د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

خلکو جهاد کوۍ جهاد !!!!


ع کريم حليمي
20.10.2007

درنو او مکرمو وړونو او خوېندو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !

خلګ په عمومي ډول له "جهاد" څخه د جنګ او قتال معنیٰ  اخلي 
مګر ددې وسيع مفهوم په دې ډول تنګول بېخي غلط کار دی !

"جهاد" لفظ د "جهد" څخه مشتق او راوتلی دی ، جهاد او مجاهده د 
فعال او مفاعلت په وزن د همدې "جهد" څخه مصدرونه دي ، او په 
لغت کښي د محنت او کوښښ په معنیٰ  دی ، او د دې لغوي معنی ته 
ورته او ورنزدې ددې لفظ اصطلاحي معنیٰ  هم ده ، يعني د حق بلندۍ 
او د حق د اشاعت او حفاظت د پاره هر ډول جد او جهد ، قرباني او 
ايثار په ځان منل او هغه ټول جسماني او مالي او دماغي قوتونه چه 
له الله تعالی له خوا بندګانو ته ورکړه سوي دي ، د خپل او د خپلو 
عزيزانو او خپلوانو او اهل او عيال او خاندان او قام له پاره محنت 
ګالل جهاد دی 

جهاد څو قسمه دۍ 
1 -هر کله چه محنت او ډېر سعی او جد او جهد د جهاد معنیٰ  ده 
نو په دی صورت کښي هر نېک او ښه کار د جهاد په معني کښي 
داخلېدلای سي ،په اصطلاح کښي دا قسم جهاد د "جهاد اکبر "په 
نوم ياديږي ، چه د ټولو څخه پورته او لوړ او اعلیٰ قسم پخپله 
د خپل نفس سره جهاد کول دي (جهاد اکبر يعني لوی جهاد دخپلو 
نفسي خواهشاتو سره جنګ کول)   ،يا په بل بهتر عبارت: بهترين او ښه جهاد دا دی چه موږ او تاسي 
د [color=blue:027074e0c3]خدای د پاره [/color:027074e0c3]د خپل نفس او خپل خواهش سره جهاد وکړو٠ 

بسمه تعالی - وَ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَ عَمِلُوا الصلِحَتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سيِّئَاتِهِمْ وَ لَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسنَ الَّذِى كانُوا يَعْمَلُونَ(7 )
ژباړه -او چا چه زموږ په باره کښي جهاد وکړ (يعني زيارونه او تکليفونه
ئې وګالل ، موږ به هغوته خپله لار پخپله ور وښيو او بېشکه خدای د نېکو
کارانو ملګری دی ٠

بسمه تعالی -وَ مَن جَهَدَ فَإِنَّمَا يجَهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللَّهَ لَغَنىُّ عَنِ الْعَلَمِينَ(6)
ترجمه - كسى كه جهاد و تلاش كند براى خود جهاد مى كند، چرا كه خداوند از همه جهانيان بى نياز است

نو همدا مجاهده د کاميابۍ زينه (ځينه)او روحاني ترقيو وسيله ده

په ترمذي کښي رغلي دي چه :حضرت رسول الله محمد صلی الله عليه وسلم
و ويل [color=white:027074e0c3]‏"‏ الْمُجَاهِدُ مَنْ جَاهَدَ نَفْسَهُ ‏"‏[/color:027074e0c3]
ژباړه -يعني مجاهد هغه څوک دی چه هغه د خپل نفس سره جهاد کوي

حضرت رسول الله محمد صلی الله عليه وسلم د اصحابو څخه پوښتنه وکړه 
چه : "تاسي پهلوان چاته واياست ؟ هغو عرض وکړ 
"هغه څوک نه سي پرزولای(مغلوب )" رسول الله محمد صلی الله عليه وسلم
وويل چه: يا او وئې فرمايل چه "هغه څوک چه هغه پهلوان را ؤ پرزولای 
سي ، او هغه حريف مغلوب کړي چه د هغه لوب غاړی د هغه په خپله سينه 
کښي دی (دغه حديث نه بلکي مفهوم ئې دی ) اصلا مبارک داسي ويلي وه چه 
‏"‏ لَيْسَ بِذَلِكَ وَلَكِنَّهُ [color=cyan:027074e0c3]الَّذِي يَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ [/color:027074e0c3]‏"‏
ژباړه -هغه دی چه يا هغه د قهر اوغضب په حالت کښي خپل ځان په قابو 
کښي وساتلای سي ( صحيح مسلم ، كتاب البر والصلة والآداب، باب فضل من يملك نفسه عند الغضب وبأى شىء يذهب الغضب )

2 -د جهاد يو بل قسم جهاد بالعلم دی 
د دونيا ټول شر او فساد د جهالت او ناپوهۍ نتيجه ده ، او د دې بد مرض 
لري کول د هر حق طلب شخص د پاره يو ضروري کار دی 
که يو شخص د عقل او معرفت او علم او پوهي د ړنا خاوند وي ، نو پر 
هغه دا خبره فرض او لازمه ده چه هغه په خپله دغه ړنا و تيارو 
زړونو ته ګټه ورسوي 

د توري او قوت دليل د چا په زړه کښي طمانيت او تسلط نسي پيدا کولی 
د خکوپر زړونو تسلط د برهان په قوت پيدا کيږي 
له دې کبله ارشاد وسو چه :
بسمه تعالی -ادْعُ إِلى سبِيلِ رَبِّك بِالحِْكْمَةِ وَ الْمَوْعِظةِ الحَْسنَةِ وَ جَدِلْهُم بِالَّتى هِىَ أَحْسنُ إِنَّ رَبَّك هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضلَّ عَن سبِيلِهِ وَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ(125)
ترجمه -با حكمت و اندرز نيكو به سوى راه پروردگارت دعوت نما، و با آنها به طريقى كه نيكوتر است استدلال و مناظره كن ، پروردگار تو از هر كسى بهتر مى داند چه كسانى از طريق او گمراه شده اند و چه كسانى هدايت يافته اند.

د دين دا تبلغ او دعوت چه بېخي په علمي طريقه اوډول وي 
د جهاد يو قسم دی، او د دعوت او بلني ددې طريقې نوم "جهاد بالقران"دی 
چه قران پخپله خپل دليل او خپل موعظت پخپله د خپل ځان مناظره ده 

د هغه چاد پاره چه په قران په ريشتيا په ښه شان پوهېږي ، 
د قران د صداقت او رشتياوالي د پاره بې د قران څخه د بل هيڅ کوم يو شي 
ضرورت نسته ، رسول الله محمد صلی الله عليه وسلم ته د روحاني جهاد 
يعني د روحاني ناروغيو د لښکرو د ماتولو او شکست د پاره همدا القرآني توره په لاس ور کړه سوه ، او د همدې القرآني توري په ذريعه 
د کفارو او منافقانو د مشکوکو او شبهاتو لښکروته د ماتي او هزيمت او 
شکست حکم ورکړای سوو ، 
 
بسمه تعالی -فَلا تُطِع الْكفِرِينَ وَ جَهِدْهُم بِهِ [color=red:027074e0c3]جِهَاداً كبِيراً[/color:027074e0c3](52)
ژباړه -ته د کافرانو خبره مه منه او د قران په ذريعه هغو سره جهاد وکړه لوی جهاد 

د د قران مجيد په ذريعه جهاد وکړه يعني د قران په ذريعه د هغو سره 
مقابله وکړه او همدې قراني جهاد او مقابلې ته الله تعالی "جهاد کبير "
يعني لوی جهاد او ډېره زوروره مقابله ويلې ده  

له دې  څخه به تاسي ته د دې خبري اندازه معلومه سوې او لګېدلې وي 
چه قران مجيد په نظر کښي جهاد بالعلم څومره اهميت لري ، علما هم په دې 
اهميت پوهېدلي دي ، او دې قسم او ډول جهاد ته ئې ډيره مهمه او لوړه 
درجه ورکړې ده ٠ 

دهر مسلمان دا وظيفه ده چه هغه د حق د مرستي او حمايت او 
د دين د نصرت او اعتلائ د پاره عقل ،فهم ، علم او بصيرت حاصل کړي 
او دغه شيان په دغه لار کي مصرف کړي ، او ټول هغه علوم چه په دې لار 
کښي ورڅخه کار اخستل کېدای سي ، د دې له پاره حاصل کړي ، چه له 
هغو څخه د حق په اشاعت او خپرونه او د دين په مدافعه کښي کار واخلي 
او دا د علم جهاد دی ، او داهغه جهاد دی ، چه د علم په ټولو خاوندانو 
فرض او لازم دی ٠ 

3 -جهاد بالمال 
بيا که خدای کول 


Nazar
20.10.2007

حلیمی صاحب سلامونه درته وړاندی کوم
دا څه چی زه درته لیکم په یوه ټوکه یی تسور کړه
او تاسو چی کوم معلومات د جهاد په باره کی لیکلی ډیر شه دیر ه مننه
ISI به غلو ته ویل چی ورشه په افغانستان کی  پل ړنګ کړه  مکتب ته اور واچوه
معلم حلال کړه او د تګ راتګ په لارو کی زنزیرونه واچوه
او د خپل هیواد شتمني راوړه ٠
زه خو له دی جهاد څځه خبر وم یعنی له دی عربی او پاکستانی جهاد څخه
حلیمی صاحب تاسو نن بیا دا جهاد په  بله معنی رابرسیره کړ
زه ولا خداوراستی پکی ورک یم ٠
په پشتو کی  وچ دجهاد معنی راوشی په پشتو کی جهاد ته څه وایی
-------------------------------------------------------------------
[color=cyan:1b5dcda274]مکرم نظر جان صاحب تر دعا او سلام ورسته
هغه عصر د جنګ او قتال وو ، د جنګ او قتال عصر له افغانستان څخه ولاړ
ممکن ده چه هغه عصر د مځکي په بل ځای کښي وي ، تاسو پښتلي چه
په پښتو لسان جهاد ته څه وايي
په پښتو لسان ورته وايي :هر نېک او ښه کار او محنت ګالل د خدای په لار
په جهاد کښي داخلېدلای او بلل کېدای سي ، او محنت د خدای په لار کښي
جهاد دي اوبس
دروس سره د قتال عصر وو ، جنګ دوږخ دي هر څه ور سره تړلي دي
بيا دي خدای افغان ملت ته د قتال عصر نه راغبرګ کوي [/color:1b5dcda274]حليمي 



ع کريم حليمي
23.10.2007

3- -جهاد بالمال
انسان ته چه څه خدای ورګړي دي ددې کار منشا هم داده
چه دغه مال د خدای د رضا په لارو کي خرڅ او ولګولای سي ،
تر دې که څه هم دغه مال د خپل ځان او خپل اهل او عيال د ارامۍ
او هوسائۍ په لاره کښي هم ولګولای سي ، لکه څنګه چه هيڅ هر کار
له پاره چه روپۍ يو ضروري شئ دي ، نو د حق د حمايت او نصرت
کارونه هم بې د روپو څخه نه تر سره کيږي ، نو ټولو اجتماعي
غونډي ،تحريکونه پانګي او سرمايې ته ضرورت لري ،
او د همدې سرمايې راغونډول او برابرول او د دې مرام له پاره مسلمانانو
په خپلو ځانونو هر قسم ايثار او منل جهاد (جد او جهد او محنت )بالمال دي

په قران مجيد کښي د مالي جهاد د تنبيې او تاکيد په خصوص ډېر ايتونه
سته ، بلکي په ډېر مشکل به په قران مجيد کښي د جهاد داسي حکم پيدا سي
چه په هغه کښي به د جهاد بالمال ذکر نه وي

سر بېره د جهاد په دې قسمونو د هر نېک کار او هر فرض په ادا کښي 
د خپل مال او ځان او دماغي قوت د مصرف کولو نوم هم په اسلام کښي 
جهاد دی ، ښځي د مبارک حضورته و رغلي وې ، او عرض ئې کړی وو 
چه يا رسول الله ! موږ ته دي د غزواتو په جهاد کښي د ګډون کولو 
اجازت راکړی سي ، نو هغوت ارشاد وسو چه :
‏"‏ لَكِنَّ أَفْضَلَ الْجِهَادِ حَجٌّ مَبْرُورٌ
ژباړه -ستاسي جهاد نېک حج دی 

او هم دا راز يو صحابي له يمنه راځي او د نبي ص خدمت ته حاضريږي 
چه د جنګ په جهاد کښي ګډون وکړي ، مبارک پوښتنه وکړه ؟ چه مور او پلار 
لری ! هغه وويل چه هو ، نو مبارک ورته وويل :ففيهما فجهاد (نو تاسي د هم 
هغو په خدمت کښي جهاد کوئ )

او هم دا راز په ډېره خطرناکه موقع کښي د حق په اظهار کښي بې[color=cyan:66e646e3df] پروائي
کول هم جهاد دی [/color:66e646e3df]محمد صلی الله عليه وسلم ويل چه :

‏"‏ أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ ‏"‏ ‏.‏ أَوْ ‏"‏ أَمِيرٍ جَائِرٍ ‏"‏
لوی جهاد د يو ظالم قوت يا سلطان يا امير په مخ يا حضور کښي د انصاف 
يا حق خبره کول 
هو ! که چيري د  دښمنانو مقابلې ته مجبوريت پښ سي ، هغوی د حق 
سره په مخالفت ټينګ و درېږی ، او د هغوی د حق په لار کښي يو خنډ 
پيدا کړی ، نو په دې صورت کښي دغه خنډ د لاري نه لری کول 

او په دغه صورت کښي سرونه اخستل او سرونه ورکول د جهاد بانفس 
انتهائي او انتهائي کمال او حد دی 

که ټولي لاري چاري غونډي ، جرګې ، مرکې ستړي او ستومانه سي نو بيا
 دغه انتهائي کمل او حد يعني جهاد بانفس وخت رارسيږي ،او په شرط 
ددې چه فتوا ورکړل سي ، نو هغه وخت  بيا تر خوږې متاع تېرېدل قرباني ده  
يعني تر ژوند  ، چه دا مقدس خدمت تر سره سي ٠ 
نن په ګران او خواږه او عزيز وطن کښي د جهاد بانفس حالت او وخت نه دی 

 نوربيا که خدای کول    



ع کريم حليمي
26.10.2007

درنو او مکرمو وړونو او خويندو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !

و مسلمان ته اول او ضرور شئ تقوا ده ، او اوله درجه جد او جهد 
بلل کېدلای سي ، د محمدي وحی په اصطلاح کښي تقوا (تقوی ) د زړه 
هغه کيفيت نوم دی ، چه دغه کيفيت په زړه کښي د تل د پاره دا يقين 
پيدا کوي چه الله وتعالی حاضر او ناظر دی ، نو د همدې تقوا په سبب 
په زړه کښي د خير او شر د تميز فکر ،او د خيرخواته رغبت او د 
شر څخه نفرت او کرکي مفکوره پيدا کيږي او يا داسي هم ويلای سو 

چه دغه کيفيت (تقوای ) د ضمير د هغه احساس نوم دی ، چه د دغه 
احساس په بنا په هر کار کښي د خدای د حکم سره سم د عمل کولو سره 
ډير رغبت او د هغه د مخالفت څخه شديد نفرت او ډیره کرکه پيدا کېږي 

ملت مسلمان و هم وطنان عزيز !!
موږاوتاسو ته ضرور او فرض ده چه د قراني اياتونو تعظيم وکړو 

رب العزت ارشاد دي چه فرمائې 
 
بسمه تعالی -وَ إِن طائفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصلِحُوا بَيْنهُمَا فَإِن بَغَت إِحْدَاهُمَا عَلى الاُخْرَى فَقَتِلُوا الَّتى تَبْغِى حَتى تَفِى ءَ إِلى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءَت فَأَصلِحُوا بَيْنهُمَا بِالْعَدْلِ وَ أَقْسِطوا إِنَّ اللَّهَ يحِب الْمُقْسِطِينَ(9)

ژباړه -که دوې ډلي د مؤمنانو جنګونه وکړي په خپل منځ کښي پس جوړه 
کوئ په منځ د دې دواړو کښي پس که ظلم کولی يو د دې دواړو نه ، په هغې 
بلی باندي ، پس تاسو جنګ وکړی له هغي ډلي سره چه ظلم کوي ، تر هغو 
چه راوګرځي حکم د خدای ته ، که راوګرځېدل دا ډله ، پس جوړه وکړی 
په منځ د دواړو کښي په انصاف سره او انصاف کوئ تاسو ، بېشکه 
چه خدای خوښوي انصاف کونکي ٠ 

داخو څرګنده خبره ده چه په دواړو طرفونو کښي زور او ظلم يو پر بل عملي 
کيږي، او داهم معلومه او څرګنده خبره ده ،  دوی (حکومت او مخالفين)
کوم ظلمونه چه يو دبله سره کوي ، ځاني او مالي تاوان ئې ملت ته رسيږي ٠ 

نو فرض ده پر يوه ډله خلکو چه د حکومت او مخالفينو ترمنځ جوړه وکړي 
په داسي شرط چه پسله جوړي او روغي برته په خپلو شخصي وظيفو ته 
راوګرځي او بس 

    
نوربيا که خدای کول 


khalid afghan
26.10.2007

حليمي صاحب ډير ښه!

خو د ټوپک جهاد په اړه مې څه تر سترګو نه شول,

په ر اتلونکې ليکنه کې به يی لولو که خير وي او که څنګه?

په انتظار



ع کريم حليمي
09.11.2007

درنو او مکرمو وړونو او خويندو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !

الحمد لله نحمده , ونستعينه , ونستغفره , من يهده الله فلا مضل له , ومن يضلل فلا هادي له , وأشهد ألا إله إلا الله وحده لا شريك له , وأشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله عليه وسلم .

ټول تعريفونه د خدای له پاره دي  زه د هغه حمد وايم او د هغه څخه مرسته 
غواړم خدای چه چاته هدايت کوي هغه هيڅوک نسي بې لاري کولی او خدای 
چه څوک بې لاري کړي هغه هيڅوک نسي پر لار کولی زه شاهدي ور کوم 
چه بې د خدا بل خدای نسته هغه يو دی او شريک نه لري او زه شاهدي 
ورکوم چه محمد د هغه بنده او د هغه رسول دی ٠ 
اما بعد 

 د تاريخ په اوږدو کي چه کومي ستونزي او لانجې، چه افغانانو ته ور پېښي
 سوي  د جرګو له لاري ئې حل کړي دي ٠ 

نه چه کليوالي لانجې ئې  حل کړي بلکي ملي لانجې ئې هم د جرګې له لاري 
حل کړي دي 

نن ورځ داسي يوه لانجه روانه ده چه ملت پرمخ د بدمرغۍ کندي ته لويږي 
او صاحب نظر ځوانان لاس تر زنه ورته ناست دي ، لمنځونه کوي ، روژې 
نيسي او بعضي دحج اراده هم کوي ، دا ټول فرائض د دې له پاره کوي 
چه د دنيا و اخيرت توښه ئې سي ، هو ! درې واړه عملونه په اسلام کښي 
ستر عبادتونه دي ، خو اعلی درجه عبادت په اسلام کښي جد او جهد ، 
هغه جد او جهد چه ګټه او مفاد ئې د کورني غړو ، د خپل کلي غړو ، 
او په مجموع کښي چه ټول قوم ته ورسيږي ٠ 

 هر عبادت پر خپل خپل وخت واجب ګرځي  ، که دا خبره رښتياوي ،  
نو نن ورځ احتياج او ضرورت سته ،او واجب ده چه د يو اصلاحي حرکت 
د ملت پۀ سطحه ، ملي مبارزه او جد ،جهد د ژبې او منطقې د اصولو پراساس او د جرګې تر اصولو لاندي ، په داسي حال کي چه د جرګې 
مشري به د قومي مشرانو او صاحب نظرو افغانانو له خوا رهنمايي کيږي 
نه د حکومت له خوا !

نوربيا که خدای کول 


Mohammad Hassan
10.11.2007

محترم حلیمی صاحبه، په علم، قلم او ژبه د برکت شه.
تاسې خو رښتيا چې داسې لوی عالم راوختی، چې زما باور نه راتلو.

تر اوسه پورې چې موږ د جهاد کلمه ارېدله، نو ورسره سم مو جنګ، جګړې، وژل او ټکول، پر يو او بل باندې د تکفير مهرونه لګول او د خپل مسلمان او افغان ورور په وژلو د ځانونو غازیانول، د پرديو مالونو شکول او د خپلو جيبونو او بانکونو د حسابونو د ډکولو له پاره د چال جوړول، د خپل افغان ورور د وژلو او د هغو د مال د خپلولو له پاره د پرديو کفری قوتونو نوکری او غلامی کول، د یهودی او صلیبی قوتونو د ستراتیژیکو اهدافو د ترسره کولو له پاره يوه آله او وسيله ګرځيدل او ډیر داسې نور شیونه مو سمدلاسه په فکر کښې راتلل.

خوتاسې نه یوازې د جهاد، بلکې د دين او اسلام یوبل په تياره کښې پاته شوی، خو په اصل کښې ډير روڼ او ضروری اړخ توضیح کوی.
ماته ستاسې دا لیکنې ډيرې په زړه پورې دی او له لویه خدایه تاسې ته توفیق او حوصله غواړم چې همدې سلسلې ته دوام ورکړې،

ستاسې د نورو لیکنو د لوستلو په انتظار!


جهاد

..Ahmadzai
07.01.2008

محترم حلیمی صاحب
سلامونه آو نیکی هیلی می آومنی
له بده مرغه زه چی کله افغانی سایدو کی اسلامی مباحثی وینم او لولم ما ته افسوس پدی راځی چی آکثر افغانان دینی مسایل دمنطق اودخپلو احساساتو په منظور وړاندی کوی او حال دا چی اسلام خپل اصول او مبادی لری چی باید دهغو په بنا وړاندی شی. بله مهمه خبره دا ده چی اکثر افغانان د اسلام د فقهی مسایل په زده کولو بوخت وی او عقیدوی مسایلو ته یی پام نه وی نوځکه کله چی عقیدوی مسایلو سره مخامخ شی لیکنی ېی رکیکی او سطحی وی . پدی معنا چی که یوه څخه ېی داوداسه د نواقضو پوښتنه وکړل شی نو جواب به حتما صحیح ورکړی خو که د اسلام دنواقضو پوښتنه تری وشی نو زه یقین لرم چی اکثره به نا خبره وی او یو څو دسر ټکی به ېی یاد وی حال دا چی د اسلام ماتیدو یا ناقضیدو سره اودس څه چی هرڅومره نور عبادات هم نه قبلیږی. چون ستا موضوع له جهادسره تعلق لری او جهاد پخبله هم له عقیدی او هم فقه سره تعلق لری نو بښنه غواړم که درته ووایم چی باید عقیدوی مطالعه دی لږ زیاته کړی او دالولاء والبراء برخه خاصتاٌ اونواقض الاسلام وګوری او د سوره توبه ترجمه او تفسیر مطالعه کړی .
والسلام



ع کريم حليمي
08.01.2008

ډېر مکرم jalal ahmadzai صاحب ستاسو نه مي ومنل ، زماسلامونه نیکی هیلی هم آومنی !

[quote:44bcc2a578] الولاء والبراء برخه خاصتاٌ اونواقض الاسلام وګوری[/quote:44bcc2a578]
جزاک الله ! ان شاالله وبه ئې ګورم ، خود به ئې وګورم 

عقيدة الولاء والبراء أصل يجب على كل مسلم أن يتمسك به، هم دا أساس او 
بافت دی ، تاسو ئې هم وګورۍ ، خو داراته ووايه چه :

د الولاء والبراء له اصل څخه چيري ما ټوپ وهلی وو؟ ،زما کومه ليکنه دي لوستې ؟
چه مادي دوښمني کړې وي له مسلمانانو سره؟ او يامي د يوه مسلمان سره 
مي دوستي او محبت شکولی ؟ څه و پوهېدې چه عقيده مي ٠٠٠٠ ده ؟
عقيده د أهل السنة والجماعة او هم دشيخ  دا عقيده ده چه د توري جهاد 
 د  اعلای کلمة الله لپاره فرض دی او زما هم همدا عقيده ده او وي به 

ايا تاسو بيا يوه نوې عقيده پيدا کړې ؟ او که نوې عقيده تاسو پيدا کړې 
نو پر تاسو دي مبارک سي٠

په درنښت


جهاد

..Ahmadzai
09.01.2008

بسم الله الرحمن الرحیم
[color=yellow:4850342189]نن په ګران او خواږه او عزيز وطن کښي د جهاد بانفس حالت او وخت نه دی[/color:4850342189]
ګرانه بیا هم سلام او نیکی هیلی ومنی
الحمدلله زه لیا ثابت په خپله عقیده یم د اهل السنه والجماعه په عقیده یم کومی بلی عقیدی ته احترام هم نلرم او فکر کوم چی ته به هم داسی یی.
زما د مداخلی مطلب دا نه وو چی زه ستا په ټولو خبرو اعتراض لرم ,نه بلکل ,ځکه چی ستا په بحث کی ډیرښه مطلبونه هم پراته وو.
خو عامه طرحه یی داسی بریښیده چی ګو اکی په افغانستان کی نور جهاد نسته
او روان جنګ ددنیای ګټو او چوکۍ په خاطر ده او خلک باید نور د خپلو ځانونو په فکر کی سی هغه اصلاح کړی خپله اقتصادی وضعه ښه کړی اوهم وطن ددغو نوو ملګروپه مرسته اباد کړی ،همدغلته د(الولاءوالبراء) مسئله مطرح کیږی چی څوک ملګری او دوستان دی اوباید ننګه یی وسی او له چا څخه باید خپله ‌‌ذمه بری کړی او لاس ځینی واخلو او مخالف یی وګڼو .
ګرانه دغی خبری ته زه ډیر فکر مند شوم چی ولی اوس په افغانستان کی د جهاد وخت ندی
نو زما په نظر دا خبره چی څوک کوی نو خامخا یو لدغو دوونظروڅخه یو خامخا لری:

اول :دا چی افغانان ډیر وزوریدل ژوبل سول ورټل سول نورو ته محتاج سول او که دجهاد دا ناری تاری وی نوکیدای سی چی ورک سو او اجتماع مو لمنځ څخه لاړه سی او ذلیل به په پردیو ملکونو کی تیت پرک ژوند تیروو نو حال به مو له کردیانو څخه هم بتر سی نو باید دیو څه وخت لپاره دمه وکړو تر څو مو زخمونه ورغیږی او مټو کی مو بیا زور پیداسی او دژوند کولو اساسات مو پوره سی او نوی نسل ته دتعلیم یو څه زمینه برابره سی

دوهم : خو که خبره دا شان وی چی د جهاد دلته بالکل شرعی جواز نسته ځکه چی حکومت اسلامی ده او قانون شرع ده او معتدی متجاوز یرغلګر صلیبیان زمونږدوستان دی وطن راته اباده وی د خیر ښیګړی لپاره راغلی او دوی سره جنګ ناروا ده مخه يي باید ونیول شی ځکه چی دوی دمعاهدینو په جمله کی راځی.
نوزما نظر داسی ده:
که خبره په اول ډول وی نو کیدای شی چی د الولاءوالبراء له لحاظه یو څه معذرت درته وغواړم ځکه چی انسان خطا کیږی اوهم دنیای غلبت دده په فیصلو باندی زور اچولی شی الا من عصم الله.(فترى الذين في قلوبهم مرض يسارعون فيهم يقولون نخشى أن تصيبنا دائرة فعسى الله أن يأتي بالفتح أو أمر من عنده فيصبحوا على ما أسروافي انفسهم نادمين)الأية المائدة 52
او که خبره دوهم ډول وی نوبیا د الولاءوالبراء اصل ته څه دلیل لری ،(يأيها الذين أمنوا لا تتخذوا اليهود والنصارى أولياءيعضهم أولياء بعض ومن يتولهم منكم فإنه منهم إن الله لا يهدي القوم الظالمين) المائدة 51 ,ددغو کفارو مسلحانه او جبارنه موجودیت ته شرعی جواز او مشروعیت چا ورکړی، بین الملل خو زمونږ مشرع نده هغه یو کفری ټولنه ده إسلامي دولتونه پکی مستضعفین دی او هیڅ کله مسلمان ددوی په اصلو او فیصلوملزم نده کله چی د ده ددین په خلاف وی، ربانی، سیاف، پیر، شینواری او داسی نورو منفورو بدمورو څیرو خو تاریخ شرمولی او دوی زمونږ مفتیان ندی چی مونږ ددوی په فتوا جهاد وکړو....هاهاهاها
نو آصلی خبره دلته ده چی ته دغه صلیبیان د دوستانو په حیث منی او که ددښمن په بڼه ورته ګوری
(ومن یتولهم منکم فانه منهم) نو د الولاءوالبراء له لحاظه که دوی دښمن ګڼی نو طبعا ددوی سره جنګیدونکی اسلامی ډلی دوستی ګڼی او دصلیبیانو ملګری ډلی منفوری او مرتدی ګڼی او روان جنګ یو مقدس جهاد(Holy war )ګڼی
ځکه چی الولاءوالبراء داسلام په ناقیضیدو او تمامیدو که اساسی رول لری چی کولی شی انسان له اسلام څخه بالکل اوباسی ډیر پام پکارده.
ستا نوری ګیلی به له ګاونډیانو څخه وی زه هم ډیر ترینی ګیله من یم ځکه چی هغوی خپل شوم اهداف لری
او هیڅ داسلام او جهاد غم ورسره نسته بلکی واجب.....دی خو دا خو مونږ ته داجواز نه راکوی چی ددوی په خلاف تعصب مونږ دی حد ته ورسوی چی خپل دین څخه لاس په سر شواو دکفارو غیږ ته ورټوپ کړو او حمایت وغواړو او بیا وایو چی دا یو اسلامی حکومت ده دغه اسلامی حکومت دمسلمانانو په کله منارو جوړ شوی چی صلیبیانو دهمدی مزدور دولت دجوړولو لپاره په بی رحمانه ډول شهیدان کړاو ډیر یی بی عزته بی پته کړ، ستا خپلوان به شاید نه وی پکی !!
والسلام.
په درنښت
احمدزی


stanizy
09.01.2008

دیرقدرمن احمدزی صاحب اودروندمولوی حاصب حليمي اونوروتولویارانوته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
دادیره شه اودوخت دضرورت موضوع ده چی زموز ولس باید یی به اره معلومات ولری محترم حلیمی صاحب یقینا چی زموژ هیوادوال اوس تر بل هروخت ودی ته زیات ضرورت لری چی باید جهاد مع النفس جهاد بالمال اوجهاد بالعلم باندی بوه اوتقوي وكري اوهغه ته رادعوت شی اوستاسی دجهاد دغه بورته تعریف تشریح اوتقسیمات کت مت به باکستان کی دجماعت تبلیغ ددلی له اهدافوسره دیرشه سمون خوری اودایقینا ديربدكارنه دي .
خو گرانه حلیمی صاحب داکوم چی اصلی شی دی اوالجنه تحت ظلال السیوف اولز خودی لاندی ایاتونو مبارکه وو ته شه وگوره چی ددی مبارکو ایاتونو ترجمه به ته سرنگه وبل خواته واروی اوبيا به دی اره وتولو معتبر وتفسیرونوته هم مراجعه وکره
چی سه وایی
[color=green:3b2078054a]الله جل جلاله داسی فرمایل دی
{ان الذين امنوا والذين هاجروا وجاهدوا في سبيل الله اولئك يرجون رحمت الله والله غفور رحيم } البقره
{ان الذين امنوا وهاجروا وجاهدوا باموالهم وانفسهم في سبيل الله والذين اووا ونصروا اولئك بعضهم اولياء بعض والذين امنوا ولم يهاجروا ما لكم من ولايتهم من شيء حتى يهاجروا وان استنصروكم في الدين فعليكم النصر الا على قوم بينكم وبينهم ميثاق والله بما تعملون بصير}الانقال
}والذين امنوا من بعد وهاجروا وجاهدوا معكم فاولئك منكم واولوا الارحام بعضهم اولى ببعض في كتاب الله ان الله بكل شيء عليم{ سوره الانفال
}ام حسبتم ان تتركوا ولما يعلم الله الذين جاهدوا منكم ولم يتخذوا من دون الله ولا رسوله ولا المؤمنين وليجه والله خبير بما تعملون } سوره التوبه
{انفروا خفافا وثقالا وجاهدوا باموالكم وانفسكم في سبيل الله ذلكم خير لكم ان كنتم تعلمون { سوره التوبه
{ لا يستاذنك الذين يؤمنون بالله واليوم الاخر ان يجاهدوا باموالهم وانفسهم والله عليم بالمتقين} سوره التوبه
{واذا انزلت سوره ان امنوا بالله وجاهدوا مع رسوله استاذنك اولوا الطول منهم وقالوا ذرنا نكن مع القاعدين} التوبه
}ام حسبتم ان تدخلوا الجنه ولما يعلم الله الذين جاهدوا منكم ويعلم الصابرين} العمران[/color:3b2078054a]

که موز جهاد ته یوازی داشی پستی اونرمی معنا گانی ورواغوندو لکه حلیمی صاحب تاسی چی تعریف کری نوبیا خدای مکره دالله ج تردی وعید لاندی رانه شو چی فرمایی
[color=olive:3b2078054a]{فرح المخلفون بمقعدهم خلاف رسول الله وكرهوا ان يجاهدوا باموالهم وانفسهم في سبيل الله وقالوا لا تنفروا في الحر قل نار جهنم اشد حرا لو كانوا يفقهون} التوبه[/color:3b2078054a]
گوره بام کوه ددی مبارک ایه حکم دیر عام دی که به هغه وخت کی بانه دگرمی وه اوس شاید خلک ووایی چی هواوی دیری یخی دی دشبی زای نشته وسایل نشته خلک اکثره د یرغلگرو قواو سره ولار دی اوس جهاد ناشونی دی
اوبیانو به دی لاندی مبارکو ایاونوکی جهاد بیخی به صریحو الفازظو راغلی جی دلته نو بیاهیسوک پستی پستی اوخوژی اونرمی معناگانی نه شی وراغوستلی الله ج داسی فرمایی
[color=green:3b2078054a]{وقاتلوا في سبيل الله الذين يقاتلونكم ولا تعتدوا ان الله لا يحب المعتدين} البقره
{وقاتلوا في سبيل الله واعلموا ان الله سميع عليم} البقره
{فالذين هاجروا واخرجوا من ديارهم واوذوا في سبيلي وقاتلوا وقتلوا لاكفرن عنهم سيئاتهم ولادخلنهم جنات تجري من تحتها الانهار ثوابا من عند الله والله عنده حسن الثواب } ال عمران
{الذين امنوا يقاتلون في سبيل الله والذين كفروا يقاتلون في سبيل الطاغوت فقاتلوا اولياء الشيطان ان كيد الشيطان كان ضعيفا} النسا[/color:3b2078054a]
اوبیاهم دی لاندی ایه ته شه وگوره چی ستابر افغانستان کی دتولی دنیا وصلیبی لشکری زای برزای شوی دی ماته خو په والله چی ددی ایتونو نه حیارازی چی موز سرنکه پردی دومره ایاتونو باندی سترگی پتوو
[color=olive:3b2078054a]{قاتلوا الذين لا يؤمنون بالله ولا باليوم الاخر ولا يحرمون ما حرم الله ورسوله ولا يدينون دين الحق من الذين اوتوا الكتاب حتى يعطوا الجزيه عن يد وهم صاغرون } التوره[/color:3b2078054a]

{وقاتلوا المشركين كافه كما يقاتلونكم كافه واعلموا ان الله مع المتقين} التوبه
{يا ايها الذين امنوا قاتلوا الذين يلونكم من الكفار وليجدوا فيكم غلظه واعلموا ان الله مع المتقين} التوبه
[color=green:3b2078054a]{كتب عليكم القتال وهو كره لكم وعسى ان تكرهوا شيئا وهو خير لكم وعسى ان تحبوا شيئا وهو شر لكم والله يعلم وانتم لا تعلمون} البقره[/color:3b2078054a]
محترم مولوی صاحب که دادتوری جهاد نه شی کولی اویاهم امکانات نوی درته برابر اویاهم به کوم غربی هیواد کی اوسیزی نوبیاخو دی زه معذورگنم نو کم ازکم زان خو دنبی وارث بولی بیاخو دادتوری اوتوبک جهاد هم بیان که اوبه دی لاندی مبارک ایه باندی عمل وکوه کیدی شی خدای ج به دجهاد اجر درکی اوکه نه نو بر عکس یی مه گرزوه
[color=green:3b2078054a]{ يا ايها النبي حرض المؤمنين على القتال ان يكن منكم عشرون صابرون يغلبوا مئتين وان يكن منكم مئه يغلبوا الفا من الذين كفروا بانهم قوم لا يفقهون} الانفال[/color:3b2078054a]
داسی به لسگونو ایاتونه چی باک قران تری دک دی ددی ایاتونو متعلق چی ددنیاسومره معتبر تفاسیر وکوری نو وبه کوری سی دلته جهاد بالعلم یامع النفس دی اوکه معرکه اوجگره
محترمه د څلورو وارو مذهبونو متفقه فتوی ده [color=green:3b2078054a]اذا دخل العدو الی ثغر من ثغورالمسلمین وجب الجهاد علی مسلمی هذه المنطقه فان لم یستطیعوا اوتکاسلوا وجب علی من حولهم فان لم یستطیعوا اوتکاسلوا وجب علی من حولهم وهکذاالی ان یصیرالجهاد فرضا عیناعلی جمیع المسلمین شرقا وغربا[/color:3b2078054a]
وروره داهغه الظاف دی سی تقریبا دسلورو وارومذهبونوفه کتابونوکی به باب الجهاد یانوروبابونوکی ذکرشوی دی که مراجه ورته وکی خبله به یی وگوری
تاسی خبله عالم یاست ترجمی ته ضررت نشته ترسوبه لوستویی ملگری ستری نه شی
داخودقرانکریم ایاتونه شول او به سلگونو نبوی احادیث هم به دی باب کی وجود لری که بیاضررت وی وبه یی لیکم
نن سبا مستشرقین دیر کوشش کوی سی دادجهاد معنی به سولیزو عملونو بدله کری اوددی وجه داده سی داسلام دمقدس دین دساتنی اودفاع غوره لاره جهاد دی او ترسو چی جهادوی مجاهدوی اسلام کامیاب دی البته تل ددشمن دتعرض به مقابل کی
اولکه داحمدزی صاحب خبره دباکستان به تور جهاد ته به دومره سبکه سترگه کتل داخوهم والله که د انصاف خبره وی باکستان خودشمن دی له هغه سره دشمنی بر خبل زای خو ددی دامعنی نه جی به هیواد کی نو بیخی دجهاد موقع نشته یا جهاد فرض ندی
حلیمی صاحب ستا ددی نظریاتو نه کمونستان او علمانیان اویا هم هغه خلق چی داسلام به اره بوره معلومات نه لری دیره غلطه استفاده کوی لکه نزاراو محمد حسن اوداسی نور چی دلته یی خبل نظرونه سرگند کرل نو هیله می داده سی ددی عصری مستشرقینو له کتابونو تیر شو او دخفلو علماو و اصلی تراثوته مراجعه وکرو
ورونو دلیک غلتی وبخشی



ع کريم حليمي
10.01.2008

ډېر محترم او مکرم stanizy صاحب ، jalal ahmadzai صاحب 
تاسوته وعليکم وايم ،زماسلامونه هم ومنۍ !

بِسْمِ اللَّه:

کوم اياتونه چه تاسو راته کاپي کړي زه ايمان پر لرم ، خو دا راته وايه چه 
په افغانستان کښي ستاسو د قتل او قتال امام څوک دی ، چه امام ونه پېژنم 
هيڅوک نه هڅوم وقتل او قتال ته ، د توپک د جهاد لمړی شرط امام درلودل 
دي ،اِمَامُكُمْ مِنْكُمْ ؟ چه د امامت مشروعيت ثابت سي بيا به جهاد کوو 

بېله امير يا بېله امام نه جهاد فاسد دۍ !!!

تاسو څنګه فکر کوۍ ؟؟
په درنښت 


daud
11.01.2008

محترم حليمي صاحب،
ايا دروسانو دتجاوزاواشغال په وخت کې هم اميرالمؤمنين وجود درلود،چه دجهادفتوی يي صادره کړه اوخلکو دهغه مطابق ځاني،مالي،فرهنګي او سياسي جهاد شروع کړ؟

اوياتاسوهغه هم (دروسانوسره دافغانانوهراړخیزه مبارزه ) په جهادکې نه شميرئ؟

دازاداوخپلواک افغانستان په هيله



ع کريم حليمي
11.01.2008

ګران او محترم داود صاحب   

[quote:b37cbb00ff]ايا دروسانو دتجاوزاواشغال په وخت کې هم اميرالمؤمنين وجود درلود،چه دجهادفتوی يي صادره کړه اوخلکو دهغه مطابق ځاني،مالي،فرهنګي او سياسي جهاد شروع کړ؟

اوياتاسوهغه هم (دروسانوسره دافغانانوهراړخیزه مبارزه ) په جهادکې نه شميرئ؟ [/quote:b37cbb00ff]
هغه وخت چه عيسی عليه السلام راسي نو بيا به  اميرالمؤمنين خبري سمي 
وي ، په نن عصر کښي  اميرالمؤمنين درلودل امکان نه لري ، هر ملک 
ځان ته امير لري (نه اميرالمؤمنين)

او رورس چه ملک ته راغلی ، ټولي نړۍ که کفر وو که اسلام د مبارزې 
اعلان ئې وکړ ، او په دننه وطن کښي سر تاسري پر هر سړي قتل اوقتال 
د د قدرت په اندازه فرض عين وو ، پرچا د نفس پر چا د مال او پر چا 
٠٠٠٠٠٠٠٠ 

نن مبارزه کوه ،سعی او جد او جهد  کوۍ ، بېله توپک او توري 
او خارجي ځواکونه وباسۍ ، د ملت شورا باندي زور واچوۍ ، 
که شورا له ملت سره هم راهي نه کوي ، بله دوره بيا داسي وکيلانو 
راولی چه د ملت نمايندګي وکړي ، او د ملت د غوښتني ږغ پورته کړي ٠ 

په درنښت 


stanizy
11.01.2008

بياهم دیر دقدر ور مولوی صاحب عبدالکریم حلیمی شاغلی داود اونورو تولومحترمواومکرمو لوستونکوته ودزره له کومی السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترحلیمی صاحب دخدای ج دیر شکردی چی تاسی د علماءسوء له جملی سخه نیا ست او زما ستا اوتولو حقانی علماکرامو له نظره اوس به افغانستان کی جهاد فرض عین دی
رشتیا هم چی افضل الجهاد کلمه الحق عندالسطان الجاير لکه چی تاسی هم وړاندی ورته اشاره وکړه رشتیا هم چی په دااوس شرایطوکی دجهاد کلیمه یادول داورسکروټه ده خو یوازی هغه علماء کرام به داکلیمه یادوی چی حقانی ربانی اوولایخافون فی الله لومه لائم وی اوتاسی ته شه معلومه ده چی نن سبا علماء سوء یادامریکادویر ی داخبر ه نه شی کولای یاخو یي په فه خوله کی دالر ور اچوی نوخولی یی بربندی کریدی اویاپه داغربی هیوادونوکی اوسیږی اودالته په داغربی هیوادونوکی هم دجهادکلیمه چی به عصری غربی تعبیرکی ورته ترورزم یا ویره اچونه ویل کیزی تر دپوډروتر قاچاق کمه نده
محترمه پاته شول دادامیر اوامارت خبره اول خوداچی امیران شته که پریوه قانع نه یی نوبل ته ورشه خوکه فرض کوچی امیر وجود نه لری نوته راشه یودینی عالم یی موز به دی امیروتاکو جهادشروع کړه که چیری ودبل چاپرامارت قایل نه
[color=orange:b065b494ab]تاسی ویلی دی
د توپک د جهاد لمړی شرط امام درلودل
دي ،اِمَامُكُمْ مِنْكُمْ ؟ چه د امامت مشروعيت ثابت سي بيا به جهاد کوو
بېله امير يا بېله امام نه جهاد فاسد دي[/color:b065b494ab]
کله سی جهاد وفرض عین وگرزی اوستادملک مودوده امان اشغالگرو له لوی برملک باندی وتاکل شی اودهغویولاسبوسی وگرزی نودارته ووایه سی مسلمانان باید سه وکی ؟
دوهم به دغه صورت کی دامام متفقه شرط تادکومه زایه رابیداکر سی بی له ایمامه جهاد فاسد دی ؟
اویاهم لکه داود صاحب چی خبره کوی دروسانوپه وراندی دافغانستان دلروبر علماؤ دجهادمتفقه فتوی ورکره پرداسی حال کی چی یومتفق امیر وجودنه درلودی نوبیاخولکه کمونستان چی ډنډوری وهی چی فساد... بیاخونو دایونیم ملیون شهیدان کونډی رنډی دادربدری اوبدبختی ټول هسی بی زایه لاړل اودایونیم ملیون به خدای مکره تول ودوزخ ته زی اوکه سنکه ؟؟
اوداچی بیا زینو کورسی برستو دنیابر ستو دجهاد نتیجه خرابه کره دابیابله موضوع ده اوهغه باید دجهاد ترمشر وعیت اوعدم مشروعیت بوری اړه ونلری
[color=yellow:b065b494ab]حلیمی لیکی
هغه وخت چه عيسی عليه السلام راسي نو بيا به اميرالمؤمنين خبري سمي
وي ، په نن عصر کښي اميرالمؤمنين درلودل امکان نه لري ، هر ملک
ځان ته امير لري (نه اميرالمؤمنين) [/color:b065b494ab]ددی نه خوداسی رامعلومیزی چی دعیسی علی نبینا وعلیه الصلاه والسلام ترراتگه بوری جهاد وجود نه لری زکه تاسی وایی امیرالمؤمنین فه توله نری کی نشته اوافغانستان خوامير هم نه لری چی بر دیسره مو دخدای ج یولو حکم چی جهاددی معطل وگرزاوی بلا دلیل اصلی یرجع الی القران والسنه والاجماع والقیاس
[color=orange:b065b494ab]حلیمی لیکی
او رورس چه ملک ته راغلی ، ټولي نړۍ که کفر وو که اسلام د مبارزې
اعلان ئې وکړ ، او په دننه وطن کښي سر تاسري پر هر سړي قتل اوقتال
د د قدرت په اندازه فرض عين وو ، پرچا د نفس پر چا د مال او پر چا[/color:b065b494ab]
محترمه اول داراته ووایه چی دروس دراتگ اوامريکااونورو کفارو دراتگ ترمنز سه توبیر دی ؟
اودالاندی عبارت ته یوپلا بیا شه وگوره چی دلته بیانو دکفری اوغیرکفری نری دمبارزی داعلان ضرورت شته اوکه نه؟؟
اذا دخل العدو الی ثغر من ثغورالمسلمین وجب الجهاد علی مسلمی هذه المنطقه فان لم یستطیعوا اوتکاسلوا وجب علی من حولهم فان لم یستطیعوا اوتکاسلوا وجب علی من حولهم وهکذاالی ان یصیرالجهاد فرضا عیناعلی جمیع المسلمین شرقا وغربا
ترجمه کله چی دشمن دمسلمانانو یوی منطقی ته ورداخل شی نو ددغی منطقی برخلقوجهاد واجب شو خوکه چیری دغوخلقو جهاد نه سوای کولای یعنی ددشمن فه مقابل کی کمزوزی ول دشمن یی قوی وبیانوددوی دماحول برمسامانانو ددوی مرسته اوجهاد فرض گرزی اوکه داغه هم کمزوری اویا سست جهاديي نه كاوو بیا یی دماحول برمسمانانو فرض شو چی به دی ترتیب دگردی نری پر مسمانانو له مشرقه ترمغربه جهاد فرض عین وگرزیدی.
[color=yellow:b065b494ab]حلیمی لیکی
نن مبارزه کوه ،سعی او جد او جهد کوۍ ، بېله توپک او توري
او خارجي ځواکونه وباسۍ[/color:b065b494ab]
داهغه الفاظ دی چی ستاسی به شان له یوه دینی عالم سره پرخدای قسم که شه شکاری داخوددی دیموکراسی لیکوالانو الفاظ دی
حلیمی صاحب ته راته وشیه چی دشمن په تول عمرکی به دغه مبارزی سره چی ته وایی بغیر له توری اوتوبک له یوملکه وتلی وی ؟؟
اوکله سی امیر وجودنه لری لکه ته سی وایی بیادغه مبارزه سعی جد اوجهد بی له څرنګه جواز لری؟؟
اخی الکریم اتقی الله ولاتکتب من الهوی اولاجل هذا وذاک ولاجل موقف اوخوفامن احداولاجل متاع الحیاة الدنيا وانظر الی یوم تکون انت واقف امام الله عز وجل ویسألک بکل کلمه وحر ف تخرج اویخرج من فمک اوقلمک اوجهازک مایلفظ من قول الا لدیه رقیب عتید اخی هذا الیوم العظیم الذی یفر المرء من اخیه وامه وابیه وصاحبته وبنیه هناک لایفید المال ولاصدیق ولا رفیق الا المتقون الا من اتی الله بقلب سلیم لا غرب ولا شرق یحمل منک شیأ يوم يعض الظالم على يديه يقول يا ليتني اتخذت مع الرسول سبيلا يا ويلتى ليتني لم اتخذ فلانا خليلا هذا الموقف الحالی فی بلادنا الحبیبه افغانستان موقف حساس فلا بد للعلماء امثالک صاحب البیان والفلم ان یقف بموقف جريء ان یبین الحق ولایکون شیطانا اخرسا وان یکون علی کلمه الحق ولو عند السطان الجائرمثل امريكاوفرعون العصر.
وماعلینا الا البلاغ


جهاد

..Ahmadzai
11.01.2008

ټولو محترمو وروڼو
السلام علیکم
مولوی صاحب حلیمی
محترمه ما ستا اکثر لیکنی وکتی خو متاسفانه چی ستا ټولی لیکنی د یوی شخصی عقدی له محور څخه څرخیږی او هیڅ کوم ځانګړی ګټور نظر نلری ،ځکه چی هر وخت مخالف یی ،په یو دلیل چی مات سی بل ګوډسوال رامنځته کی او فقهی او همدارنګه عقیدوی معلومات دی نا قص دی .
د مثال په توګه یو ځای کی (زنا کله حلالیږی) وایی چی یو مسلمانه ازاده پیغله کولی سی چی یو غلام (مملوک) سره واده وکړی ،دا خو فقه څه چی عقل یی هم نه منی ځکه چی یو مملوک یا غلام خپل اختیار نلری دبل ازاد انسان به څنګه ولی امر جوړ سی او دنکاح شرطو کی یو اصل دا ده چی (ان یکون کفوا) یعنی سیال وی نو ایا غلام د ازاد بنده سیال کیدای سی .
بل ځای د مهدی له ظهورڅخه انکار کوی صحیح ده چی د هارون یحی په سرد زما هم اعتراض شته خو په مجموع کی د مهدی منکر نه یم او نه اهل السنه دی، بلكي پری قایل دی خو نه دشیعګانو مهدی او د دوی چټیات.
خو هارون یحی د عقیدی له لحاظه حلولی عقیده لری چی مونږ سره نه ښایی او نوری لیکنی یی ډیری ښی او مفیدی دی.
نورو ډیرو ځایو کی دی هم هسی سر تنبګی کړی دی .
نو ګرانه ورور ه زما نصیحت دادی درته چی نور دغه اسلامی مباحثه پریږده دخدای دپاره هسی نه چی ګهنګار یا ...... سی او ښه به دا وی چی د ټول افغان یو بل شاخ کی ګټور معلومات راټول کړی او خلک تری مستفید سی او دینی مباحثی مه کوه ترڅودی چی مدرسه له سره بیا نه یی لوستلی او د مولیتوب دستاردی په سر کړی نه یی، دغه دکاپی او فسټ کاردی په درد نه خوری ځکه چی غورنه پری کوی او له پوهی یی پرته وړاندی کوی.
په ډیر درنښت
احمدزی
:wink:


Re: جهاد

..Ahmadzai
12.01.2008

.......


جهاد

..Ahmadzai
12.01.2008

السيد عبد الكريم حليمي
لا أدري مدى إلمامك باللغة العربية , وهل صحيح أنك خريج مدرسة دينية ؟
لا أتوقع ذلك مما وجدت من ضعف و ركاكة الترجمة عندك والأحاديث النبوية التي تستمدها من المواقع الإنجليزية, وسعيك الحثيث لتحريف وتأويل معاني بعض أخطر المصطلحات الدينية.
حسبي الله عليك ونعم الوكيل.
هل نذرت نفسك للدفاع عن الغزو الصليبي؟ وهل يدفعون لك مقابل ذلك؟ وهل تؤدي فرائضك الدينية بالصورة المطلوبة؟ أم أنك ممتن لسماحهم لك بالعيش وسط ظهرانيهم والتمتع بالحياة الغربية الماجنة الفاسقة المنحرفة؟ فتواليهم لا شعورياً؟وهذا ما تشير إليه عند تحديد مكانك.(new yurk).
أم انك تعيش هنا في حمايتهم ويدفعون لك مقابل الخربشات التي تكتبها؟
وقد تكون منحرفاً ومتحيزاً من تلقاء نفسك وهذا هو الأخطر.
أراك في كل مناسبة وكل موضوع يمت للجهاد أو احد فروعه تصول وتجول لتحرف وتغير وتبدل المفاهيم والأصول بما يروق و هواك وهوى الكفرة والمرتدين , وتدعي أنك من أهل السنة والجماعة ؟ خاف الله یا شیخ .
انظر جعلت من نفسك مفتيا ومنظراً للمتخاذلين المنحرفين, تجادل في الحق والباطل ولا تقتنع أبداً.لماذا هذا العناد .
فإذا كنت تجادل في الحق لأنك لا تعلم فأنت جاهل , وإن كنت تعلم أنك لا تعلم ومع ذلك تجادل عندئذٍ تكون جاهلاً مركباً.
وللأسف أن غالبية الشباب عندنا في أفغانستان غيرمتسلح بالعلم الشرعي كفاية لكي يردو عليك ولكن عندهم الوازع الديني الكافي لتجنب الوقوع في متاهاتك . لكن مع ذلك هناك ثلة من المتنورين الذين بإمكانهم أن يردعوا أمثالك وأن يبطلوا حججهم الواهية الباطلة.
والأخ العزيز ستانزي قد أوفى بإيراد الأدلة الدامغة والحجج القوية لإبطال ما تنتهجه وتدافع عنه, فكفانا ونسأل الله تعالى له مزيداً من التوفيق في الدارين تقبل الله منه.
أسأل الله جل وعلى أن يهديك للحق ويردك للصواب ويجعل كل همك الدفاع عن الدين وأعراض المسلمين وأن يلين قلبك القاسي على المجاهدين في سبيل الله.
وآخر دعوانا أن الحمد الله والصلاة والسلام على رسوله المصطفى.
أحمدزي



ع کريم حليمي
12.01.2008

زه ستاسو سيال نيم

ماخپله چپلکه در دغورځول ، ونيسه !بحث ورسره وکه 
 چپلکه مي له مدرسې فارغ التحصيله ده ، او ستا الخربشات ورسره وايه 
له خدایه دي بری غواړم امين  

-----------------------------------------------
بسمه تعالی ;-
...........................إذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما
----------
في أمان الله
 


Re: جهاد

13م ميلمه
12.01.2008

[quote:ad1ca3431c="jalal ahmadzai"]............هل نذرت نفسك للدفاع عن الغزو الصليبي؟ وهل يدفعون لك مقابل ذلك؟ وهل تؤدي فرائضك الدينية بالصورة المطلوبة؟ أم أنك ممتن لسماحهم لك بالعيش وسط ظهرانيهم والتمتع بالحياة الغربية الماجنة الفاسقة المنحرفة؟ فتواليهم لا شعورياً؟وهذا ما تشير إليه عند تحديد مكانك.(new yurk).
أم انك تعيش هنا في حمايتهم ويدفعون لك مقابل الخربشات التي تكتبها؟
...............أحمدزي[/quote:ad1ca3431c]

د حليمي خو لږترلږه ځاۍ مالوم دۍ - نېوېارک - ستا په ژبه .(new yurk) يانې نيويورک! خو اشکه تا ته چې ځاۍ دې هم ندۍ مالوم - بعييييييييييد! خو هر څه دۍ مناسب ېا با مسما نوم دې ورته انتخاب کړۍ، هماغسې چې ځاۍ دې بعيييييد (ليرې) دۍ، نو بابکه د ژوند له حقيقته او لا مهمه چې له ديني جوهر څخه تر هغه هم لا ډېر ليرې او بيخي بعييييييييييييد ئې. زه نه غواړم چې خداۍ مکړه ستا شخصي سپکاوۍ وکړم، هيله ده ځما دغه څرګندونې شخصي تېرۍ تلقي نکړې، ځکه هغه څه چې ته ئې ننګه کوې او دلته دادۍ له ډېرې مودې راهيسې ئې تبليغوې ماته د ملي تيري په کټګورئ کې راځي او له اصلي اسلام سره نه ېوازې چې کومې ګډې پولې نلري، بلکه دا مازې ( محضې - که ته پرې خوشالېږې!) د تشدد، جګړه مارئ ( ستا د بل بادار په اصطلاع عسکرېت پسندي)، ترهګرئ، او بالاخره د صپا لېونتوب خپرول دي، ېو وار ئې ( خپل نظرېات ) د عقل په ترازو کې واچوه او له ديني فلسفې او د الهی ذات د پېژندنې اوحقيقي پېغام سره ئې پرتله کړه، بېا به د وهابيت او اسلام توپير خپله درته مالوم شي٠
عربي دې ښه ده، پدې اړوند مبارکي درکوم!
سوف اسئلک سوالا، هل انت بالصراحه احمدزۍ ؟ ؟،


Re: جهاد

..Ahmadzai
12.01.2008

میلمه وایی
[color=yellow:83cdc9b171]بېا به د وهابيت او اسلام توپير خپله درته مالوم شي٠
سوف اسئلک سوالا، هل انت بالصراحه احمدزۍ ؟ ؟،[/quote]
محترمه میلمه صاحب [/color:83cdc9b171]
السلام علیکم ورحمة الله وبركاته
څرنګه دی چی نوم دی باید احترام دی وکړو،ځکه چی د میلمه احترام احمدزی او هم هر مسلمان کوی .
احمدزی یم انکار نسم کولی اونورو ټولو قومونو ته احترام لرم له چا برتری نلرم.
دوهابیت ټاپه ډیره زړه ده،او د کمونستانو وخت کی ډیره کاریدله .
ملی ګټی:
کله چی دانسان دین ناموس اوځان په خطر کی سی نو بیا وطن پریږدی او هجرت کوی او ملی ګټو څخه تیریږی ،همداسی مو پلرونو کړی دی ،او همداسی راته الله تعالی امر کړی ځکه چی زمونږ زوندکی اولویات دی چی باید مراعات سی ، اول دین بیا ناموس اوبیا نفس بیا مال او خاوره، ستا په نظر ددولت مخالفان زمونږ په ملی ګتو تیری کوی ، او زما په نظر ددولت انډیوالان زمونږ په دین او ناموس اونفس او خاوره تیری کوی .
ستا په نظر دغه صلیبیان زمونږ ملی ګټی خوندی کوی ،او زما په نظرمجاهدین زمونږ دین او عزت خوندی کوی.
دزوندپه حقیقت هغلته انسان ښه پوهیږی چی کله الله تعالی ته او دهغه ارشاداتو ته رجوع وکړی او نه دنیا یا شخصی ملی کټو ته.
وطن په هرچا ګران وی خوګټه او کامیابی په دین کی ده، ځکه چی مونږ نه په قبر کی د ملی ګټو پوښتنه نه کیږی او نه دتسکری ، مړ انسان تابعیت دکوم وطن نلری ،هغه به یا کافر او یاهم مسلمان وی دانسان هویت دغه دوه شیان تعینوی، اسلام یا کفر
نور وطن سره بی کچه مینه لرم، او خدای دوکړی چی ازادی مو په نصیب سی .
خبره وږده نسی نویوه قیصه به درته وکړم.
یوه ورځ دافغانستان د یو ولایت دوالی مقام تللی ووم څه مجبوریت وو نو هلته په انتظار وو چی دوالی غِونډه خلاصه سی او هغه سره ووینو ناڅاپه یو ډله د ایساف عسکر راغله او بی له اجازی پاس د والی دفتر ته وختل بوټونه یی په خټو وو او ښه پوره مسلح وو،یو څو یا زیات یی دباندی پاتی سول زما یو ملګری ډیر شوخ ده سواد نه لری هغه راته ټینګ سو چی ته خو څه ناڅه په انګلیسی پوهیږی نو راځه دغه ګیدړانو سره لږ ګپ ولږه وو، خیر خبره می ومنله ، کله می چی دوی سره ګپ شروع که نو زیات راټول سول او دلته مراجعین هم راټول سول خبری وسوی دموسم نور دوطن او دلته د میشته خلکو باره کی ، بیا نو یوه داسی پوښتنه وکړه،
زه غِواړم چی پوه سم افغانان مونږ ته په کوم نظر ګوری؟
ما ورته وویلی فرض کړه که افغانان ستاسو پایتخت امستردام کی داسی په کبر او جبر مسلح وګرځی اوستاسی دګورنر مقام ته په دغه شان ورننوځی نو تاسو چی په کوم نظر به ورته وګوری همغسی افغانان تاسو ته اوس ګوری ، نو دی په شا سو او ویلی یی No No you are wrong we came to keep peace.
ګرانه هغه بل خو خپه شو هیله کوم چی ته خپه نسی.
په ډیر درنښت .
احمدزی



ع کريم حليمي
12.03.2008

جلاله وروره ! سلام 
ته څه سوې دانن ورځ دي ورځ ده ، او ته ورک سوې 

پر ما خو ښه راوه غورځېدې ، او د ترجمو په ګناه دي ونيولم او تهمتونه دي 
راباندي وويل او مخامخ دي بې حجابه دي داسي راته وويل چه فتواليهم لا شعورياً؟ ٠٠٠٠ او په دې ګناه دي هم ونيولم چه لتحريف وتأويل معاني 
هم کوم ، نورنو ته پوهېږي چه څه دي لا ندي راته ويلي 
جزا دې الله درکي ، او ماته دي هم الله اجر راکړي  او هدايت 

نن څه سره ورځ ده او تا خپله القايده دي پټه کړه ، راسه !
قايده اواصول تبلغ که ، او که چا ستا د قايدې مخالفت کاوه زه دي دبري  او عقب  ته ولاړيم 
په درنښت 
ولاړ


جهاد

..Ahmadzai
12.03.2008

وروره وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته
عربي مي ځكه درته ليكلي وه چي كه پري پوهيږي خو پوه به سي،او كه نه پري پوهيږي نو بايد ځان پري پوه كړي ،چي له دين څخه خبر سي أو داسي نه چې د ترجمو دنيمګړتياوو ښكار سي، ځكه چې ترجمي نيمګړتياوې لري أو خاصتاً كله چي دا ترجمي تكراري(ډبل) وي يعني له عربي څخه پاړسي يا اوردو ته او بيا له هغه څخه پښتو ته او دا أكثراً معمول او مروج دي، او ته چي ديني مباحثو سره علاقه لري نو دابه ډير درته ضروري وي چي د قران ژبه زده كړې.
محترمه زه تاسو سره يا هم ستاسو محترمي چپلكي سره كوم ځانګړې خصومت يا بدي نه لرم، نه مي درسره پوله پټي شريك ده، زما غبرګون صرف دديني جذبي او دفاع په غرض وو.
نور كه څه بي ادبي سوي وي بښنه غواړم.
محترما كه دغه صليبيان رښتيا هم زمونږدوران وطن د أبادي لپاره راغلي واي, نو حتماً دغه شپږو كلونو كي ئي ډير څه كولي شوي, أو أفغانان تري مستفيد كيدلي سوي , أوس خوزمونږ هيواد ددوي لپاره د يوي نظامي اډي حيثيت لري, او خپل شوم اهداف ترسره كوي, او زمونړ په سرونو ئي همغه پخواني لنډهغر او جنايتكاران مسلط كړي, او هيڅ كوم رشيد سړې په دغه إداري كي نه ليدل كيږي, ځكه چي هغه به د دوي په ګټه نه تماميړي, او دوخت مطابق تري إستفاده نسي كولي, نو ځکه دغه كمزوري, سوابق لرونكي جنايتكاران ئي رامخكي كړي, چي كله وغواړي د تهديد يا هم دترغيب او بډو پواسطه ئي دځان دګټي په خاطر إستعمال كړي.
ښه ځير ورته وګوره د شر او فساد دوري ټولي بدموري څيرې ئې(پرته له حكمتيار)پكارولي .
ستا خو به هغه دوره او دهغي توري تياري ,نادودي او بد بختي او ظلمونه هير نه وي,چي أوس پر قانوني, عبدالله عبدالله, دوستم فهيم, سياف,رباني, شيرزي, مجددي, پير, جنرال داوود, جمعه خان,إسماعيل خان, هزارګان ,ضياء مسعود او داسي نورو ممنفورو مجرمينو تر قيادت لاندي د وطن خير او أمن أو ابادي غواړي, نو ته خوب ويني, ويښ سه.
دا به حكمت نه وي چي دوي يوځلي بيا وازمايو, كه څنګه.
كه أمن ته وګوري , نو پوليس لاري شكوي ,لنډغر همغسي په كبر او جبر ګرځي, ښارونه أو لوي لاري د غلو دړه مارانو او تيري كونكو څخه ډكي دي بغير له دي خارجي خصوصي شركتونه, خارجي قواوي او د مافيا لوي جالونه, دا ټول په ازاد فضاء كي فعاليت كوي, مقابل كي ئي نه درمل او نه أنټي باډي سته , أو ته واي چه د بدن(وطن) معافيت بايد راټيټ سي تر څو دغو أفتونو سره حساسيت لمنځ څخه لاړ سي, طالبان دبدن مقاومت او القاعده ئي خارجي أنتي بايوتيك په حيث دي.
دوطن داخلي حالت چي وګوري ,شتمني لوټيږي او كرپشن او فساد إداري اوج ته رسيدلي.
بي عزتي, بي حيائي,فاحشي دلتوب, شراب كباب, ډمان او نوري ټناخوالي په رڼا ورځ ليدل كيږي , أو ته پري غوږ هم نه ګروي.
ډول ډول ظلمونه , كلتوري, إقتصادي, تميزي,ژبني, د بيلګي په توګه خصوصي هوائي شركتونه پامير, كامير, سافي.........
دغه لنډغر خو شډل ډل وو له لوږي ماښام ويده كيدل نو دا دومره پيسي له كومه شوي.
له بلي خوا يو ټپس چي يواځي په إنګليسي او كمپيوټر پوهيږي دمياشتي به زر ډالر تنخا أخلي او يو با تجربه پوه مامور به صرف 4000أفغاني معاش لري دا ځكه چي إنګليسي ئي زده نده, دا كلتوري يرغل نده كه څه , تعليم يافته او مسلكي خلكو خپل مسكونه پريښي او ټول ماموران سوي ,أو ځوانان په خپلو مسلكونو پښيمان دي.
ميډيا او دګرځنده تليفونو كمپني دشيعيګانو په واك دي دا ئي بل يرغل.
حكومت يو څو سركونه جوړ كړي, أو دا خو كه چا پريښيواي او بنديزونه ئي پري نه واي لګولي طالبانو هم جوړول او جوړولي سوي.
نور څه كارسوي, دا هر څه چي ويني دا خلكو كړي او كوي ئي , حكومت او واكداران خو غله دي.
إسلامي نړي كي حكومت مو دمزدور په حيث او وطن نيول سوي معرفي كيږي , مسلمانان هر جومات او هر مقام كي راته دأزادي او له دي بدبختي نه دنجات لپاره دعاء كوي.
والسلام
په درناوي
أحمدزي


Re: جهاد

و.افغان
12.03.2008

ِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِدقدر وړ محترم مولانا صاحب، او ښاغلې دروند ورور
ډاکټر احمدزې صاحب:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ستاسو په بحث کې راغورځیدولو ته مې زړه نه وو، بلکه دځينې مصروفیتونو
له امله مې بیخي هوډ کړې وو چې ډیره موده ټول افغان پریږدم ، خو ټول افغان ته ستاسو
دبیا راتګ او لیکنې سره مې یو خبره اړینه وبلله چې ويي ولیکم، او هغه دا چې
دافغانستان په اوسنې حالاتو کې ډیر علماء اختلاف نظر لري، ځیني دسولییزې
مبارزې غږ کوي، او ځینې نور بیا جنګې مبارزې لپاره کار کوي، او دواړه
دخپلو خبرو لپاره دلائل لري،
او دواړو طرفونو کې ښه مخلص او په وطن میین خلک سته دي، نو د سولییز
جانب علماوو باندې تهمتونه لګول او دهغوي وینه هدرول به ځما په نظر درست کار نه وي،نه به اسلامي کار وي، او نه به افغاني کار وي، او په ځاي ددې چې جنګې مبارزینو ته ګټه ورسوي، ضرر ورسوي ، او
بدناموي يي.
ښاغلې مولانا حلیمي صاحب، چې کوم دې ښه مسلمان سړې دی، لمونځ کوي ، روژه نیسي، عمری او حج ته ځي، صورت يي په اسلام برابر دی ،
او دنظر له مخې د افغانستان په علماوو کې په سولییز جانب کې قرار لري،
له دې وروسته په یوه مسلمان تهمت لګول ، او شک کول بیځايه کار دی.

نو دځینو وروڼو له خوا څخه په هغه باندې قسماقسم تهمت لګول صحي نه بریښي،
یو څو ورونو مخکې ورته دامریکا دتنخوا خور نسبت کړې وو، چې دا کار زه بې ادبي
بولم ، خاصتا د یوه سپین ګیرې محترم شخص په مقابل کې ، چې کیداي شي ددغو ورونو دپلار په ځاي وي.
دا هم باید ووایم، چې دښاغلې محترم مولانا حلیمي صاحب ددیني مطالعې سره
یو څه داسې دنیوي علمونه هم زده دي، چې دهغه لپاره ښه دعزت څخه دډک ژوند
ضمانت کوي، نو فکر نه کوم چې هغه دیته اړتیا ولري ، چې له چا څخه تنخوا وخوري.

زه ورسره خپله شخصا په ډیرو مسئلو کې اختلاف لرم ، او بحثونه مې هم ورسره کړي
دي، خو ددې دا معنا نه ده چې دهغه شخص ته دشک په سترګه وګورم.

هو یوه خبره چې باید هیره مې نه شي ، هغه دا چې ښاغلې دیارلسم میلمه ورور
په ما باندې دڅاروان ، طالب خان، طالب جان، حمزه، او محبوب شک کړې وو،
چې زه په دغه نومونو لیکل کوم،
دا ټول شکونه يي بې ځايه او بې بنسټه دي، او خپله حلیمي صاحب به ښه پوهیږي،
چې زه څوک یم ، او دغه ورورنه څوک دي، ځکه چې ښاغلې داسلام خونه چلوي،
او دخوني چلوونکي ته دهر ګډونوال دکمپیوټر آي پی معلومیږي.
زه خپله په یوه ویبسایت کې دچلوونکې دنده تر سره کوم، او دهر ګډونوال
آي پي پيژنم، او کولاي شم چې هر وخت يي ووینم.
او آینده کې ورڅخه هیله کوم
چې داسې ګډې وډې و نه لیکي،

نور مو په لوي خداي جل جلاله سپارم.
والسلام علیکم.



ع کريم حليمي
13.03.2008

وعليکم السلام و رحمه الله وبرکاته !
درنو او مکرمو وړونو استاد قاري صاحب ،محترم جلال زی صاحب 

ترهر څه له مخه لمړي تشکر کوم له مکرم استاد قاري صاحب څه
چه ماته   ښه حسن نيت لري ، کور دي ودان !

فرض ده ! چه ښو خبرو جواب په بهتر شان سره درکړم ، ښې خبري سنت 
او جواب ئې فرض دی 
لکه سلام چه سنت دی او جواب ئې فرض دی 

قاري صاحب !
پر ځواني دي برکت سه ، سترګي دي د دنيا په خوږو نعمتونو يخي سه 
او په ټول روا کارونو کښي کاميابه ، په دې دنيا او عقبی کښي دي خدا 
له هري زنګزدۍ وساته ، ان شاالله چه په عقبی او يوم الحساب به دي 
تاج هم په سر وي ولي چه عالم اوهم حافط د قران يي 

داچه ما ستاسو سره وليدل سترګي مي ستاسو په ليدو روښانه سوې او په 
خبروستاسو مي زړه روښانه سؤ ، ستاسو ليدنه زما له پاره يو افتخار ؤ 
او وي به !

منلې جلال صاحب !
عربي ډېره درنه ژبه ده ، خلک ئې خوږه ژبه ګڼي خو زه ئې خوږه نه ګڼم 
خوږې ژبي په نړۍ کښي فارسي او فرانسوي ده چه د ژبي پر سرنازکه 
ويل کيږي 

عربي ژبه ډيره سخته ژبه ده او يو طبيعي اوازونه لري او د قانون ژبه ده ، نو ډېره درنه او ثَقَّله ژبه ده ، ويل ئې هم درانه او په 
حلق کښي ويل کيږي !

دا ټوله خبري په دې سبب درته وايم ، چه د عربي ژبي ښې خبري ډيري 
ښې  دي او ترخې خبري ئې داسي دي له زهر ، په تريخوالي او ښه والي 
به ئې هيڅوک پوه نسي ، ترڅو ئې داژبه نوي زده 

دې مضري خبري ته دي ګوره (فإذا كنت تجادل في الحق لأنك لا تعلم فأنت جاهل)
او زړه دي راباندي يخ نسو او کامه ايږدې بيا داسي راته وائې چه 
وإن كنت تعلم أنك لا تعلم ومع ذلك تجادل عندئذٍ تكون جاهلاً مركباً

د ځانه مي خوا وګرځېدله ، او په دې دواړو حالتونو کښي چه مي فکر 
وکړی ، چه شرعي ئې ترجمه  کم او که عرفي ، چه د شرعي په ترازو 
به مي وتلل کافر به سوم ، او کله چه به مي عرفي ترجمه ګړه نو بيا 
به داسي سپک سوم ، چه پړوړ يا کاه به هم راباندي درانه وه 

له ځوانۍ نه تر پيرۍ مي داسي بدي نه لوستي وې او نه مي اوريدلي 

هو ! که تاسو کوم اقتباس کړي وای او نو به مي ويلي وای چه دا لا راباندي 
لږ دي !

ټول تهمت او غيبت بله څه نه دي ، او تهمت بيا ناروا دی که څنګه !

د جهان په هر کونج کښي چه يم په زور د رب العزت به ښه ژوند لرم 
ولي چه اته کسبونه مي زده دي ، او پنځه ژبي مي زده دي 

عزت په مال کښي نه وينم ،  نوبه ولي د د يو ناچيز شي په مقابل کښي 
حق پرېږدم او په دوې ټېډۍ خپل ايمان خرڅ کړم ، مرګ له خدا نه غواړم 

هو ! سته داسي خلک چه په خپل نامه ليکني کوي ، يو زه هم يم 
داسي خلک هم سته ،مقالې ليکي ، اما بحث ته ندي تيار ، او داسي 
ليکني کوي چه نه ئې راسته نه ئې چفه تر لاس نيولي سي يعني طرف ئې 
نوي معلوم ٠

راسه خپله بيوګرافي وليکه ، نو بيا حق لرې چه داسي اشدي او تلخي ليکني 
وکړې ، که حقيقت در معلوم ؤ 
په مستعار نامه بدي او ردي ، خو  اخلاق ندي 
تاسو پوهېږۍ چه له انسانه چه اخلاق واخلي ، نو به دئ څه شي وي ؟ 

غوښي خور ، ادم خور  

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ [color=cyan:283b24bff1]إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ [/color:283b24bff1]وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا [color=red:283b24bff1]أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا[/color:283b24bff1] فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيم

په درنښت 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more