نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د حامد کرزی د وينا په اړه د اسلامي امارت د وياند قاري محمد يوسف احمدي څرګندونې
ننګيالی زابل
23.11.2007
2007-11-23
د کرزي دا وينا چې د طالبانو ځينو لوړرتبه غړو د ده له حکومت سره اړيکې نيولي او طالبان يوه مرکزي واکداره نقطه نلري .
دا د نوموړي د هغو بې اساسه ويناوو له جملې څخه يوه ده چې هروخت ئي د خپلو بې سارو ناکاميو د پټولو او خپلو بادارانو د خوشالولو او د افغان مسلمان اولس په سترګو کې د خاورو اچولو په موخه ترسره کړي . دا چې د ده اداره اوس په هره برخه کې ناکامه شوي ، افغان اولس ته چې ئي کومي وعدي ورکړې وي په هغو ټولو کې پاتي راغلی او اولس هم په دې پوه شوی چې دی يوازي د پرديو لاس پوځی او پوره بې واکه ده ، نو په داسي حال کې هيڅ کله هم د عقل څښتن دانه شي منلای چې په دې وخت کې دي کوم مخالف لوری له ده سره رابطه وکړه ، د ده په ناکامه اداره دي ورګډ شي او د ده په بې آساسه وعدو دي وغوليږي ، نوموړی که رښتيا هم خپلواکه وي ، لمړی بايد د اولس عامه وژنه بنده کړي چې هره ورځ د اشغالګرو قواوو په ړندو بمباريو کې اولسي وګړي شهيدانيږي ، کورونه ئي ورانيږي ،، په زرهاوو وګړې له خپلو ټاټوبو بې ځايه کيږي .
دوهم دي خپل هيواد د بهرنيو له اشغاله خلاص کړي ، چې هيڅکله ئي هم نشي کولاي .
امريکا او نور اشغالګر قوتونه چې زموږ هيواد ته د الوتکو او شوبلو په مټ تردې شعار لاندي راغلل چې نور به افغانانو ته د دوي هيواد جوړوي ، اوس پوښتنه داده ، او دا د هر وګړي پوښتنه ده چې ، د يوهيواد جوړول او ديموکراسي ورته راوستل داده چې يو خپلواک هيواد اشغال کړه ، عام اولس ئي ووژنه ، بې کوره ئي که ، غله په واک کې راوله ، په لويو لارو کې پاټکونه واچوه ، د مخدره موادو کر ، رشوت ، اداري فساد ، فحاشي اونوري غير اسلامي کړنې عامې کړه، د اسلامي شعائرو توهين ئي کوه ، او نور ډير څه چې زموږ پر اولس تحميليږي، افغانان نور په هرڅه پوي شوي ، د چا په پوچو شعارونو نه تيروزي او نور بې تفاوته نه پاتي کيږي .
د افغانستان دمسئلې واقعي حل په دې کې دی چې اشغالګر قوتونه زموږ له هيواده ووزی ،او په هيواد کې د افغانانو د خوښې واقعي اسلامي نظام حاکم شي
زبير ( بريال )
http://www.freewebtown.com/asim311/7-23-11-2007-html.html