نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مزې لوېدیځوال کوي اوقیمت یی بیوځلي ختیځوال پرېکوي(!)
منلی
17.11.2007
په بنګلدیش کې د طوفان له وجی زرګونه مړه اوپه لکونو بی کوره چې سبب یی دترقی یافته هیوادونو صنعت اودوحشی لیډرانو غلط سیاست دی چې په افغانستان عراق ..اونورو هیوادونو کې یی ګډوډی جوړه کړی .
په لومړو وختونو کې چې امریکایان افغانستان ته راغلی وو زه یی خپله شاهد یم چې دطالبانو یوه پوسته یی په نښه کړی وه اوهغه پوسته په داسی ځای کې شتون درلود چې دواړو خواو ته یی دعام خلکو کورونه وو
امریکائی الوتکی صرف دطالبانو پوسته له مینځه وړی وه اودواړو خواو کورونو ته یی هیڅ ډوله زیان نه وو رسولی خواوس ګورو چې هر وخت له دوی څخه غلطی
کیږی اوعام خلک وژنی چې وجه یی دنویو اسلحو امتحانول دی .
آیا ستاسو په اند همداسی نه ده ؟
17.11.2007
د زخمی صیب افکار هم زخمی شوي بریښي ، د عراق او افغانستان له روانو جګړو پخوا هم دغسې طوفانونو بنګلادېش ځپۀ . که د بنګال خلیج ته مخامخ چیرې کومه اتومی ازمینه تر سره شوي وي نو هغه به هم هند یا چین تر سره کړې وي او د لویدیځ پورې به تړاو ونه لري .بی تړاوه لیکنې ښیي چې په هرقیمت دلویدیځ غندل کوم ارزښت نه راخپلوي .
Bahram
17.11.2007
که تاسو د (صیب) په ځای (محترم) ولیکې ښه به وې ځکه چې صیب دیره عامیانه دې او بل دا چه پاکستانیان یې دیره استعمالوې٠ افغانانو ته ښه نښکارې٠ مننه٠
منلی
18.11.2007
ښاغلی پتوال همیش په پت کې اوسی !
زه فکر کوم چې زما فکر نه ده زخمی شوی اونه له ځانه ګړیږم دنړی په سطح دتودوخی زیاتیدل اود محیط خرابیدل ۹۰٪ د ګرین هاوس کیس څخه مینځ ته راځی اوپه دنیا کې واحد سپر پاور امریکا داسی هیواد ده چې دغه مشکل یی ۲۵٪ زیات کړی او راتلونکو دوو کلونو کې به دګرین هاوس ګیس په زیاتولو کې دامریکی برخه ۴۰ ٪ ته لوړه شی..........
momtaz
18.11.2007
[quote:976f1f97ba]په لومړو وختونو کې چې امریکایان افغانستان ته راغلی وو زه یی خپله شاهد یم چې [color=green:976f1f97ba]دطالبانو یوه پوسته یی په نښه کړی وه[/color:976f1f97ba] اوهغه پوسته په داسی ځای کې شتون درلود چې دواړو خواو ته یی دعام خلکو کورونه وو
امریکائی الوتکی صرف دطالبانو پوسته له مینځه وړی وه اودواړو خواو کورونو ته یی هیڅ ډوله زیان نه وو رسولی [color=green:976f1f97ba]خواوس ګورو چې هر وخت له دوی څخه غلطی کیږی اوعام خلک وژنی [/color:976f1f97ba]چې وجه یی دنویو اسلحو امتحانول دی .[/quote:976f1f97ba]
خدای خبرچې امریکایان نوې وسلې امتحانوی که نه ، خو یو واقعیت ټولو ته څرګند دﺉ چې پخوا طالبانو د خپلې پوستې او قرارګاوې د خلکو له کورونو نه لیرې درلودلې، خو دوی اوس کومې پوستې نه لري او د بې وسلو خلکو په کورونو کې سنګر نیسي او له هغه ځایه پر نړیوالو او افغان ګزمو بریدونه کوی او بیا له هغه ځایه تښتي ، چې د ملکي وګړو د تلفاتو سبب کېږي.
18.11.2007
زخمي صيب ټول زخمونه دې درمل او آرمانونه دی بسیا شه!
د لومړۍ لیکنې په خلاف چې د تنقید په طالبډوله چوکاټ کې محدوده بریښیدله ، اوس مو په دومره عمومیت سره دا لاندې لیکنه بالکل درسره منم او تاییدوم یې:
[quote:bd69b796aa]
زه فکر کوم چې ... دنړی په سطح دتودوخی زیاتیدل اود محیط خرابیدل ۹۰٪ د ګرین هاوس کیس څخه مینځ ته راځی اوپه دنیا کې واحد سپر پاور امریکا داسی هیواد ده چې دغه مشکل یی ۲۵٪ زیات کړی او راتلونکو دوو کلونو کې به دګرین هاوس ګیس په زیاتولو کې دامریکی برخه ۴۰ ٪ ته لوړه شی..........[/quote:bd69b796aa] او دغه دریځ ډیر لویځوال حکومتونو هم خپل کړی چې یو له هغوی څخه آلمان دی .
هو خبره سمه کول په کار دي : پخبله په امریکا کې د تایفونونو او سمندري بوړبوړکیو زیاتوالی هم له همدې کبله دی او یواځې شرقیان نه، بلکې غربیان ، په تیره بیا امریکایان پخپله هم د انحصاري سرمایددارۍ له دغو ناوړو پایلو سره مخامخ دی !
[color=blue:bd69b796aa]خدایه مسیح راولې چې خلاص له دې دجٌاله شو
................................................دوی شي په دوزخ او مونږه ستا د رضا خواله شو[/color:bd69b796aa]
Nazar
28.11.2007
دانګلستان درې عسکر امريکايانوووژل
د انګلستان د دفاع وزارت خبر ورکړ چي درې سرتېري يې د افغانستان د هلمند په نا ارامه ولايت کي د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کي وژل شوي دي.د خبرونو لـه مخې د دفاع وزارت وايي پېښه هغه وخت رامنځته شوه چي د کجکي ولسوالي په يوه نښته کي برتانوي ځواکونو لـه امريکايي الوتکو څخه د مرستي غوښتنه وکړه.د بم د لوېدو لـه امله دوه برتانوي عسکر زخميان شوي هم دي.د برتانيې د دفاع وزير ډيس براون اسوشيېټيډ پريس اژانس ته وويل لـه ١٩٩٠ کال راهيسي په عراق کي ١٢ برتانوي سرتېري په جلا جلا پېښو کي د امريکايي ځواکونو لـه خوا وژل شوي دي، خو دا لومړى ځل دئ چي په افغانستان کي دغه ډول تېروتنه رامنځته کېږي.د دفاع وزير زياتوي چي په دې اړه د دواړو هيوادونو لـه خوا څېړني پيل شوي دي چي ولي او څنګه دغه تېروتنه رامنځته شوه.