اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
تاریخې جوماتونه
مازدیګر
26.10.2007
بسم الله الرحمن الرحیم
نن که عراق دباروتو له بد بوی ډک ده او د جنګ په بی رحمو لمبو سوځی ولی
دا هیواد چی تاریخ یی له شهامتونو ډک ده تل داسی نه وو
همدغه عراق وو او همدغه بغداد وو چه دعلم له خزانو یی ټولی نړۍ ونډه اخسته
نن به وګورو چه د عراق مسلمانو په هغو ښو ورځو کی له دین سره خپله مینه
چه په هر اړخیز ډول یی ثابته کړی ده د جوماتونو دابادولو په هکله څنګه
ښولی ده........
په عراق کی بی ښمیره داسی جوماتونه دی چه هر یو بیلی ځانګړتیاوی لری
خو موږ به نن صرف په یوه جومات یعنی د سماره په جامع جومات وغږیږو
اوکه ژوند وی او د لوستونکو لیوالتیا وی په نورو تاریخی جوماتونو به سره بیا
خبری وکړو [color=white:45376395c0][size=24:45376395c0]..( دسماره جامع جومات)[/size:45376395c0][/color:45376395c0] دا جامع جومات دعباسی خلیفه المتوکل په امر په ۲۳۷ هجری
سنه کی دعراق د سماره په ښار کی چه هغه وخت د عباسیانو
دارالخلافه وه جوړ شوی او په هغه وخت کی دساحی د پراخوالی
له امله دا د نړۍ تر ټولو لوی جومات شمیرل کیده
ددی جومات د غولی اوږدوالی د۲۴۰ متره او سور یی ۱۵۸
متره دی چه په یوه وخت ۸۰۰۰۰ تنه پکی لمونځ ادا کولی
شی.
لس متره جګ دیوالونه او ۲۳ دروازی لری چه پنځه یی د
شمال په لور او ۸ شرق ته او ۸ غرب ته خلاصیږی
او دوه وړی دروازی په تاخچو کی لری
د جومات له شمالی دیوال نه د ۲۵ مترو په فاصله هغه
ستر مینار ولاړ ده چه ددی جومات دی زیات شهرت
لامل ده دا میناره چه ۵۲ متره لوړوالی ۳۳ متره سور
لری په مدور ډول ورسره تر سره پوری پاوړۍ یا زینی
چه دوه او دری متره سور لری ختلی دی او په سر کی
دا پاوړۍ په یوه ۶ مترۍ دایروی کوټه کی پای ته رسیږی
او همدغه ځای وو چه عباسی موذن به پکی اذانونه کول
Nazar
27.10.2007
مازدیګر !!!
سلامونه په ځولیو ځولیو درته وړاندی کوم
وس ته دا موایه چی ځولی خو په خ پرته وی نو ته ماته د خ په ځولی کی سلامونه رالیژی٠
ناااااا
زه تاسو ته دی ګلانو په ځولی کی سلامونه در لیم.
ستاسو معلومات می ډیر خوش سو .
رښتینی
27.10.2007
محترم ورور مازديګر سلامونه او نيكي هيلي
باور وكړه چي ډيره خوندوره او په زړه پوري موضوع مو راخيستي ده
او كه دا لړۍ جاري ولري ډير خوند به وكړي
بريا مو زما هيله
مازدیګر
28.10.2007
جامع سلیمانیه استانبول ترکیه
دا جامع جومات چه دترکی اقتصادی او فرهنګی مرکز استانبول پری ښایسته ده دعثمانی
پاچا سلیمان په امر د عثمانی سلطنت دوتلی معمار سنان ۱۴۸۹-۱۵۸۸ په هنر مندو لاسو
جوړ شوی سنان ارمنی النسل وو او بیا وروسته په اسلام مشرف شو او ددی جومات تر
څنګ یی نور هم ډیر شاهکار ونه شته چه تفصیل به یی ورسته راشی
جامع سلیمانیه څلور مینارونه لری چه د هغو جوماتونو خاصه ده چه په هغه وخت کی به
شاهانو جوړول د جومات اڼګړ ۵۹ متره اوږدوالی او ۵۸ متره سور لری تر ټولو لویه
ګومبته یی له مځکی ۵۳ متره هسکه او د ګومبتی دایره ۲۷.۲۵ متره ده
او د هغه وخت له دود سره سم ددی جومات تر ځنګ مدرسه کتابتون حمام او یو
پخلنځی چه د ښار بیوزلو ته به تری د ډوډۍ انتظام کیده یو کاروان سراې او روغتون
هم جوړ شوی دی .
دهمدی جامع جومات په خوا کی پاچا سلیمان ملیکه یی(هرام) مور یی او خور یی خښ دی
او یوه څنګ ته سنان هم تر ډیرو خاورو لاندی په ابدی خوب ویده ده
هغه سنان چه دکفر له تیارو داسلام رڼا ته راغی نو دمرغلرو په څیر جوماتونه یی مسلمانانوته جوړ کړل چه خدای ته پکی سجدی کوی.
مازدیګر
31.10.2007
[img:897dee5603]http://www.alshindagah.com/septoct2005/damascus3.jpg[/img:897dee5603]
جامع بني امية دمشق شام
رښتینی
31.10.2007
مازديګره وروره د جامع اموي يو ښكلي انځور درته ډلۍ كوم
[img:3d620c9fff]http://fc01.deviantart.com/fs14/f/2007/088/0/2/Omayyad_Mosque_by_Geehumshriber.jpg[/img:3d620c9fff]