هنر،ادب او پښتو نحوه
پښتو سيندګی(مترادفات)
        
        
      مجيب انګار
      20.11.2003
    
أبېڅې::الفبې،قاعده//٢)اټال::ځنډ،ايسارتيا//٣)اډانه::هډوانه،اسکليټ،چوکاټ//٤-أړ:خنډ//٥-اړپيچ:تضاد،توتريخولی//٦-اند:سوچ،خيال//٧-انډۍ:ښوروا(شوربا)پيوه//٨-انګروزه:انګازه،اوازه/٩-اوبتل:اوبډوب،زيردريايي/١٠-اوبکښ:واټرپمپ/١١-اورشيند:أتشفشان/١٢-اورګډی:اورپکی،أشوبګر
١٣-اېرغۍ:اورغۍ،تورکي،(دودۀ سقف وغيره)١٤-اېشنا:جوش،ځوښ خوټ/١٥-اېل:ښکيل،محکوم/١٦-بامل:پالل،پالنه،دچاخيال ساتل/١٧-ببری:کشمالي،ريحان /١٨-بدلغامه:ګدۍ،بدلمنه،پلشته/١٩:بډ:سيال،ساری،جوګه/٢٠-برسيراند:لڅاوو،کشاف،کاشف/٢١-برم:دروګه،اوکوب،(شان وشوکت)٢٢-برماڼو:وحشي،ځنګلي/٢٣-بروټی:خواپخی،کونروکی،دسترخوان/٢٤-بل اندی:ازادخياله/٢٥-بلغاک:شورماشور/
٢٦-بلندره:بلنه،ميلمستيا/٢٧-بلوده:کينګس،تيندک/٢٨-بلوس:تيری،تجاوز/٢٩-بلهار:قربان،فدا/٣٠-بلينډه:څيراغ--------
نوربيا
Re: پښتو سيندګی(مترادفات)
      نقاد
      26.11.2003
    
[quote:55254541ef="مجيب الرحمن انګار"]أبېڅې::الفبې،قاعده//٢)اټال::ځنډ،ايسارتيا//٣)اډانه::هډوانه،اسکليټ،چوکاټ//٤-أړ:خنډ//٥-اړپيچ:تضاد،توتريخولی//٦-اند:سوچ،خيال//٧-انډۍ:ښوروا(شوربا)پيوه//٨-انګروزه:انګازه،اوازه/٩-اوبتل:اوبډوب،زيردريايي/١٠-اوبکښ:واټرپمپ/١١-اورشيند:أتشفشان/١٢-اورګډی:اورپکی،أشوبګر
١٣-اېرغۍ:اورغۍ،تورکي،(دودۀ سقف وغيره)١٤-اېشنا:جوش،ځوښ خوټ/١٥-اېل:ښکيل،محکوم/١٦-بامل:پالل،پالنه،دچاخيال ساتل/١٧-ببری:کشمالي،ريحان /١٨-بدلغامه:ګدۍ،بدلمنه،پلشته/١٩:بډ:سيال،ساری،جوګه/٢٠-برسيراند:لڅاوو،کشاف،کاشف/٢١-برم:دروګه،اوکوب،(شان وشوکت)٢٢-برماڼو:وحشي،ځنګلي/٢٣-بروټی:خواپخی،کونروکی،دسترخوان/٢٤-بل اندی:ازادخياله/٢٥-بلغاک:شورماشور/
٢٦-بلندره:بلنه،ميلمستيا/٢٧-بلوده:کينګس،تيندک/٢٨-بلوس:تيری،تجاوز/٢٩-بلهار:قربان،فدا/٣٠-بلينډه:څيراغ--------
نوربيا[/quote:55254541ef]
انګار صاحب کور مو ودان ، ښه  مترادف لغات مو را ټول کړي ، زما  سلامونه  ومنئ او بيا  داچې 
١ــ  مترادفې  کلمې ته  سيندګی وايي  د حيرا نتا وړ راته وبريښيده، حال داچې سيندګی  راته  د شعر او بيتونو د تول  او وزن سره يوه اړونده ځانګړتيا  ښکارېده ، که تاسو  ددې  کلمې په کارولو کې له  ډاډه  دقت څخه کار نه وي اخيستی ، نو  يو ځل يې  کنترول کړئ اوله  شک  څخه يې وباسئ . 
٢ــ  ا بيڅې  د الفبې  لپاره   په باور سره  ( ا ، ب، ث) ته  په عاميانه او دهقاني  کچه کارول شوې ده ، چې دلته يې بايد  د سواد په شکل  ( ا  ب  ث )وليکل شي  نه ابيڅې . 
٣ ــ اړ  : د مجبور او محتاج ، ټال  ( نه  اټال) : د ځنډ له پاه او  اډانه : د ساحې  په معنی   کارول کيږي ، 
 دغه راز  اړپيچ به تاو تريخوالې ته وايي ، خو تضاد  يو علمي ،  پراخه اوژور مفهوم دی او عيني اوذهني دواړو نړيو کې  ځای لري .
٤ــ انګازه او انګروزه به هم د اوازې   عاميانه  او ناسم  تعميم وي  چې مأنوص نه بريښي .
٣ ــ اړ  : د مجبور او محتاج ، ټال  ( نه  اټال) : د ځنډ  او  اډانه : د ساحې  په معنی   کارول کيږي ، بد لغامه هم  همهغه د فارسي  بدلګام  دی او يواځې  په (غ) سره د ( ګ) په بدلولو ورانيدای شي خو پښتو کيدای نشي . نور ستاسو هڅوب  د قدر وړ دي بريالي اوسئ . په مينه .
سلامونه وروره
        
        
      مجيب انګار
      03.12.2003
    
سلامونه وروره 
داټکي چې تاسو ناسم ګڼلي ما دخپله ځانه نه دي ليکلي بلکې دښاغلي پوهاندزيارله کتاب څخه مې راټول کړي
Re: سلامونه وروره
      نقاد
      18.12.2003
    
[quote:7d4e92627b="مجيب الرحمن انګار"]سلامونه وروره 
داټکي چې تاسو ناسم ګڼلي ما دخپله ځانه نه دي ليکلي بلکې دښاغلي پوهاندزيارله کتاب څخه مې راټول کړي[/quote:7d4e92627b]
ورور جانه منم ، چې زيار صاحب به  د اړوندو ټکو  تش شته والی په پښتو کې تثبيتول  غوښته ، نه  د هغوی ادبي
وړتيا او  دتعميم  لوښه ، چې  د هر علمي څېړونکي دنده ده . د ساري په توګه  اوازه  په اولس په ا نګازه  اړول شوې او د بي بي سي ځينې  بيځواکه پښتو  نطاقان   لکه ..... يې هم په خپلو ماتو ګوډو جملو کې کاروي ، خو  دا  ټول  د ادبي تعميم  لوښه نلري او کارول يې د اصلاح  تر  فرصت پورې  زغمل کيږي . تاسو يې د خپل کار په اډانه ې بايد ونه زغمئ . په درنښت .