د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دسجدي په اړه نوي هيښوونكي مالومات

رښتینی
20.11.2007

دسجدي په اړه نوي هيښوونكي مالومات

د انسان بدن هره ورځ خورا زيات كهروميكناتيسي شعاع جذب كوي او دا له
بريښنايي ماشينونو نه او له هغه ګڼ شمير الاتو او وسائلو نه چي انسان خامخا
په خپل ورځني ژوند كي ورسره مخ كيږي او له هغه بريښنايي رڼاو چي ټولي
ورځ بلي وي نو ګواكي انساني جسم يوداسي ماشين چي هره ورځ خورازيات
كهرو ميكناتيسي شعاع جذب كوي انسان له ځانه خبر نه وي خو له بريښنا نه
په پوره توګه چارج شوي وي

نو په پايله كي يي انسان له سردرد او ډول ډول نارغيو سره مخامخ كيږي
لكه دبدن سستي ګڼ شمير دردونه او تنګسيا

ايا ددي ستونزو له پاره سم حل شتون لري ؟؟

يوه لويديځوال نا مسلمان څيړونكي په دي اړه څيړني كړي دي او دي لاندي
پايلي ته رسيدلي دي :
له دي بريښنايي چارج نه چي دګڼ شمير ناروغيو لامل دي د ځان خلاصولو ښه لاره
داده چي انسان بايد خامخا د ورځي څو ځله خپل تندي په ځمكه كيږدي ځكه ځمكه ديوډول سلبي ځواك لري چي دا بريښنايي چارج له انسان نه ورجذبوي
لكه په ځيني الاتو كي چي د ارت مزي په ځمكه كي ددي له پاره بندول كيږي
څو بريښنايي ځواك ځمكي ته ورسوي

نود تندي په ځمكه كيښود لو سره له انسان نه هغه مضر بريښنايي چارج وزي
او دا څيړونكي ليكي چي ښه به دا وي چي سړي خپل تندۍ په لغړه ځمكه كيږدي
او د حيرانتيا خبره خو لا داده چي دي وايي دا كا ربه هلته ډير ګټور وي چي تندۍ
په داسي حالت كي په ځمكه بايد كيښودل شي چي دانسان مخ دځمكي د مركز لورته وي !!!
ځكه په داسي حالت كي انسان له هغه بريښنايي چارج نه ډيرښه پاكيدلي شي
او دا خو لا پخوا ثابته شوي ده چي دځمكي مركز او محور بيت الله شريفه ده

نو خبره سپينه شوه چي دسجدي حالت له دي مضر بريښنايي چارج نه د خلاصون
غوره او بهترينه طريقه ده او سجده په اسلام كي ترټولو غوره عبادت بلل شوي دي
ځكه رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي : چي انسان دسجدي په حالت كي له نورو
ټولو حالاتو نه خداي جل جلاله ته ډير نږدي وي

[img:8f0202cca8]http://www.moq3.com/img/uploads/RW224547.jpg[/img:8f0202cca8]

په مينه


مازدیګر
23.11.2007

سبحان الله
حامد صیب ژوندی اوسی داسی معلومات دی راغونډ کړی
چه روح پری تازه کیږ ی
هغه ناولی چه موسیقی دروح غذا ګڼی کاش له دی خونده خبر شی
چه بنده خالق (ج) ته په اخلاص تندی په خاورو کیږدی نو بیا څه محسوسوی

سبحان الله و الحمد لله و لااله الا الله
ولاحول ولاقوة الا بالله
استغفر الله واتوب اليه
رب اغفر لي ذنبي و يسر لي امري و لاتكلني الى نفسي
واعني ربي على ذكرك و شكرك و حسن عبادتك
وارزقني عملا صالحا ترضاه
اللهم انك تعلم ما في انفسنا و لانعلم ما في نفسك فاتي نفوسنا تقواها وزكها انت خير من زكاها



ع کريم حليمي
23.11.2007

 درنو او مکرمو وړونو 
ستاسو نظرونه د قدر وړ دي ، خو !
بقول الله تعالي ( ان الصلاة تنها عن الفحشاء والمنكر )

سجده ددې له پاره نه ده چه رېډيېشن درڅخه ووزي 
د دې له پاره د سجدې امر شوی چه له  الفحشاء والمنكر څخه په وساتل سو 
او يا په راوګرځو اوبس 
که د سجدې نيت مو بل شئ وي ، سجده مو نه قبليږي او نه به له الفحشاء والمنكر څخه په راوګرځی ، 

په درنښت


رښتینی
23.11.2007

شاغلووروڼو هر يو مازديګر كوشان حليمي صيب او نورو ټولو وروڼو

خوشاله او وكاله اوسي

ښاغلي كوشان ددي ليكني ماخذ دياهو هغه ويب سايټ دي چي زما دليكني
په انځور كي يي نوم شته نور نو دهغه نامسلمان په اړه مي كوم مالومات ترلاسه كړل هغه به هم نه سپموم

او جناب حليمي صيب په لمانځه كي له هرشي نه مخكي سړي نيت كوي
از هغه له سجدي نه خامخا مخكي وي او ګومان نه كوم چي يو مسلمان به
دطبي موخو له پاره لمانځه ته پورته كيږي بلكي هغه يوه الهي وجيبه بولي
او دشريعت اسرار او دشرعي احكامو حكمتونه خو داسلام علماو هر وخت بيان كړي دي او داد اسلام ددعوت او تبليغ ترټولو غوره وسيله ده

ستاسو له ليكني داسي احساسوم لكه په غصه چي يئ ولي ؟
كولي شي موضوع ته نوره هم وده وركړئ ځكه دا ستاسو كار
او مسسئوليت دي او كه څه ملاحظات لري نو هغه هم مه سپمئ

په مينه



ع کريم حليمي
24.11.2007

ډېر محترم ورور حامد صاحب او ښاغلي کوشان صاحب او درنو لوستونکو 
زما سلامونه او ښې هيلي ومنۍ !

مکرم حامد صاحب !
إنما الأعمال بالنيت وإنما لكل إمرإ مانوى
وماته دا ثابته ده چه د ډېر ښه نيت خاوند ياست ، ستاسو له ليکنو نه واضح 
معلوميږي ، تر دغي لحظې هيڅ سوء الظن ستاسو په باره کښي راسره نشته !

[quote:3606533bce]ستاسو له ليكني داسي احساسوم لكه په غصه چي يئ ولي ؟ [/quote:3606533bce]
نه خدای دي نه کوي چه په غصه کېږم به ، او بيا تاسو په شان مکرم ورورته 
استغفرالله توبه خدايه سل ځله 

په ډېر احترام به ستاسو حضور ته عرض وکړم چه 
د دغه ساينس پوهانو نظرونه  سل په سل کښي صحيح دي ، نن 
اما سبا چه نوره تتبع وکړي ، پوه سي چه پرون ئې خبره سمه نه وه 
يعني تر نن ورځي سبا هوښياران سي ، او د پرون ورځي خبري ئې 
غلظي وخېژي 

او بله خبره داده بله نه ده ، زموږ دين هيڅ  يو بسيط تعلوق هم نه لري 
له طبيعي علومو سره ، د اسلام دين يوازي او يوازي اخلاقي کودونه دي 
په کولو ئې خدای اجرونه راکوي چه دا د رب العزت مهرباني ده ، اوبس 

او کومه خبره چه تاسو د اسرارو  ياده کړي ، زه ئې سل په سل کښي 
در سره منم ، اسرار د سجدې خو الله ج بيان کړي چه انسان له منکراتو 
په راګرځي ايا تر الله بل څوک رشتيا ويوونکی سته ، 
او زموږ خواږه نبي فرمايلي چه ; هر مشکل چه درپېښ شي لمنځ وکړۍ 
مشکل مو حل شي ، يعني خواستونه له الله وکړۍ او هغه زموږ خواستونه 
اوري او قبلوي ئې او په خاص ډول بيا په لمانځه ، يِا أيها الذين آمنوا استعينوا بالصبر والصلاة إن الله مع الصابرين) البقرة: 153 ، 

د قران يوه ايه چه په بل ايات کريمه ترجمه سي د اسرارو نهرونه بحرونه 
تر بهيږي ، د دين اسرار موږ له ساينس څه نه شو زده کولی 
اسرار په احاديثو کښي سته ، او ذاکرين  ته اسرار ښکاره کيږي 
نفسونه چه پاک کړو ،نو به د اسرارو راباني شور سي ، 
احنافو دا کار ندی کړي چه دشرعي احكامو حكمتونه ئې د ساينس له لاري 
 تبليغ کړي وي ، 

داسي تبليغونه بدعت ته رسيږي ، داسي تبليغ نوی کار دي ، داسي تاريخي اسناد نه لرو په لاس کښي د تابعينو او تبع تابعينو څخه 

هو ! داد متاخرينو  اخوانيانو  تبليغونه دي ، زه ئې نه خوښوم 

،،په درنښت 


رښتینی
28.11.2007

حليمي صيب سلام او نيكي هيلي

محترمه الله مو خوشاله او سوكاله لره تاسو ليكلي :

[code:1:0d40e6725d]احنافو دا کار ندی کړي چه دشرعي احكامو حكمتونه ئې د ساينس له لاري
تبليغ کړي وي ،

داسي تبليغونه بدعت ته رسيږي ، داسي تبليغ نوی کار دي ، داسي تاريخي اسناد نه لرو په لاس کښي د تابعينو او تبع تابعينو څخه

هو ! داد متاخرينو اخوانيانو تبليغونه دي ، زه ئې نه خوښوم [/code:1:0d40e6725d]

زه وايم چي داسلام دعوت يو داسي كار دي چي دوخت له بدلونونو سره
بايد دهغه اسلوب هم تغير وخوري او دا تغير ضروري دي لكه څرنګه چي
دوخت بدلون او دعرفونو اوښتنه په اسلامي فقه باندي هم اغيز لري

او چي ته وايي احنافو داكار نه دي كړي موخه به دي خامخا فقهاء وي او
او ته وايي چي هغوي كوم كار نه وي كړي نو هغه به بدعت وي داسي به نه وي
كه نه په خپله فقهاء هم كله كله دبدعت ارتكاب كوي لكه د مسائلو له پاره فرضي
جزئي جوړول چي ډير فقهاء ددي كار مخالف و خو وروسته يي بياهرچا ګټي
وليدلي او بل فقهاو خو يواځي په احكامو كي كار كړي دي په نورو مسائلو
كي يي كار نه دي كړي ځكه د هرفن خپل خلك وي

دبيلګي په توګه فقهاو په لمانځه كي دخشوع او خضوع مسئله بيخي پري ايښي ده
اودا هرچاته مالومه ده چي په لمانځه كي خشوع څومره اهميت لري دا يو جرئت كوم
چي زما دمالوماتو له مخي احنافود خشوع په باره كي څه نه دي ويلي البته ما نه دي ليدلي او نورو فقهاو بيا يوڅه څرګندوني كړي دي

نور بيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more