اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
هر کلمه وینکی مسلمان دی ولس په سني،شیعه مه ویشئ!
ashna
25.10.2007
اسلام علیکم ورحمة الله و براکات ::
ښاغلو او اغلو دلته خو دا دی موږ ټول په خپلو کې یو او تر یوځای د یوې ژبې په تور تورن یو خو د دې حقیقت نه خبر نه یو چې څوک په کوم ځای کې لوی شوی ، تربیه شوی ، او زدهکړې یې کړي دي او اوس د چا لپاره کار کوي خو بس هر سور ږیری ملا راته ملا شاګل ښکاري
مطلب مې دا دی چې څنګه زموږ د دري ژبي نه ایران ګټه پورته کوي او یو شمېر جاسوسان یې په موږ کې روزلي دي دغسې زمونږ د پښتوژبې نه هم ګټه اخلي او دا نه یوازې په افغانستان کې بلکې پښتونستان کې هم خپل پرسونل لري چې د پښتونستان ځینې ملایانو د ایران سفرونه کړي دي او اوس داسې ګومان کېږي چې یو څه موده مخکې یو روحاني مشر هم د ایران سره د ښو او بدو اړیکو په ټس کې لاړو او همدې پاڼه کې یو بلاګ ، زما مطلب دی پدې هم څوک ګرم ندي مونږ د ایران کومې لاس وهنې مخې ته دېوال شولو چې لا د مذهب په نوم لاس وهنې ته به یې لاره کې خنډ شو .
مننه اشنا مو
_____________________________
[color=white:91274beda7]هر کلمه وینکی مسلمان دی ولس په سني،شیعه مه ویشئ! ( لومړۍ برخه )[/color:91274beda7]
هر کلمه وینکی مسلمان دی ولس په سني،شیعه مه ویشئ! لومړۍ برخه
په حېث د یو مسلمان ولس زموږ سره د علم،حکمت او د ټولنیز ژوند بنیادي ماخذ قرآن دی ، قرآن کریم ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ذات مقدس باندې نافذ کړ او په خپلو اقوالو او افعالو مبارکو سره یې زموږ لپاره نور هم آسان او روښانه کړ .
د قرآن کریم بنیادي مقصد خلک په زورمسلمانه ول ندي بلکې یوه داسې ټولنه جوړول دي چې په هغې کې مینه ، خوشحالي او امن وي ، په قرآن کې دي چې د دین په هکله څوک په چا جبر نشي کولای ، چې دا د الله تعالی لخوا روښانه شوې ده اوس که یې څوک مني ودې مني او که نه یې مني ندي مني .
په موږ کې د شیعو سره د اهل بېت د مینې او محبت اصول دي ، د سنیو سره د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم او د دین د لویانو محبت اود عقیدې اصول دي ، د اهل حدیث سره د توحید اصول دي ، او د اهل قرآن سره د قرآن او د حدیث اصول دي چې دا ټول اصول په خپل ځای بشپړ دین ندی بلکې د علما کرامو خبره دا اجزائې دین دي که چېرته دا ټول اصول سره یو ځای شي نو هله یو بشپړ دین ( اسلام ) ترې جوړيږي . موږ باید ټول سره ځان یو وګڼو که نه نو حال به مو د تېرو امتونو په شان وي چې خپل دین یې په خپلو کې ټوټې ټوټې کړ او ورپسې الله تعالی ورکړل .
نور بیا
پينځه نۍ د ١٣٨٦ لمريز کال د لړم ٣
ع کريم حليمي
26.10.2007
ډېر مکرم او محترم اشنا صاحب د دعا او سلام نه ورسته په ډېر احترام
عرض کوم !
[quote:88f10fd42f]د قرآن کریم بنیادي مقصد خلک په زورمسلمانه ول ندي بلکې یوه داسې ټولنه جوړول دي چې په هغې کې مینه ، خوشحالي او امن وي [/quote:88f10fd42f]
دا سمه خبره ده چه مينه او محبت په خپلو منځو کښي د ټولو نېکيو
"اصل الاصول" دي اما خوشحالي او خوابدی ،اصلا " خيراو شر "
خو د حق تعالی له جانبه دي ، هر څومره چه انسان دښو چارو و
خواته او د فجور او ګنهکارۍ او نافرانۍ څه لرې و اوسي
بيا هم خوشحالي په ځان او ټولنه کښي نسي پيدا کولای ،
څو احساسونه دي ، چه انسان ئې په کړو وړو او په درس ،نسي پيدا کولاي
هو !بد قلبي کيفيت -فجور ، بد تعليم ، بد صحبت ، دبدو کارونو د مشق او
کثرت په اثر قلبي کيفيت مخ پر کښته او و بد ته ترقي کوي
او په مقابل کښي هم دغه راز د ښوکارونو د شوق اوعمل په اثر د نېکۍ
ذوق هم پالل کيږي او د دې کا په اثر قلبي کيفيت لوړه ترقي کوي ٠
تقوای ، هدايت ، خير (خوشحالي)، شر(خوابدی ) د الله له طرفه دي
يعني زموږ په اعمالو پوري نه دي تړلي !!!
په درنښت
ashna
03.11.2007
حلیمي صېب اسلام علیکم او ښې چارې
ستاسو نیوکه په خپل ځای سمه به وي خو زما لیکنې د مسلمانانو په یوالي څرخي هېله مې ده چې تاسو نیوکې ته به پکې ځواب هم ومندل شي
مننه بریالي اوسئ.
________________
[color=white:9c243104b3]هر کلمه وینکی مسلمان دی ولس په سني،شیعه مه ویشئ[/color:9c243104b3]! (٢)
د تایخ پاڼې د دې خبرې شاهدي راکوي چې تر څو مسلمانانو په اتقاق او اتحاد سره ژوند کاوۀ نو پدې (مسلمانانو) کې د سني ، شیعه ، وهابي ، او د اهلحدیث وغېره وغېره توپیر نه و، او د نړۍ لوی لوی طاقتونه د دوی نه لړزېدل او د نړۍ په وچه او لمده کې د مسلمانانو حکومت و خو د کله نه چې یې په فرقو او په ګروپونو ځان وویشۀ نو د حاکمیت نه راوغورځېدل او محکوم شول .
فرقې په اصل کې د رښتیني اصولو د پرېښودلو اوپه خپلو خیالاتو باندې په سختۍ سره عمل کول ، مخالفینو سره تېزه خولۀ چلول او مخالفین نه برداشتولوڅخه منځ ته راځي .
الله تعالی خپله په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې غږ کوي چې ای حبیبه صلی الله علیه وسلم ما هر امت ته عبادت لپاره جدا جدا طریقه ورکړې ده چې د هغې پېروي به دوی کوي او دوی دې تا سره پدې هکله جنګ جدل نه کوي بېشکه تاسو دوی د الله تعالی لارې ته رابلئ ځکه ( صلی الله علیه وسلم ) تاسو په حقه یاستئ
د هر امت لپاره کتاب ، کتب سماوي یا آسماني کتابونه
(۱) زبور په حضرت داؤد علیه السلام باندې نازل شوی دی
(۲) توراة په حضرت موسی علیه السلام باندې نازل شوی دی
(۳) انجیل په حضرت عیسی علیه السلام باندې نازل شوی دی
(۴) قرآن په محمدرسول لله صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی دی او پکې د تېر شوي ټولو کتابونه تصدیق هم شوی دی
زبور د لمنځ تلی دی ، توراة او انجیل کې هم لفظي، معنوي او بنیادي بدلونونه شوي دي چې اوس قرآن مجید یوازینی کتاب دی چې ټکي په ټکي محفوظ او په خپل اصلي حالت پاتې دی .
.نور بیا .........
ميوند اشنا
پينځه نۍ د ١٣٨٦ لمريز کال د لړم ١٠
هر کلمه ویونکی مسلمان دی (۳)
ashna
10.11.2007
[color=blue:8bcb61b709]هر کلمه ویونکی مسلمان دی (۳) [/color:8bcb61b709]
[color=white:8bcb61b709]قرآن څنګه او د چا په لاس راټول شو [/color:8bcb61b709]؟
...........
...........
قرآن کریم په کامل طور سره ټول دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کې لیکل شوې دې، پیغمبر صلی الله علیه وسلم کتاب الوحي (دوحي لیکونکي) درلول، آیت چې به نازل شو، هغوي به ولیکلو.
بله دا چې قرآن کریم دډیرو زیاتو صحابه کرامو په یادو یاد وو،
او کله چې به وحیه راتلله، او آیتونه به نازل شو، نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم به کتاب الوحي ته وویل: چې دا فلانۍ آیت فلاني آیت پسې ولیکۍ، دا فلانې آیت فلانې سورت کې کیږدۍ، دا فلانې سورت په فلاني ځاي کی کیږدي، یعنې دقرآن ترتیب هم توقیفې دې، نه توفیقي.
کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفات شو، او دیمامه په جنګ کې ډیر قاریان شهیدان شول، چې دغه جنګ دابو بکر رضي الله عنه په وخت کې شوې دی، نو دڅه قیصې وروسته ابوبکر اوعمر رضي الله په دې سلا شول، چې په مختلفو صحیفو کې لیکل شوې قرآنکریم په یوه مجلد کې راټول کړي، او هماغسې یي وکړل، قرآن کریم آیتونه به په تواترې ډول دصحابه کرامو دیادو یاد وو، خو له دې سره سره به يي لیکل شوې صحیفو څخه هم کار آخیست، او ددې پروګرام مشر زید بن ثابت رضي الله عنه وو، چې دمدینې منورې تر ټولو ستر حافظ او قاري وو، او ټول قرآن کریم يي دیادو یاد وو، خو بیايي هم په دې کفایت نه کولو، او یو آیت باندې به څو زیات صحابه وو شاهدې ورکړه، دکومو چې به یاد وو، او په دې سربیره به يي لیکل شوې صحیفي هم ورسره مقایسه کړلې.
-------------------------------
Re: هر کلمه ویونکی مسلمان دی (۳)
و.افغان
10.11.2007
ښاغلې أشنا صاحب:
په لیکنه کې مو یو څه نیمګړتیاوې تر سترګو کیږي،
هیله ده چې دغه [color=white:94616e286c]ډیره زیاته حساسه [/color:94616e286c]مسئله په ښه طور وڅیړل شي، ځکه دغې مسئلې پورې په لسهاوو نورې مهمې مسئلې تړلې دي.
په لنډه توګه دومره درته وایم چه:
قرآن کریم په کامل طور سره ټول دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کې لیکل شوې دې، پیغمبر صلی الله علیه وسلم کتاب الوحي (دوحي لیکونکي) درلول، آیت چې به نازل شو، هغوي به ولیکلو.
بله دا چې قرآن کریم دډیرو زیاتو صحابه کرامو په یادو یاد وو،
او کله چې به وحیه راتلله، او آیتونه به نازل شو، نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم به کتاب الوحي ته وویل: چې دا فلانۍ آیت فلاني آیت پسې ولیکۍ، دا فلانې آیت فلانې سورت کې کیږدۍ، دا فلانې سورت په فلاني ځاي کی کیږدي، یعنې دقرآن ترتیب هم توقیفې دې، نه توفیقي.
کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفات شو، او دیمامه په جنګ کې ډیر قاریان شهیدان شول، چې دغه جنګ دابو بکر رضي الله عنه په وخت کې شوې دی، نو دڅه قیصې وروسته ابوبکر اوعمر رضي الله په دې سلا شول، چې په مختلفو صحیفو کې لیکل شوې قرآنکریم په یوه مجلد کې راټول کړي، او هماغسې یي وکړل، قرآن کریم آیتونه به په تواترې ډول دصحابه کرامو دیادو یاد وو، خو له دې سره سره به يي لیکل شوې صحیفو څخه هم کار آخیست، او ددې پروګرام مشر زید بن ثابت رضي الله عنه وو، چې دمدینې منورې تر ټولو ستر حافظ او قاري وو، او ټول قرآن کریم يي دیادو یاد وو، خو بیايي هم په دې کفایت نه کولو، او یو آیت باندې به څو زیات صحابه وو شاهدې ورکړه، دکومو چې به یاد وو، او په دې سربیره به يي لیکل شوې صحیفي هم ورسره مقایسه کړلې.
[color=#444444:94616e286c]دا په لنډ ډول، داسې مهمه او حساسه مسئله کې باید یو څه نوره دقیقه لیکنه وشي.[/color:94616e286c]
نو دغه لومړنۍ جمعه وه، چې په دغه جمعه کې دقرآن کریم څولهجات موجود وو، په دې معنا چې قران کریم دعربو په اوو لهجو را نازل شوې وو، ددی لپاره چې په هغو ټولو قبیلو آسان وي، او دغه ټول دخداي کلام وو، دغو لهجو لږ لږ توپیر سره درلود، په الفاظو کې نه په معناګانو کې.
خو دعثمان رضي الله عنه په وخت کې یومشکل پيښ شو، هغه دا چې کله به یوه صحابي قرآن کریم په هغې لهجې وایه په کومې چې ده ته رسیدلې وو، او نورو خلکو په بله لهجه وایه، نو اختلاف مینځ ته راغۍ، حتی تر دې پورې چې ځینو يي یو بل کافر کړل، کوم خلک چې له صحابه کرامو وروسته ول، یعني تابعین.
دغه مشکل باره کې دډیرو اسلامي ولایتونو خلکو عثمان رضي الله عنه ته ولیکل، نو هغه رضي الله عنه هغه ټول مصاحف راغونډ کړل، مشهور او تکړه قراء دصحابه کرامويي راغونډ کړل، او یو مصحف يي دقریشو په لهجه چې کوم وو، هغه يي ولیکه، او څو نسخي يي ترې نورې هم ولیکلې، او هر ولايت ته يي هغه نسخه ولیږله، تر څو چې هلته ترې خلک نورې نسخي وکاږي، او هماغه مصحف خور شو، او دا ځمونږ لاسونو کې چې کوم مصحف دې، دا هماغه عثماني مصحف دې.
عثمان رضي الله عنه دا کار ددی لپاره تر سره کړ، چې دغه وخت کې رامینځ ته شوې اختلاف چې په تکفیر تمام شوې وو، له مینځه یوسي، او همداسی وشول، اختلاف ختم شو، او ټولو مسلمانانو په یوه لهجه چې دهغه قریشو لهجه وه، قرآن کریم تلاوت کول شروع کړل.
ashna
11.11.2007
ګران وهاجه ګل خبرې مو کړي دي او څرنګه چې تاسو او موږ ټول پدې ایمان لرو چې اسلام یو بشپړ دین دی او هېڅ خو او نیمګړتیا پکې نشته اوکه نیمګړتیا شته نو په موږ مسلمانانو کې ده ځکه چې نا بشپړ یو نو پځای د دې چې خپل ځانونه اصلاح او بشپړ مسلمانان کړو او نورو ته رښتینی اسلام وروښایو هغه موږ ځینې وخت دومره جدي او د احساساتو نه ډک غبرګون ښکاره کړو چې خبره رانه وشڼیږي پداسې حال کې چې اسلام د چا کومه شخصي شتمني نده د اسلام حفاظت الله تعالی خپله کوي نه زه او نه تۀ او نه کوم بل افغان او نه کوم بل مسلمان داحق لري چې یو غېر مسلم سره پدې هکله تېزه خولۀ وچلوي او یا کوم آسماني کتاب او یا کوم بل داسې قام ته چې په هېڅ عقیده نه لري په بدو ردو یاد کړي اوپه موږ افغانان خو د اسلام نه دفاع کول په څلور واړه آسماني کتابونو ناروا ده ځکه چې موږ خپل هېواد ، ولس ، او د ځانه دفاع نشو کولای نود اسلامه به څه دفاع وکړو زموږ چې څرنګه ولس تس نس دی او هېواد مو لا ورپسې د نړۍ د نقشې نه په ورکېدو په حال کې دی اسلام مو همدغسې درواخلئ ، نو پداسې شېبو کې زموږ د بري او ژوغرنې یوازینۍ لاره همدا ده چې په اسلام ځان پوهه کړو او هېواد او ولس مو راټینګ کړو او د یو بل د علم ، پوهې ، او خبرو نه ګټه واخلو او هغه د جاهلت نښې چې تر ننه په موږ کې دي خپل راتلونکي نسل ته یې پرېنږدو په موږ کې د هرې عقیدې ښاغلي او اغلي شته او د هر یو اند او خبره په خپل ځای سمه او د قدروړ ده او پدې خبرو چې د هرې عقیدې ښاغلي او اغلي یې زموږ سره شریکوي پدې خبرو دا خپل ولس د لودیځ خردجالانو لکه ډنمارک او یا کوم بل خردجال په کتار کې ورټېله نکړو ګډ کور مهم دی نه ګډ مذهب .
او هغه د عقلمندو خلکو خبره چې زما د لیکنو لړۍ دوام لري او دغه اندېښنه چې تاسو یې بې خوبه کړي یاستئ په راتلونکو لیکنو کې به یې ځواب درکړشي ځکه چې دا ټوله لیکنه ما بشپړ کړې ده خو لږه لږه یې دلته راکاپي کومه لومړی یې د وړانګې اسلام برخې ته استوم او بیا دلته .
مننه بریالي اوسئ
اشنا مو
و.افغان
11.11.2007
ګرانه اشنا وروره:
ستا له اخلاص او خلوص څخه یو جهان مننه!
زه ستاسې آندونو ته دپوره احترام په سترګه ګورم.
ځما موخه یواځې داوه چې ستا دیوه مسلمان ورور په صفت یوې دقیقي خبرې ته تاسې متوجه کړم، او که متوجه ورته یاستۍ نو مجردې یادونه تاسې ته وکړم، الله جل جلاله فرمايي: ((وذکر فان الذکری تنفع المؤمنین)).
ځما پورتنۍ لیکنه هم ددغه آیت له رویه وه.
تاسې داسې یوه حساسه موضوع شروع کړې، چې دغې رنګ موضوع کې یو آندکه غلطتي هم په تاسې باندې دمستشرقینو او شیعه ګانو له خوا دروازي خلاصوي، چې دغه لومړنۍ ډله خو بیخي قرآن نه مني، او دوهمه ډله بیا قرآن ته محرف شده وايي، او دا ځما یقیني معلومات دي، ځما غوږونو دهغوي څخه اوریدلې، او ځما سترګو دهغوي کتابونو کې لیدلې.
نو یواځې او یواځې ما تاسې ته دیوه مسلمان ورور په صفت یوه یادګیرنه درکوله، چې دغه موضوع ښه دقیقه وڅیړۍ، الله دې تاسې دا توان درکړي، چې همدغسې دقیقه يي بشپړه کړې.
نو له تاسې څخه هیله کوم، چې ددغې موضوع دتوثیق لپاره په مصادرو او مراجعو حوالې ورکړې، له کومو چې تاسې دغه ماده رانقلوۍ، که دا کار مو وکړ، نو ډیره مهرباني به مو وي.
او که ځما له خبرو مو بل کوم مفهوم اخیستي وي، نو بخښنه غواړم.
ورور مو: ساپی.
ع کريم حليمي
12.11.2007
ګرانه او مکرمه اشنا صاحب ، پسله سلام او احترامه عرض کوم چه ;
نه داسي نده !
[quote:00ea9b0c87]د اسلام حفاظت الله تعالی خپله کوي نه زه او نه تۀ [/quote:00ea9b0c87]
اسلام به مونږ ساتو
هو ! د قران د ساتلو وعده الله کړېده (إِنَّا نحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَ إِنَّا لَهُ لحََفِظونَ
يعني له تحريف او تبديل ، زياتولی او نقصان څخه ئې الله ساتي !
يعني دغه د نن ورځي قران ، هغه قران دی ، کوم چه په
(فى لَوْحٍ محْفُوظِ ) کښي دی
اشنا صاحب د استاد قاري صاحب ساپي خبري ډېر پر ځاي ، او موږ ورسره
موافق يو ، او قاري صاحب چه څه ليکلي د كتب أهل السنة حواله لري
او کوم څه چه تاسو ليکلي وه ، د كتب أهل السنة حواله نه لري
هو ! ستاسو د ليکني حواله يوازي په پنځم مذهب کښي تر سترګو کېدای سي
مذهبي ليکني ډيري زخيرې او پشتوانې ته ضرورت لري ، او ان شاالله
تاسو ئې لرۍ ، کوښښ وکړۍ چه ليکني ستاسو د سلفو او احنافو (حنفيانو)
پر اصولو تکيه وي٠
په ډېره مينه او درنښت
منلی
12.11.2007
سلامونه اوښې چاري !
[quote:95b41c8625]تقوای ، هدايت ، خير (خوشحالي)، شر(خوابدی ) د الله له طرفه دي [/quote:95b41c8625]
الله پاک ولي چا ته هدايت ورکوي او ولي څوک همداسي په ګمراهي کې پريږدي ؟
دبنده نيت صاف دی صرف ځان پوه کول دي .
مولاناروم يو ځاي وايي
انبيا، درکاردنياجبری اند == کافرا درکار عقبی جبری اند
انبيا، را کارعقبی اختيار == جاهلا را کار دنيا اختيار
ashna
12.11.2007
[color=white:b2c73b47ac]ګرانو لوستونکو د هر کلمه ويونکی مسلمان دی (٣) برخه
زما ليکنه نده د کوم فاضل عاليم ده [/color:b2c73b47ac]
ښه خو دا وي چې هر څوک خپله ليکنه په خپل نوم وليکي او مسوليت يې په غاړه واخلي او که چېرې دا لړۍ همداسې روانه وي چې د يو چا ليکنه ړنګ شي او پرې دپاسه بل څوک خپل عالمانه مهارت ښايي نو زه نور د ليکنو لړۍ دلته بندومه او تاسو په الله سپارم
تل خوشحاله وسئ
مننه اشنا مو
هر کلمه ويونکی مسلمان دی (٣) برخه
دلته پدې لاندې ليکه ولولئ
http://www.wranga.com/nuke/modules.php?name=News&file=article&sid=414
چې شل ٢٠ کاله تحصيل وکړي ملا شي
خو تبليغي سړی په يوه مياشت کې عاليم شي
و.افغان
12.11.2007
[quote:9094fbf065="زخمي"]
مولاناروم يو ځاي وايي
انبيا، درکاردنياجبری اند == کافرا درکار عقبی جبری اند
انبيا، را کارعقبی اختيار == جاهلا را کار دنيا اختيار[/quote:9094fbf065]
محترم دروند ورور: زخمي صاحب:
دمولانا روم دا خبره غلطه ده، او دا عقیده دجبریه وو ده، چې دانسان هر فعل الله جل جلاله ته منسوبوي، حتی نعوذ بالله هغه بد بد کارونه چې ځیني انسانان يي انجاموي، هم خداي جل جلاله ته منسوبوي، ځکه چې وايي: په حقیقت کې دا انسان مجبوره دې، او ددې عمل انجاموونکې الله جل جلاله دې نه انسان.
اهل سنت (دڅلورو مذهبونو امامان او دهغوي پیروانان) په دې عقیده دې، چې انسان هم اختیار لري، او ددغه اختیار په بنا باندې انسانان خپل عملونه انجاموي، او دهمدغه اختیار په بنا دښې سزا او بدې سزا لایق ګرځې.
خو بیا هم د انسان ددغه اختیار، او دانسان دافعالو خالق الله جل جلاله دې:
الله جل جلاله فرمایي: /والله خلقکم وما تعملون/
ژباړه: او الله جل جلاله پیدا کړې تاسې لره، او ستاسې عملونو لره.
په بل آیت کې الله جل جلاله فرمايي: وما تشاؤون الا أن یشاء الله رب العالمین:
ژباړه: او نه شې قصد کولې تاسې (دسمې لاری) مګر هغه چې اراده وفرمايي الله (دقصد دتاسې دسمې لاری) چې رب پالونکې د (ټولو) عالمیانو دې.
له دې څخه اخوا تلل نه دې پکار، ځکه چې ابن عباس رضي الله عنه فرمايي: ((القدر سر من أسر ار الله فی خلقه).
ژباړه: قدر (ځمونږ په پښتو کې تقدیر) دالله جل جلاله په مخلوقاتو کې یو سر (پټ راز ) دې له اسرارو څخه.
صحيح البخاري م ت البغا/6 - (ج 4 / ص 1891)
4666 - حدثنا آدم حدثنا شعبة عن الأعمش قال سمعت سعد بن عبيدة يحدث عن أبي عبد الرحمن السلمي عن علي رضي الله عنه قال
: كان النبي صلى الله عليه و سلم في جنازة فأخذ شيئا فجعل ينكت به الأرض فقال ( ما منكم من أحد إلا وقد كتب مقعده من النار ومقعده من الجنة ) . قالوا يا رسول الله أفلا نتكل على كتابنا وندع العمل ؟ قال ( اعملوا فكل ميسر لما خلق له أما من كان من أهل السعادة فييسر لعمل أهل السعادة وأما من كان من أهل الشقاء فييسر لعمل أهل الشقاوة . ثم قرأ { فأما من أعطى واتقى . وصدق بالحسنى } ) . الآية
یوه ورځ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یوه جنازه کې وه، یو څیز يي راوخیست او ځمکه يي پرې ګروله، نو ويي فرمایل: ستاسې څخه داسې هیڅ یو کس نشته، مګر چې هغه ته په جنت کې یا په دوزخ کې ځاي معلوم شوې وي، (معنا دا دهر یوه مقعد معلوم دې په جنت یا دوزخ کې):
نو صحابه کرامو وفرمایل: آیا مونږ دلوح محفوظ په دغه لیکنه تکیه ونه کړو، او عمل پرې نږدو؟؟؟ (ځکه چې جنت او دوزخ خو هسې هم معلوم دې)
نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسې عمل کوۍ، ستاسې هر یو کس لپاره هغه عمل آسانه کړاي شوې، دکوم لپاره چې پیدا شوې دی، نو که څوک داهل سعادت له جملې څخه وي هغوي ته داهل سعادت دعمل آسانۍ ورکړ شوې، او که څوک داهل شقاوت له جملې څخه وي، نو هغوي ته داهل شقاوت دعمل آسانۍ ورکړ شوې، بیا نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: { فأما من أعطى واتقى . وصدق بالحسنى } .
دحدیث شریف خلاصه داده: چې قدر دالله جل جلاله یو سر دې، نو انسان دې تکیه پرې نه کوي، خپل عمل دې کوي، او دا انسان به هغه عمل انجاموي کوم چې هغه ته په لوح محفوظ کې لیکل شوی.
محترم زخمي صاحب: دجبریانو دعقیدي معنا داده، چې انسان په هر حالت کې مجبور دې، له دې عقیدې څخه څو غلط لوازم مینځ ته راځي:
لومړۍ: انسان چې مجبور دې، نو باید پر ځاي کښیني، عمل پریږدې، ځکه چې خود بخوده له هغه هغه څه صادریږي، چې دۍ پرې مجبور شوې وي.
دوهم: جبرې عقيدي څخه دا لازمییږی، چې هره عقیده صحي ده، ځکه چې انسان پرې مجبور دې، نو دې وخت کې دانبیاوو او نورو عادي انسانانو هیڅ فرق نه کیږي، ځکه چې نبي هم مجبور دې، عادي انسان هم مجبور دې، یهودي په یهودیت مجبور دي، او مسلمان په مسلمانیت.
ځکه خودجبريي عقیدې خلک هر دیانت ته صحي وايي، او دا عقیده دمولانا روم وه، هغه مسلمانیت، یهودیت، او نصرانیت،ټولو ته صحي ویل، او ویل به يي: زه یهودي یم، زه نصراني یم، زه مسلمان یم، زه زردوشتي یم.
او ددې ټولې خبرې نتیجه دا جوړيږي، چې دغه ادیان ټول په شمول داسلام خرافات دي، نعوذ بالله من ذلک.
دریم: په دې عقیدې لرلو سره دغه خلک خپلې عقیدې یوې بلې الحادي عقیدې ته منجر کړي دي، چې هغه دوحدة الوجود عقیده ده، چې وايي: مختلف انسانان او دهغوي مختلف افعال مختلف مظاهر دي، خو دټولو حقیقت یو دې، دغه ټول یو وجود دې، چې همدغه وجود دخداي له ذات څخه عبارت دې، او دغه مختلف هر رنګه کارونه چې په مختلفو مظاهرو تر سره کیږي، دهماغه یو وجود دي.
څلورم: دجبریه وو له عقیدې څخه دا لازمیږي، چې انسان په هیڅ حالت کې ګناهګار ونه شمیرل شي، مثلا که چېرې یو سړې قتل وکړي، او بیا په محکمه کې قاضي ته ووایي: چې ما څه کړي واي، زه په خپل عمل مجبور وم، نو آیا قاضي به دهغه دا خبره ومني، او که سزا به ورته ورکوي، نو دجبریه وو له عقیدې څخه دالله جل جلاله دحدودو نه نافذیدل لازمیږي.
پنځم: دجبریه وو له عقیدې څخه دا لازمیږي، چې دانسان بد بد افعال الله جل جلاله ته منسوب شي، داسې حال کې چې الله جل جلاله قرآن کې فرمايي:
قل ان الله لا یأمر بالفحشاء.
ژباړه: ورته ووایه: چې په تحقیق سره الله چاته په فحشاء کارونو امر نه کوي.
او بل آیت کې الله جل جلاله فرمايي: وما ربک بظلام للعبید:
ژباړه: او نه دې ستا رب ظلم کوونکې په بندګانو باندې.
له دغې عقیدې څخه ځیني نور خراب لوازم هم مینځ ته راځي، نه غواړم چې په یادولو يي موضوع اوږده کړم.
دنیا دامتحان یو ځاي دې، له کومې څخه چې مونږ په قاطعو، یقینې، فطري، معجزانه، او کَوْنِي دلائلو دالله جل جلاله دوجود قایل شوي يو،ځکه هیڅ یو حادث دیوه محدث له وجود اوکړنې پرته مینځ ته نشي راتلاي، او بیا تر دې ټکې وروسته په قاطعانه دلائلو داسلام ددین په حقانیت قائل شوي یو، نو باید دا عقیده ولرو:
که چیرې الله جل جلاله په مونږ نعمتونه لوروي، جنت ته مو داخلوي، دا دهغه فضل او کرم دې، دا دهغه رحمت دې.
او که چیرې په مونږ سختې، اومصیبتونه، دځینو اعمالو په وجه راولي، دا دهغه عدل دې.
له خبرې اوږدیدو ډیره بخښنه غواړم ، کوښښ مې وکړ چې موضوع په لنډه ولیکم، او که نه، نو دې موضوع کې ډیر طولاني بحثونه او خبرې دي.
منلی
16.11.2007
ښاغلی وهاج ساپی اونورو درونو وروڼو سلامونه اونیکی هیلی !
ښاغلی وهاج مننه !
خبره دعقیدی په خپل ځای صحیح ده مونږ به لږ په تفصیل کې لاړ شوو ، داسمه ده چې انسان مکلف په سزا اوجزا ددی خبری متقضی ده چې عملونه اوفعلونه یی د نیت او ارادی تابع وی اوپه دغه اراده اونیت یی دبل چا تصرف نه وی اودقرانکریم له تعلیماتو څخه هم داسی ښکاری چی انسان دخپل عمل ذمه وار په خپله دی نوځکه به ترینه پوښتنه کیږی.
خو بل طرف په قرآنکریم کې داسی ایاتونه هم لیدل کیږی چې دانسان اراده دټاکلی پلان تابع ګڼی
هغه ښکاره اوواضح ایاتونه چې انسان په خپله اراده نور اوظلمت ،ایمان اوکفر، هدایت اوظلالت انتخاب وی
اِنَّا هّـدّینهُ السَّبِیلَ اِمَّا شَاکِراًوَّ اِمَّا کَفُورًا (الدهر:۳)
وَهّـــدّینـَهُ النَّجدَین ( البلد : ۱۰)
وَالَّذِینَ جَاهَــدُوُا فِینَا لِنَهدِیَنَّهُم سُبُلَناَ (عنکبوت :۲۹)
............
بل طرف داسی ایاتونه هم لیدل کیږی چې دا شیان دتقدیر تابع ګڼی لکه :
فَیُضِلُّ الله ُ مَن یَّشآءُ وَیَهـدِی مَن یَّشَآءُ (ابراهیم :۴)
وَمَایَذکُروُنَ اِلَّآ اَن یَّشَآءَ اللهُ
اوداسی ډیر نور آیاتونه
اوهمداسی په حدیث شریف کې
اذاسمعتم بجبل زال عن مکانه فصدِّقُوا به و اذا سمعتم برجلٍ تغیرعن خُلُقِه فلا تُصدِّقوابه فاِنَّه یصیرُعلی ما جُبِل علیه .
اِنَّ القلوب بین اِصبعین من اصابِع الله یقلبّهُا کیف یشآءُ
................
دلته په ظاهر یو تـــ لیدل کیږی که په دی موضوع لږ شان رڼا واچوی مهربانی به مو وی
و.افغان
16.11.2007
ګرانه او محترمه وروره: زخمي صاحب:
دهمیش لپاره مو موفق غواړم:
ستاسې ددغو پوښتنو ځوابونه مې پوتنۍ لیکنه کې په لنډ ډول سره کړي، او که تاسې غواړۍ چې تفصیل په کې وکړم، نو اوسمحال به راته سخته وي، ځکه مسئله پیچیده مسئله ده، او بحث په کې اوږد او سخت دی، خو دومره باید ووایم: چې قدر دانسان لپاره یو مجهول امتحان دې، دالله جل جلاله له پټو رازونو څخه دی، هیڅوک تری نه دي خبر، خو دجبر غلطه ده، او دا هم غلطه ده چې څوک وايي: انسان دخپلو افعالو خالق دې، ځکه دهر څه خالق خداي دی، دانسان او دانسان دکړنو خالق خداي دی، دشر او دخیر خالق خداي دی، دالله جل جلاله کـَـــــوْنــــِي اراده په کې موجوده ده، خو شرعي اراده يي یواځي په خیر کې وي، نه په شر کې،
ددې موضوع تفصیل او تحلیل یو څه وخت غواړي، او زه يي في الحال نشم کولاي.
خوشاله، سوکاله، آرامه، او موفق اوسۍ.
ع کريم حليمي
21.11.2007
مکرم زخمي صاحب او د بحث ګډون کوونکو سلامونه مي و منۍ !
اقتباس:
[quote:e231816b6f]خو بل طرف په قرآنکریم کې داسی ایاتونه هم لیدل کیږی چې دانسان اراده دټاکلی پلان تابع ګڼی
هغه ښکاره اوواضح ایاتونه چې انسان په خپله اراده نور اوظلمت ،ایمان اوکفر، هدایت اوظلالت انتخاب وی
اِنَّا هّـدّینهُ السَّبِیلَ اِمَّا شَاکِراًوَّ اِمَّا کَفُورًا (الدهر:۳) [/quote:e231816b6f]
ګرانه وروره !
هدايت په ساده او روانه ژبه و لار ښووني ته ويل کېدلاي سي
قدر هم دا رنګه په اسانه ژبه و اندازې ته ويل کېدلی سي
قضی; او همدا رنګه قضی و ارادې ته ويل کيږي
1 )هدايت تکويني او هدايت تشريعي پر لو لار پرېږده ، ولي چه ډيري اوږدو
ليکنو او بحث ته ضرورت لري !
هدايت پر درې شکله دي ، يو و بې جانه مخلوقاتوته ته کيږي
ښه مثال ئې درختي دي ، چه هدايت ورته شوی چه ريښه دي کښته ځي او
تنه دي لوړه ، او د عسلو غالبوځي ته داسي هدايت شوی چه له ګلانو عسل
را ټوله وۍ
او و شمسي نظام ته هم دغه هدايت سوې چه پرله اوړی او را اوړی
او بل هدايت او انسانانوته کيږي ، چه اول و انبيا وو ته هدايت کوي
او د نبي له لاري ئې و نورو انسانانو ته کوي
زموږ خواږه نبي ته چه هدايت و شو ، نو بعضو خلکو روحي مريض و باله
نو يو د عصر روحي ډاکتر مکې ته راغلی وو ، نو خلکو ورته وويل
چه محمد ص مريض دی ته ورسه که دي د هغه علاج وکړ
نو کله چه دغه روحي ډاکتر ورغلی ، او مبارک ته ئې وويل چه ما خورا د
ډېرو روحي مريضانو علاجونه کړي
نو زموږ خواږه نبي داسي ورته و فرمايل چه
الحمد لله نحمده , ونستعينه , ونستغفره , من يهده الله فلا مضل له , ومن يضلل فلا هادي له , وأشهد ألا إله إلا الله وحده لا شريك له , وأشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله عليه وسلم .
نو حضرت ډاکتر لاس ور اوږد کړي چه لاس راکه ، او ايمان ئې پر مبارک
راوړۍ ، يعني د نبي له لاري او په واسطه هدايت وشو و دې ډاکتر ته
او انسان ته ئې اختيار ورکړی ، چه پر ښودل شوې لاري ځي که نه ځي
او فَجَعَلْنَهُ سمِيعَا بَصِيراً (نو و مو ګرځاوه اورېدونکۍ او ليدونکۍ )
2 ) قدر
إِنَّا خَلَقْنَا الانسنَ مِن نُّطفَةٍ أَمْشاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَهُ سمِيعَا بَصِيراً
قدر يعني د خلطتې اندازه د الله په حساب سره کيږي
چه کومه اندازه اوبه او نور مختلف شيان سره ګډ کړي او خلطته ترې
جوړه کړي
ما انسان را از نطفه مختلطى آفريديم ، و او را مى آزمائيم (لذا) او را شنوا و بينا قرار داديم
3 ) او درېيم شی قَضى ده
وَ إِذَا قَضى أَمْراً فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ
د قضا تعريف په ساده شکل داسي کيږي
هر اقدام چه موږ کوو او هره نتيجه چه په لاس راغله هغه قضی او اراده
همداسي شوې وه ، د يوه کار د شروع په وخت کښي موږ ته د الله قضا او
اراده نوي رامعلومه ،خوکله چه نتيجه په لاس راسي ، نو بيا خبر سوو
چه اوووو اراده داسي وه ، نو وايو چه الحمدالله
دا يو رکن د ارکانو دي او عقيده ده چه ، فإن المسلم يؤمن بالقدر خيره وشرّه من الله
قدر د خير او شر د الله له طرفه دي !!!!!!!
شر و جنګ او جنجال او تاوان ته نه ويل کيږي
او خير وکټي ،ملک ، سرمايي ته نه ويل کېږي
هو ! خير فکري خوشحالۍ ته ويل کيږي
او شر و فکري ناارامۍ ته ويل کيږي
او نوري خبري هم پکښي سته ،
-------------
په زړو کتابونو کښي ئې داسي تعريفونه کړي ، په ډير مشکوک شکل او
په ډېر مغلق شکل چه اکثره وخت لوستونکي څه نشي ترې زده کولی
په درنښت
حليمي