د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دافغان انګليس په درو جګړو کي رزمي ادبيات (( نوی کتاب خپور سو))

Nangialai
16.10.2007

ا فغان انګليس په درو جګړوکي رزمي ادبيات (( نوی کتاب خپورسو ))
1. په افغانستان کي د رزمي ادبياتو کتاب چي په څلورو فصلونويا څپرکوکي خپور سوی دی. يودهغه کتابونو دجملې څخه دی چي په باب يې يا ډير لږ مواد خپاره سوي دي او يا هم په تيت او پاشنده ډول يې داوموموادوپه څير مواد پراته دي . که څه هم په افغانستان کي دجنګونو اورزم تاريخ يولرغونی دود دي . او افغانانو دهيوادپه ساتنه کي هميشه ديرغلګروسره مبارزې او جنګونه کړي دي. خودجنګ دقهرمانانو نومونه موږته راياددي .اودهغوی په باب ځيني هغه واقيعتونه چي په تير تاريخ کي ليکل سوي دي ، زموږ سر سته . او دقهرمانانو حماسې هم زموږ په رزمي تاريخ کي پوره ځای لري . نو زموږ په رزمي تاريخ کي درزمي ادبياتو برخه هم په پوره شان او شوکت سره بشپړه ده.اونن ورځ چي موږ خپل تاريخ په بشپړه توګه پيژنو ،دا هم دادبياتو له برکته ده چي په پرله پسې توګه يې تاريخ ثبت کړی اونسل پرنسل يې تر موږ پوري رارسولی دی. ولي دلته زموږ مراد رزمي ادبيات دي چي دجنګ په جريان کې ددښمن سره دتوري په څير مبارزه کړې ده.اودښمن ته يې ماته ورکړې ده ، نوموړي ادبيات که په شفاهي توګه وي اوکه په ليکلي توګه وي زموږ دادبي تاريخ دپاره ډيراهميت لري. اوددغسي ادبياتو قهرمانان ؛دتوري تر قهرمانانو که زيات نه دي خو کم هم نه دي. دبيلګي په توګه دپيغلي ملالۍ دغه حماسه چي وايي: که په ميوند کې شهيدنه سوې
خدای ږولاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه
دنوموړي حماسې ارزښت ترتوري او توپک په کمه نه دی. نودتاريخ جوړوني په ميتودولوژي کي رزمي ادبيات خپل ځانګړی ځای لري. اوله همدغه سرچينې څخه تاريخ غني کيږي . اودنيکه مرغه دولس سره نومړي حماسې مالامال دي او موږيې يوه کمه برخه راټوله کړې ده ، خو په دې باب نور موادهم سته چي راټول کړل سي . خوپټه دي پاته نه وي چي په دې باب (دار مسټټر) ډير کار کړی دی.او ښاغلی مستتر پر( کيز)باندي داسي نيوکه کوي : ( کيزدلومړي جنګ تاريخ ليکلی دی خودرزمي ادبياتو په باب يې هيڅ هم نه دي ويلي.) اونوموړی کاريې دې ته ورته ګڼلی دی ؛چي يو څوک دفرانسې تاريخ ليکي خودمارسيزديوې سندري نوم هم نه اخلي . نودلته دافغانستان په تاريخ کي که دوزير محمداکبرخان ستاينه کيږي خو په څنګ کې دهغه څا ستاينه هم ديادولووړده چي ؛دهيواد پالني احساسات يې را پارولي او زلمي يې دهيواد ساتني ته هڅولي دي.نوموړی رزمي تاريخ ما په څلورو څپرکوکي نيولی دی.چي لومړی څپرکی يې ١٨٣٩م څخه پيل کيږي . دافغان انګليس لومړی جنګ اوپه هغه کي رزمي حماسې دي .
دوهم : څپرکی دافغان انګليس ددوهم جنګ حماسې دي چي د ١٨٧٨م څخه پيل کيږي .
اودريم څپرکی يې دفغانا انګليس دريم جنګ دی چي تر١٩١٩م پوري دوام کوي. او څلورم څپرکی ؛ هغه برخه ده چي افغانانو خپل سيا سي استقلال اعلان کړ او بيا هم دانګريزانو ددسيسو څخه بيغمه نه دي . نومړی څپرکی دانګريزانو تر اخينۍ پرزې پوري چي دحبيب الله ( بچه سقاؤزوی) پوري را رسيږي . او په ١٩٢٩ کي دبچه سقاوزوی هم دمنځه ځي او ه يواد دډيروخت دپاره بيا له جنګونو څخه خلاصيږي . ننګيالی ـ بڅر کی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more