نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سروي: ډېرى افغانان د بهرنيو ځواکونو پلويان دي
Anonymous
21.10.2007
سروي: ډېرى افغانان د بهرنيو ځواکونو پلويان دي
محمد کبير حقمل
په کابل کې
نظر پوښتنې پايلې ښيي چې٦٠ په سلو کې افغانان په خپل هيواد کې د بهرنيو عسکرو له شتون څخه خوښ دي
په دې وروستيو کې په افغانستان کې يوې ترسره شوې نظرپوښتنې څرگنده کړې چې ډېرى افغانان په دغه هيواد کې د بهرنيو سرتېرو له شتون څخه خوښ دي.
په دغه نظر پوښتنه کې چې د يوې کاناډايۍ موسسې لخوا ترسره شوې، له ١٥٠٠زياتو افغانانو سره خبرې شوې چې په پايله کې يې تر نيمايي ډېرو افغانانو په خپل هيواد کې د بهرنيو ځواکونو په شته والي رضايت څرگند کړى او هغه يې ددغه هيواد د بيارغونې او سولې په راوستو کې گټور بللى دى.
همدارنگه ٥١ په سلو کې افغانانو په تېرو څو کلونو کې د افغانستان پرمختگ ښه بللى دى. د طالبانو په اړه نژدې ٧٥ په سلو کې افغانانو ويلي چې له هغوى نه ښه زړۀ نه لري.
د سي بي سي نيوز لخوا په ترسره شوې سروي کې د ټول افغانستان په کچه له نژدې ١٦٠٠ تنو نه د افغانستان د اوسنۍ وضعې او په دغه هيواد کې د بهرنيو عسکرو په اړه پوښتنې شوې دي.
د نظر پوښتنې پايلې ښيي چې٦٠ په سلو کې افغانان په خپل هيواد کې د بهرنيو عسکرو له شتون څخه خوښ دي او د افغانستان د دولت له مخالفينو سره ددغو ځواکونو مبارزه اغېزناکه بولي، خو ١٦ په سلو کې افغانان د بهرنيو سرتېرو شتون ته په ښه سترگه نه گوري.
نظر پوښتنه څرگندوي، په سويلي ولايت کندهار کې چې تر شمالي ولايتونو هلته د طالبانو حضور پياوړى دى، ډېر خلک له ناټو ځواکونو سره ليوالتيا نه لري. په دغه ولايت کې 23 په سلو کې خلک د بهرنيو له حضور سره مخالف او ٦١ په سلو کې يې شتون اړين بولي.
د ټول افغانستان په کچه د پوښتل شويو وگړو ٣٨ په سلو کې خلکو ويلي، بهرني سرتېري بايد په افغانستان کې له يوه نه تر پنځو کلونو پورې د ځانگړې مودې لپاره پاتې شي، خو ٤٣ په سلو کې خلکو بيا په افغانستان کې د طالبانو ترماتې او په دغه هيواد کې د نظم تر راتلو پورې د بهرنيو سرتېرو د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.
د پوښتل شويو خلکو لويې ٧٣ په سلو کې برخې ويلي چې دوى له طالبانو نه ښه خاطره نه لري.
د افغانستان د بيارغونې د تېر شپږ کلن بهير او د ښځو د حالت په اړه د پوښتل شويو خلکو ٥١ په سلو کې چې ٤٨ په سلو کې يې د کندهار ولايت اوسېدونکي جوړوي، ويلي چې هيواد يې په تېرو څو کلونو کې ښه پرمخ تللى او ٧٣ په سلو کې خلکو د مېرمنو وضع تر پخوا ډېره ښه ښودلې ده.
په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو په اړه د خلکو دغه نظر پوښتنه چې د روان کال د سپټمبر له ١٧ مې تر ٢٤ مې پورې د افغانانو د ټول نفوس په 3.8 سلنې ترسره شوې، له ولسمشر حامد کرزي نه د افغانستان د خلکو رضايت په لوړه کچه ښيي او څرگندوي چې ٧٠ په سلو کې افغانان د کرزي له کارونونه خوښ دي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2007/10/071020_yb-af-yb-cbcnews-survey-afg-foreign-forces.shtml
زه هم بايد ودي موزو ته خپل نظر څرګند کړم چي په افغانستان کي د بهرني قواوو شتون که شه وي که نا خو د طالبانو او نورو تهرګرو شتون زهر قاتل او د افغانستان امنيت ته ګواش دي
lawangin
21.10.2007
اول ته بايدو وايو چې چا له چا پوښتنه کړې ده ??
اياله هغوخلکوڅخه پوښتنې شوې دي ،چې له خارجيانو سره اقتصادي اړيکي لري اوکه دغه 1600 وګړي بې پلوه وو ?
رابشو د کرزي حکومت ته ،داخو ټولوته مالومه دی چې کرزی او دغه دولتي ملګري بېکاره خلک ، جنګي جنايتکاران او د باندېنيو ګوډ اګيان دي ٠
افغانستان پر دغه اوسنۍ لاره خپل مرګ لا سليک کوي ٠
Nazar
21.10.2007
خان جان سلامون درته وړاندی کوم
په لوی هندوستان باندی یعنی اوسني پاکستان هندوستان بنګله دیش په دی هیوادونو باندی انګلیستان ٢٠٠ کاله حکمت وکړ
په دی دوسوه کلونوکی لکه څومره ګټه چی انګلیسانو پورته کړي دغومره یی دی ته هم ورکړی
دا هیوادونه چی دومره پر مخ تللی دی دا خو انګلیسانو ډیر څه دوی ته پریشی وو
او اوس هرڅه په ډیر تیزی سره روان دی د کمپیوټر زمانه ده پریږدي چی څه وکړی
بیابی موژ هم پسی واخلو
دا ځکه چی فیلحال په موږ کی بیسوادن ډیر زیات دی
او موژ د یوه غیره انسان لپاره کار کوو خو توربورته کار نکوو
که ستا خپل سکنی ورور ترتاسو رسیدلی وی نو تاسو باندی به ډیره سخته وی
دا عادت په ټولو اافغانانو کی موجود ده
مګر بعزی تنګ نظره انسانان خبره ده کفر او د اسلام په خوا کش کړی
په هندوستان کی مسلمانان نشته ؟
په پاکستان مسلمانان نشته ؟
په بنګله دیش کی مسلمانان نشته ؟
پدی ټولو هیوادنو باند ی انګلیستان ٢٠٠ کاله حکمت وکړ
په حکمت کولو سره اسلام ته تاوان نه رسیږی
نور تاسو شه او پوح یاست کیدای شی زه دی غلت یم
دا زروری نده چی سرف د خپل هیواد تاریخ ته نظر واچوو د ټولی نړی تاریخ ته باید پاملرنه وشی
pattang
21.10.2007
انډيواله ترکستان ته روان يې !
داسې اولس نشته چې اشغالګروته يې ښه وېلي وي ٠ که هندوانو انګلسان خوښولی نو ولي يې پخپلو وينو او بنديخانو ازادي واخيسته ?
په تاريخ او نتائجو ځان پوه کړه ?
[quote:773a67ac13="Nazar"]خان جان سلامون درته وړاندی کوم
په لوی هندوستان باندی یعنی اوسني پاکستان هندوستان بنګله دیش په دی هیوادونو باندی انګلیستان ٢٠٠ کاله حکمت وکړ
په دی دوسوه کلونوکی لکه څومره ګټه چی انګلیسانو پورته کړي دغومره یی دی ته هم ورکړی
دا هیوادونه چی دومره پر مخ تللی دی دا خو انګلیسانو ډیر څه دوی ته پریشی وو
او اوس هرڅه په ډیر تیزی سره روان دی د کمپیوټر زمانه ده پریږدي چی څه وکړی
بیابی موژ هم پسی واخلو
دا ځکه چی فیلحال په موږ کی بیسوادن ډیر زیات دی
او موژ د یوه غیره انسان لپاره کار کوو خو توربورته کار نکوو
که ستا خپل سکنی ورور ترتاسو رسیدلی وی نو تاسو باندی به ډیره سخته وی
دا عادت په ټولو اافغانانو کی موجود ده
مګر بعزی تنګ نظره انسانان خبره ده کفر او د اسلام په خوا کش کړی
په هندوستان کی مسلمانان نشته ؟
په پاکستان مسلمانان نشته ؟
په بنګله دیش کی مسلمانان نشته ؟
پدی ټولو هیوادنو باند ی انګلیستان ٢٠٠ کاله حکمت وکړ
په حکمت کولو سره اسلام ته تاوان نه رسیږی
نور تاسو شه او پوح یاست کیدای شی زه دی غلت یم
دا زروری نده چی سرف د خپل هیواد تاریخ ته نظر واچوو د ټولی نړی تاریخ ته باید پاملرنه وشی[/quote:773a67ac13]
pattang
22.10.2007
په فاریاب کي د ناامنیو اصلي جړ بهرني ځواکونه دي
په فارياب ولايت كي دوروستي نا آرامي او بې امنيتي دبهرنيو ځواكونه دناوړه كړونو څرګنده ده دا خبره په ولسي جرګه كي دفارياب ولايت دخلګو استازي مولوي شيخ احمد هغه مهال اوكوه چي ددې ولايت يوتن پخوانئ جهادي قومندان خاوروته سپارل كيده
په دي روستيوكي دفارياب ولايت منتخبو وكيلانو رسنيوته ويلي او چي په دي ولايت كي ميشت بهرني ځواكونه دي بايد خپل عمليات داخلي مسولينو سره په هم غږي كي تر سره كړي
هغوي ددي ولايت په قيصار ولسوالي كي دكورونو په تلاشي په خپل سر کوي او يوه نظامي هډه ېي هم په دې ولسوالۍ كي جوړه كړيده
هغوي وايي چي قيصار السوالۍ په هيواد كي يوه دهغو ولسواليو له جمله نه ده چي پكښي سوله او امنيت په ډاډه ډول تامين دي او ددي هډي د جوړولو هيچ اړتيا نسته ده،ا وهمدارنګه هغوي واي چي په دې والسوالۍ كي دخلګو كورونه په خپل سر تلاښي كولو دخلګو قهر راپاره ولي دی
شيخ احمد وويل چي په دي ولايت كي دپوليسو ملي اردو او ملي امنيت ځواكونه موجود دي اودبهرنيو ځواكونوته هيچ ډول اړتيا نه ليدل كيږي چي دچا كور تلاښي كړي هغه وويل چي په دې ولايت كي دا تلاښي د الماني او نارويژي قواوولخوا تر سره كيږي چي( دپي آر تي ) او ايساف په ليكو كي پدي ولايت كي دنده تر سره كوي
دا په داسي حاليكه ده چي څه موده مخكي په شمال كي دآيساف عمومي قومندان هم ويلي و چي په فارياب ولايت كي ددولت دمخالفينو ځالي جوړي سوي دي او موږ پلان لرو چي دا ځالي لمنڅنه يوسو
عپدالطيف سهاك
توردلى
23.10.2007
دا ټولې اټكلي سروې ګانې دي: ما هم يوه سروې كړې ده، ما چې څومره خلك پوښتلي دي:
* تر ټولو ډېرى خلك له خارجيانو كركه كوي، خو په وتو كې بيا ډېر وايي، چې ووځي. خو چې پوښتنه ترې وكړې، چې په عملي ډول ووايه څنګه ووزې، بيا بېلابېل نظرونه وايي او ځېنې خو بې ځوابه شي.
* ډېرى خلك د طالبانو په هكله پوښتنې لري، ځكه هغوى ډېرې داسې كړنې كوي، چې بلكل د چا تمه نه وي.
ډېرى خلك له طالبانو او حكومت دواړو سر ټكوي، خو د طالبانو په وړاندې خپل شكايت نه شي څرګندولى، داسې نه چې بې سواله او بې ځوابه د كومې نا څرګندې پېښې ښكار نه شي.
خو عموما ملت له دواړو لوريو هم طالبانو او هم خارجيانو په تنګ دي.
دا زما سروې ده!!!!
Nazar
23.10.2007
pattang اشنا زه خو بیا هم شه یم یوۍ خواته خو روان یم
خوا می تاسو ته ولاړه چی زاي پر زاي ولاړ یی
پرون یی په یوه سپین ږرری پلار او زوانه پیغله یی زیری وکړ چی ستاسو زوي او ستاسو خاوند ښهید ښو
دا څو کسان وه چی په خړه ډاډسن کی ورته راغلو او بس سرف مبارکی
تر شزه خو دی هغه سپین ږیری وخوت او هغه دوه واړه یتیمان
وروه دا په اسلام مین په بله دونیا کی دی
که خپل ځان ته نر وایی کمپیټرر پریږده او په خپل بدن پوری او په خپلو غوشو پوری
بمونه وتړه کله کله اسمان ته کتل هم شه وی
الله پاک موږ پیدا کړی یو له خاورو خو الله پاک سسترګی په سر کی راکړی دی ترڅو چیی اسمان ته په اسسانی سره وګورو
په درناوی
درويش
24.10.2007
[quote:768e831522="pattang"]که هندوانو انګلسان خوښولی نو ولي يې پخپلو وينو او بنديخانو ازادي واخيسته ?
/quote][/quote:768e831522]
د جهالت ګوډيه هيڅ له تاريخه خبر نه يې
هندوانو سياسي مبارزه کړې ده او تر څنګ يې د انګلېسانو د موجودګۍ څخه ګټې هم ترلاسه کړې دي.
ته ماته يوه بېلګه وړاندې کړه کوم هندو د خپلې مبارزې پر مهال د خپلو خلکو څخه سرونه غوڅ کړي او د څټ لخوا يې ذبح کړي دي؟
او کوم هندو د مبارزې په ورځو کې ټوپک او بمونه اخيستي په کليو کې د ګيدړ په څېر پټ شوى او ملکي خلک يې په انګلېسانو وژلي؟
او تر دې هم غټه خبره دا چې هندوانو مبارزه د خپل وطن لپاره کړې او دا ته چې څه ته مبارزه وايې دا د پاکستان د استخباراتي او ترهګرو بانډونو کاروبار دى، دې ته مبارزه نه شې ويلى.
pattang
24.10.2007
فکر کوه دامريکا په خوا غږ ېږه چې [color=brown:56207411e7]social security benefit [/color:56207411e7]بېرته درڅخه وانخلي٠
اوس به راشم ستا لودګي ته :
[quote:56207411e7]د جهالت ګوډيه هيڅ له تاريخه خبر نه يې
هندوانو سياسي مبارزه کړې ده او تر څنګ يې د انګلېسانو د موجودګۍ څخه ګټې هم ترلاسه کړې دي. [/quote:56207411e7]
کوم کار چې په هند کې اشغالګرو کړی دی هغه يې دخپلې امپرياليستي کټو
او طبيعت لپاره کړی دی او نه داهندوانو لپاره ٠ ددې کار طبيعت همداسې دي
چې اشغالګر وزي نو کارونه يې مظلوم ملت ته پاته کيږي٠
دانګلستادمعماري اونقاشي زوړ کلتور او همدارنګه ټولنيز اقتصاد يې،د هند
د هغه وخت دخامو او پخو موادو استعمالولو او استعمار برکت دي٠
( البته دانګليس لپاره )
[quote:56207411e7]ته ماته يوه بېلګه وړاندې کړه کوم هندو د خپلې مبارزې پر مهال د خپلو خلکو څخه سرونه غوڅ کړي او د څټ لخوا يې ذبح کړي دي؟[/quote:56207411e7]
هو هغووګړيو چې داولس د ازادي غوښتونکو مخبري به يې اشغالګرو ته کوله
څای پر څای يې دمرګ سزا ليدلې ده٠ ډېر مسالونه يې په نوره نړۍ کې هم ليدل کيږي
(دوهم نړۍ وال جنګ ٠ فرانسه، روسيه ، يوګوسلا ويا او نور ډېر ملکونه په مختلفو
وختو کې ) .
[code:1:56207411e7]او کوم هندو د مبارزې په ورځو کې ټوپک او بمونه اخيستي په کليو کې د
ګيدړ په څېر پټ شوى او ملکي خلک يې په انګلېسانو وژلي؟[/code:1:56207411e7]
ګاندي څو واره په کلو کلو په بنديخانه کې نوو?? په زرګونو هندوان انګليسانو
مړه نکړل ? چې مالومات نلرې څه لازم چې سياسي بحث کوې
[quote:56207411e7]او تر دې هم غټه خبره دا چې هندوانو مبارزه د خپل وطن لپاره کړې او دا ته چې څه ته مبارزه وايې دا د پاکستان د استخباراتي او ترهګرو بانډونو کاروبار دى، دې ته مبارزه نه شې ويلى.[/quote:56207411e7]
داخبرې چې ته يې کوې ټولې هغه خبرې دي چې دشمالي ټلوالو جنګي جنايتکاران
يې کوي ، خو هغوی خپله مذدوري ايران اوروسيې ته پټوي او دميديا الي او دپروپاګندې خوله يې دغسې لوده پښتانه لکه ته او ځينې نور ګرزه ولي دي ٠