نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پاکستان :'د ننۍ نړۍ ترټولوخطرناک هېواد'
Helmand.M
28.10.2007
05 گرينويچ 2007 ,27 اکتوبر
ژباړه: قاسم خان مندوخېل
بي بي سي پښتو ډاټ کام، لندن
پاکستان :'د ننۍ نړۍ ترټولوخطرناک هېواد'
د امريکا نيوز ويک مجلې په خپلې تازه گڼې کې په يوه راپور کې کښلي چې په نننۍ نړۍ کې پاکستان د نړۍ يو له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه گڼل کېږي.
مجله کاږي چې پاکستان ان له عراق او افغانستانه هم ډېر خطرناک دى.
د نيوزويک مجلې په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې روانه بې ثباتي، د اسلامي تندلارو د باور وړ جال، د لويديځ ضد احساساتو ډک ځوان کول، پرمختللې الکترونکي ټېکنالوژي ته لاسرسى، لوېديځ ته په اسانه فضايي رسېدنگ او داسې استخبارتي ادارې چې تل خپل کار چې پکار وي له غوښتنې سره سم نه ترسره کوي، داسې عناصر دي چې د اسامه بن لادن په څېر تن د کړنو لپاره ډېره گټه ښندلاى شي.
د نيوزويک په اند چې د دغه ډول ټولو ډلو وروسته دپاکستان اټومي پروگرام دى. مجلې د امريکا د ملي امنيت د شورا د پخواني لارښود بروس ريډل له خولې کښلي په نړۍ کې داسې ځاى چې القاعده ترې اټومي وسلې ترلاسه کولاى شي هغه خپله د ده شاغولى، پاکستان، دى.
راپور کاږي هغه تندلاري چې خپله پاکستاني مشرانو او پټو جاسوسي ادارو رامنځته کړي وو اوس خپله اسلام اباد ته لوى خطر جوړ شوي دي. همدا هغه اسلامي تندلاري دي چې تر اوسه يې پر ولسمشر مشرف څو ځلي وژونکي بريدونه کړي چې يو وخت د ده ملگري بلل کېدل. او همدا هغه خلک دي چې په تېرو شپږو کلونو کې يې د پاکستان تر يو زرو ډېر امنيتي کسان وژلي دي.
د راپور په خبره چې د پاکستان څپڅپانده اټومي پروگرام او په قبايلي سيمو کې روانه اورپکي اوس يوه پخوانۍ کيسه ده. او په دې اړه نوى او ويروونکى حقيقت دا دى چې طالبانو او د القاعدې ډلو اوس د پاکستان ځينې ښارونه او ډېرى سيمې د خپلو اډو په توگه اړولې دي او هم له دې ځايونو 'جهاديان' له پاکستانه نورو هېوادونو ته د تلو راتلو اسانتياوې لري. چې د نيوزويک په خبره دا ډلې اوس د پاکستان لويو ښارونو لکه کراچۍ ته غځېدلې او پوځ د دوى په ځپلو کې ناکام شوى دى.
مجله کاږي په افغانستان کې له جگړې ټپي شوي طالب اورپکي د پاکستان په شخصي روغتونو کې خپله درملنه په اسانۍ سره کوي اوخپل ځان دلته ډېر خوندي احساسوي. د مجلې په ليکنه، په پاکستان کې دطالبانو او القاعدې پټنځايونه په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونه لپاره د جگړې په ډگر کې ددوى لپاره ويجاړوونکى ثابيتېږي.
يوۀ طالب قومندان نيوزويک ته ويلي چې 'پاکستان زموږ لپاره د يوې داسې اوږې غوندې دى چې ددې په مټ موږ له توغندي څخه بم غورځولاى شو.' د ده په خبره چې د پاکستان پرته ورته جگړه کول گرانه ده، 'او د خداى شکر دى چې پاکستان زموږ مخالف نه دى.'
امريکايي مجله ليکي چې د ٢٠٠٢ م کال په پرتله اوس په پاکستان کې طالبان ډېر په خلاصه پښه خپلې کړنې ترسره کوي. مجله کاږي اورپکې نه يوازې د پاکستان په قبايلي سيمو کې دي، بلکې اوس د سوات وادي غوندې سيمې هم ددوى له اغېزه خوندي نه دي. هلته د ملا فضل الله غوندې 'جهادي' له خپلو سلگونو پلويانو سره د پاکستاني پوځ تر سيوري لاندې په خپلو کړنوبوخت دي.
مجله کاږي په پاکستان کې مېشت د طالبانو يوه پخواني قومندان ملا بشير ورته ويلي چې 'په پاکستان کې د دوى هيڅ يو خوځښت له آى اېس آى څخه پټ نه دى .د ده په خبره چې پاکستانيان ان تر دې لا خبر دي چې موږ د غرمې او ماخوستن ډوډۍ چېري خورو'.
مجله ليکي د پاکستان يو پخوانى پوځي ډگرمن جنرال او د پوځي چارو کاروپوه طلعت مسعود وايي چې جنرال مشرف 'د پولې يوې بلې غاړې د شته تندلاريتوب په خطر پوهېدۀ او دا چې د له منځه وړلو لپاره يې د پاکستانى ولس له ځانه سره يو ځاى بيولو کې ناکامه اېسي.' نوموړى دا هم وايي چې ' د جنرال مشرف تگلارو پاکستانى ولس دې فکر ته اړ اېستلى چې د ترهگرۍ ضد جگړه د جنرال مشرف او امريکا دسرخوږ دى نه د دوى.'
Anonymous
01.11.2007
پاکستان پخوا ترهګير هيواد و اوس هم ترهګير دي
او سبا هم ترهګير دي
د جهاد او اسلام پر نامه پاکستان افغانستان وران کړي
او اوس د طالب پر نامه هم ترهګري پاکستان کړي
pattang
02.11.2007
[color=white:955b994e31]ته ئي څه کوې ? خپل دالر دې وهه ، ولاکه ئي يوې خواته وفادار پاته شي
تر څو چې صليبي وحشيان وي غوا دې لنګه ده خپل ورګۀ په خړپ وهه٠ [/color:955b994e31]
مرګ په لاسپوڅي رژيم او دهغه په مږو.
[quote:955b994e31="khan jan"]پاکستان پخوا ترهګير هيواد و اوس هم ترهګير دي
او سبا هم ترهګير دي
د جهاد او اسلام پر نامه پاکستان افغانستان وران کړي
او اوس د طالب پر نامه هم ترهګري پاکستان کړي[/quote:955b994e31]
Helmand.M
02.11.2007
ويارانوته سلامونه اوښي چاري.
ډيردروند پتنګ صاحب!
که دخپلي مهربانۍ له مخي دوړاندي شوي موضوع په هکله څه وليکئ اوښاغلی خانجان پريږدئ چي خپل اند په ارامه وليکي نو ډيره ځواني به مو وي.
زما په اند موږدلته دخبرو اترو لپاره سره راټول سوي او ديوه بل دترټلو په موخه ليکني نه کوو.
په درناوي.
ميوند*هلمند*
02.11.2007
[quote:024937789f="khan jan"]پاکستان پخوا ترهګير هيواد و اوس هم ترهګير دي
او سبا هم ترهګير دي د جهاد او اسلام پر نامه پاکستان افغانستان وران کړي
او اوس د طالب پر نامه هم ترهګري پاکستان کړي[/quote:024937789f]
که هر څوک واي چې ٢+۲= ۴ کیږی مونږ به یې ومنو ، ځکه چې دا یو انکار نه منونکی حقیقت دی او په دې پورې هیڅ تړاو نه لری چې څوک یې د ورګو له پاره وایی او که د حقیقت سره د مینې له کبله !
همدغسې د پورتني اقتباس متن هم یو منلی حقیقت دی چې پاکستان له دې کبله چې په ناحقه یې نیم افغانستان لاندې کړی هڅه کوي آزاد افغانستان د طالبانو په څیر پلورل شویو ځواکونو پواسطه خپل غلام او داسې ګډ وډ او وران کړي چې هیڅکله ځان ونشي ښورولی . ددې حقیقت بله نتیجه داده چې طالبان د افغاني څیرو سره سره پنجابیان دي، ځکه چې ټول کار او زیار او هلې ځلې یې د خپل بادار اسلام آباد د خدمت له پاره تر سره کیږي . دوی له دې ناخبره پاتې دي چې دټول غورځنګ یې له اوله او مقاومت یې تر اوسه له همدې کبله د ملي خیانت څرګنده بڼه ده ! د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې امریکا د افغانستان په وړاندې استعماري موخه نه لري، خو د طالب په شکل پاکستانی ځواکونه څرګندې استعماري موخې لري . د طالبانو په راپرځېدو پاکستان خوړلی افغانستان بیرته استفراق کړ او ددغه اسفراق د بیا خوړلو له پاره د طالبانو د پنجابي غورځنګ خوله بیا وازوي چې افغانستان بیا تر ستوني تیر کړي ولې که خدای کول ددغه ښامار خوله به وشلیږي اوغاښونه به یې له جامنو سره ورمات شي !
Helmand.M
04.11.2007
14:23 گرينويچ 2007 ,03 نومبر
بي بي سي پښتو ټکى کام
کابل
په پاکستان کې بېړنى حالت اعلان شو
په پاکستان کې دولتي تلوېزيون ويلي چې ولسمشر جنرال پروېز مشرف بېړنى حالت اعلان کړى دى.
د خصوصي تلوېزيونونو خپرونې له دغۀ اعلانه لږ مخکې بندې شوې دي.
راپورونه وايي ستره محکمه چې قاضيان هم پکې دننه دي د پوليسو لخوا محاصره شوې ده.
جنرال مشرف د سترې محکمې هغې پرېکړې ته سترگې پرلاره دى چې ايا تېره مياشت دى د دې وړ و چې ټاکنو ته ودرېږي که يا. ستره محکمه پر دې غور کوي چې د پوځ د مشرۍ له ساتلو سره سره په قانوني توگه مشرف د دې جوگه و چې د ولسمشرۍ د ټاکنو کانديد واوسي. دى لا له مخکې د تېرې مياشتې د ټولټاکنو مشروط گټونکى نومول شوى، خو د محکې دغه پرېکړه به لا هم برخليک ټاکونکي وي.
عيني شاهدانو وويل چې د دولتي راډيو او تلوېزيون د ننه هم نيمه پوځي ځواکونه ځاى پر ځاى شوي دي.
راپورونه وايي گرځنده او مزي لرونکي ټيليفونونه په اسلام اباد کې له کاره لوېدلي دي.
پاکستان په تېر جولاى مياشت کې د اسلام اباد د سرۀ جومات له محاصرې وروسته د خونړيو پېښو شاهد دى. طالب پلوه اورپکي په وروستيو کې پاکستان ته د يوۀ غټ سرخوږي په توگه راڅرگند شوي چې په سلگونو پوځيان يې وژلي او تښتولي.
دا وېره په زياتېدو ده چې ښايي د سترې محکمې پرېکړه د جنرال مشرف د ولسمشر کېدلو په ضد راووځي.
خصوصي تلوېزيوني چينلونه د بېړني حالت له اعلانېدو لږ مخکې بند شول. جيو تلوېزيون او ډان ورځپاڼې لا له مخکې نن د سرچينو له خولې ويلي و چې ښاغلي مشرف د بېړني حالت تابيا کړې ده.
تمه ده چې کابينه به ډېر ژر يوه ځانگړې غونډه وکړي.
ځينې راپورونه وايي په بېړني حالت کې ښايي اساسي قانون هم وځنډول شي.
زده كړيال
04.11.2007
ّپتوال استاده سلامونه
ښه مو ليكلي
پاكستان ځان ته ډېره هوښياره مرغى ويل، خو آخر يې د همغه كوهي پر سر لار شوه، چې افغانستان ته به يې كيندلو.
Helmand.M
23.11.2007
38 گرينويچ 2007 ,23 نومبر
بي بي سي نيوز
ژباړه:جعفر هاند
همګټو هيوادونو دپاکستان غړيتوب وځنډاوه.
د پاکستان دغړيتوب ځنډيدل د دغه هيواد د ولسمشر جنرال پرويز مشرف له لورې د بېړني حالت د اعلانيدوپه غبرگون کې ترسره کيږي.
دغه پريکړه په يوگاندا کې د دغې ټولنې د وزيرانو د کاري ډلې تريوې ناستې وروسته وشوه.
د همګټو هيوادونو د ټولنې مشر (ډان مکينن) وويل د پاکستان غړيتوب به ترهغه ځنډيدلى وي چې په دغه هيواد کې ولسواکي او دقانون حاکميت بيرته خپل تير حالت ته نه وي راگرځيدلي.
هغه وويل که څه هم د پاکستان حکومت د روانو کړکيچنو حالاتو په اړه يو څه پرمختک کړى خوبيا هم دغه هيواد د همگټو هيوادونو له بنسټيزو سياسي ارزښتونو سره په ټکر کې دى.
دغې ټولنې وار له مخه پاکستان ته يو شمير شرطونه وړاندې کړي و چې په کې د دغه هيواد د روانو ټولټاکنو په ترڅ کې له پوځې دندې څخه د ولسمشرپرويز مشرف گوښه کيدل او د سياسي فعالانو بيرته ازاديدل هم شامل و.
په همدې ترڅ کې د پاکستان د حکومت يوتن لوړ پوړي چارواکې د همګټو هيوادونو پر پريکړې خواشينې ښودلې.
دغه چارواکي وويل په پاکستان کې روان بيړنى حالت به د دغه هيواد د کورنيو غوښتنو له مخې پاى مومي نه د باندنيو فشارونو په ترڅ کې.
د پاکستان سترې محکمې وار دمخه د ولسمشر پرويزمشرف پر مخ پرتې هغه حقوقي ننگونې چې په کيدونکو ټولټاکنو کې د ده د بيا ولسمشر کيدو مخنيوى کوي له منځه وړي.
په تيرو څو ورځو کې شاخوا ٣٤٠٠ سوه هغه سياسي فعالان چې د ولسمشر پرويز مشرف له لورې په پاکستان کې د بيړني حالت تر اعلانيدو وروسته نيول شوي و بيرته آزاد شوي دي.
پښيماني:
د دغه هيواد د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى اتل او د تحريک انصاف په نامه د يوسياسي گوند مشر عمران خان پاکستان ته د امريکا د باندنيو چارو وزات مرستيال (جان نيکرو پونټې) دسفر په ترڅ کې له څو ورځيني بند وروسته بيرته آزاد شو.
د همگټو هيوادونو د وزيرانو کاري ډلې ويلي په پاکستان کې د بيړنيو حالاتو او روانو سياسي کړکيچونو د له منځه وړلو په اړه وروستي بدلونونه کافي نه دي بايد مشرف د دغه حالاتو د له منځه وړلو لپاره تر دې ډير څه وکړي.
که څه هم د همگټو هيوادونو د ټولنې مشر(ډان مکينن) وايي چې د پاکستان د غړيتوب ځنډيدل د ټولنې د ٥٣ غړو هيوادونو د پريکړې پايله ده خو،په کمپالا کې د بي بي سي خبريال(پيټربيلس) وايي چې له دې پريکړي سره يو شمير اسيايي هيوادونو خپل مخالفت څرگند کړى.
په واشنگټن کې ميشت د اسلام اباد سفير محمد علي دراني بي بي سي ته وويل پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې په دغه هيواد کې بيړني حالت ته ډير ژر دپاى ټکى کيږدي.
خو په وينا يې دغه کاربايد دکورنيو غوښتنو په پام کې نيولو سره ترسره شي له بهر څخه د فشار او زور له لاري نه.
له سره د بيا کتني پلان:
دا لومړى ځل نه دى چې د همگټو هيوادونو په غونډه کې د پاکستان غړيتوب ځنډول کيږې.
په ١٩٩٩ زيږديز کال کې کله چې جنرال پرويز مشرف د يوې پوځي کودتا په ترڅ کې نواز شريف له څوکۍ ليرې او ځان يي واک ته ورساو هم د پاکستان غړيتوب د همگټو هيوادونو په غونډه کې ځنډول شوى و.
لومړی ځنډيدل په ٢٠٠٤ زيږديز کال کی له منځه يوړل شول.
د برتانيا د باندنيو چارو وزارت مرستيال (ډيويډ ميلبينډ) وويل همگټو هيوادونو دغه پريکړه د خپگان د څرگندولو دپاره کړې نه د غوصي او قهر له مخې.
ښاغلي ميلبنډ هيله وښوده چې ياده شوې ټولنه به ډير ژرپاکستان ته يوځل بيا د غړيتوب هرکلى ووايي.
پوځي تاوتريخوالى:
کله چې جنرال پرويز مشرف په پاکستان کې بيړنى حالات اعلان کړ او د دغه هيواد اساسي قانون يي وځنډاوه ځو ورځې وروسته هم د دغې ټولنې وزيرانو له مشرف څخه د بيړني حالت د پاى ته رسيدو،د ولسواکۍ د بيرته را ګرځيدو او د قانون د بيا پلي کيدوغوښتنه کړې وه.
هغه مهال جنرال پرويز مشرف د خپلې دغې پريکړې ننگه کړې وه او ويلي و چې دغه گام يي د پاکستاني ولس د ملي گټو دخوندي ساتلو پرموخه پورته کړى دى.
مشرف همدارنگه د بيړني حالت د اعلان څخه د ننگې کولو په تړاوو ويلي و چې پاکستان د ترهگرو له لورې له يوخطرناک بحران سره مخامخ دى.
مشرف د نوامبر د مياشتي په ٣ نيټه په يوه تلويزوني وينا کې وويل د پاکستان روان بحراني حالت نوموړى دې ته اړ ويست چې بيړنى حالت اعلان کړي
Bahram
23.11.2007
پتوال برادر واقعآ راست مي گويي. زده كړيال عزيز، خودت هم يك موضوع جالبي را يادآور شدي. شايد شنيده باشي كه گفته اند: چاه كن در چاست. پاكستان هم سالها بود كه از اسلام و بنيادگرايي اسلامي مثل يك حربهء سياسي استفاده مي كرد و گاهي در كشمير و گاهي هم در افغانستان وضعيت آرام منطقه را به هم مي زد و باعث خونريزي و جنگ مي شد. پاكستان با ايجاد طالبان خواب اين را هم نمي ديد كه روزي اين گروهك دستنشانده اوضاع سياسي پاكستان را هم خراب كند. ولي خوشبختانه چنين شد و اميدوارم كه شعله هاي اين آتش بيشتر پاكستان را بسوزاند چون سال ها همين شعله ها زندگي ما را سوخت و مردم ما را آواره كرد.
پتنگ برادر،
خودت اگرچه به پشتو مي نويسي و در قيافهء يك افغان در اين فوروم شركت كرده يي ولي متاسفانه نظرياتت خلاف منافع افغانستان و مردمش است. زياد از اسلام حرف مي زني و به نام همين اسلام افغانستان ويران شد. زن ها بيوه شد و اولاد ها بي پدر شدند. ما اين اسلامي كه تو و دوستان طالبت مي خواهند در افغانستا پياده كنند، نمي خواهيم. بفرما برو به وزيرستان شمالي يا كدام جاي ديگر با برادران طالبت و همانجا زندگي كن چون مردم همانجا همنظر و هم عقيده ات خواهند بود. تشكر.
[quote:11cf267449="زده كړيال"]ّپتوال استاده سلامونه
ښه مو ليكلي
پاكستان ځان ته ډېره هوښياره مرغى ويل، خو آخر يې د همغه كوهي پر سر لار شوه، چې افغانستان ته به يې كيندلو.[/quote:11cf267449]
Bahram
23.11.2007
اگر از حقيقت طالبان و حاميان پشت پردهء شان مي خواهيد آگاه شويد به سخنان خود احمد شاه مسعود گوش دهيد كه در رابطه به طالبان چه مي گويد.
http://jawedan.com/bazarak.htm
pattang
24.11.2007
دهرې محکمې فيصله عدالتي نوي خو پرېکړه ئي په زور عملي کېږي .
ملګري ملتونه کومه قضانده چې جرم سبوت کړي او مجرم ته جزا ورکړي
ملګري ملتونه د څو با قدرته دولتو د قمار بازي ميدان دی چې ز يات وخت
ciaپکشي خپل قماروهل ګټي ٠ پر دې برخه کې په لسګونو مسالونه
اوپرې کړې شته ٠ ملګري ملتونه حق نلري چې افغانستان ته په داسې شکل
امريکائي او يا نو ر عسکر وليږي٠
- ملګري ملتونه حق نلري چې په چل او ول هلته د cia دخوښې رږيم پياده کړي
اودهغه دساتنې لپاره په اشغالګرو مظلوم ملت روحي ، ځاني او کلتوري تبا کوي٠
- ټولې نړۍ ته واضح مالومه ده چې امريکايانو مخ کې له 11 /9 ځخه دطالبانو
د رژيم دنسکورولو کلک پلا ن لاره٠ ( او شايد له دغه پلان څخه القاعده خبره شوې
وي نو څکه يې خپل وار پرې ړومبی کړ )
- ملل متحد په طالبانو هيڅ سبوت نلري چې د القاعدې په پلانونودې دوی
خبروي اويا دې کوم اسناد ور سره نيول شوې وې او يا دې کوم افغان طالب په ترور نيول.شوی وي.
- هيڅوک دا سبوت نلري چې د 11/ 9 پلان دې په افغانستان کې جوړ شوی وي
زما په نظر ټول پلانونه يې په خارج کې جوړ شوي دي ، داځکه چې تخنيکي پلانونه
تخنيکي الات ، تخنيکي محيط اووسائل غواړي ٠
نو په وچ افغانستان کې خو نه برق وو او نه تخنيک ، شايد دا پلان په جرمني کې
د هامبورګ په ښار کې او يا په بل اروپا ئي هيواد کې جوړ شوی وي .
نو ولې افغانستان اشغال او بمباري کيږي او د cia د متحيدينو يوګوډاګی
رژيم په زور پياده کيږي ? ايا دا عمل زمونږ داولس سره تېرۍ ندی ??
هو هر څوک حق لري چې له خپل ځانه څخه په خارج او داخل کې دفاع وکړي
خو هلته د يوه رژيم دنصبولو او کرلو حق نلري او درژيم د درېدلو او بدلېدلو کار
د هغه اولس کار دی٠
طالبان نه يواځې په افغانستان کې بلکې په پاکستان کې هم جنګيږي دا پر دې
مانا چې له پا کستان سره نکاح تړل نغواړي ٠
Bahram
24.11.2007
پتنګ،
تاته به یو خبره درته کوم خو مخپه کیږه. خبره دا ده چې سیاسې او اسلامې بحثونه هغه کسانوته پریږده چې پکې ښه پوهیړې٠ ستا سیاسې او مذهبې تفسیرونه هیځ معنا نورکوې٠
pattang
24.11.2007
نو وروره تاسو چې په سياست پو هېږۍ کومه معضله مو حل کړې ده ??
خو ټول عمر په خټو کې نيښتي ياست او دبل وظيفه خورۍ!!
[quote:f9d14186ee="Bahram"]پتنګ،
تاته به یو خبره درته کوم خو مخپه کیږه. خبره دا ده چې سیاسې او اسلامې بحثونه هغه کسانوته پریږده چې پکې ښه پوهیړې٠ ستا سیاسې او مذهبې تفسیرونه هیځ معنا نورکوې٠ [/quote:f9d14186ee]
pattang
24.11.2007
وروره چې مرور نشې ،دروغ هم وايې ستا ځای کله افغا نستان دی ته خو دلته
په اروپا کې ژوند کوې ، صداقت ښه شی دی٠
[quote:ba5b62e5e2="Bahram"]پتنګ،
تاته به یو خبره درته کوم خو مخپه کیږه. خبره دا ده چې سیاسې او اسلامې بحثونه هغه کسانوته پریږده چې پکې ښه پوهیړې٠ ستا سیاسې او مذهبې تفسیرونه هیځ معنا نورکوې٠ [/quote:ba5b62e5e2]
Bahram
24.11.2007
ضرور خو نده چې حتمې باید خپل رښتني ځاۍ ولیکم٠
[quote:e8ff4894fc="pattang"]وروره چې مرور نشې ،دروغ هم وايې ستا ځای کله افغا نستان دی ته خو دلته
په اروپا کې ژوند کوې ، صداقت ښه شی دی٠
[quote:e8ff4894fc="Bahram"]پتنګ،
تاته به یو خبره درته کوم خو مخپه کیږه. خبره دا ده چې سیاسې او اسلامې بحثونه هغه کسانوته پریږده چې پکې ښه پوهیړې٠ ستا سیاسې او مذهبې تفسیرونه هیځ معنا نورکوې٠ [/quote:e8ff4894fc][/quote:e8ff4894fc]
Bahram
24.11.2007
کیدۍ شې ستا دا خبره رښتیا وې٠ خو دا هم ومنه چې د طالبانو جوریدل پلان هم په همغه ځایونو کې شوې ده٠ خپل عقل نه کار واخله٠
[quote:b32e92e7b3="pattang"]هيڅوک دا سبوت نلري چې د 11/ 9 پلان دې په افغانستان کې جوړ شوی وي
زما په نظر ټول پلانونه يې په خارج کې جوړ شوي دي ، داځکه چې تخنيکي پلانونه
تخنيکي الات ، تخنيکي محيط اووسائل غواړي ٠
نو په وچ افغانستان کې خو نه برق وو او نه تخنيک...[/quote:b32e92e7b3]
Helmand.M
15.12.2007
ګېټس : القاعده پاكستان كې دي او امريكا پاكستان كې عمليات كولى شي
عبدالرزاق حبیبي
٢٢ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-12-13 17:59:00 م
امريكا ويلي دي چې په پاكستان كې دالقاعده دغړو هلې ځلې دخواشينۍ وړ دي
داخبره دامريكا ددفاع وزير رابرټ ګيټس تيره ورځ په واشنګټن كښې ديوې فوځي كميټې غونډې ته دوينا په وخت كړگده دهْ وويل چې دالقاعده پټ ځايونه په افغانستان كې نه بلكې په پاكستان كښې موجود دي چې مونږ يې سخته غندنه كوو بايد دپاكستان حكومت ددوى مخنيوى لپاره نور جدي ګامونه واخلي ، او امريكا غواړي چې دترهګرۍ خلاف پاكستان سره ګډه مبارزه روانه وساتي امريكايى وزير زياته كړه چې امريكا په پاكستان كښې په ازاده توګه عمليات هم كولى شي خو پاكستان سره مشوره دامريكا په ګټه ده.
Helmand.M
01.01.2008
....
دخپریدو نیټه ۷۸ / ۱ / ٦٢١ هـ ل | 2007-12-31 م بينوا ټکئ کام
افغانستان، پاکستان او دوامداره لانجې (هاري)
افغانستان، پاکستان او دوامداره لانجې
د مېرمن بېنظير بوتو ترور له هر لحاظه يو ناځوانمردانه او دټولو انساني او مذهبي اصولو پر خلاف يو قتل دى. په بل عبارت، د يوه سياسي شخصيت ترور د اسلامي، مدني او د نړۍ د ټولو منل سويو قوانينو څخه سرغړونه ده. بل دا چي د يوې ښځي وژل او ترور، د يوه مېړه ، مسلمان، او بني ادم کار ندى. مېرمن بوتو د پاکستانيانو لپاره پدې بدو او سختو شرايطو کي ښايي د خلاصون او يا يوې سا اخيستو زمينه برابره کړې واى. خو د مېرمن بوتو ترور د پاکستان ثبات او شتون دجدي خطر سره مخامخ کړى دى.
همدااوس، د پاکستان سياسي برخليک او ژوند تر جدي سوال لاندي دى. د يوې خوا، مذهبي افراطيانو د پاکستان پر خلاف جنګ اعلان کړى دى. د بلي خوا، د پاکستان مدني ټولنه هم د جمهورريس مشرف د حاکميت ختمول غواړي. د مېرمن بوتو په قتل نه يوازي پاکستانيان او په تېره بيا د هغې کورنۍ او پلويان غمجن سول، بلکي ټوله متمدنه نړۍ د هغې پدې ناځوانمردانه مرگ غمجنه ده.
د مېرمن بوتو د ترور سره سم، دا سوال مطرح کېږي چي ايا دهغې ترور به د افغانستان او پاکستان پر اړيکو باندي څه اغېزه وښندي؟ ددې پوښتني د جواب لپاره مجبوره يو چي د افغانستان او پاکستان د روابطو پس منظر او تاريخي سابقې ته څه ناڅه توجه وکړو. که څه هم، د دواړو ملکونو د اړيکو دتاريخي سابقې په باب مفصل بحث ددې لنډي مقالې په حد او توان کي ندى، خو بياهم موږ مجبوره يو چي دافغانستان او پاکستان سياسي روابطو ته لږ تر لږه يو ځغلنده او لنډه توجه وکړ.
که څه هم، د مېرمن بوتو قتل د ښاغلو کرزي او مشرف مذاکرات ډېر پيکه کړي دي، خو دلته به ددغه ملاقات په باب په لنډ توگه څو مهم ټکي بيان سي.
د افغانستان او پاکستان جمهورريسانو په اسلام اباد کي يو ځل بيا د ښو او دوستانه اړيکو د ټينگولو ژمني وکړې. حامدکرزى او پرويز مشرف د مذهبي افراطيانو پرخلاف د مبارزې په ارتباط يوې موافقې ته سره ورسېدل. ښاغلي مشرف وويل: زموږ خبري د استخباراتو پر شريکولو باندي راڅرخېدې. مانا داچي څرنگه د تروريزم او افراطيت له شره څخه دواړه هيوادونه وژغورو. هغه زياته کړه: مذهبي افراطيانو د دواړو ملکونو شتون او برخليک له خطر سره مخامخ کړى دى. ښاغلي حامدکرزي وويل: دا ملاقات ډېر گټور وو، ما او ښاغلي مشرف د سوات، وزيرستان، او په ا فغانستان کي د تروريزم د ګواښ په باب خبري وکړې.
د کرزي اومشرف ملاقات پداسي وخت کي کېږي چي دواړه مشران سخت کمزوري او بې اعتباره دي. د ښاغلي مشرف دوهمه کودتا په غرب او پاکستان کي سخت مخالفتونه راپارولي دي. ديوې خوا، پاکستانيان نور د ښاغلي مشرف حاکميت نه غواړي، او د بلي خوا په واشنگټن او نوره غربي نړۍ کي هم د هغه د حاکميت د دوام لپاره ملاتړ خورا کم سوى دى. که څه هم، ښاغلي مشرف د امريکا پيسې جېب ته کړي دي، خو پر خپلو وعدو يې وفا نده کړې. مانا دا چي د مسلمان، مسيحيي، او هندو سره يې چم او ټگي کړې ده، او گرده دنيا يې غولولې ده.
بلخوا، ښاغلي کرزي هم خپل ګرده سياسي اعتبار او حيثيت لاسه ورکړى دى. پدې تېرو شپږو کالو کي، د کزري حکومت په ټولو سياسي، اقتصادي، او نظامي ساحو کي تر شا راغلى دى. همدا اوس، په واشنگټن کي د افغانستان درواني ويجاړي وضعي په باب تجديد نظرونه وران دي. په بل عبارت، دا تجديد نظرونه پر دې دلالت کوي چي کرزي په حکومت کولو کي هيڅ بريښ ندى کړى، او بده لا داچي يو گټلى جنگ يې په شرمېدلي ماتي باندي بدل کړى دى.
بل پلو، حقيقت دا دى چي د نړيوال تروريزم اصلي مرکز پاکستان دى. القاعده پدې توانېدلې ده چي د پاکستان په قبايلي سيمو کي خپل مرکزونه ټينګ کړي، خپلو پلويانو ته په پاکستان کي روزنه ورکړې، او ورو ورو دپاکستان ځيني سيمي تر خپلي ولکې لاندي راولي. د لندن، هسپانيې، جرمني، عربي نړۍ، او اکثرو نورو تروريستي حملو رېښې پاکستان ته رسېږي. بلخوا، تر هغه وخت پوري چي په پاکستان کي د القاعده او مذهبي افراطيت پر خلاف جدي اقدامات نوي سوي، په افغانستان کي او نور ه دنيا کي به د مذهبي افراطيانو حملې جاري وي. افغانان به د همدغو بريدونو قرباني وي، او هم به په افغانستان کي ميشته خارجي قواوي ددغو حملو ښکار وي.
پاکستان د ١٩٧٠ د کلونو را پدې خوا، د مذهبي افراطيانو سره انډيوالي ټينګه کړېده. د افغانستان د ټولو اخواني ډلو نوغى د پاکستان اې ايس اې ته رسېږي. پاکستان تل کوښښ کړى دى چي په افغانستان کي يو منحطه، وروسته پاتي، او مذهبي ډله حاکمه وي. داسي ډلي چي د عصري علومو مخالفي وي، مکتب وسوځي او معلم شهيد کړي، او لنډه داچي د افغانستان د سياسي استقلال او برم اډانې وراني او ويجاړي کړي. د جهاد په دوران کي، دپاکستان سره پدې تاريخي شرارت کي امريکا هم دخيله وه. سي .اې .ې او اې.ايس.اې په گډه او اخوت د افغاني مذهبي ډلو ملاتړ کاوه چي بالاخره يې رباني، حکمتيار، ملاعمر ، بن لادن، مسعود او سياف وږيږول. حتى د جهاد په دوران کي، سي. اې .ې په عربي او نور اسلامي ملکونو کي د جهاد لپاره تبليغات کول، او ځوانان يې دېته تشويقول چي افغانستان ته د جهاد لپاره ولاړ سي. د سي. اې. ې ددغو هلو ځلو يو څرګنده او مشهوره لاسته راوړنه اسامه بن لادن دى.
په کال ٢٠٠١ کي، د امريکا قواو فقط دونه وکړه چي القاعده او طالبان يې د افغانستان څخه پاکستان ته وځغلول، او د هغوى د تعقيب او تباه کولو کار يې نيمکه پرې ښود. حال داچي پکار دا وه چي هغوى يې په پاکستان کي هم تعقيب کړي واى، او هلته يې هم د مذهبي افراطيانو نوغى ايستلاى واى. زما د امريکايي کاليگ او ملګري، فيلپ سمکر په قول: د بش ادارې پرېښودل چي القاعده له توري بوړي څخه سالم او سالمت پاکستان ته واوړي، او په يوې تاريخي تښتي موفق سي.
ټول استخبارات دا وايي چي همدا اوس د پاکستان اې. ايس. اې او پوځ د طالبانو سره مرسته کوي، هغوى ته د سېب ځاي برابروي، هغوى ته نظامي روزنه ورکوي، طالبانو ته چاندې ټولوي، او د طالبانو مشران همدا اوس په کوټه کي ټنډه خوبونه کوي. د پاکستان دا دوه مخې پاليسي د افغانانو لپاره مرګ او تخريب ايجادوي، او په افغانستان کي د ثبات او پرمختګ د راوستلو دکوښښونو پرخلاف يو څرگند عمل دى.
دپاکستان حکومت تل د افغان مترقي او خواخوږي نشنلزم د خنثى کولو لپاره اسلامي او مذهبي مليشاووي تقويه کړي دي. ١٩٧٠ په کلونو کي، د پاکستان حکومت د جمهورريس داود خان پر خلاف د افغانستان اخواني ډلي تقويه او مسلح کړې، او هغوى يې د افغانستان د تخريب لپاره ورزل. کله چي شوروي پر افغانستان تيرى وکړ، د اخواني ډلو خولۍ په غوړو سوه، او کار يې لا چوک سو. د شوروي د يرغل سره سم، سي .اې .ې او د پاکستان اې. ايس. اې په گډه د افغان نشنلستانو او منورينو ځپلو او ژولو ته ملا وتړله. همدې شريري لړۍ، مذهبي احزاب لا تقويه کړل، او بالاخره همدغو مذهبي ډلو ملاعمر او بن لادن وږېږول.
داسي برېښي چي همدا اوس پاکستان خپله د مذهبي افراطيت سره لاس او ګريوان دى. ځکه ( څه چي کرې هغه به رېبې.) پاکستان غوښتل چي افغانستان په افراطيانو تباه او برباد کړي چي تر حده پوري پخپل دې شوم نيت کي کاميابه هم سو، خو اوس داسي ښکاري چي همدا مذهبي ډلي د خپل پخواني بادار پر خلاف وسله راخيستې ده. قريب دوه کاله کېږي چي په پاکستان کي د مذهبي افراطيانو حملې زياتي سوي دي. په سوات، وزيرستان، کراچي، او راولپنډۍ کي همدغه ډله دي چي حملې کوي. پاکستان اوس د هغه مشکل سره مخامخ سوى دى چي افغانان يې پدې ديرش کالو کي ورسره مخامخ کړي وه. د پښتو يو متل دى چي وايي: ( مه کوه په چا چي وبه سي په تا.) والسلام.
هاري - واشنگټن
stanizy
01.01.2008
تووووووووووووولو لوستونكوته درانه درانه سلامونه وراندي كوم,
كه فرضا داومنو جي طالبان دباكستان خلك دي ,نودارته ووايي سي دانور جاراوستي دي ؟اودهواد دجاروواكي دجابه لاس كي دي؟سوك ترل كوي سول خلاصول كوي سوك دهيواد والو كورونه بمباروي اوسوك دبتمنو افغانانوكورونهوته ورننوزي اودتورسرو زانونه لتوي؟ رازي ورونو لز له انصافه كارواخلو او يو له بل سره به ليكني ضدكي فيصلي ونه كروباور وكري سي دلته ليكني ديري به بي انصافي سره ترسره كيزي,زه وايم سي باكستان ده كه ايران ده اوكه نور هرهيواد خبلي كتي لري تاسي باوروكري سي هيس بهرني عسكربه دي سبيره خاوره كي زما اوستا له باره دلته سري اوتودي نه تيروي اوبه دي تول شه بوهيزوزه وايم سي خداي دي به تولو هغوهوادونواور ولزوي سي زموزهيواد ورانه وي, تيره ورز دهرات يواوسيدونكي راته ويل سي دافغانستان به شمال كي به سرحدي سيموكي تولي زمكي به ديرولورو قيمتونواخلي اوبيايي ابادوي او هزاركانو اوشيكانوته يي وريا وركوي سي دهغو به توست خبل نفوز به منطقه كي قوي كوي .
كت مت لكه يهودانوي سي تقريبا سه دباسه سل كاله وراندي يي له فلستينيانو به زمكي راونيوي اوس هلته يو بوخ رسمي او شه قوي حكومت لري خداى مكره داسي ونه شي سي سوكاله وروسته دلته يو ايراني دولت جورشي نوايران خبل كاركوي باكستان هم غلي نده ناست خو:
من ازبيكانكان هركز نه نالم #كه بامن هرجي كرد اشنا كرد
ديادوني ورده سي ددي دري لزيزي درني غميزي اصلي لامل يوازي اويوازي كمونستان دي اوداددي له باره ليكم سي زموزله هيوادوالونه بايد اصلي مجرمين هيرنه شي بيانوبه دوهم قدم كي هغه جهادي مشران دي جي دجهاد له كاميابي نه وروسته دقدرت دساتلو... يالاسته راورلو...له باره يي داسي بيرحمه جنكونه وكرل سي تاريخ يي نشي خيرولي اوخبره دي حد ته راورسيدله
ايره
02.01.2008
بهرام بچم امی تو دوس چوچه برهان الدین مورده و مسعود بچه سقاو دزد هيچ شرم و حیا نداری . بچیم خوده د .... افغانها برابر نکن که افگار میشی .حالا کیسه دگه رقم شده . به ایصتلا ننه انهای ..... شده که خوده مجاهد میگفتند و امروزمردم ما انان را بنام دزدان ملی میشناسند .
بچیم ای وطن هم ایقه بی صاحب نیست که شما ایله جاری ها فکر کده بودید .
باش دیده شوه که دگه چی چی را برایتان نشان میتن!!
Helmand.M
31.03.2008
15:34 گرينويچ 2008 ,31 مارچ
BBCpashto.com
کابل : پاکستان اتمي پاتې شوني دلته ښخ کړي
د افغانستان د پارلماني او د اداري چارو وزير ډاکټر فاروق وردگ بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دوى داسې شواهد لري چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې خپل اتمي پاتې شوني د کندهار او هلمند په ولايتونو کې ښخ کړي دي .
ښاغلي وردگ دا ونه ويل چې څومره اتمي پاتې شوني په افغانستان کې خاورو ته سپارل شوي او يا دا چې تر کله پورې دغه بهير روان و.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په ځواب کې ويلي چې تر هغو پر دې مسالې څه نه شي ويلى چې د افغانستان له لورې په دې برخه کې رسمي بيان خپور نه شي .
دا خبره په داسې وخت کې شوې چې د دوشنبې په ورځ ( د وري ١٢ د مارچ ٣١ ) افغان کابينې په خپله غونډه کې د اتمي انرژۍ د عالي کميسيون د جوړيدا پريکړه وکړه .
د دغه کميسيون مشري به افغان ساينس پوه پوهاند عبدالحى نظيفي په غاړه لري .
د افغانستان د وزيرانو شورا پريکړه کړې چې دغه عالي کميسيون به په افغانستان کې د يورانيمو د استخراج له هڅو سره څنگته دا گوري چې د دوى په وينا د گاونډي هيواد له خوا په افغانستان کې د اتمي پاتې شونو د ښخولو مساله پسې وڅيړي .
پاکستان د ١٩٩٠ مو کلونو په وروستيو کې خپله اتمي ازموينه د بلوچستان په ايالت کې وکړه چې د افغانستان د کندهار او هلمند ولايتونو سره پوله لري .
په هغو کلونو کې د ملا عمر په مشرۍ کې طالب غورځنگ د کندهار او هلمند په گډون د افغانستان په ډيرو برخو واکمن و .
د افغان چارواکو په وينا به د اتمي انرژۍ په عالي کميسيون کې شاوخوا ١٥٠ ساينس پوهان او د پوهنتونونو استادان شامل وي .
د افغانستان د اتمي انرژۍ عالي کميسيون به د دغه هيواد د چاپيريال د ادارې تر سيورې لاندې کار کوي .
pattang
31.03.2008
وردګ لاسپوڅې ته لکه چې CIA نوی الهام ورکړی وي چې ا وس د اشغالګرو
مرداري په طالبانو ور اړوي٠ ددې حقيقت ښکاره کول خو څومره لوی کار ندی
او اشغالګر يې په يوه ساعت کې مالومه ولی شي ٠ نو له 2001 څخه را هيسې تر
اوسه (2008)پورې يې ولې وڅنډاوو??٠ ماخو يوبل خبر لوستلی دی
چې هلته اشغالګر خپلې نوې اصلحي استعمالوي اود افغانستان څينې برخې
يې په اتومي خطرناکووړانګو (شعاع ? ) ککړې کړې دي او علايم يې هم مالوميږي٠
زه خپله پر دې مسئله کې ه د چا پلوي نکوم ځکه چې داسې پلوي د افغان اولس
په زيان ده خو حقيقت بايد پټ نشي٠
دا تېر ٧ کالونه دا خبره چېرې وه ??
نالت په وردګ جاسوس چې دوردګ سپېڅلي قوم نوم يې بد کړی دی ٠
[quote:44e3dc57f5="Helmand.M"]15:34 گرينويچ 2008 ,31 مارچ
BBCpashto.com
کابل : پاکستان اتمي پاتې شوني دلته ښخ کړي
د افغانستان د پارلماني او د اداري چارو وزير ډاکټر فاروق وردگ بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دوى داسې شواهد لري چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې خپل اتمي پاتې شوني د کندهار او هلمند په ولايتونو کې ښخ کړي دي .
ښاغلي وردگ دا ونه ويل چې څومره اتمي پاتې شوني په افغانستان کې خاورو ته سپارل شوي او يا دا چې تر کله پورې دغه بهير روان و.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په ځواب کې ويلي چې تر هغو پر دې مسالې څه نه شي ويلى چې د افغانستان له لورې په دې برخه کې رسمي بيان خپور نه شي .
دا خبره په داسې وخت کې شوې چې د دوشنبې په ورځ ( د وري ١٢ د مارچ ٣١ ) افغان کابينې په خپله غونډه کې د اتمي انرژۍ د عالي کميسيون د جوړيدا پريکړه وکړه .
د دغه کميسيون مشري به افغان ساينس پوه پوهاند عبدالحى نظيفي په غاړه لري .
د افغانستان د وزيرانو شورا پريکړه کړې چې دغه عالي کميسيون به په افغانستان کې د يورانيمو د استخراج له هڅو سره څنگته دا گوري چې د دوى په وينا د گاونډي هيواد له خوا په افغانستان کې د اتمي پاتې شونو د ښخولو مساله پسې وڅيړي .
پاکستان د ١٩٩٠ مو کلونو په وروستيو کې خپله اتمي ازموينه د بلوچستان په ايالت کې وکړه چې د افغانستان د کندهار او هلمند ولايتونو سره پوله لري .
په هغو کلونو کې د ملا عمر په مشرۍ کې طالب غورځنگ د کندهار او هلمند په گډون د افغانستان په ډيرو برخو واکمن و .
د افغان چارواکو په وينا به د اتمي انرژۍ په عالي کميسيون کې شاوخوا ١٥٠ ساينس پوهان او د پوهنتونونو استادان شامل وي .
د افغانستان د اتمي انرژۍ عالي کميسيون به د دغه هيواد د چاپيريال د ادارې تر سيورې لاندې کار کوي .[/quote:44e3dc57f5]
Helmand.M
03.12.2008
مریکا: پاکستان دنړۍ امنیت ته ترټولولوی خطردی
تاند(واشنګټن)دامریکا یوه کمیسون د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې تروریستان به ښايي په راتلونکو پنځو کلونوکې له اتومي یا بیالوجیکي وسلې کار واخلي اود داسي وسلو دترلاسه کولولپاره به دپاکستان له ضعفه استفاده وکړي.
کمیسون په خپل راپور کې خبرداری ورکړ چې حاضردمه دنړۍ امنیت ته ترټولوزیات خطر دپاکستان له لوري متوجه دی ځکه چې اتومي وسلې لري اوترهګروپه دغه هیواد کې ریښې ځغلولي دي .
د امریکا د دواړو ګوندونوله غړیو څخه جوړ کمیسون وویل : که فوري اوچټک اقدام ونه شي ،ډېراحتمال شته چې تر۲۰۱۳ پوري به دنړۍ په کومه برخه کې د ترهګرو له لوري د ډله ییزې وژنې له وسلې کارواخیستل شي .
په دې راپورکې چې ( نړۍ په خطرکې ده ) نومېږي اود کانګریس په امرله شپږمیاشتې څېړنې وروسته چمتو شوی، دبارک اوباما راتلونکي حکومت ته خبرداری ورکوي چې دامریکا امنیت له جدي خطر سره مخامخ دی .
سپینې ماڼۍ وویل ټاکل شوې ده چې دا راپور نن ( چهارشنبه) ولسمشربوش او دغه راز دښاغلي اوباما مرستیال جوزیف بایډن ته وړاندې شي .
په راپور کې ویل شوي : که نن دتروریزم یا د هر راز بلې خطرناکې مسئلې دڅرک دلګولو هڅه وشي نوریښه یې په پاکستان کې وي .
Helmand.M
11.07.2009
پاكستان و اعتراف دیر هنگام
كوهستانی
یكی از رسانه های چاپ كابل به نقل از منابع پاكستانی خبر داده است كه آصف علی زرداری رییس جمهور پاكستان اعتراف كرده است كه در شكل گیری گروه های تندرو كه اكنون در مخالفت با آن دولت قرار گرفته اند، دولت این كشور سهم داشته است. زرداری خاطر نشان ساخته است كه دولت این كشور باید با جامعه پاكستان صادق بوده و به این موضوع اعتراف كند كه شكل دهی این گروه ها در تطبیق بخشی از سیاست خارجی پاكستان صورت گرفته است.
اعتراف صریح آصف علی زرداری به دست داشتن پاكستان در ایجاد گروه های تندرو و تاثیرات فعالیت این گروه ها بر امنیت افغانستان ثابت می سازد كه مردم افغانستان ناخواسته قربانی سیاست بازی های سران اسلام آباد بوده است و در قالب گروه های مختلف سیاسی نظامی در برابر یكدیگر ایستاد شده اند تا سیاست های توسعه طلبانه پاكستان را عملی سازند.
افغانستان سالها گرفتار نا امنی بوده است و این نا امنی تا كنون نیز ادامه یافته است. با پی بردن به حقیقتی كه از اعتراف آصف علی زرداری بدست می آید، روشن می شود كه بخشی از این نا امنی ها خواسته مبتنی بر امیال و علاقه های سیاسی داخلی گروه های درگیر در افغانستان نبوده است، بلكه ریشه آن در ماورای سرحدات جنوبی كشور قرار داشته است كه اینك حقایق در مورد آن اشكار می شود و معلوم می گردد كه خونهای بسیار زیادی در افغانستان بر اساس تمایل خارجی ها بر زمین ریخته شده است.
چنین اعترافی از سوی رییس جمهور پاكستان اعترافی دیر هنگامی می باشد، اما با آنهم از این نظر اهمیت دارد كه یك حقیقت موجود در روابط منطقه ای این كشور را بر ملا می سازد و آشكار می كند كه نا امنی هایی كه از چندین سال به این سو در افغانستان دوام دارد، ریشه در سیاست گذاری های خارجی پاكستان داشته و عوامل داخلی كمتری در آن دخیل بوده اند.
این اعتراف از این نظر دیر هنگام می باشد كه در طول سالیان درازی حد اقل بعد از پیروزی مجاهدین در افغانستان تا كنون، سازمان های تشكل یافته از سوی دولت پاكستان، استیلای بسیار وسیعی بر سرنوشت سیاسی افغانستان داشته اند. از میان این تشكل ها گروه طالبان سالها حكومت در افغانستان را بدست داشت كه برخی از تحلیلگران و كارشناسان بر مداخله پاكستان در تشكیل و تقویه این گروه تاكید دارند.
از استیلای دولت پاكستان بر گروه هایی كه در افغانستان به قدرت دست یافته اند یا در آن شریك شده اند، بگونه ای استفاده شده است كه خسارات زیادی به مردم افغانستان تحمیل گردیده است. زیرا تصادم این گروه ها در بسیاری از مواقع باعث گردیده تا جنگ و درگیری بوجود آید و مردم افغانستان با وسعت بسیار زیادی از آن متضرر گردند.
اما اكنون كه پاكستان اعتراف می كند كه در شكل دهی گروه های تندرو دست داشته و این گروه ها را در راستای تطبیق سیاست خارجی خود بوجود آورده است، هیچگونه بازخواستی در باره اثرات منفی كه این عملكرد در طول بیست سال گذشته بر افغانستان داشته است صورت نمی گیرد. از این رو است كه این اعتراف بسیار دیرهنگام تلقی می شود.
این سیاست گذاری پاكستان اثرات منفی خود را بر افغانستان داشته است و در طول این سالیان با اینكه دولت افغانستان بار بار به مداخله نهادهایی از داخل پاكستان در آشوب های افغانستان تاكید داشته و بدان اعتراض می كرد، دولت پاكستان سعی در انكار این مسئاله داشت و ضمن اینكه كوشش می كرد تا خود را از این اتهام تبرئه دهد، سعی داشت تا مسوولیت نا امنی ها را به ناتوانی دولت نوپای افغانستان نسبت دهد.
اما اینك كه دیده می شود امنیت داخلی پاكستان بگونه ای خطرناكی متحول شده و گروه های مرتبط با گروه طالبان در افغانستان و یا مرتبط با سازمان القاعده بدنبال قدرت نمایی در برابر دولت پاكستان می باشند و در بعضی موارد دولت آن كشور را مجاب به امضای موافقت نامه هایی نیز كرده اند، این دولت سعی می كند تا با اعلام مسوولیت در برابر این گروه ها مقابله با این خطر را در داخل خاك پاكستان توجیه كند.
با آنهم این كار اگر بصورت جدی از سوی پاكستانی ها دنبال گردد و این كشور كوشش كند تا در راستای از میان بردن این گروه ها با جدیت كار كرده و قدرت این گروه ها را كاهش داده و مخصوصا راه فرار و خروج را به سمت مرزهای شمالی خود بر افراد این گروه ببندد، می تواند نقش یك داروی آرام بخش در مورد افغانستان را نیز داشته باشد.
دلیل این خوشبینی این می باشد كه دولت پاكستان با بستن راه فرار به سمت مرزهای شمالی از یك سو باعث تضعیف گروه های تندرو در داخل این كشور می گردد و از سوی دیگر راه تقویه نیروهای همفكر با این گروه ها در افغانستان را نیز مسدود می كند. نتیجه بستن مرزهای پاكستان بر روی گروه های تندرو مرتبط با طالبان باعث خواهد گردید تا طالبان افغانستان نیز از دستیابی به مناطق امن در شمال پاكستان محروم شده و در نتیجه سرنوشت شان در داخل افغانستان تعیین گردد.
محدود شدن فعالیت این گروه ها به جغرافیاهای محدود در درون مرزهای هر دو كشور و قطع ارتباط میان این گروه ها باعث تضعیف این گروه ها می گردد كه در آن زمان برتری دولت افغانستان بر این گروه ها نیز به سادگی قابل تصور می باشد. دستیابی دولت افغانستان به موضع برتر در این مبارزه باعث می گردد تا چشم انداز امنیت نیز در كشور ما بهتر شود.
بوجود آمدن چشم انداز خوب در مورد امنیت باعث می شود تا اوضاع داخلی افغانستان نیز بهتر شود زیرا مردم با خاطر جمعی نسبت به آینده شوق پیدا می كنند تا در انتخابات نیز سهیم شده و با تعیین فرد مورد علاقه خویش به عنوان زعیم سیاسی كشور، زمینه كار و تلاش و فعالیت بیشتر برای بازسازی افغانستان را فراهم كنند. از آنجاییكه ایجاد امنیت در افغانستان باعث خواهد شد تا كار و فعالیت نیز در كشور زیاد شود، چشم انداز اقتصادی نیز تغییر مثبتی را بخود خواهد دید.