نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
"حامدكرزی" د قران په سوځيدو سخت خفه دی
lawangin
17.10.2007
حامد کرزي خو بيا داړې جنګې کړې دي !!
[quote:bc9973ca3f]"حامدكرزی" د قران په سوځيدو سخت خفه دی
میرویس جلالزی
د افغان ولس مشر "حامد کرزی" ویاند وایې چې ولس مشر هم د امریکايې سرتیرو له خوا د قران د سوځیدلو گنگوسي او خبرونه د مطبوعاتو له لاری اوریدلي دې او دې خبرونو سخت خواشینی کړی دی .نوموړی وویل که چیرته د دې خبري سپیناوی وشی او کوم ثبوت په دی اړه تر لاسه شی نو افغان دولت به سرغړونکو بهرنیو سرتیرو ته سخته جزا ورکړي .د شنبی په ورځ د کنر په ولایت کې داسی خبرونه خپاره سول چې گواکی امریکایې سرتیرو د یو لړ عملیاتو پر مهال له یو کور څخه د قران شریف یوه نسخه راواخیسته او اور ته یی ورواچوله .د ولس مشر ویاند " همایون حمیدزاده " دا هم وویل چی ، تر اوسه کوم ثبوت ولس مشر ته ندی رسیدلی .په ورته وخت کی د کنړ خلگ وایی چې د قران شریف د سوځیدلی نسخې هیري یې" کابل" ته د تحقیقاتو لپاره استولي دي .
په ورته وخت کی د "هلمند" په ولایت کې د بهرنیو سرتیرو ژباړونکو هم ادعا کړي چې د روژی په میاشت کی بهرنیو سرتیرو د هلمند په بهرنۍ اډه کې قران شریف ته سپکاوی کړی او څو ټوکه قران شریف او تفسیر شریفونه یې له مځکي ویشتلي دي .[/quote:bc9973ca3f]