د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريکايآنو د قرآنکريم نسخې سوځولې

سالک
14.10.2007

د کونړ په نرنگ ولسوالۍ کې په سلگونو قهروړيو خلکو د هغۀ څه په ضد لاريون وکړ چې د دوى په خبره امريکايي ځواکونو د پوځي عملياتو په ترڅ کې قرانونه سوځولي دي.
قهرجنو خلکو چې د څو ساعتونو لپاره يې سړکونه تړلي وو له ځان سره د قرآن نيمې سوځلې ټوټې هم لېږدولې او د امريکا، ناټو او افغان حکومت په ضد يې ترخۀ شعارونه ورکول.

دوى ويل امريکايي ځواکونو تېره شپه په کوډو کلي کې د يوۀ ملا د کور د پلټلو پر مهال د قرآن کريم څو نسخې سوځلې دي.

خبريالانو ته هغه کور وښودل شو چې پکې د قران نيمه سوځول شوې نسخې پرتې وې او يو شمېر يې ايرې شوې وې.

پوليسو هم دا راپورونه تاييد کړل، خو وايي چې د زياتو جزياتو په اړه لا هم پلټنه کوي.

سيمه ييز خلک وايي عمليات د درباز په نامۀ د يوۀ ملا پر کور شوي، چې له دۀ سربېره د دۀ درې نارينه خپلوان هم نيول شوي دي.

په بگرام کې د امريکا پوځ ومنله چې تېره شپه يې په کونړ کې د عملياتو په ترڅ کې څلور مشکوک کسان نيولي، خو وايي چې د قرانونو د سوځولو په اړه هېڅ راپور نه لري.

دا لا تر اوسه څرگنده نه ده چې قرآن څه ډول اور اخيستى، ډزې شوې او که پر لوى لاس چا اور ورته کړى. خو ځينو عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل چې امريکايي ځواکونو د ملا درباز کتابخانې ته اور ورته کړ چې پکې قرآنونه هم ول.


ننګيالی زابل
14.10.2007

سالک جانه دا کومه نوي خبره نه ده ، داسي کړنې ئی ډير ځله مخکې هم زموږ د ازمييلو لپاره کړی ، او ګوري مو چې څومره مو احساس بايللی .
دادی وئی ليدل ، يو دوې ورځې به کونړيان يو څو کريږي وکړي ، خو د امريکايانو پرځای به کرزی صيب بښنه وغواړي او هرڅه به سره حل شي .
غم ئی مه کوه ، همدلته په بحث فورم کې به لاهم يوڅو کسان تسلي درکړي ، او درته وبه وايي چې پريږده ، وطن به موجوړ ، دموکراسي به نور هم وزرونه خواره کړی .

ته ګوره د ډيرو خلګو مرکي مې له راډيو ګانو سره په همدې اختر کې واوريدي چې ويل ئي له خوښۍ نه مو سترګې له اوښکو ډکې دي ، چې زموږ په ژوند کې داسي اختر راباندي راغی .

په پای کې بايد ووايم : چې ها د غرونو بااحساسه سړي دي الله ج لري .
ان شاء الله د دوي د قربانيو په نتجه کې به مو ټول ارمانونه پوره کيږي .
[color=yellow:a8171c2b5f]
آپه سړيو كې و تلي سړي غرونو كې دې
په دين وطن مين ښاغلي سړي غرونو كې دې
څنګه به راشي په ولس رنګين سپرلي د سكون
چې د ګلونو غوندې ښكلي سړي غرونو كې دې
ښځينه خلك نن ښارونو كې خوندونه ګوري
هغه نران هغه منلي سړي غرونو كې دې
واك د ټيټ سترګو ټنكه سرو دى تور سرې پلوري
هغه پتمن هغه سپېڅلې سړي غرونو كې دې
خود به غربي بربنډ ته ناڅي افغاني اجړاګان
اصيلو ميندو چې روزلي سړي غرونو كې دې
چې څوك راغلي دي چا راوستل مرام يې څه دى
په دې رازونو پوهېدلي سړي غرونو كې دې
افغانې پيغلې غرب ته ځكه ځي د سپورت لپاره
چې پښتانه دستار تړلي سړي غرونو كې دې
دا ايمان فروش به د افغان په ناموس څه خفه شي
چې تاريخونه يې ساتلي سړي غرونو كې دې
كفري قانون ته به مو مينه خاوره سره لمبه شي
د دين په شمع سوځيدلي سړي غرونو كې دې
د مكناټن او شاه شجاع زامنو خير مو نشته
د اكبرخان په قدم تللي سړي غرونو كې دې
ځكه نو دلته ورته هيڅوك سړي نه ښكاريږي
مفتون په دې سترګو ليدلي سړي غرونو كې دې[/color:a8171c2b5f]


saleehzai
14.10.2007

کوشانه تاسوډيري بي ځايه خبري کوي
تاسوبايد ديوغيرمسلمان پښتون په حيث له ځينونامناسبوټکوله کاره ولواويادقران کريم اياتو نه ترپوښتنې لاندي نيولوڅخه په کلکه ډډ ه وکړی ، داډول ليکنې دمسلمانانوزړونه زخمي کوي او تاسويوپښتون سلمان رشدي راپيژني ،
پاتي شو داسلام ساتني خبره نوبي له شکه چي الله پاک دقران کريم ساتنه کوي لکه څنګه چي
يی مونږ مشاهده کوو ،البته له ساتنې څخه يی مطلب په قران کريم تحريف اوبدلون دی چي
دڅوارلس سوه کالونوپه تيريدو سره سره بشرپه دي نه دی توانيدلی چي دقران کريم لږترلږه
زبر اوزير ته بدلون ورکړي ،يا دقران کريم يوټکی او ايت شريف له يوځای څخه بل ځای ته نقل کړي ،نورنو دا قران کريم بي حرمتي ،سوځول دا الله جل جلاله انسانانوباندي ازمايښت
اوامتحان کوي ، داد مسلمانانوکاردی چي ددا ډول بي حرمتیوڅخه څنګه چي ورته اسلام
امرکوي ساتنه وکړي ٠
تاسووګوری مرګ يوداسي شی دی چي هيچاته پکښي شک نشته ،الله جل جلاله جهاد په
مسلمانانوفرض کړی يعني مؤمنان به کافران وژني اوکه کافرانومؤمنان ووژل نوبدله يی ښکلی مرګ دی چي شهادت ورته ويل کيږي ، اوس اياالله جل جلاله کافران په خپله نشي مړکولی ؟؟ اويا مؤمنان په خپل مرګ هم مري خوالله جل جلاله ته داخوښه دی اوپه دي خوښيږي
چي دمؤمنان په لاس کافرمرداراودجهنم کندي ته وليږي اوياکافرمؤمن په شهادت وره سوي
که څه هم دواړه په طبيعي مرګ هم مړکيدلی شی ٠


Anonymous
14.10.2007

د هروماقتال پر نامه يو شخص ليکلي چه اسلام او عيسويت او يهودي ټول افراطي اديان دي
...............................................
نن چي په يهوديت، عيسايت او اسلام کي افراطيت ليدل کيږي د دې ستونځي داسي بېړنی اود يو سم حل لار خو په ښکاره نه ليدل کيږي
http://www.benawa.com/kandahar.php?id=14768
..........................................................
بيا وايي
خو که دلوېديځ زورور هيوادونه دتګلارواو قوانينو په جوړولو کي د وحشت او منافقت پر ځای د انصاف څخه کار واخلي او لکه دنورو اديانوپيروان مسلمانانو ته هم د انسان په سترګه وګوري نو په نړۍ کي د امن راوستنګ به ډېر ستونځمن کار نه وي.
......................................................
نو د اسلام د افراطي کيدا زيان خو مسلمانانو ته رسيږي نه و کافرانو ته ستاسي څه اند دي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more