړينه يي نه بخښلاى شوه او نه يي هيرولى.
هغه د زندان له سلول څخه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: زه له کوچنيوالي څخه دا رايادولى شم چى پلار مى ، زما له مور سره چنى وهل او نښتى به يي کولى، او هغه مهال چى واين به يي څکلي و نو زما مور به يي ډيره سخته وهله.
بالاخره له سختى وهنى او ټکونى وروسته يي هغه زندۍ کړه. زما پلار په بى رحمه توګه پرى بيا بريد وکړ او ادعا يي وکړه چى هغه ورسره چل کوي، پداسى حال کى چى د هغى له خولى وينه تويده. هغه مهال چى مو د رابعۀ بلخي روغتون ته يوړه ، زما تر سترګو وړاندى يي وروستۍ سلګۍ وه.
بالاخره په تير مني کى اعظم له کوره وتښتيد، خو خپلى دواړه خويندى يي چى يوه ٦ او بله ١١ کلنه وه په پټه ليدى. د هغه ترور او د هغى بچيان هم د مکرر تشدد له امله له کور څخه ووتل.
د وژنى په ورځ د هغه دوى خويندى په ژړا ده ته راغلى او ويل يي چى پلار يي پر ستوف سيزلي دي.
اعظم رايادوي او وايي چى ما خپلو خويندو ته وويل چى ولاړى شي او د تل په شان دوکان پاک کړي ځکه چى پلار مى تر ١٠ بجو بديده. هغه زياتوي ما له دغه فرصت څخه ګټه واخيسته او کور ته ولاړم. ما د هغه د خونى پخ کنج کى يو څټک وليد . ناببره مى راپورته کړ او پلار مى درى پلا پر سر وواهه تر څو چى مړ شو.
په کابل کى د دوهمى ناحيي د پوليسو د دفتر ريس سليم زرمتي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: هغه مهال چى دوى ورغلل ، اعظم سم د لاسه اقرار وکړ. هغه د خونى کنج را وښود چى مړى پکښى ښخ شوى و.
د اعظم انا د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى د هغى زوى اقبال د وژنى وړ و ځکه چى پر کورنى يي له تشدد څخه کار اخيست. هغى وويل د يوى عادلى مور په توګه ما پيژانده، خو دغه بى رحمه سړي زه له کوره ويستم، غاښونه يي رامات کړل او زما نګور يي ووژله. که زما په وس کى واى ما به پخپله وژلى واى ځکه هغه يو ظالم او بى رحمه انسان وو چى اصلا زړه يي نه درلود.
اوس د هغه کورنى هيله لري چى وبخښل شي، پداسى حال کى چى دوسيه يي د لوى څارنوال د پلټنى تر بشپړيدو ځنډيلى. دا چى هغه فقط ١٧ کلن دى، نو هغه د اعدام د سزا مستحق نه ګڼل کيږي، خو کيدى شي د اوږدى مودى سزا ورکړ شي.
د هغه کورنى چى د هغه انتظار باسي ، په ډير خپګان سره يي عکسونه او د ورحپاڼو هفه برخى ښيي چى د هغه د استعداد په هکله پکښى ليکل شوي و.
د فرانس پريس د آژانس هغه مضمون چى د ١٩٩٥ کال د دسمبر په مياشت کى خپور شوى ، اعظم يي چى هغه مهال ١٠ کلن و يو جدي ماشوم بللى چى له سترګو يي خپګان انديښنه او وارخطايي رابرسيره کيږي. مضمون هغه څه راڅرګندوي چى څرنګه ده په درى کلنۍ کى ښځو ته د سواد د زده کړى لوست ورکوه. مضمون د ساينسو د فاکولتى د مشر له خولى ليکي چى اعظم يي يو داسى ماشوم بللى و چى د آى، کيو درجه يا کچ يي ١٨٠ دى.
اعظم هغه مهال ويلي و چى غواړي ډاکتر شي او د اوبو په خرڅولو له خپلى کورنى سره د مرستى کولو له امله کومه انديښنه نه لري. هغه د فرانس پريس آژانس ته ويلي و ، زه هسى هم بله مشغولتيا نه لرم، او د خپل عمر له ماشومانو سره چندانى ښه نه شم چليدى ځکه چى دوى پر هغه څه سم نه پوهيږي چى زه يي وايم.
د روشان د پيداګوژي د انستتيوت ښوونکى سيد نسيم آغا لا هم دا هلک ښه په ياد لري. په څلور کلنۍ کى اعظم د آغا او د نورو ښوونکو د يوى کميټى له خوا ارزيابي شو دوى د هغه پر استعداد او خدايي تحفى حيران پاتى و او هغه يي نابغه وباله.
د يوه کال له زده کړى وروسته د دغه هلک د پوهى کچ د دولسم ټولګي د يوه فارغ هومره و، او د ښوونى او روزنى وزارت هغه ته په دوامداره توګه پيسى ورکولى تر څو وکولى شي خپلى زده کړى ته دوام ورکړي ځکه پلار يي يو خوار غريب دوکاندار و.
د اعظم يو عکس چى هغه مهال ښيي چى دى پر يوه ميز ولاړ دى تر څو ونه يي د خپل د فزيک د استاد هومره شي او له هغه سره د انشتاين د تيوري په هکله بحث کوي.
آغا خپل دغه ستورى د يو ه خاموشه او وظيفه شناسه زده کوونکي په توګه په ياد لري. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: چى اعظم اکثره له پزى وينه بهيدنه درلوده، ښايي دا د هغه د کمزورى روغتيا له امله وه.
آغا وويل: موږ له هغه آن يوه بده خبره هم نه ده اوريدلى. برعکس هغه به لوړو ټولګيو ته تلو او د تدريس په برخه کى به يي مرسته کوله.
خو د کورنۍ جګړى کلونو د ښوونى او روزنى سيستم وران کړ او آغا د دغه هلک سره تماس له لاسه ورکړ چى پر ده څه شوى. هغه د اقبال د وژنى او د اعظم د اقرار پر خبر ټکان وخوړ. هغه وويل زه هيله لرم چى قضائيه سيستم به هڅه وکړي او د هغه تير وخت به په پام کى ونيسي.
څارونکي په دى پوهيږي چى د داسى غميزى مخنيوى کيدى شو. آن د طالبانو د سخت دريزه رژيم له ړنګيدو وروسته، ډيرى لږى ښځى په دى پوهيږي چى دوى هم حقونه لري او که چيرى له کورني تشدد سره مخامخ شي نو د محکمو له لارى خپل د ځان دفاع کولى شي.
د افغانستان د لوى څارنوال محمود مدقق په وينا ، که چيرى يو خاوند د ميرمنى او يا کورنۍ په وهلو ونيول شي نو له قوانيونو سره به سم ورته سزا ورکړل شي.
هغه ميرمنى چى تعليم يي نه وي کړى اکثره د داسى وهنى او ټکونى په هکله محکمى ته نه وايي، او هغه مهال چى ښځه په لومړي ځل ووهل شي ، نو هغه داسى احساس کوي چى د خاوند پر ضد شکايت او په محکمه کى عريضه کول به د کورنۍ د شرم سبب شي.
په دى توګه د خاوند د وهنى او ټکونى مخنيوى نه کيږي او هغه بيا بيا دا کا کوي تر څو چى ميرمن مړه شي.
دا پخپله د ښځو ګناه ده ، ځکه د دوى پر ضد په لومړي ځل له تشدد څخه د کار اخيستو وروسته دوى بايد محکمى ته اطلاع ورکړي. که چيرى محکمه ورته خبردارى ورکړي نو خاوند به بيا د ميرمنى د وهلو جرئت و نه کړي
27.11.2007
ټولې واده شوې ښځې باید راجستر او تر هغه وروسته تر دوه کالو پورې په هرو درې میاشتو کې د ښځو ټولنې ته په آزادانه ډول د خپل خاوند د چلند سموالي او نا سموالی په لیکلي ډول وړاندې کړي،یعنې د ښځود ټولنې ښځینه استازې کور په کور وګرځي او ددوی حال اهوال په کتاب کې ثبت کاندي . دغه کار له دوه کالو وروسته په هرو شبږو میاشو او تر څلورو کالونو و وروسته کال په کال تکرار شي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اهوال= بد مرغي او غمجنې پیښې
27.11.2007
ټولې واده شوې ښځې باید راجستر او تر هغه وروسته تر دوه کالو پورې په هرو درې میاشتو کې د ښځو ټولنې ته په آزادانه ډول د خپل خاوند د چلند سموالي او نا سموالی په لیکلي ډول وړاندې کړي،یعنې د ښځود ټولنې ښځینه استازې کور په کور وګرځي او ددوی حال اهوال په کتاب کې ثبت کاندي . دغه کار له دوه کالو وروسته په هرو شبږو میاشو او تر څلورو کالونو و وروسته کال په کال تکرار شي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اهوال= بد مرغي او غمجنې پیښې
Re: ظلم او بى رحمۍ نابغه ماشوم وژنى ته راوکښه
pattang
27.11.2007
کومه محکمه? دغلو ، رشوت خورو او جاهلانو دچو ر ځای ? ټول په ځلورې
روان دي ، که غواړې چې ددروازې مخه د ې پاکه وي نو چرګان ورک کړه٠
[quote:7cf02b94f4="Nazar"]
......................................................
دا پخپله د ښځو ګناه ده ، ځکه د دوى پر ضد په لومړي ځل له تشدد څخه د کار اخيستو وروسته دوى بايد محکمى ته اطلاع ورکړي. که چيرى محکمه ورته خبردارى ورکړي نو خاوند به بيا د ميرمنى د وهلو جرئت و نه کړي[/quote:7cf02b94f4]
Re: ظلم او بى رحمۍ نابغه ماشوم وژنى ته راوکښه
Nazar
28.11.2007
[quote:d95358c114="pattang"]کومه محکمه? دغلو ، رشوت خورو او جاهلانو دچو ر ځای ? ټول په ځلورې
روان دي ، که غواړې چې ددروازې مخه د ې پاکه وي نو چرګان ورک کړه٠
[quote:d95358c114="Nazar"]
......................................................
دا پخپله د ښځو ګناه ده ، ځکه د دوى پر ضد په لومړي ځل له تشدد څخه د کار اخيستو وروسته دوى بايد محکمى ته اطلاع ورکړي. که چيرى محکمه ورته خبردارى ورکړي نو خاوند به بيا د ميرمنى د وهلو جرئت و نه کړي[/quote:d95358c114][/quote:d95358c114]
پتنګ صیب سلام درته وړانی کوم
محکمه باید جوړه شی دا چی په محکمه کی غله او رشوت خواره ځای پر ځای شی
دا بیا د بلی محکمی کار دي په دولتی چارو کی ده هری محکمی پر سر محکمه وی
لکه
دوه افغان پوځيانو ته د مرگ سزا واورول شوه
دهرات په ولايت کې دافغانستان د پوځ دوه تنه سرتيري د ملکي خلکو د لوټولو او وژلو په تور په بيساري ډول پراعدام محکوم شوي دي.
په لويديځ ولايت هرات کې د ظفر قول اردو يو چارواکي بي بي سي ته وويل چې دريم سرتيرى ددې لپاره په بند محکوم شو چې د ملکي کسانو د ژغورنې هڅه يې نه وه کړې.
د پوځ دې چارواکي وويل چې دغو سرتيرو درې کاله وړاندې دوه تنه ملکي کسان د يوې دندې د ترسره کولو پر وخت لوټلي او بيا يې وژلي وو.
چارواکو وويل چې دغو سرتيرو ته د يوې ښکاره پوځي محکمې له خوا د هرات د قول اردو په مرکز کې داعدام حکوم واورول شو.
دالومړى ځل دى چې د افغانستان د پوځ سرتيري دملکي خلکو د ځورولو او وژلو په تور په اعدام محکوميږي.
د هرات په ولايت کې يوې لومړنۍ پوځي محکمې دوه افغان پوځيان دملکي خلکو پر وژنه پړه وبلل او د اعدام سزا يې ورته وغوښتله.
دغه پوځيان چې د سيلاب د قول اردو د پنځم کنډک سرتيري ښودل شوي دي ،درې کاله وړاندې د غور په ولايت کې د نشيي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره يې يوه پوځي دنده ترسره کوله.
د ظفر قول اردو د قومندان ته يو نژدې افسر تورن محمد خالد بي بي سي ته وويل چې د لومړنيو پلټنو له مخې دوى د دوه تنو ملکي لارويانو پر لوټلو او وژلو پړه وپيژندل شول .
تورن خالد وويل چې دا وروستۍ پريکړه نه ده ،ددوى دوسيې به په راتلونکو پوځي محکمو کې هم وپلټل شي.
خو دغه محاکيمه د هغو ورته نيوکو د کرارولو يوه بيسارې هڅه ده چې پر افغان پوځ د هيواد په سوېل او ختيځ کې هم لگيدلي دي.
يو شمير سيمه ييزو خلکو وار له مخه شکايت کړى دى چې دطالبانو په وړاندې د عملياتو پر وخت دافغانستان د پوځ سرتيري ملکي وگړي په نښه کوي.
له دې وړاندې د پوليسو يو سرتيرى چې د بلخ ولايت د دهدادي په ولسوالۍ کې د خپلو دوه تنو ملگرو پر وژلو تورن و.
په مزار شريف کې د شاهين قول اردو ديوې ښکاره محکمې له خوا په شل کلن بند محکوم شو او دغلته په تيرو کلونو کې دپوځ يوبل سرتيرى ديوه ماشوم د وژلو په تور پر يونيم کلن بند محکوم شوى دى.
که د هرات په ولايت کې ددوه تنو سرتيرو د محاکمې په راتلونکو پړاونو کې هم دوى پړه وپيژندل شي ، د چارواکو په وينا د اعدام سزا به ورباندې پلې شي.
mehman
28.11.2007
دوستان عزیز سلام بر شما!
[quote:c8f18b9f6a][color=yellow:c8f18b9f6a] ټول [/color:c8f18b9f6a]په ځلورې روان دي[/quote:c8f18b9f6a]
هموطن عزیز آقای پتنگ از انصاف دور است که [color=yellow:c8f18b9f6a]همه[/color:c8f18b9f6a] را توهین مینمائید! اگر بالای تان مشکل هم تمام شود بد نخواهد بود که فرهنگ بحث و ادب را رعایت کنید!
امید آزرده نشوید !
با تقدیم حرمت
pattang
28.11.2007
مهمان ګله ! هغوی چې له توهين نه خپل ځانونه لرې نيسي نو دکرزي له دولت
نه هم بايد لرې وګرزي : لاسپوڅی ، بېکاره ، رشوتخور او ظا لم پاټکيان.
==> پا ک خلک اولس ته حقيقت وايې نه داچې له داسې مردارخرو سره څپل جيبونه ډکوي٠
[quote:407804fe68="mehman"]دوستان عزیز سلام بر شما!
[quote:407804fe68][color=yellow:407804fe68] ټول [/color:407804fe68]په ځلورې روان دي[/quote:407804fe68]
هموطن عزیز آقای پتنگ از انصاف دور است که [color=yellow:407804fe68]همه[/color:407804fe68] را توهین مینمائید! اگر بالای تان مشکل هم تمام شود بد نخواهد بود که فرهنگ بحث و ادب را رعایت کنید!
امید آزرده نشوید !
با تقدیم حرمت[/quote:407804fe68]
mehman
28.11.2007
آقای پتنگ سلام بر شما!
[quote:eea8df2f07]مهمان ګله ! هغوی چې له توهين نه خپل ځانونه لرې نيسي نو دکرزي له دولت نه هم بايد لرې وګرزي[/quote:eea8df2f07]
وقتیکه آنها از ترس اهانت کردن شما حکومت را ترک کنند باز مصارف نان اولاد های شانرا شما بدوش میگیرید ؟ سیر از دل گرسنه چه خبر دارد. خود در آلمان به اصطلاح در غوندی خیر نشسته به مردمیکه شاید با سیاست هیچ کاری نداشته باشند و در حکومات گذشته نیز جهت تغذیۀ فامیلهای شان در ادارات دولتی کار میکردند توصیه مینمائید که وظایف دولتی شانرا ترک کنند!! عجب منطق؟
با تقدیم حرمت
Nazar
01.12.2007
ببرك كارمل و، كه پروفيسر رباني، ډاكټر نجيب و كه ګلبدين حكمتيار، مسعود و، كه ملا عمر د ټولو عملونه ښه وو كه بد، موږ ته يې يوه پايله لرله؛ ورانى، تباهي، انسان وژنه، بې عزتي، رسوايي، د ټولي نړۍ پر وړاندي مطلقه بدنامي، بې باوري او خجالت.
هغه ښه دى كه دا؟ يا هغه بد دى كه دا؟ موږ ته بې توپيره ده، هغه هم زما د وطن زوى و دا هم، هغه هم د دې خاوري د مور شيدې رودلي وې، دې هم. هيڅوك دا حق نه لري چي موږ ته يو ښه وښيي بل بد، يا به دواړه ښه وي يا دواړه بد.
خو اوس موږ څه يو؟ موږ د خپل ټول بې هويسته، بې پته، بې عزته، رسواعالم او بدنام، وحشي او بې تمدنه ژوندانه سره_سره بالآخره مسلمانان يو، مسلمانان په دې مانا نه چي زموږ رهبرانو د مسلمانۍ چيغي وهلې، نو موږ مسلمانان هم يو، يا مو جهاد كاوه، ځكه مسلمانان يو، يا مو اسلامي دولت، اسلامي جمهوريت، اسلامي نظام او اسلامي امارت درلود، نو ځكه مسلمانان يو، نه هيڅكله هم په دې خاطر نه، موږ ځكه مسلمانان يو چي زموږ فطرت مسلمان دى، د څوارلس سوو كالو راهيسي زموږ فطرت مسلمان سوى دى، زموږ د فطرت تر مسلمانېدو وروسته بيا موږ ته بله داسي ايډيولوژي او مذهب په مخه نه دى راغلى چي تر اسلام يې حقانيت راته په زبات رسېدلى و، كه داسي سوي واى نو خامخا به مو منلاى. د نورو ايډيولوژيو مبلغينو كه ماته خوړلې ده، نو ايډيولوژي يې هم ورسره ماته سوې ده، خو د اسلام مبلغين په تېره بيا معاصر هغه يې كه تر بل هر چا ډېر بدنام، رسوا او غوټ مات سوي دي، خو د اسلام حقانيت او پرتم پر خپل ځاى پاته دى.
موږ په دې خاطر د تكبير ږغ نه پورته كوو چي ګواكي نن زموږ د جهادي سرغنګانو له مردارو خولو څخه د دې ستر او سپېڅلي شعار چيغه راوزي او موږ يې ورسره بدرګه كوو، بلكي دا هغه د تكبير ږغ دى چي زموږ د پيدايښت پر مهال مو په غوږونو كي زمزمه سوى دى او د مرګ تر بريده مو په زړه، ضمير او ذهن له شوره ډك ساتي، كېداى سي همدغه څه وي چي د ژوند يو نرى چانس لرو، دا د ملا، طالب او بل نني مسلمان غوندي تنګه تروشه، كرغېړونه او ترينګلې مفكوره نه ده چي په ځان و جهان اور پوري كوي، د بدنامۍ، رسوايۍ او كركي داستانونه پنځوي، بلكي دا هغه پراخه، له تنګنظرۍ او تعصبه خلاصه ايډيولوژي ده چي ټول كاينات پخپل چوكاټ كي ځايولاى سي.
توردلى
03.12.2007
خداى ج افغانانو ته ډير ښه استعداد وركړى دى او ښه لايق دي، خو متاسفانه چي د وخت ناخوالي موږ نه پريږدي چه له خپل استعداد څخه د خپل وطن په خير ګټه پورته كړو.
خداي مو له د اخلي جاهل او بهرني ظالم دښمن څخه خلاص كړي هر څه به سم شي
Bahram
04.12.2007
اين آقاي پتنگ فكر مي كند كه ملت با كرزي است كه حقيقت ندارد. ملت افغانستان نه با كرزي است و نه با طالب. چون هر دو مزدور بيگانه هستند. اين چه فرقي ميكند كه يكي مزدور امريكا باشد و ديگري مزدور عرب و پاكستان. يگانه فرق كرزي از ملا عمر اين است كه كرزي مستقيم و دانسته از قصر سفيد فرمان حاصل مي كند ولي طالبان عين فرمان را از طريق عرب هاي چادر پوش و جاسوسان ريش دار آي-اس-آي بدست مي اوردند. وقتي ملت ناچار شود و از ميان دو يكي را انتخاب كند شايد كرزي را ترجيح دهد چون حد اقل كرزي با وجود مزدور بودنش دست به بستن مكتب نزده و دنبال ريش، موي زير قول و زير ايزاربند مردم (با معذرت البته) نيست. طالب جاهل هم مزدور امريكا بود (كه شايد خود نمي دانستند) و هم مورد استفاده پاكستان قرار مي گرفت و در كنار اين ها چند تا بيكار و لچك پاكستاني را با خود آورده بودند تا زن و مرد افغان را كيبل كاري كند و مردم افغان را درس اسلام دهد، اسلامي كه از سرزمين ما به سوي ايشان يعني نيمه قارهء هند رفت.
[quote:c126660302="mehman"]آقای پتنگ سلام بر شما!
[quote:c126660302]مهمان ګله ! هغوی چې له توهين نه خپل ځانونه لرې نيسي نو دکرزي له دولت نه هم بايد لرې وګرزي[/quote:c126660302]
وقتیکه آنها از ترس اهانت کردن شما حکومت را ترک کنند باز مصارف نان اولاد های شانرا شما بدوش میگیرید ؟ سیر از دل گرسنه چه خبر دارد. خود در آلمان به اصطلاح در غوندی خیر نشسته به مردمیکه شاید با سیاست هیچ کاری نداشته باشند و در حکومات گذشته نیز جهت تغذیۀ فامیلهای شان در ادارات دولتی کار میکردند توصیه مینمائید که وظایف دولتی شانرا ترک کنند!! عجب منطق؟
با تقدیم حرمت[/quote:c126660302]
pattang
04.12.2007
بهرام جانه سلام عليکم !
اول :
ته يو شی همېشه هېره وې ،له طالبه مخ کې څه و و? اوله طالبه وروسته څه کيږي ?
يووارې خپل وجدان ته سرټيټ کړه اوبيا قضاوت وکړه !
دوهم :
پردې کې شک نشته چې کرزی اودا نور هم دcai ګوډاګيان دي اما ته ولې
له سترګو څخه خپله غلطه لاره پټه وې !
دامريکايانو سره چا معاهده وکړه چې دطالب رژيم يې پرې نسکور کړ?
هغه خود شمال اتحاد وو چې امريکايان يې را وستل او له وعدې سره سم امريکايانو دوی ته په دولت کې ټول قدرت ورکړ٠ کرزی او نور خو تش په نامه
ناست دي ، قدرت ټول د شمالي ټلوالو په لا س کې دی او دعسکري مهم ځايونه
هم ټول ددوی په لاس پرا ته دي٠ وروره څوک چې وزير شي دا ددې مانا نلري چې قدرت دې ولري، قدرت د هغه چا په لاس کې دی چې اصلحه په لاس کې ولري٠ دوزير دلرې کولو لپاره يو مردکی په کار دی اوبس٠
شمالي ټلوالو بايد د طالب درژيم د خرابولو په هکله د امريکې له دالرو او
دامريکايانو له سياسي رفاقت څخه خپل ځانونه لرې ساتلي وی ٠
په پښتو کې يو متل دی : ( ته مې مړ کړه خو په بل مې مه وژنه )
داچې هغوی تل بيګانګي کوي اوس هم په پټه کې د امريکې کلک ملګري دي
خوپه ظاهرکې ټول کرزی اودهغه ملګري ملا مته وي، په خبرو به ځانونه نه خطا باسو ٠ دشيدو سر نور خوري خو تروشي شړومبې ، نالت او تاريخي سپکه دې دکرزيخېلوپه برخه ورسېده٠
[quote:12cfb30864="Bahram"]اين آقاي پتنگ فكر مي كند كه ملت با كرزي است كه حقيقت ندارد. ملت افغانستان نه با كرزي است و نه با طالب. چون هر دو مزدور بيگانه هستند. اين چه فرقي ميكند كه يكي مزدور امريكا باشد و ديگري مزدور عرب و پاكستان. يگانه فرق كرزي از ملا عمر اين است كه كرزي مستقيم و دانسته از قصر سفيد فرمان حاصل مي كند ولي طالبان عين فرمان را از طريق عرب هاي چادر پوش و جاسوسان ريش دار آي-اس-آي بدست مي اوردند. وقتي ملت ناچار شود و از ميان دو يكي را انتخاب كند شايد كرزي را ترجيح دهد چون حد اقل كرزي با وجود مزدور بودنش دست به بستن مكتب نزده و دنبال ريش، موي زير قول و زير ايزاربند مردم (با معذرت البته) نيست. طالب جاهل هم مزدور امريكا بود (كه شايد خود نمي دانستند) و هم مورد استفاده پاكستان قرار مي گرفت و در كنار اين ها چند تا بيكار و لچك پاكستاني را با خود آورده بودند تا زن و مرد افغان را كيبل كاري كند و مردم افغان را درس اسلام دهد، اسلامي كه از سرزمين ما به سوي ايشان يعني نيمه قارهء هند رفت.
[quote:12cfb30864="mehman"]آقای پتنگ سلام بر شما!
[quote:12cfb30864]مهمان ګله ! هغوی چې له توهين نه خپل ځانونه لرې نيسي نو دکرزي له دولت نه هم بايد لرې وګرزي[/quote:12cfb30864]
وقتیکه آنها از ترس اهانت کردن شما حکومت را ترک کنند باز مصارف نان اولاد های شانرا شما بدوش میگیرید ؟ سیر از دل گرسنه چه خبر دارد. خود در آلمان به اصطلاح در غوندی خیر نشسته به مردمیکه شاید با سیاست هیچ کاری نداشته باشند و در حکومات گذشته نیز جهت تغذیۀ فامیلهای شان در ادارات دولتی کار میکردند توصیه مینمائید که وظایف دولتی شانرا ترک کنند!! عجب منطق؟
با تقدیم حرمت[/quote:12cfb30864][/quote:12cfb30864]
Bahram
05.12.2007
پتنگ جانه
طالب چي دي پخپله مزدور دي. د طالبانو په شا كي تول هماغه خارجي استخباراتو كار كوي.
افغانستان خلك چي دي تا غوندي بي عقله دي. هغوي ته د اسلام نوم واخله او وگوره چي حنگه خپل خلك همدغه د اسلام په نوم وژني او خپل ملك ورانوي. مونگ افغانان تول مسلمان يو او طالب ته ارتيا نلرو چي راشي او خپل غلطي او ناقص اسلام مونگ ته معرفي كي. كه طالب مسلمان دي، خپل كورته پاتي شي او خپل خلك ته په مدرسو كي خدمت وكي او په صلح آميزه توگه عمل وكي او سياست نه خپل حان لري وساتي. هفه اسلام او هغه دين چي سياسي شي هغه دين خپل ارزخت له لاسه وركوي. طالبان هم چي دي د خارجيانو په اشاره او د هغوي د پلانونو تر مخه جور شوي ده تر سو د اسلام دين د طالبانو غير اسلامي اعمالو له عمله بدنام شي.
داسي اسلام چي جاهل طالبان په افغانستان غواري پياده وكي، په يو اسلامي مملكت كي هم نشته. همدي نه معلوميگي چي دغه يو قصدي كار ده.
خداي هيحوقت جاهل او مزدور طالبان ته قدرت ورنكري او خداي تاسو غوندي خلك ته رحم وكي او له دغه جهالت نه نجات وركري.
[quote:1ef58feb9b="pattang"]بهرام جانه سلام عليکم !
اول :
ته يو شی همېشه هېره وې ،له طالبه مخ کې څه و و? اوله طالبه وروسته څه کيږي ?
يووارې خپل وجدان ته سرټيټ کړه اوبيا قضاوت وکړه !
دوهم :
پردې کې شک نشته چې کرزی اودا نور هم دcai ګوډاګيان دي اما ته ولې
له سترګو څخه خپله غلطه لاره پټه وې !
دامريکايانو سره چا معاهده وکړه چې دطالب رژيم يې پرې نسکور کړ?
هغه خود شمال اتحاد وو چې امريکايان يې را وستل او له وعدې سره سم امريکايانو دوی ته په دولت کې ټول قدرت ورکړ٠ کرزی او نور خو تش په نامه
ناست دي ، قدرت ټول د شمالي ټلوالو په لا س کې دی او دعسکري مهم ځايونه
هم ټول ددوی په لاس پرا ته دي٠ وروره څوک چې وزير شي دا ددې مانا نلري چې قدرت دې ولري، قدرت د هغه چا په لاس کې دی چې اصلحه په لاس کې ولري٠ دوزير دلرې کولو لپاره يو مردکی په کار دی اوبس٠
شمالي ټلوالو بايد د طالب درژيم د خرابولو په هکله د امريکې له دالرو او
دامريکايانو له سياسي رفاقت څخه خپل ځانونه لرې ساتلي وی ٠
په پښتو کې يو متل دی : ( ته مې مړ کړه خو په بل مې مه وژنه )
داچې هغوی تل بيګانګي کوي اوس هم په پټه کې د امريکې کلک ملګري دي
خوپه ظاهرکې ټول کرزی اودهغه ملګري ملا مته وي، په خبرو به ځانونه نه خطا باسو ٠ دشيدو سر نور خوري خو تروشي شړومبې ، نالت او تاريخي سپکه دې دکرزيخېلوپه برخه ورسېده٠[/quote:1ef58feb9b]