د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سوال ۲

مازدیګر
17.11.2007

یو کلی وال سړی په پرله پسی ډول دری ورځی دښار یو دکان ته ورته او له دکانداره یی پوښتل
چی دا المارۍ په څو خرڅوی خو دکاندار به یو ځواب ورکاوه چه زه په کلیوالو خلکوالماری نه خرڅوم
صبا به دی سړی ښاری جامی واغوستی تر خپله وسه به کوشش وکړچه څان ښاری وشایی
خو دکاندار به هم هاغه ځواب ورکاوه بالاخره سړی تنګ شه دکاندار ته یی وویل
ښه ده الماری مه راباندی خرڅوه خو په دی حکمت می
پوه کړه ته هره ورځ ما څنګه بیژنی چه
زه شاری نه یم بلکه یو کلیوال یم .
نو دکاندار ورته ویل ...دا ځکه چه ته دا دریمه ده چه راځی او یخچال ته الماری وایی
دغه او داسی بی شمیره ټوکی ټکالی شته چه خلک یی په کلیوالو خلکو پوری تړی او منظور
له دی نه دا وی چه داوشیی چه کلیوال خلک ساده او کم علمه دی خو ایا رشتیا هم داسی ده
که سړی د بشر په تاریخ یو ځغلند نظر واچوی نو دا جوته شی چه رشتیا داسی نه ده
بلکه ډیرې هغه انسانان چه په انسانی تاریخ کی یی ډیر مهم او ژور بدلونونه راوستی
که هغه د ژوندانه په هر ډګر کی وی دا خلک اکثر دلویو ښارونو نه بلکه د کلیوالو سیمو
استوګن وو
یعنی که موږ د نړی د تیر شویو او یا موجودو لویو او بریالیو خلکو د سلو کسو یو لیست جوړ کړو
نو ډیر په اسانی به ووینو چه په هغه کی د لویو ښارونو به پرتله د کلیوالی سیمو د اوسیدونکو
ونډه ډیره زیاته ده
پوښتنه داده چه ایا دا یو تصادف دې په تقدیر پوری تړلی کومه خبره ده او که کوم حکمت ددی
تر شا موجود ده؟



17.11.2007

[quote:a687f520ae]ډیرې هغه انسانان چه په انسانی تاریخ کی یی ډیر مهم او ژور بدلونونه راوستی
که هغه د ژوندانه په هر ډګر کی وی دا خلک اکثر دلویو ښارونو نه بلکه د کلیوالو سیمو استوګن وو یعنی که موږ د نړی د تیر شویو او یا موجودو لویو او بریالیو خلکو د سلو کسو یو لیست جوړ کړو نو ډیر په اسانی به ووینو چه په هغه کی د لویو ښارونو به پرتله د کلیوالی سیمو د اوسیدونکوونډه ډیره زیاته ده پوښتنه داده چه ایا دا یو تصادف دې په تقدیر پوری تړلی کومه خبره ده او که کوم حکمت ددی تر شا موجود ده؟[/quote:a687f520ae]
ډیره ښه پوښتنه ده، ددې یو ځواب :
وروره دا یوه طبیعي خبره ده . د کلیو اوسیدونکي د ښارونو غم نه خوري، همدغسې د ښار اوسیدونکي د کلیو په غم کې نه دي !
خو د ښار اوکلیود ژوند تر منځ ستر توپیر شته.
نو کلیوال هم د ښاریانو اسانتیاوي او امتیازونه غواړي، او تر څو پورې چې د ولس لویه برخه په کلیو کې ژوند کوي نو د خپلو پروبلومونو د حل لارې به هم همدوی لټوي او هغه ستر کسان چې د هیواد په کچه پروبلمونه حلول غواړي هم په کلیو کې رامنځته کیږي ! خو وګورئ دغه ستر کسان د کلیو دي، خو د ښار سره یا ډیر اړيکي لري او یا زیات وخت په ښار کې اوسیدلي او یا اوسیږي.
ولې کله چې د هیواد زیات نفوس په ښارونو کې دژوندخاوند شي ، بیا نو غټ شخصیتونه هم په ښارونو کې رامنځته کیږي ځکه د هیواد په کچه بوبلمونه هم ښاري ستونزې وي او یا د ښاریانو د ستونزو د لیرې کولو له پاره بیلې شوي وي .
خو باید هیر نکړو چې مترقي افکار تل په ښارونو کې په تیره بیا په هغه ښار کې چې د هیواد مرکز وي زیږول کیږي، که څه هم د بدلونونوموخې، ځای او موضوع یې کلي وي او تل د کلیوالو ملاتړ ته اړ وي .
[color=white:a687f520ae]
خو دا اند کورټ غلط دی چې ګوږاکې کلی کولی شي ښار رهبري کړي، یا دهقانان تر کار ګرو، کسبګرو اوصٌنعتګرو انقلابي دي ، نه نه،هیڅکله نه، پخپله آن پیغمبرانو هم په ښارونو( بابل، مصر،بیت المقدس اومکه ) یا ښارونو ته نږدې زوند کړی او نوابغو هم د خپل ښاري ژوند په وخت کې شهرت موندلی دی.
له دې کبله خو طالب غورځنګ هم د کلیوالي جنبش په توګه نه یواځې یو وروسته پاتې ، له اجتماعي، سیاسي او اقتصادي پلوه بی پیغامه او تشمنځه غورځنګ دی، بلکې د بشري تاریخ سرچپه او بی چانسه هڅوب دی چې له جذباتي پړسوب
او احساساتي ترینګلتیا پرته بل شی ټولنې ته نشي وړاندې کولی . په کيڼ اړخ کې هم د ویښ ځلمیانو حرکت هم دغسې یو کلیوالي ولونتاریزم درواخله !
له ښار څخه د یو غورځنګ مستقلتوب له مدنیت ، کلتور او آن انسانیت څخه د ګوښه توب معنی لري .او بس![/color:a687f520ae]
[color=white:a687f520ae] والسلام [/color:a687f520ae]


Dr. Zubair
19.07.2010

خو که له مترقي افکارو تیر شو دکلیوالو خلکو ایمان او عقیده دښاریانو په پرتله ډیره قوي ده.
دهمدې کبله په سلفو صالحینو کې یو عالم وه چې دا سوال به یې کاوه چې: ای الله ماته دکلیوالې زړې ښځې ایمان راپه برخه کړه.



26.07.2010

هو، دا سمه ده چې د عقېدې او ايمان په برخه کې کليوال کلک او غښتلي وي،
سره ددې هم اديان لومړی په ښارونو کې چې
د نورو اديانو مرکزونه به هم هلته واقع وو رامنځته شوي او کليو او قصبو ته يې پراختيا موندلې ده. د ښاريانو تحرک او د کليوالو
کلکوالی سره يوځای شوي او د سترو انقلابي کارنامو پليوال شوي دي . داسې بريښي چې هر نوی دين هم پوهې اوهم عقېدې ته اړتيا لري، پوهه يې
د پيغمبر او اصحابو په مټ په ښارونو کې پراختيا موندلې او
کلک عقيدوي لارويان يې بيا په کليو کې ډير شوي دي . لذا د هر ټولنيز، سياسي او مذهبي بدلون مشرتابه چې هم پوهه او هم عقيده بايد ولري
په ښارونو کې رامنځته کيږي ، که څه هم ډير يې هغه کليوال هم وي چې
يو يا دوه نسله په ښار کې اوسي او يا نږدې تماس او د ژوند اړيکې ورسره لري .
په سياسي بدلونونو کې د باور اطرافي کلکوالی د عملي تيروتنې
او يا فکري انجماد سبب هم ګرځېدای شي ، چې له ښاريانو پرته سختې ماتې يا
ناورينونه رامنځته کولی شي . قسم خوړلي خلقيان د پرچميانو
په پرتله، ګلبدينيان د جمعيتيانو په پرتله او طالبان د مخالف اړخ د ديني علماو په پرتله منجمداو حجري ، افراطي او پې انعطافه وو، دي او وي به .
دا ټول د کلي او ښار تر منځ توپير په ښي او چپو غورځنګونو کې له يوې خوا او په اجتماعي شعور علم اومنطق کې په فردي سطحه له بلې خوا
روښانه په ګوته کوي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more