د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ډموکراسي به هله راشي چې قرآن ویل بند شي او علما دفن شي

ashna
14.10.2007

[color=blue:46154cfd94]ډموکراسي به هله راشي چې قرآن ویل بند شي او علما دفن شي [/color:46154cfd94]
میوند اشنا
مولوي بريالى قانع صېب خپله یوه لیکنه پدې ایات مبارک پېلوي :
ومن الناس من يشري نفسه ابتغاء مرضات الله والله رؤف باالعباد:الاية :
نوموړی ایات د سورةالبقرة ۲۰۷ لمبر ایات دی چې مولوي صېب د ایات مبارک نوم ، لمبر او ژباړه په غالب ګومان پدې نده لیکلې چې د دغه ایات د نازلېدلو په مهال لوبه بل ډول وه، خو ځانمرګي لعنتي بریدونه یې په خپله لیکنه کې د اسلام یو اهم رکن انځور کړی دی چې په اصل کې دغه لعنتي بریدونه په هر وخت کې مسلمانانو رد کړي دي او اوس هم علماو او امیانو دغه یوازې ځان وژنه بللې ده خو مولوي صېب په لیکنه کې په بیا بیا داغږ کوي چې دغه پورته ایات ته وګوره چې الله تعالی وایي ای بنده په ما که ځان راخرڅوې نو په ځان پورې بمونه وتړه چې ژر دې د جنت په سوړه ورننه باسم او د مولوي صېب په قلم د دې نور جاهلانواو ناپوهانوخبرې په یوۀ غوږ اوره او په بل یې وباسه چې په حقیقت کې دغه ایات مبارک زموږ په هېواد کې روان غوبل سره هېڅ اړه نلري ځکه چې راوان غوبل د کفر او د اسلام نه بلکې د ترهګرو او د یرغلګرو جنګ دی چې د سعودي علماو په لومړۍ ورځې فتوی ورکړې ده .
همدغه عربان ول چې کله زمونږ هېواد ته راغلل نو د ځانه سره یې پاکه کلمه راوړه او د نړۍ د نورو هېوادونو په شان یې زموږ هېواد هم بشپړ مسلمان کړ او دا یې هم راوښوده چې د قرآن کریم حفاظت خپله الله تعالی کوي او تر وروستۍ ورځې پورې به قرآن ټکی په ټکی محفوظ وي ، او اسلام یوازینی دین دی چې بشپړ شوی دی چې له همغې ورځې نه تر وروستۍ ورځې پورې چې څومره انسانان پېدا کېږي ټول د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم امت دی ځکه چې د رسولانو سلسله بنده شوې ده او د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مخکې دا انسانان د بېلا بېلو رسولانو امت و چې د دغې خبرې پخلی خپله عیسی علیه السلام هم کړی دی په سورة الصف ایات لمبر ۶ کې دا فرمان ولولئ !
وویل د مریم بي بي زوي حضرت عیسی علیه السلام اسرایلو ته زه د الله تعالی یو رښتنې رسول یم چې تاسو ته راستول شوی یم او غښتلی به کړم قانون د رب (ج) خپل څرنګه چې زما نه مخکې رسولانو دا دنده درلوده ، او زما نه وروسته به یو بل رښتینی رسول راځي چې نوم به یې احمد وي اود خوښۍ همدې زیري سره به د رسولانو راستول بند شي .
چې د همدغه ځای نه دا جنجال شروع شوی دی او ټول کفار دا وایي چې عیسی علیه سلام خو احمد یاد کړی دی او دا محمد صلی الله علیه وسلم راغی نو ځکه یې اوس نه مني یانې اسلام ته د لومړۍ ورځې نه د کفارو لخوا خطر و او لا شته دی خو پداسې یو جاکړ کې چې موږ را ایسار شوي یو پدې کې یوازې دینې علما کولای شي چې ولس د کفارو د فتواو نه خبره کړي او کفارو ته به دا باور ورکوي چې مسلمانان ورانکاري او ترهګر ندي او نه یې هم د کفارو په شان مذهبي ترهګري شروع کړې ده چې مسلمانان ورته بېخي ګاځره مولۍ نه ښکاري داسې یې خرپوي .
خو زموږ په ټولنه کې د دیني علماو سپکاوی ، وهل رټل، وژل ، او شرمول د ډموکراسۍ په مخ چټک ګامونه بلل کېږي ځکه چې د ترهګرو او یرغلګرو شېطاني اولاده د دغو هستیو په صفونو ورننوتې ده او ټولنې ته یې یو ناسم انځور ورپېژندلی دی او ګټه یې همغه یهودانو ته رسیږي چې د یو خوانه یې طالبان رټي او وهي او د بلې خوا نه یې امریکا د ډموکرات دولت په ننګه لومړی شرموي او بیا یې وژني نو اوس به یو داسې ولس څه خپل هېواد وساتي چې د خپل یو امام تپوس کولو سره یې په کور د بمونو باران ورسم شي او نه په خپل جومات او ښونځي کې د قرآن او احادیثو د سوځولو مخ نیوی کولای شي .

دواړو خواوته مو وژني له تندې څوک یزید
ژوند زموږ فراق شو هر وګړی حسېنی (ض) دی
میوند اشنا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more