نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د راتلونکې څخـه بـېـره
Nazar
20.10.2007
ویل کیږي چې تر۲۰۵۰میلادي کاله پوري به د نړۍ د نفوسو شمېره د نن په پرتله دوه برابره زياته سي . ددې کسانو د جملې څخه به په سلو کې ۹۷ په اصطلاح زموږ د ګران هيواد افغانستان په ګډون د دریمي نړۍ په هيوادوکي چې همدا وروسته پاتي يا لږ پر مختللي هيوادونه بلل کيږي وزېږي کوم چې د همدا اوسه څخه لا د لوږي او خوړو د کمبود او نه رسېدو د مشکل سره لاس او ګرېوان دي . د دې هيوادو انسانان د راتلونکې څخه جدي بېره لري .
د نړۍ وال غذایی سازمان داسي برآورد کوي چې همداګړی۸۵۰ میلیونه انسانان د خوړو دپاره کافي غذا نلري او په دۍ حساب د کلي شل تنه یې دخوړو د کمبود په وجه د نس او په نورو زياتو ناجوړيو اخته دي او دوا نلري . ددې کلي يا د ټولي نړۍ یوازي په سلو کې۳۰ تنو ته پوره غذا رسيږي او هغه چې دهغوي څخه اضافه پاتې کيږي نو هغه هم بيا ايسته غورځول کيږي . د يوه خپاره سوي رقم په حواله د هغه رنګارنګه خوړو مقدار چې امريکا يې هر کال د امريکائې مصرف کونکو په واک کې ايږدي ۱۶۰ ميليارډه کيلو مواد کيږي . ددغه مقدار څخه ۴۵ ميليارډه کيلو چې سبزي، تازه مېوې، شيدې، غوښي او غله دانه پکښې شامله ده د خوراکي موادو د پلورونکو، د رستورانو د خاوندانو او يا پخپله د
مصرف کونکو لخوا ايسته غورځول کيږي . دغه مقدار غذا کولاي سي چې په افريقايي هيوادو کې د ۳۰۰ ميليونو تنو و ژوند ته چې د مطلقي لوږي سره مخامخ دي نجات ورکړي او دغه توره قاره د لوږي د وبا څخه بچ کړي . خو دا کار نه کيږي . دغه ثروت چې همدا نن اروپا او امريکا لاسته را وړي او ځانته يې کوټه کړيدي نودا خو د هغوي داستعماري سياست په نتيجه کې د آسيا، افريقا او لاتيني امريکا له
منابعو څخه لاسته را وړي دي او دا لړي لا همداسي په نوې بڼه روانه ده .
د امريکا جمهور رئيس بوش يو وخت ويلي وه چې «د امريکا د ژوند پر شېوې باندي چاته د چنې وهلو حق نه ور کول کيږي » يا دا چې د امريکا پخواني بدنامه د دفاع وزير ډونالډ رمسفيلډ د ټرور پر ضد د خپلي جګړې ماموريت په دې کې ليده چې نړۍ وال په دې خبره متقاعده کړي چې امريکا هوډ کړي دي پر خپلي امريکائي شېوې باندي و ژوند ته دوام ورکړي!
په دې نړۍ وال کلي کې مېشته انسانان د امريکايي ژوند د شېوې د مدافعانو څخه دا پوښتنه کوي چې آيا د نړۍ نور محروم ساتل سوي ولسونه هم داحق لري چې د امريکايانو په شاني ژوند وکړي که يا؟ که ئې نلري نو ولي ئې نلري او که ئې لري نو دغه او دې ته ورته سوالو ته څرنګه ځواب ورکوي :
د مځکې د سياستو د انسټيټوټ (Earth Policy Institute) رئيس ښاغلي ليسټر براون (Lester Brown) نظر څرګندوي چې تر کال ۲۰۴۰ پوري به په چين کې د سړي پر سر کلني عايد د امريکا نه واوړي ، که چيري په چين کې د غوښو همدا شاني د اصراف مصرف لکه همدا اوس چې په امريکا کې روان دي تر سره سي نو يوازي د نړۍ په سلو کې اتياغوښي بايد د چين په اختيار کې ولوېږي ! هند خو لا پر خپل ځای پرېږده چې د دې هيواد اقتصادی پياوړتيا به تر۲۰۵۰ پوري د امريکا و کچي ته ورسيږي .
په همدې ترتيب د وړلډ واچ انسټيټيوټ(World watch Institute) وايې چې «همدا اوس په امريکا کې د سړي پر سر دحبوباتو او غلو دانو مصرف د چين او هند په پرتله پنځه ځله زيات دي . نوکه قرار دا وي چې هر چينائې يا هر هندي لکه يوامريکائې غوندي مصرف وکړي نو ددې کار دپاره به د مځکي و دوو کورو ته ضرورت وي ! » او دې ته ورته نوري ډيري داسي پوښتني .
په دې توګه ددې کلي و دېرشو تنو ته ، ددې کلي د ټولي هستۍ د غضبولو لپاره ټول امکانات په کار لوېدلي دي خو ددې کلي د اويا تنو دهستيو د غلا کولو او د هغوي د خښم او پاڅېدلو د مخنيوي لپاره
وسله والي جګړې او مسابقې را شروع سوي او د مرګ او وژنو بازار ته ئې په سپينه ورځ لمن وهلې ده .سره ددې چې د فقر بنيادي چاره د انفرادي اشخاصو اويا د انجيو ګانو په هلو ځلو سره له مينځه نه ځي ،زياتره دداسي هڅو تر شا نور لاسونه هم کار کوي خو په دې لاره کې هرازي انساني او بشري هڅي دبېوزلو انسانانو ددوعاوو او د هغوي د ممنونيت سره مخامخ کيږي . نن به ښائې يو ګڼ شمېر محتاجه انسانان په خيرات سره ماړه سي خو په دغه غميزي کې زموږ د هيواد په څير ګڼ شمېر نور هيوادونه چې د نفوسو د نيمائې زيات انسانان ئې د فقر او لوږي څخه سرټکوي نو بيا هم په لوږه کې شپې سباکوي، د فقر له مينځه وړل بنيادي او ټولنيز حل غواړي . پر دې واقعيت باندي د ټولو رايه يوه ده چې په دغه موجوده نړۍ وال سيسټم کې چې امريکا ئې غواړي هغه جهاني کړي نو شتمن لا نور هم شتمن کيږي او غريب نور هم د فقر او مرګ و کندي ته شوه کيږي . تر څو چې دفقير او شتمن تر مينځ دغه اوسنۍ ظالمانه او غير عادلانه واټن موجود وي او له مينځه نه وي تللي،دشتون عوامل ئې هم نه وي محوه سوي فقر به همدا شاني موجود وي او د هر ي ورځي په تېرېدو سره به لا نور هم پراخيږي او د نړۍ وال ثبات او کړکېچ ته به نور هم جدي ګواښونه پېښوي ، د انسانانو غميزي به نور هم زياتيږي .
که دا نړۍ يو کلي واي او په دې کلي کې يا په دې ښکلې نړۍ کې د انسانانو په ګټه يونړۍ وال عادلانه ټولنيز سيسټم وای، د پردو پر هستيو باندي د امريکا په سرغنه توب د بډايو هيوادو سرشکونی نه وای،جګړه نه وای، دحرص ،وحشت او جنايت ځای و قناعت ، عدالت او اخوت ته پرې ايښی وای د فقير او شتمن تر مينځ دغه اوسنۍ ظالمانه واټن ايسته سوی وای، د هيوادو په کچه چور ، غلا او اشغالګري نه وای، اخلاقي انحطاط او د هيروينو قاچاقبري نړۍ واله بڼه نه وای غوره کړې، هغه وخت به د فقر او لوږي د غربت دغه شومه سايه به هم اصلاً ددې نړۍ او ددې کلي نه کوچېدلې اود جګړو او دوسلو دسياليو بازار به هم خپل ټغر ټول کړی وای .
کله چې په نړۍ کې درې ميليارډه انسانان د هغې جملې څخه يو ميليارډ کوچنيان په شديد فقر کې ژوند کوي او ټولنيز عدالت ددوی د ژوند نه کوچېدلی وي آيا کېدلای سي داسي يوکلی جوړسي چې نن ورته لويه هنګامه جوړه سوېده ؟ آيا کېدلای سي په وږي نس او د بمباريو په خوړوسکو او د جګړو په سرو لمبو او خرابيو کې د متمدني نړۍ کاذب ارزشونه زموږ دهيواد غوندي پر فقيرو هيوادو باندي و منل سي؟ ايا کېدلای سي د د وحشت او بربريت په دغه اوسنۍ فضا کې په دې کلي کې د عدل او انصاف حکم پلی او فقر او لوږه دي له مينځه ولاړه سي ؟ آيا داسي څه به ممکنه وي ؟ که نه وي نو ولي بايد نه وي او څوک او کوم هيوداونه دداسي عدل د تأمين په لاره کې مسؤله دی او خنډونه پېښوي ؟
نن د نړۍ اکثريت خلک او هيوادونه دداسي يو نړۍ وال عادلانه بشري کلي غوښتنه کوي چې په هغه کې و ټولو انسانانو ته خواړه وي،سوله وي،عدالت وي ،راستي وي، کاروي، مصؤنيت وي، انسانيت او وهغه ته درناوی وي . که نن په رشتيا سره غوښتل کيږي چې په نړۍ واله کچه د فقر عوامل له مينځه ولاړ سي نو باید همداسي په نړۍ واله کچه بايد ددغه اوسني نړۍ وال نظام په بنيادو کې عادلانه بدلون راوستل سي. د خدای بنده ګان په هر دين او مذهب چې وي د سولي، ټولنيز عدالت، انصاف ،دوستي او راستي په موجوديت کې کولای سي يو اوبل ته واقعي خدمت وکړي او دداسي کلي و جوړېدو ته ځانونه هم وهڅوي او هم ئې و نڅوي .
د اکتوبر ۱۷ مه ۲۰۰۷
* شينتو Shinto د جاپان ترټولو پخوانۍ دين او ددې هيواد د دووعمدوو دينو ( بودايی او شينتو) څخه يو دی . دغه دين د اماتراسو(Amaterasu) په نامه ځان دلمر الهه او د خپلي اجدادي مڅکي ساتونکې بولي ، د جاپان سلطنتي خاندان هم په خپله کورنۍ کې ددغه څه تجسم ويني .
اخځونه :
دغه ليکنه او په هغه کې د ياد سوی ارقامو يادونه په لندن کې دلاندي کتاب د مجموعې:
2003-2005) -1 Smith, D.J., & Sh.Armstrong, If the World Were a Village (London
او د غه منابعو څخه استفاده سوېده :
- 2 د ملګرو ملتو د کرهڼي او غذا سازمان (Food and Agriculture Organization of the United Nations-FAO) ،
3 ـ http://www.un.org/depts/dhl/poverty/
- 4 د يونسيفUNICEF (United Nations Children's Emergency Fund) پاڼه،
- 5د World Watch Institute د ۲۰۰۶ کال ګزارش ،
Why the Western Economic Model will not work for the world – Earth Policy Institute – March/09/2005 -6
7 - د U.S. Food Waste and Hunger Exist Side by Side-IPS Sept./03/2004
8 – د اسټرليا دايج (The Age) ،د بي بي سي (BBC) اود آلمان ږغ (DW) خبري پاڼي.