نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دعيسويت د تبليغ لپاره باميانوكې د آغاخان په فنډ راډيوجوړشوه
ننګيالی زابل
15.10.2007
محلى خبريالان +شهادت ورځپاڼه :- د باميان ولايت كې د آغاخان په فنډ يوه راډيو جوړ شوه چې دسيمې لپاره به پروګرامونه خپروي دكابل دكلتور وزرات لخوا دې راډيوته رسمي اجازه وركړل شوې او دسيمې د اوسيدونكو په وينا د باميانو ټول خلك دا راډيو اوريدلى شي ددي راډيو سټيشن دجوړولو ټول مالى لګښت د آغاخان دفنډ دلارې څخه وركړل شوى دې چې نږدي ( ۲۷۰۰۰ ) ډالروته رسيږي ، په دى راپور كې ويل شوي دي چې د راډيو كار كوونكې اسماعليان دي او د عيسويت دخپراوى لپاره يې پروګرامونه برابر كړي دي چې د ځايى خبرونو او محلى سندرونه علاوه د افغانستان لپاره هره ورځ دسهار د اتو بجو پرمهال نشرات كوي.
پدې توګه نورو ولايتونوكې هم ديوشميرراپورونوپراساس دعيسويت د تبليغ لپاره د بهرنيو موسساتو په مرسته په پراخه پيمانه كار پيل شوي دي دانجيل دمنسوخ كتاب تحريف شوي نسخى ويشل،دعوتې سيډيانى، چمتو كول ،تنويرى پروګرامونه جوړول او نويو عيسوى شويو وګړو ته د لويديځو هيوادونو برسونه او چانسونه برابرول هغه عوامل دى چې يوشمير مفلس او بى اسرى افغانان يى دخپل مقدس دين څخه منحرف كړي او دجومات پرځاى يى كليسا ته دورتګ هڅې کوي چې ژوندى بيلګي يې كابل او هرات كې خارجى سفارتونوكې كليساوى جوړول دي
ديادونې وړده چې څومياشتې دمخه داسلامي امارت دمجاهدينو لخواهم د غزنى ولايت كې دجنوبى كوريا څخه دعيسويت د تبليغ لپاره را استول شوي لسګونه نارينه او ښځينه وګړي ونيول شول اود امارت مجاهدينو پدى شرط پريښودل چې نوربه كوريازمونږ هيواد ته دعيسويت مبلغين نه استوي او هم به خپل پوځ له افغانستان نه راتلونكي كال كې وباسى
momtaz
15.10.2007
[quote:fbae8bc23c]دعيسويت د تبليغ لپاره باميانوكې د آغاخان په فنډ راډيوجوړشوه[/quote:fbae8bc23c]
[quote:fbae8bc23c]محلى خبريالان +شهادت ورځپاڼه[/quote:fbae8bc23c]
بی اعتباره منبع! هیڅ کومه مستقله منبع پدې متن دا خبر ندﺉ خپور کړﺉ !
محلى خبريالان څوک دي؟
[quote:fbae8bc23c]پدې توګه نورو ولايتونوكې هم ديوشميرراپورونوپراساس دعيسويت د تبليغ لپاره د بهرنيو موسساتو په مرسته په پراخه پيمانه كار پيل شوي دي[/quote:fbae8bc23c]د کومو رپوټونو په اساس ؟؟؟
[quote:fbae8bc23c]دكابل دكلتور وزرات لخوا دې راډيوته رسمي اجازه وركړل شوې او دسيمې د اوسيدونكو په وينا د باميانو ټول خلك دا راډيو اوريدلى شي[/quote:fbae8bc23c]که خبر نه یاست اوس په افغانستان کې مطبوعات آزاد دي. که تاسې هم همت وکړئ او د ارزګان د خلکو لپاره د راډیو اسټېشن جوړ کړﺉ د اطلاعاتو ، کلتور او ځوانانو وزارت تاسو ته هم اجازه درکوي.
[quote:fbae8bc23c]په دى راپور كې ويل شوي دي چې د راډيو كار كوونكې اسماعليان دي او د عيسويت دخپراوى لپاره يې پروګرامونه برابر كړي دي[/quote:fbae8bc23c]
اسماعیلیان ولی د خپل مذهب تبلیغ نه کوی؟؟؟
ګرانه هېر دې نشي چې په اسلام کې دروغ ویل لویه ګناه ده !