نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په هېواد کې دسترګو ليدلی حال
pattang
24.11.2007
په هېواد کې دسترګو ليدلی حال
دطالبانو ترولكې لاندي سيمي ته ديوه خبريال سفر
د هلمند د مرکز لښکرګاه په شمال کې شاوخوا يو سلو دېرش کيلومټره ليرې نا ارامه ولسوالۍ موسی کلا ته مې سفر وکړ. دا ولسوالي چې د نږدې يوه كال را په دې خوا ذطالبانو په ولكه كي ده خورا بدله ښکارېده، د ولسوالۍ د ودانۍ هغه ډبرين دېوال ړنګ شوی و، چې درې ميټره بر يې درلود او سيمه ييز اوسېدونکو به تاريخي دېوال باله د ولسوالۍ ودانۍ هم کنډ او کفر ښکارېده.
د وسلوالو طالبانو د يوې شپې د پرله پسې کار له کبله د ولسوالۍ ودني داسې نړول شوې وه چې نقشه يې بدله ښکارېده، د ولسوالۍ په خوا کې جوړ لوی شخصي روغتون ته قلفونه ور اچول شوي وو، دا هغه روغتون و چې وړاندې تر دې به ځينې بهرنيو هيوادونو څخه رابلل شوو ډاکټرانو هلته د خلکو درملنه کوله. د ولسوالۍ د بازار د ډېری دوکانونو پر مخ د بهرنيو ځواکونو د الوتکو د بمباريو نښې نښانې پاتې وې، د بازار په شواخوا کې پرتو کليو کې هم هر اتم کور نړېدلی ښکارېده، سيمه ييزو وګړو دا خبرې کولې چې دا کورونه د نړيوالو ځواکونو الوتکو بمبار کړی دی.
حاجي نظرمحمد چې د موسی کلا ولسوالي د مخورو خلکو څخه بلل کېږي وويل: د نړيوالو ځواکونو پرله پسې بمباريو ډېری کسان کډې کولو ته اړ ايستل چې د ده په وينا يوازې هغو کسانو کډې وکړې چې د سيمې څخه يې د کډې کولو توان درلود، حاجي نظرمحمد وويل چې له هغې ورځې را په دې خوا چې طالبانو ولسوالي په خپله ولکه کې واخيسته د خلکو اقتصاد ته ډېری لوی زيان اوښتی دی.
د ده په وينا چې اوس په بازار کې د مېشتو وګړو له جملې څخه درېيمه برخه پاتې ده، دوو نورو برخو يې بېلابېلو سيمو ته کډې کړې دي.
زه دوه كاله وړاندي دغې ولسوالي ته تللى وم رښتيا هم هغه موسی کلا ولسوالي د نن له ولسوالۍ سره نه پرتله کېده، په هر ډګر کې ډېر لوی زيان اوښتی و هلته د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نه وه او د موسی کلا هغه ښار ګوټی چې ډېری خلکو يې ابادي د افغانستان تر ډېرو کوچنيو ولايتونو ډېره بلله اوس بېخي پر نېستی حساب ښکارېده، موسی کلا اوس په رښتيا د يوې عادي ولسوالۍ بڼه غوره کړې وه، دغه بازار ته اوس خلک د دوا او درملنې لپاره نه ورتلل نه هم د شاوخوا ولسواليو کوچنيو دوکاندارانو دغه بازار ته زړه ښکاوه چې مالونه پكښي رانيسي ،يوه دوکاندار چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي راته وويل چې اوس د پخوا په انډول يوازې شل فيصده دوکانداري کوي.
ده ځان ډېر بختور باله او ويل يې چې د ډېرو دوکاندارانو سوداوې پر ټپه ولاړې دي دغه دوکاندار چې زما سره خبرې کولې څو څو ځله يې دغه خبره تکرار کړه چې بايد د ده په نظر وسلوال طالبان خبر نه شي، دا يوازېنی کس نه و چې د طالبانو څخه يې وېره لرله بلکې د ده په څېر تقريبًا د وسلوالو طالبانو څخه ډېر زيات كسان وېرېدل، هېچا په ښکاره خبرې نه کولې.
او زه چې به هم کله له عامو وګړو سره ږغېدم د طالبانو له لورې ګمارل شوی کس به مې له وسلې سره په خوا کې ولاړ وو او ما داسې احساسوله چې دغه کس مې خبرې هم ثبتوي، د طالبانو په وړاندې هېچا دا جرئت نه شوای کولای چې په وازه خوله خبرې وکړي البته ځينو خلکو دا ويل چې اوبه يې لږ شوې او کرهڼه يې ډېره زيانمنه شوې ده، د شاوخوا باغونو په منځ کې ډېری سوځول شوې درختې هم تر سترګو کېدې چې سيمې ييزو خلکو به يې پړه د امريکايي ځواکونو پر بمباريو اچوله ځينې باغونه ظاهرًا ډېر زهير ښکارېدل او ما داسې احساسوله لکه د دې باغونو څښتنان چې له سيمې څخه وتلې او باغ ته اوبه نه ورکول كيږي .
ښوونځي نه وو او د زدکړې ټؤلې ښوونيزې ادارې په ټپه بندې شوې وې يوازې په ځينو مسجدونو کې ځينو ماشومانو او تنکي ځوانانو دينې زدکړې کولې هغه د طالبانو د واکمنۍ په څېر يو نظام واکمن و، خو البته توپير يې د پخواني نظام سره څه ناڅه لرلو د امر بالمعروف اداره نه وه او ځينو ځوانانو خولۍ يارخچينې پر سر کولې او ځينو به خپلې ږېرې کونډې کړې وې.
د موسی کلا ولسوالي د طالبانو ولسوال چې ټاکلی دفتر يې نه درلود او زما سره يې هم د يوه سيمه ييزاوسېدونكي په کور کې وليدل راته وويل: اوس دوی د خلکو په ږيرو برېتو او جامو باندې کار نه لري خو د ده په وينا چې کله د طالبانو بشپړه واکمني رامنځته شي، د طالبانو د مشر ملا محمدعمر چې دوی يې امرالمؤمنين نوماوه د هغه له حکم سره سم چلند به د وګړو سره وکړي .
په موسی کلا ولسوالۍ کې ځينې نور بدلونونه هم تر سترګو کېدل.
اوس په موسی کلا ولسوالۍ کې يوه ايف ايم راډيو هم موجوده وه چې د طالبانو په ګټه خپرونې يې کولې دا راډيو په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د نورو ادارو په څېر ځانګړی دفتر نه درلود او ګرځنده راډيو بلل کېده، دغې راډيو د سهار له اوو بجو څخه بيا تر دوولس بجو او د ماپښين له درېيو بجو څخه بيا د شپې تر اوو بجو پورې خپرونې درلودې.
خو په زړه پورې دا وه چې دوه رسمي کارکوونکي يې درلودل او خپرونې يې د ځايي اوسېدونکو او وسلوالو طالبانو د مشرتابه په مټ کولې او د نورو ايف ايم راډيوګانو په څېر د موسی کلا د طالبانو ايف ايم راډيو هم خورا ډېر تجارتي اعلانات درلودل.
د دغه نوښت تر څنګ بل بدلون دا و چې وسلوالو طالبانو په موسی کلا ولسوالۍ کې د خپلې واکمنی په څېر يو ډاډمنه امنيتي فضا رامنځته کړې وه، اوس هلته بيا هم د طالبانو د واکمنۍ په څېر د لمانځه پر مهال دوکانونه پرانيستي ښکارېدل او هېچا دا جرئت نه شوای کولای چې د چا مال ته په کږه سترګه وګوري.
د طالبانو د دغه امنيت څخه خلک خورا خوشال وو خو دطالبانو شتون دوی ته دا زيان ور اړولی و چې هره شېبه پر دغه ولسوالۍ د حکومت او نړيوالو ځواکونو له لوري د بريد او بمباريو اټکل کېده، خلک سخت په وېره کې وو او ويل يې چې هره ورځ دا امکان شته چې د موسی کلا ولسواۍ د ناورين تر يوې بلې څپې لاندې شي په موسی کلا کې طالب چارواکو دا وېره احساسوله ځکه خو يې دم ګړی دفترونه نه لرل او يوازې د ځينو پرېکړو او مهمو غونډو لپاره به په نامعلومو ځايونو کې را غونډېدل .
بله خبره داده چې ا افغان چارواکي تور لګوي چې په موسی کلا ولسوالۍ کې بهرني طالبان هم شته خو ما د خپلو څلورويشتو ساعتونو په اوږدو کې چې په موسی کلا ولسوالۍ کې مې تېر کړل ډېره هڅه وکړه چې ځان ته د بهرنيو طالبانو شتون معلوم کړم ،خو و نه توانېدم.
ځايي اوسېدونکو او وسلوالو طالبانو دا نه منله چې هلته ګواکي بهرني طالبان شتون لري خو په دغه ولسوالۍ کې د نورو ولايتونو څخه راغلي طالبان تر سترګو کېدل، د لوی کندهار د ولايتونو پرته د غور فارياب او ځينو نورو ولايتونو څخه راغلي طالبان هم د خلکو په وينا چې د طالبانو په ليکه کې دلته مېشت وو.
که څه هم له نورو ولايتونو څخه د راغلو طالبانو شتون د ځايي اوسېدونکو لپاره بې توپيره و، خو د سيمې ډېری اوسېدونکو د طالبانو په پټه له هغوی څخه دا غوښتنه لرله چې په سيمه کې دې ښوونيز بهير ته لاره خلاصه کړي او د بيارغونې د پروژو او سيمې ته د روغتيايي کارکوونکو د راتګ لپاره دې لاره هواره کړي.
خو په موسی کلا کې د طالبانو چارواکو وويل چې دوی تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې د نړيوالو پروژو مخنيوی کوي ،د دوی په وينا چې نړيواله ټولنه يوازې سربېرنې پرمختايي پورژې پلې کوي او د طالبانو په وينا نړيواله ټولنه نه غواړي په افغانستان کې بنسټيز پرمختيايي کارونه وکړي.
د موسی کلا د ګڼ مېشتې ولسوالۍ څخه که څه هم د طالبانو په مرسته راووتم خو دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لويې لارې مې د وجود ډېری برخې خورا راوکوټولې، په دې تمه د کور په لور روان شوم چې له دغه ستړي سفر څخه ځان هوسا کړم خو د کورنيو غړو راته وويل چې کاله ته په پرله پسې ډول پوليس راځي او دا مهال افغان چارواکو دوه نور هغه خبريالان نيولي وو چې موسی کلا ولسوالۍ ته يې سفر کړی و.
په همدې ترڅ کې ډېری خبريالانو کور ته د نه تګ وړانديز راته وکړ او ما هم د دوی له وړانديز سره سم کور ته د تګ لاره بدله کړه.
Lotfollah
26.11.2007
http://www.tolafghan.com/mor/index.php?action=detail&post_id=2972&b_id=28
[color=green:b4461cc127]بهرني طالبان د هلمند اوسېدونکي ډاروي[/color:b4461cc127]
افغانان په دې جګړې ځپلې ولايت کې وايي، چې زياتره ياغيان پښتانه، نه دي او له نورو هېوادونو څخه راغلي او د ځايي خلکو په وړاندې له ظلم او زور څخه کار اخلي.
عبدالجليل لا اوس هم خپه دی، چې له لښکرګاه څخه خپلې ولسوالۍ، خانشين ته په لارې کې د طالبانو له ناوړه او خراب چال چلن سره مخامخ شوی و.د عبد الجليل وويل: "زه ښا رته د کاروبار لپاره راغلی وم. د بېرته تګ پر مهال په لارې کې طالبانو ودرولم. هغوی ولټولم او په جاسوسۍ يي تورن کړم. بيا يي خپل مرکز ته يوړم. له ما څخه يي زياتې پوښتنې وکړې او راته يي وويل، چې حکومت ته جاسوسي کوم. هغوی راته ګواښ وکړ، چې که بيا د لښکرګاه په لوري راشم نو وبه مې وژني."دا ځوان وايي نوموړي طالبان افغانان نه، بلکې بهرنيان و او په هغه مرکز کې هم ټول هغه بهرنيان و، چې هغه يي ورته د څېړنو لپاره وړی و. هغه وويل: "هغوی زياتره پنجابيان و. پاتې نور د نورو هېوادونو و. که هغوی افغانان وای، نو دومره به خپه شوی نه وای. اوس بهرنيان له موږ سره لوبې کوي."هغه وويل د ياغيانو په مرکز کې يوه پلا له نېکه مرغه هغه يو ځايي طالب وليد، چې د مخه يي ورسره پېژندل او هغه ورسره په خوشې کېدو کې مرسته وکړه.
د بهرنيانو شتون په جګړې ځپلې ولايت هلمند کې يوه چاودېدونکي موضوع ده، چې پرله پسې په کې د ياغاينو او نړيوالو پوځونو تر منځ سختې جګړې روانې وي کله ناکله هره ورځ يو ځانمرګي بريد ترسره کيږي. زياتره اوسيدونکي وايي امنيت د هغوی ستره ستونزه ده.
په هلمند کې خلک د امنيت د خرابوالی پړه يوازې په افغان طالبانو نه اچوي، بلکې په هغو طالبانو يي اچوي چې په پاکستان کې روزل کيږي او له پولې دې خوا ته رااوړي.
په پاکستاني ښارونو، لکه کويټې او پېښور کې، ديني مدرسې او د روزنې مرکزونه ځانمرګي بريد کوونکي او جهادي جنګيالي روزي او هغوی بيا افغانستان ته راليږي او د بدمرغيو لامل کيږي.دې موضوع د افغانستان اړيکې له ګاونډي پاکستان سره خړې پړې کړي دي. ولسمشر حامد کرزی او پروېزمشرف په برالا په يو بل باندې تورونه لګولي دي. افغان ولسمشر خپل پاکستاني سيال تورن کړی، چې د بنسټپالو مخه نه شي نيولای او مشرف بيا په خپل وار په کرزي باندې په خپل هېواد کې په پېښو باندې د ناخبرۍ پړه اچولې ده.
ايران هم په دې وروستيو کې طالبانو ته د وسلو د چمتو کولو له امله تر نيوکو لاندې راغلی دی. د هلمند اوسيدونکي وايي چې اوس د ايران د بلوچستان د سيستان له جنوب ختيځ ولايت څخه جنګيالي افغانستان ته رااوړي او د هلمند ولايت ته راځي. بلوچان د ايران د ډېره کيو شيعه ګانو برعکس سني مسلمانان دي.
افغانان په دې باور دي، چې تهران په لاسي ډول جنګيالي افغانستان ته رااستوي. څنګه چې د ايران د هستوي دستګاه په وړاندې ناندرۍ روانې دي، ايران غواړي نړيوال پوځونه دلته بوخت وساتي ترڅو ونه شي کړای په ايران باندې بريد وکړي.
د هلمند اوسيدونکي وايي په هغو ولسواليو کې چې د طالبانو په لا س کې دي، د افغاني طالبانو په پرتله بهرني طالبان برلاسي دي.له پاکستان سره په پوله د ګرمسېر او دېشو پرتې ولسوالۍ او همدارنګه خانشين اوس د بهرنيو طالبانو له خوا چليږي او د زياترو خلکو په وينا شمېره يي له کورنيو طالبانو وراوړي.
[color=green:b4461cc127]په دې سيمو کې اوسيدونکي خلک ادعا کوي، چې دغه بهرني طالبان ورسره ډېر ناوړه چال چلن کوي. په هغوی کې پاکستانيان، چيچينيان، ازبکان او بلوچان شامل دي.[/color:b4461cc127]
[color=yellow:b4461cc127]هغه اوسيدونکي چې د افغان حکومت تر لاس لاندې سيمو ته تګ راتګ کوي وايي، چې کورونو ته د بېرته ستنېدو پر مهال له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان کيږي. بهرني طالبان هغوی ډاروي او حکومت ته په جاسوسۍ يي تورنوي. يو زيات شمېر ادعا کوي، چې د ورځو ورځو لپاره په بند کې ساتل کيږي، ترڅو خپل خپلوان يي راشي او د پيسو په بدل کې يي خوشې کړي. [/color:b4461cc127]
د خانشين اوسيدونکي، 23 کلن رحمت الله وويل: "ټول واک د بهرنيو طالبانو په لاس کې دی. هغوی څنګه چې زړه يي وغواړي ددې ولسوالۍ په اوسيدونکي باندې ظلم او تيری کوي."هغه وويل: [color=green:b4461cc127]"په خانشين کې يو لږ شمېر افغان طالبان شته. زياتره يي پنجابيان يا بلوچان دي.[/color:b4461cc127]
[color=white:b4461cc127] له ځايي خلکو سره ډېر ناوړه سلوک کوي. که څوک لښکرګاه ته ځي، نو له راتګ څخه وروسته يي نيسي. خپل مرکز ته يي وړي، د جاسوسۍ تور پرې لګوي او بيا يي وهي ډبوي. جريمه کوي يي، پيسې ترې اخلي او بيا يي خوشې کوي."[/color:b4461cc127]
زيات خلک له دې خطر سره مخامخ دي او له دې امله نه غواړي له بهرنيو طالبانو سره مخامخ شي. رحمت الله وويل: "زما ورور له شپږو مياشتو راهيسي په کور کې اوسيږي. هغه له کوره بهر نه وځي. که لاړ شي، نو خدای پوهيږي، چې څه څه چل به ورباندې وشي."د طالبانو يو قوماندان، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يي خبرې کولې، په سيمې کې د بهرنيو طالبانو د شتون پخلی وکړ. هغه وويل: "هغوی د جهاد د سپېڅلې هدف لپاره دلته راغلي. هغوی له شريعت سره سم جګړه کوي. هيڅ بهرنی طالب د قوماندان په توګه نه ټاکل کيږي."
نوموړي قوماندان د يو لړ ناوړه چال چلن خبره ومنله.هغه وويل: "داسې خبرې پېښېدای شي، په تېره بيا د دېشو او خانشين په ولسواليو کې چې له پاکستان سره په ګډې پولې پرتې دي. خلک بايد موږ ته ووايي، ترڅو له دغه ظلم او تيري سره مقابله وکړو. موږ چا ته اجازه نه ورکوو، چې ظلم او وحشت وکړي. موږ يوسيستم لرو او که څوک ناوړه چال چلن وکړي، نو پوښتنې ګروېګنې ورڅخه کوو."
خو په عمل کې دا سيستم نه پلی کيږي او کار نه کوي.د دېشو د ولسوالۍ يو اوسيدونکي، 35 کلن ماموخان وويل: [color=green:b4461cc127]"افغاني طالبان له موږ سره ښه چال چلن کوي. خو پنجابيان او بلوچان خراب خلک دي. هغوی له موږ څخه پيسې اخلي، وهي ډبوي مو او په خپلو بنديخانو کې مو اچوي."[/color:b4461cc127]
هغه وويل، له دې امله د ېشو ولسوالي تر يوې کچې پورې عادي ژوند نه لري. ماموخان وويل: "کله چې کاروبار خاوندان، سوداګر او نور خلک دلته راشي او موږ ته د خدمت خبرې وکړي دا بهرني طالبان يي نيسي او د ناتو او يا افغان حکومت ته په جاسوسۍ يي تورنوي او د مرګ له سزا سره يي مخامخ کوي."
[color=darkred:b4461cc127]د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې له محاکمې پرته د اعدامونو بېلګې هم موجودې دي. په دې کې د کابل اوسيدونکی، خبريال، اجمل نقشبندي سر له تنې جلا شوی و، چې د اپريل په مياشت کې په نادعلي کې نيول شوی و او د ګرشک په ولسوالۍ کې يو پنځلس کلن هلک غرغره شوی و. له موسی کلا، سنګين، ګرشک او نورو ولسواليو څخه د خلکو په وړاندې د غرغره کولو رپوټونه هم رسېدلي دي[/color:b4461cc127].
خو امينتي ستونزې او ليرې ځايونو ته د نه رسيدا ستونزې ددې رپوټونو پخلی ګرانوي.د ماموخان د وينا له مخې د ظالمانه چال چلن په وړاندې بهرني جنګيالي مسوول دي. هغه وايي: "زموږ په ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېرافغاني طالبان دي. زه له هغوی سره هر راز مرسته کوم، ځکه که څه پېښ شي، هغوی بيا هم افغانان دي."
بهرنيان زياتره د هلمند په سهيلي سيمو کې شتون لري، خو داسې جنګيالي هم شته چې نورو ولسواليو ته لاره پيدا کوي.
د هلمند ولايت شمال ته د موسی کلا ولسوالي د فبروري د مياشتې راهيسې د طالبانو تر سپين بيرغ لاندې ده او څو مياشتې کېږي له جنګ جګړو او جنايتونو څخه بېغمه ده، هغه چې د دغه ولايت نورې پاتې سيمې ورسره زياتې مخامخ دي. د اوړې په بهير کې زيات شمېر اوسيدونکو د طالبانو له ادارې څخه خوښي څرګندوله او ويل يي هغه امنيت چې هغوی راورستی د هغوی له خوا له لګول شوو محدوديتونو څخه خورا زيات ارزښت لري. د ځايي استوګنو د وينا له مخې د موسی کلا په څېر شمال ته پرتو ولسواليو ته بهرنيو طالبانو مخ په زياتيدونکي توګه لاره موندلې ده.
په هلمند کې د ملي اردو مشر قوماندان، تورن جنرال غلام محمد غوري اسوشيټيد پريس خبري اژانس ته ويلي و چې په موسی کلا کې بهرني جنګيالي شته او ښايي د ځايي قومي مشرانو او حکومت تر منځ د سولې په خبرو اترو کې خنډونه رامنځته کړي. هغه له اسوشٍيټيډ پرس سره په يوې مرکې کې ويلي و: "موږ له طالبانو څخه د موسی کلا د نيولو لپاره له قومي مشرانو سره خبرې اترې پيل کړي. قومي مشران هم ددې طالبانو په اړه اندېښنمن دي، ځکه بهرني جنګيالي لکه عربان، چيچنيايان، بلوچان او ازبيکان هلته په موسی کلا کې موجود دي.
pattang
26.11.2007
انډيوالانو دا زړې ترانې دي ، چې 40000 په عصري اوپه موډرنه وسلو سمبال اشغالګر هلته شته ، نو ولې دې څو خوار مسلمانان هلته نوي ! که څه هم زه بله عقيده لرم خو دا ټولې خبرې دلاسپوڅي او بيکاره دولت له لاسه کېږي ٠.
ددولت طرفداران طبعا نورې خبرې کوي ٠
[quote:0353dec011="Lotfollah"]http://www.tolafghan.com/mor/index.php?action=detail&post_id=2972&b_id=28
[color=green:0353dec011]بهرني طالبان د هلمند اوسېدونکي ډاروي[/color:0353dec011]
افغانان په دې جګړې ځپلې ولايت کې وايي، چې زياتره ياغيان پښتانه، نه دي او له نورو هېوادونو څخه راغلي او د ځايي خلکو په وړاندې له ظلم او زور څخه کار اخلي.
عبدالجليل لا اوس هم خپه دی، چې له لښکرګاه څخه خپلې ولسوالۍ، خانشين ته په لارې کې د طالبانو له ناوړه او خراب چال چلن سره مخامخ شوی و.د عبد الجليل وويل: "زه ښا رته د کاروبار لپاره راغلی وم. د بېرته تګ پر مهال په لارې کې طالبانو ودرولم. هغوی ولټولم او په جاسوسۍ يي تورن کړم. بيا يي خپل مرکز ته يوړم. له ما څخه يي زياتې پوښتنې وکړې او راته يي وويل، چې حکومت ته جاسوسي کوم. هغوی راته ګواښ وکړ، چې که بيا د لښکرګاه په لوري راشم نو وبه مې وژني."دا ځوان وايي نوموړي طالبان افغانان نه، بلکې بهرنيان و او په هغه مرکز کې هم ټول هغه بهرنيان و، چې هغه يي ورته د څېړنو لپاره وړی و. هغه وويل: "هغوی زياتره پنجابيان و. پاتې نور د نورو هېوادونو و. که هغوی افغانان وای، نو دومره به خپه شوی نه وای. اوس بهرنيان له موږ سره لوبې کوي."هغه وويل د ياغيانو په مرکز کې يوه پلا له نېکه مرغه هغه يو ځايي طالب وليد، چې د مخه يي ورسره پېژندل او هغه ورسره په خوشې کېدو کې مرسته وکړه.
د بهرنيانو شتون په جګړې ځپلې ولايت هلمند کې يوه چاودېدونکي موضوع ده، چې پرله پسې په کې د ياغاينو او نړيوالو پوځونو تر منځ سختې جګړې روانې وي کله ناکله هره ورځ يو ځانمرګي بريد ترسره کيږي. زياتره اوسيدونکي وايي امنيت د هغوی ستره ستونزه ده.
په هلمند کې خلک د امنيت د خرابوالی پړه يوازې په افغان طالبانو نه اچوي، بلکې په هغو طالبانو يي اچوي چې په پاکستان کې روزل کيږي او له پولې دې خوا ته رااوړي.
په پاکستاني ښارونو، لکه کويټې او پېښور کې، ديني مدرسې او د روزنې مرکزونه ځانمرګي بريد کوونکي او جهادي جنګيالي روزي او هغوی بيا افغانستان ته راليږي او د بدمرغيو لامل کيږي.دې موضوع د افغانستان اړيکې له ګاونډي پاکستان سره خړې پړې کړي دي. ولسمشر حامد کرزی او پروېزمشرف په برالا په يو بل باندې تورونه لګولي دي. افغان ولسمشر خپل پاکستاني سيال تورن کړی، چې د بنسټپالو مخه نه شي نيولای او مشرف بيا په خپل وار په کرزي باندې په خپل هېواد کې په پېښو باندې د ناخبرۍ پړه اچولې ده.
ايران هم په دې وروستيو کې طالبانو ته د وسلو د چمتو کولو له امله تر نيوکو لاندې راغلی دی. د هلمند اوسيدونکي وايي چې اوس د ايران د بلوچستان د سيستان له جنوب ختيځ ولايت څخه جنګيالي افغانستان ته رااوړي او د هلمند ولايت ته راځي. بلوچان د ايران د ډېره کيو شيعه ګانو برعکس سني مسلمانان دي.
افغانان په دې باور دي، چې تهران په لاسي ډول جنګيالي افغانستان ته رااستوي. څنګه چې د ايران د هستوي دستګاه په وړاندې ناندرۍ روانې دي، ايران غواړي نړيوال پوځونه دلته بوخت وساتي ترڅو ونه شي کړای په ايران باندې بريد وکړي.
د هلمند اوسيدونکي وايي په هغو ولسواليو کې چې د طالبانو په لا س کې دي، د افغاني طالبانو په پرتله بهرني طالبان برلاسي دي.له پاکستان سره په پوله د ګرمسېر او دېشو پرتې ولسوالۍ او همدارنګه خانشين اوس د بهرنيو طالبانو له خوا چليږي او د زياترو خلکو په وينا شمېره يي له کورنيو طالبانو وراوړي.
[color=green:0353dec011]په دې سيمو کې اوسيدونکي خلک ادعا کوي، چې دغه بهرني طالبان ورسره ډېر ناوړه چال چلن کوي. په هغوی کې پاکستانيان، چيچينيان، ازبکان او بلوچان شامل دي.[/color:0353dec011]
[color=yellow:0353dec011]هغه اوسيدونکي چې د افغان حکومت تر لاس لاندې سيمو ته تګ راتګ کوي وايي، چې کورونو ته د بېرته ستنېدو پر مهال له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان کيږي. بهرني طالبان هغوی ډاروي او حکومت ته په جاسوسۍ يي تورنوي. يو زيات شمېر ادعا کوي، چې د ورځو ورځو لپاره په بند کې ساتل کيږي، ترڅو خپل خپلوان يي راشي او د پيسو په بدل کې يي خوشې کړي. [/color:0353dec011]
د خانشين اوسيدونکي، 23 کلن رحمت الله وويل: "ټول واک د بهرنيو طالبانو په لاس کې دی. هغوی څنګه چې زړه يي وغواړي ددې ولسوالۍ په اوسيدونکي باندې ظلم او تيری کوي."هغه وويل: [color=green:0353dec011]"په خانشين کې يو لږ شمېر افغان طالبان شته. زياتره يي پنجابيان يا بلوچان دي.[/color:0353dec011]
[color=white:0353dec011] له ځايي خلکو سره ډېر ناوړه سلوک کوي. که څوک لښکرګاه ته ځي، نو له راتګ څخه وروسته يي نيسي. خپل مرکز ته يي وړي، د جاسوسۍ تور پرې لګوي او بيا يي وهي ډبوي. جريمه کوي يي، پيسې ترې اخلي او بيا يي خوشې کوي."[/color:0353dec011]
زيات خلک له دې خطر سره مخامخ دي او له دې امله نه غواړي له بهرنيو طالبانو سره مخامخ شي. رحمت الله وويل: "زما ورور له شپږو مياشتو راهيسي په کور کې اوسيږي. هغه له کوره بهر نه وځي. که لاړ شي، نو خدای پوهيږي، چې څه څه چل به ورباندې وشي."د طالبانو يو قوماندان، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يي خبرې کولې، په سيمې کې د بهرنيو طالبانو د شتون پخلی وکړ. هغه وويل: "هغوی د جهاد د سپېڅلې هدف لپاره دلته راغلي. هغوی له شريعت سره سم جګړه کوي. هيڅ بهرنی طالب د قوماندان په توګه نه ټاکل کيږي."
نوموړي قوماندان د يو لړ ناوړه چال چلن خبره ومنله.هغه وويل: "داسې خبرې پېښېدای شي، په تېره بيا د دېشو او خانشين په ولسواليو کې چې له پاکستان سره په ګډې پولې پرتې دي. خلک بايد موږ ته ووايي، ترڅو له دغه ظلم او تيري سره مقابله وکړو. موږ چا ته اجازه نه ورکوو، چې ظلم او وحشت وکړي. موږ يوسيستم لرو او که څوک ناوړه چال چلن وکړي، نو پوښتنې ګروېګنې ورڅخه کوو."
خو په عمل کې دا سيستم نه پلی کيږي او کار نه کوي.د دېشو د ولسوالۍ يو اوسيدونکي، 35 کلن ماموخان وويل: [color=green:0353dec011]"افغاني طالبان له موږ سره ښه چال چلن کوي. خو پنجابيان او بلوچان خراب خلک دي. هغوی له موږ څخه پيسې اخلي، وهي ډبوي مو او په خپلو بنديخانو کې مو اچوي."[/color:0353dec011]
هغه وويل، له دې امله د ېشو ولسوالي تر يوې کچې پورې عادي ژوند نه لري. ماموخان وويل: "کله چې کاروبار خاوندان، سوداګر او نور خلک دلته راشي او موږ ته د خدمت خبرې وکړي دا بهرني طالبان يي نيسي او د ناتو او يا افغان حکومت ته په جاسوسۍ يي تورنوي او د مرګ له سزا سره يي مخامخ کوي."
[color=darkred:0353dec011]د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې له محاکمې پرته د اعدامونو بېلګې هم موجودې دي. په دې کې د کابل اوسيدونکی، خبريال، اجمل نقشبندي سر له تنې جلا شوی و، چې د اپريل په مياشت کې په نادعلي کې نيول شوی و او د ګرشک په ولسوالۍ کې يو پنځلس کلن هلک غرغره شوی و. له موسی کلا، سنګين، ګرشک او نورو ولسواليو څخه د خلکو په وړاندې د غرغره کولو رپوټونه هم رسېدلي دي[/color:0353dec011].
خو امينتي ستونزې او ليرې ځايونو ته د نه رسيدا ستونزې ددې رپوټونو پخلی ګرانوي.د ماموخان د وينا له مخې د ظالمانه چال چلن په وړاندې بهرني جنګيالي مسوول دي. هغه وايي: "زموږ په ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېرافغاني طالبان دي. زه له هغوی سره هر راز مرسته کوم، ځکه که څه پېښ شي، هغوی بيا هم افغانان دي."
بهرنيان زياتره د هلمند په سهيلي سيمو کې شتون لري، خو داسې جنګيالي هم شته چې نورو ولسواليو ته لاره پيدا کوي.
د هلمند ولايت شمال ته د موسی کلا ولسوالي د فبروري د مياشتې راهيسې د طالبانو تر سپين بيرغ لاندې ده او څو مياشتې کېږي له جنګ جګړو او جنايتونو څخه بېغمه ده، هغه چې د دغه ولايت نورې پاتې سيمې ورسره زياتې مخامخ دي. د اوړې په بهير کې زيات شمېر اوسيدونکو د طالبانو له ادارې څخه خوښي څرګندوله او ويل يي هغه امنيت چې هغوی راورستی د هغوی له خوا له لګول شوو محدوديتونو څخه خورا زيات ارزښت لري. د ځايي استوګنو د وينا له مخې د موسی کلا په څېر شمال ته پرتو ولسواليو ته بهرنيو طالبانو مخ په زياتيدونکي توګه لاره موندلې ده.
په هلمند کې د ملي اردو مشر قوماندان، تورن جنرال غلام محمد غوري اسوشيټيد پريس خبري اژانس ته ويلي و چې په موسی کلا کې بهرني جنګيالي شته او ښايي د ځايي قومي مشرانو او حکومت تر منځ د سولې په خبرو اترو کې خنډونه رامنځته کړي. هغه له اسوشٍيټيډ پرس سره په يوې مرکې کې ويلي و: "موږ له طالبانو څخه د موسی کلا د نيولو لپاره له قومي مشرانو سره خبرې اترې پيل کړي. قومي مشران هم ددې طالبانو په اړه اندېښنمن دي، ځکه بهرني جنګيالي لکه عربان، چيچنيايان، بلوچان او ازبيکان هلته په موسی کلا کې موجود دي.[/quote:0353dec011]
زده كړيال
26.11.2007
طالبان چي سيمه نيسي بيا هلته داسي ويره او ډار او ړنګياوي خوري وي.
طالبانو يو كال هلته حكمراني وكړه، شته او ابادي يي څه استعماري لښكرو ړنګ كړل او څه طالبانو بند او قلفونه يي وروا چول، نور د خلك څوك له لوږي او څوك له ناروغي مړه شي.
- خلك څوك په تيروتنه، څوك په جاوسوسي او څوك څنګه تر تيغ تير كړه او په آخر كي د و لسوالي خلكو ته د اسلام دا پيغام وړاندي كړه، د وى خو به هم وايي چي دلته اسلامي شرعيت نافذ دي او ټول خلك د اسلام د مهربانه وړانګو په غيږ اوسيږي لعنت پر داسي خلكو شه.
pattang
26.11.2007
[color=darkred:b699d4afeb]تاسو دې او دبغلان کاروته هم وګورۍ چې اشغالګر او لاسپوڅی دولت هم اولس وژني ٠ [/color:b699d4afeb]
د پغمان په چاودنه کې ماشومان په گوليو وژل شوي وو
د اسوشیتت پرس خبری آژانس رپوټ ورکړي چې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په وروستۍ انتحاري حمله کې وژل شوي ډیر کسان د عسکرو په ډزو ویشتل شوي وؤ .دا ځانمرگی برید د شنبې په ورځ لس نیمی بجی په پغمان کې شوی وؤ. په دې برید کې ظاهراً د ایتالیا د بیارغوني ډلې مامورین چې د یو پله په جوړونه بوخت وو په نښه شوي ول .افغان پولیسو له چاودني شیبه وروسته وویل چې په دې پیښه کې 9 تنه د 6 ماشومانو او یوه ایټالوي په گډون مړه او 10 تنه نور ژوبل شوي وو .
د سیمی یو ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شی اسوشیتت پرس ته ویلي دوه داسي مړي او ټپیان له چاودني وروسته دوي ته
را وړل شوي وو چې پر بدن باندي یې د گولیو نښي نښاني لیدل کیدي .
عینی شاهدانو هم دا خبر تاید کړ چې یو شمیر کسان له چاودني وروسته د ټوپک په ډزو ویشتل شوی وو ، خو پولیس وایې ځانمرگي برید کونکي په خپل بدن کې داسي ساچمې ( د سربو مردکۍ) ځای پر ځای کړي وي چې له چاودني سره سم گڼ کسان ووژني .افغان مقاماتو د دې برید کونکي د چاودیدونکو توکو په ډول کې د لوی بدلون خبر ورکړی وؤ.
" جلالزی
[quote:b699d4afeb="زده كړيال"]طالبان چي سيمه نيسي بيا هلته داسي ويره او ډار او ړنګياوي خوري وي.
طالبانو يو كال هلته حكمراني وكړه، شته او ابادي يي څه استعماري لښكرو ړنګ كړل او څه طالبانو بند او قلفونه يي وروا چول، نور د خلك څوك له لوږي او څوك له ناروغي مړه شي.
- خلك څوك په تيروتنه، څوك په جاوسوسي او څوك څنګه تر تيغ تير كړه او په آخر كي د و لسوالي خلكو ته د اسلام دا پيغام وړاندي كړه، د وى خو به هم وايي چي دلته اسلامي شرعيت نافذ دي او ټول خلك د اسلام د مهربانه وړانګو په غيږ اوسيږي لعنت پر داسي خلكو شه.[/quote:b699d4afeb]
Lotfollah
26.11.2007
[quote:a9462cf5d0]انډيوالانو دا زړې ترانې دي ، چې 40000 په عصري اوپه موډرنه وسلو سمبال اشغالګر هلته شته ،[color=green:a9462cf5d0] نو ولې دې څو خوار مسلمانان هلته نوي [/color:a9462cf5d0]! [/quote:a9462cf5d0]
ګرانه دا تاسې یاست چې د طالبانو په پلوی د خپل خوښې رپوټ بحث ته وړاندې کړ، چې پکې ادعا کېږي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې [color=yellow:a9462cf5d0]بهرنیان نشته[/color:a9462cf5d0]!!! او اوس وایئ : [color=yellow:a9462cf5d0]نو ولې دې څو خوار مسلمانان هلته نوي. [/color:a9462cf5d0]
زده كړيال
26.11.2007
پتنګ استاده
موږ مسلمان ولس همدغه ژړوي چي
ددي خاوري اشغالګر او استعمار په رسنيو كې ځانونه دومره بشر دوسته بولي چي اعدام ممنوعه اعلانوی او بلی خوا زموږ په ولس كي كلي خو پرېږده چي هره ورځ يي بمباران كوي، په رڼا ورځ معصوم ماشومان وژني!!!
له بلي خوا مو خپل دوست طالب چي ځان ته د اسلام سپاهي وايي او ولس د كفر له شر څخه خلاصول غواړي. هم هره ورځ عامه وګړي په وژني. خلكو ته د ډار، ويري او وحشت، تباهي او وژني پيغام وړاندي كوي.
pattang
26.11.2007
وروه خبره محلي نده ، افغانستان خو اشغال دی او اخلاق هيڅ وجودنلري:
نه اسلامي اخلاق شته او نه غربي يوه هرزه طفيلي ګيا ده چې نه دشرق په درد خوري
اونه دغرب ٠ دغلو بانډه ده ، لږ څه نورې جريدې هم لوله !
خدای دې دوی لرې او سم خلک کامياب کړي٠
[quote:2d7c06977a="Lotfollah"][quote:2d7c06977a]انډيوالانو دا زړې ترانې دي ، چې 40000 په عصري اوپه موډرنه وسلو سمبال اشغالګر هلته شته ،[color=green:2d7c06977a] نو ولې دې څو خوار مسلمانان هلته نوي [/color:2d7c06977a]! [/quote:2d7c06977a]
ګرانه دا تاسې یاست چې د طالبانو په پلوی د خپل خوښې رپوټ بحث ته وړاندې کړ، چې پکې ادعا کېږي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې [color=yellow:2d7c06977a]بهرنیان نشته[/color:2d7c06977a]!!! او اوس وایئ : [color=yellow:2d7c06977a]نو ولې دې څو خوار مسلمانان هلته نوي. [/color:2d7c06977a][/quote:2d7c06977a]
Anonymous
27.11.2007
کاکو
افغانستان ډيري نور دښمنان لري خو طالبان وحشيان تر دا نورو زيات دښمن دي ځکه چي د دوي لومړني او يواځيني هدف او موخه د افغانستان ورانول- سوځول-خرڅول-ويجاړول-او بدنامول دي- دا هماغه څه کيي چي د پاکستان اي ايس ايي غواړي ياني افغانان په نړئ کي له منځه وړل
که افغانستان د طالب - القايده او عربانو لعنتيانو راخلاص شو بالا امريکايان او اشغالګران به په خپله کډه پسي ونغاړي - مرداري په مرداري پسي ځي ځکه خو امريکايان په طالبانو پسي راغلي
pattang
03.12.2007
د طالب تړل له القاعدې سره يا د ګوډاګي دولت کاردی او يا داشغالګرو.
دا پر دې ماناچې اشغالګر داسلام ضعف او ګوډاګيان دالر غواړي٠
[quote:444493abe1="khan jan"]کاکو
افغانستان ډيري نور دښمنان لري خو طالبان وحشيان تر دا نورو زيات دښمن دي ځکه چي د دوي لومړني او يواځيني هدف او موخه د افغانستان ورانول- سوځول-خرڅول-ويجاړول-او بدنامول دي- دا هماغه څه کيي چي د پاکستان اي ايس ايي غواړي ياني افغانان په نړئ کي له منځه وړل
که افغانستان د طالب - القايده او عربانو لعنتيانو راخلاص شو بالا امريکايان او اشغالګران به په خپله کډه پسي ونغاړي - مرداري په مرداري پسي ځي ځکه خو امريکايان په طالبانو پسي راغلي[/quote:444493abe1]
توردلى
05.12.2007
پتنګ خانه د كورتو په منډيي تللى يي.
له دي څخه انكار نه شي كيداي چي طالبان او القاعده سره يو نه دي
ولي ملا عمر به هره ورځ نه ويل چي امريكا دي خپل كار كوي موږ اسامه نه وركوو
بل دا چي ملا عمر د اسامه زوم دى .
خو القاعده له طالبانو يوه بهتري لري هغه دا چي په القاعده كي پوهه خلك راغونډ دي او په طالبانو كي ټول د جهالت ګوډي را ټول دى
Lotfollah
07.12.2007
د بحث ګډونوالو سلام علیکم
[quote:5edee99c38]بله خبره داده چې ا افغان چارواکي تور لګوي چې په موسی کلا ولسوالۍ کې بهرني طالبان هم شته خو ما د خپلو څلورويشتو ساعتونو په اوږدو کې چې په موسی کلا ولسوالۍ کې مې تېر کړل ډېره هڅه وکړه چې ځان ته د بهرنيو طالبانو شتون معلوم کړم ،خو و نه توانېدم. [/quote:5edee99c38]
پتنګ آشنا زه یې منم چې تا د خپل د سترګې لید خبره کړې ده ، خو دا پدې معنی نده چې ټول واقعیت همدا وي ! ما پخپله له ډېرو خلکو څخه ، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته تګ را تګ کوي، اوریدلي دي چې هلته ډیر عربان او پاکستانیان او نورې طایفې شته دي.
دا لاندې ویدیو یې یوبل ثبوت دﺉ :
http://www.youtube.com/watch?v=jxAJMRnRUmU
د افغانستان ناپوهه مظلوم طالبان د آی اس آی د سیاست وسیله او د خپلې عقیدې قربانیان دي او بس !
پاک الله دې دوی ته سمه لارښونه وکړي !