د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مجاهدين و څه ډول انسانان ذبح کوي؟

Anonymous
14.10.2007

يوۀ اورپکي، فيصل، وويل: ''د سر پرې کول د وژلو تر ټولو غوره او انساني طريقه ده. کله چې له نور بدن څخه سر پرې کړل شي، د سړي ساه سمدستي وځي، خو کله چې يو څوک په دار ځړوې، ساه يې په ډېر تکليف له خولې څخه وځي. کله چې موږ وغواړو چا ته سزا ورکړو، موږ د هغۀ سر له ستونې نه، بلکې د څټ لخوا غوڅوو. دا ډېر دردوونکي وي او ډېر وخت نيسي چې مړ شي.''

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2007/10/071013_yb-af-bbc-speaks-to-pak-soldiers.shtml

ايا و دي وحشيانو ته انسان ويل کيداي سي؟


Re: مجاهدين و څه ډول انسانان ذبح کوي؟

lawangin
14.10.2007

ولې ? داکارخو ستاسې بادار بوش هم کوي او دهغه دګټوساتونکی انډيوال کرزي
هم اوس دا کارشروع کړی دی ٠ او دواړه يې تاسوته تمدن او ديموکراسي راوړي ٠داپوښتنې له دوستم ، فهيم او هزارګانو ځخه هم وکړه چې هغه د وژلو نوې
تيريګانې او نوی مېتوديک درته درکړي ٠
بحث تر موضع پورې نيغ ندی تړلی بلکی په ډډه دی ، خوزه غواړم ستا مازغه
له ځينو حقائقو ډک کړم ٠

[quote:1e4c43d0a5="khan jan"]يوۀ اورپکي، فيصل، وويل: ''د سر پرې کول د وژلو تر ټولو غوره او انساني طريقه ده. کله چې له نور بدن څخه سر پرې کړل شي، د سړي ساه سمدستي وځي، خو کله چې يو څوک په دار ځړوې، ساه يې په ډېر تکليف له خولې څخه وځي. کله چې موږ وغواړو چا ته سزا ورکړو، موږ د هغۀ سر له ستونې نه، بلکې د څټ لخوا غوڅوو. دا ډېر دردوونکي وي او ډېر وخت نيسي چې مړ شي.''

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2007/10/071013_yb-af-bbc-speaks-to-pak-soldiers.shtml

ايا و دي وحشيانو ته انسان ويل کيداي سي؟[/quote:1e4c43d0a5]


Re: مجاهدين و څه ډول انسانان ذبح کوي؟

درويش
16.10.2007

[quote:463fd8b4b6="lawangin"]ولې ? داکارخو ستاسې بادار بوش هم کوي [/quote:463fd8b4b6][/quote]
لونګين خانه
دا "هم" دا مانا ورکوي چې دا کار تاسې هم کوئ او بوش يې هم کوي. او بوش زمونږ نه بلکې ستاسې (طالبانو او جهاديانو) ناجايز پلار دى ځکه چې... نوره کيسه نړۍ ته معلومه ده. زه چې په ښه بد پوه شوى يم د بوش او امريکا دښمن يم خو هغه وخت چې مونږ ورته دښمن وايه تاسې يې **** څټلې. مونږ درته ويل چې ددې عواقب بد دي تاسې نه منله.
تاسې به ويل خېر دى د اسلام خدمت کوي. د افغانستان جهاد، حکمتيار، طالب، ملا، ترهګر، بنسټ پال، اورپکى، دا هر څه په افغانستان کې د امريکا د ډالرو او وسلو او بوش (مشر) زېږنده ده.
اوس چې سياست، ګټې، وضعه او کيسې بدلې شوې نو تاسې د خپل پلار (بوش) پر ضد ودرېدئ خو ستا دا "هم" په دې مانا دى چې د افغان او افغانستان دښمن ته (طالب / جهادي) او بوش يو شان دي. او ته د بوش او امريکا نه زيات دښمن په دې يې چې ته د کور دښمن يې او هغه د بهر. د بهر دښمن به اخر په دې لارو کوڅو کې هم ستړى شي او ځي به خو ته (لکه چې ستا پخوانى تاريخ دى) به دا خاوره او دا خلک تر هغې نه پرېږدې تر څو چې دې په خپل وحشت په خاورو او وينو کې لړلي نه وي.
نور نو خداى دې وکړي چې عقل دې سر له راشي.


Re: مجاهدين و څه ډول انسانان ذبح کوي؟

pattang
24.10.2007

اوله مرداري خوتاسې جوړه کړه دروسانو په وتکا پسې لېويان وۍ ، خلقوته مو دکور کاليو په ځای ګور او کفن ورکه او نارې به مو وهلې مرګ په امپرياليزم مرګ په امريکا٠ اوس لکه دجومات مسافران د امريکې ټوک ته مو خړې سترګې نيولې دي ٠ تاسو بيله خپلې ګټې هيچا ته هم وفاداره پاتې نشوۍ ٠

[quote:6e10554804]لونګين خانه
دا "هم" دا مانا ورکوي چې دا کار تاسې هم کوئ او بوش يې هم کوي. او بوش زمونږ نه بلکې ستاسې (طالبانو او جهاديانو) ناجايز پلار دى ځکه چې... نوره کيسه نړۍ ته معلومه ده. زه چې په ښه بد پوه شوى يم د بوش او امريکا دښمن يم خو هغه وخت چې مونږ ورته دښمن وايه تاسې يې **** څټلې. مونږ درته ويل چې ددې عواقب بد دي تاسې نه منله.
تاسې به ويل خېر دى د اسلام خدمت کوي. د افغانستان جهاد، حکمتيار، طالب، ملا، ترهګر، بنسټ پال، اورپکى، دا هر څه په افغانستان کې د امريکا د ډالرو او وسلو او بوش (مشر) زېږنده ده.
اوس چې سياست، ګټې، وضعه او کيسې بدلې شوې نو تاسې د خپل پلار (بوش) پر ضد ودرېدئ خو ستا دا "هم" په دې مانا دى چې د افغان او افغانستان دښمن ته (طالب / جهادي) او بوش يو شان دي. او ته د بوش او امريکا نه زيات دښمن په دې يې چې ته د کور دښمن يې او هغه د بهر. د بهر دښمن به اخر په دې لارو کوڅو کې هم ستړى شي او ځي به خو ته (لکه چې ستا پخوانى تاريخ دى) به دا خاوره او دا خلک تر هغې نه پرېږدې تر څو چې دې په خپل وحشت په خاورو او وينو کې لړلي نه وي.
نور نو خداى دې وکړي چې عقل دې سر له راشي.[/quote:6e10554804]


Nazar
25.10.2007

[url]اوس لکه دجومات مسافران د امريکې ټوک ته مو خړې سترګې نيولې دي [/url]
______________________________________________
پخوا مجاهیدنو بیا طالبانو خړی خړی ورته نیولی وی
او وس همغه زړو خلکیانو او پرچمیانو خړی سترګی ورته نیولی دی
بیا هم په فایده کی څوک دی؟
دی هغه متل یادونه ډیره زروری
دهوبی کا کتا نه ګهر کا رها نه ګهاټ کا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more