نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دفيشن شو، دښځوڅه ډول حقوق دي؟
سالک
13.10.2007
تيره اونۍ دهيوادپه شمال مزارشريف کې ،ګوډاګيوواکمنو! دفيشن نندارې ته لسګونه افغاني نجونې په داسې موډاوفيشن تيري کړې چې هرې يوې يې په خپل په تن کړي لباس اوجوړسينګارافغاني عفت په توروکاڼووويشت اوله خپل اسلامي درنښت اوزيبايې سره يې مخه ښه وکړه!
درمضان المبارک دمبارکې مياشتې دمغفرت په لسيزه کې دکابل دمزدورې ادارې له لوري دفيشن شواودنړيوالورسنيواوتلويزونوپرمخ يې ښکاره کيدوپه ډاګه کړه چې دوى د اسلامي اقدارواوافغاني نواميسوسپکاوي اوټکولوته په داسې حال کې ملاتړلې چې داسلامي امارت مجاهدينويې دواکمنۍ مراندې سختې ورلړزولې اوهرورځ اوشيبه ورته دهيوادپه هره سيمه اوبرخه کې ښه درنه سزاورکوي،اوکچيري دمجاهدينودتوري دغه روان بريښ اودغيرت ږغ نه واى په هغه صورت کې به خدايزده دغوافغاني عصمت پلورونکودرسوايې اوسرټيټۍ بازارکوم سرحدته رساوه
مونږدکابل واکمنوته وايوچې تاسې له تيروڅه دپاسه شپږوکلونوراهيسي پرته لدې چې په ښارونوکې مو ښځو ته دحقوقواوازاديوترپوچوشعارونولاندې اخلاقي فساد،کورنى تاوتريخوالۍ،دميړه اوښځي ترمنځ بدګماني، نفرت اودفقرپه ګډون بې شميره ستونزې وټوکولي آياددوى دهوسا ژوندانه،اقتصاد،روغتيااودعملي ښيرازى لپاره کومه ژوندى بيلګه اونمونه هم وړاندې کولاى شي ؟
ووايئ چې دافغانستان په ټول تاريخ دښځودځان سوزنې دومره پيښې شته لکه ستاسې په دې تيرشپږ کلن دورکې چې افغاني ښځوځانونوته څومره اورونه اچولي،دفقراوبې وسۍ له وجې به داخلاقي بيلارى بازار دروسانوپروخت هم دومره ګرم وولکه نن چې دهرې جادې اوسرک په سرولاړې ......... دبيلارى تمايلات ښيي،داخولاپريږده چې په خارجي قشلواوبارکونوکې هره شپه دپيسوپه مقابل کې په افغاني حيا څومره تيري کيږي،اوآيادا،کوم تاوتريخوالى دى چې هرسهار يوشميرښځې دميړونو ،لوڼې دپلرونو،خويندي،دوروڼواونوروخپلوانوله لاسه دکابل ښارپه هرناحيه کې په ډيرانونوکې وژل شوې پرتې موندل کيږي،آيا ويلاى شئ چې پرته له همدغوبدبختيواويالکه دمزارشريف دفيشن دشوپه څيرله سرټيټيوعلاوه موچې بالاخره افغاني نجوني دغربي جامواوسينګاراشتهاراوخرڅلاوته راوويستي بل موهم څه ورکړي؟
دمزارشريف دفيشن شوخودهغه والي ترواک اونظارت لاندې ترسره شوه چې هغه په خپل مکارټټرهروخت دجهاداومجاهدتوب بې شميره نشانونه ټومبي اودروسانوديرغل په وړاندې ځان دجهادلوى مبارز ګڼي،خوپه حقيقت اودخداى راستۍ په ميدان کې هغه نه مجاهداونه دروسانوپرخلاف دافغانانودپاکې مبارزي په لاراوګودر تيرشوى ،ځکه که دى په رښتيامجاهدواى اودخداى درضالپاره يې په هغه جهادکې قدمونه ايښي واى نوبيابه يې دصليب د غلامۍ غړوندۍ نه ترغاړې کاوه اونه به يې لکه دتيرې اونۍ په څيردبيدينۍ اورسوايې دفيشن شوته اجازه ورکوله،خوافغانان پوهيږي چې دمزاروالي! قومندان عطاددې ترڅنګ چې له جهاداوديندارى سره يې هيڅ تړاونشته او ټولې دعوې يې دروغجني دي ولې يواځې اويواځې دهغې ټلوالې غړى دى چې دقدرت،چوکى اومادياتولپاره دروس ،امريکا،هند،فرانسي اوهرچاغلامي په سړه سينه مني ،نه يې له دغې غلامۍ اونوکرۍ نه ،غيرت ،دين ،اوملي ارزښتونونه راتم کولاى شي اونه هم افغاني حيااوعفت ورته کومه پوله ګرزيداى شي
مونږ په خپل مسلمان ولس اوپه ځانګړى ډول دمزارپه مجاهدوپرګنوغږکووچې داسلام ددښمنانوتوطيوته ځيراودښځودتش په نامه شعاري حقوقواومهلکوآزاديوپه ناروسورو ونه غوليږي اواجازه ورنکړي چې دافغاني عفت تورمخي سوداګرزمونږ حياوي رالوټ اوافغاني انجوني اوميرمنې بازاري متاع اواشتهاري توکي وګرزوي
افغانان په داسې حال کې چې دښځينه فيشن دغه بربنده شو،په افغاني تهذيب اورواياتويوکلک ګوزاربولي ،ژمنه کوي چې ددغه رازګمراهيوعاملينواولاره هوارونکوته به داسلامي شريعت په حکم ارومرو درنه سزاورکوي! ( ان شاالله تعالى )
Nazar
13.10.2007
جانانه سالک جانه سلام که قبلوی اول سلام درته وړاندی کوم٠
دا ځه دی چی تاسو لیکلی دی
ګډاګی حکمت دا لا چیښی دی
ها نه غواړو دا نه غواړو بیا نو چیښی غواړ
پریږده چی خلګ ږوند وکړی
څه د خدای قحر درته ښوی دی تاسو ته
زه خو وایم هر څه چی شوی دی ډیر شه کار ده
زموږ پشان انسانان سپوژمی ته وختل او موژ لا په روا او نارواکی تر خو٠٠٠و شنتی یو
سالک
14.10.2007
نظرخانه !
تاسو ته ځکه ځواب نه ليکم او نه درسره خبرې کول غواړم ځکه تاسو کفري عقيده لرئ او زما خبري به درسره ځکه بې ګټې بلکې ګناه وي چې اسلامي اقدارو ته درناوی نلري او سپکاوی ئي کوئ .
په اصل کې زه او ته دواړه يو شان ته انسانان يو ، د کفارو هم له ماسره کومه شخصي بدي نشته چې يوځای مي نه پريږدي خو فرق صرف په دې کې دی چې زه يو انسان يم او اسلامی احساس لرم ، ته بيا هغه احساس نه لري ، او د کفارو هم له هغه احساس سره جګړه ده ، ځکه ئي نو ته دوست او زه دښمن يم .
دا ستا غوندي بې احساسه خلګو خو همدا کار ترسره کړی ، هغوي هم په هرڅه راضي دي خو چې پر چوکۍ ناست وي .
خفه نشي ، ستوخې مي ځکه درته وليکلی ، چې روا او ناروا دي هسي ټوکه بللی ، حال دا چې د اسلام مبين دين يوازي پر روا او ناروا را څرخی .
روا ته ناروا او ناروا ته روا ويل کفر دی ، غواړم چې د اسلامي عقيدې لرلو په شرط درسره وږغيږم . نه داچې زه کفر غندم او ته اسلام ،
ځکه په اسلام کې له داسي چاسره بحث کول هم ناروا دی چې هغه د اسلام سپکاوی کوي .
Nazar
14.10.2007
کابليان فيشني جامى اغوندي
ګڼ شمير ځوان افغانان د پلازمينى په ځنيو سيمو کى د فيشن او موډ څخه د خبريدو لپاره هندي سينما (باليوډ) ته مخه کوي.
چسپ کاوباى پطلونونه او د لنډو لستوڼو بلوز يا کميسونو اغوستل چى د دوديزه افغاني لباس سره په تضاد کى دي، په کابل کى د خلکو پر اذهانو ورو ورو اغيز کوي، ځکه چى ځوانان د هغه لباس د اغوستو کوښښ کوي چى دوى يي په هندي او امريکايي فلمونو کى ويني.
د نجونو او هلکانو هغه نسل چى د خپل عمر په شلمو کلونو کى دي، او له جنګ جګړى پرته يي بل څه نه دي ليدلي، په ډيره مينه د خريد لپاره ورځي تر څو خپله خوشبيني څرګنده او ښايي د محافظه کاره کلتور په وړاندى چى لا هم په هيواد کى مسلط دى خپل بغاوت څرګند کړي، او ډيرى زياتى فيشني ميرمنى به دى ته چمتو وي چى د ښار په ځنيو عصري برخو کى له دوديزه جامو تيرى شي يا ډډه وکړي.
افغانان يو متل لري چى وايي: ښه خوره، ښه واغونده، خداى تعالى به دى وبښي.
دوکانداران وايي، فيشني کابليان د خپلو ناچيزه عوايدو يوه زياته برخه پر پطلونونو، بلوزونو او بوټانو لګوي. يوه جوړه پطلون ٢٠٠ يا ٣٠٠ افغانۍ (٤-٥ ډالرو) بيه لري او وارد شوي جامى نژدى ١٥٠٠ افغانۍ يعنى د يوه کس د يوى مياشتى تنخواه ده.
د جمهوريت په مارکيټ کى چى د فيشني جامو لوى مرکز دى يوه دوکاندار وويل، د کابل ښاريان د فيشن په برخه کى ډير افراطي دي. دوى تل له خوړو څخه پيسى سپما ساتي او پرى جامى رانيسي. او اوس داسى ښکاري چى د جګړى څخه د وړاندى وخت څخه يي هم فيشن ته ډيره مخه کړى.
پرديس خان چى د جمهوريت په مارکيټ کى دوکان لري، يداسى حال چى د ميرمنو يوه ډله ورته غوږ وه دولس ډوله جامى يي وښودى چى هر يوه د جلا کمپنۍ نښه درلوده. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، ډيرى ځوانى ميرمنى راځي چى ورسره د امريکايي او هندي فلمونو د ستورو پست کارتونه وي او د هم هغو جامو پوښتنه کوي.
هغه وويل، يوى نجلۍ د داسى کوباى پطلون غوښتنه وکړه چى پر هر يوى خوا يي د زړه نښه وي او پرى د هندي سينما د ستورى نوم پريتي ليکل شوى وي. پرديس خان له پاکستان څخه ٢٨٠ جوړه له هغو څخه راوړل او ټول يي وپلورل.
ليلما چى د معدن او صنايعو د وزارت يوه کارکوونکى ده وايي، د کور د کرايي له ورکولو وروسته هغه خپل پاتى ١٨٠٠ افغانۍ تنخواه پر فيشني جامو لګوي. هغه وايي، ښى جامى او ښه ډول د هغه شخصيت ښيي. دا د تمدن او کلتور يوه برخه ده.
خو ځينى اسلامي واکمن د دغى نوى تګلارى مخالف دي. په کابل کى د باغبان باشي جومات امام مولوي محمد ايوب وايي، چسپى جامى د اسلام ضد دي، په ځانګړي توګه د ميرمنو لپاره. هغه يوه حديث شريف ته اشاره وکړه چى پيغمبر (ص) ويلي هغه ميرمنى چى دا ډول جامى اغوندي ښايي بربنډى وي، او دا نوى فيشن د دى نښه ده چى د قيامت ورځ نژدى ده.
ايوب وويل، د ښځو يا د نارينه و لپاره ، پر ځنيو شيانو لکه فيشني جامو په شان په سپکو شيانو د پيسو لګول هم د اسلامي عقيدى په لحاظ منع دي. هغه ټينګار وکړ چى ښه مسلمانان بايد له دريو جوړه جامو څخه پر زياتو پيسى و نه لګوي او خپلى پاتى پيسى د خپلى کورنۍ پر لومړنيو اړتياو چى پکښى تعليم هم راځي ولګوي.
د مذهبي غندنى له امله هغه ځوانان چى فيشني جامى اغوندي بايد ډير پام وکړي چى چيرته نوى جامى واغوندي. دوى به د پوهنتون په ټولګي کى مصئونه وي، د ښار په مرکز کى چى هلته بهرنيان کار کوي او اوسي، او په هغه چاپيريال کى چى اوسيدونکي يي د کابل پخواني خلک دي، يعنى هغه سيمه چى پکښى د عصري نظر لرونکي اوسي. نو هلته بايد دوى د خپل ځان د حيثيت لياره انديښنه و نه لري.
له دغو ځايونو څخه بهر، حتى فيشني ميرمني يا ټيکرى پر سر کوي او يا هم چادري. او کليو ته د تلو پر مهال ښځى پنجابي جامى يعنى شلوار او کميس اغوندي ، چى حياناک ، آرامه ، اوږد او د افغانانو لپاره ښه بلل کيږي.
په افغانستان کى د نارينه او ښځى لپاره د حيا معنى دا ده چى له سر څخه تر پښو پورى بدن په داسى جامو کى پټ کړي چى د بدن هيڅ انحنا ترى تر سترګو نه شي. د پښو لږ ښکاريدل هم د دى سبب کيږي چى خلک په خصومت سره نظر وکړي. نو پداسى حال کى نجونى آن د دوبي په تودوخه کى تنګ کوباى ته مخه کړى نو دوى د هر ډول لمنى لاندى چى په اصطلاح ځمکه نه جارو کوي نو پطلون اغوندي.
داسى ښکاري چى په کميسونو کى لږ فيشن ته ځاى شته. دوى د ډير اوږد کميس پر ځاى څه ناڅه لنډ اغوستى شي، او کولى شي چى لستوڼي يي تر ليچو وي، چى دوه کاله وړاندى د طالبانو د رژيم پر مهال د ښځو او نارينه و دواړو لپاره يي چا فکر هم نه شو کولى.
په نولس سوه او شپيتمو او د اويايمو کلونو په لومړيو کى چى د پرمختګ کلونه ، په کابل کى ميرمنى د سر د پټولو پرته گرځيدى، او د ارويا د فيشن په شان يي ميني لمنى اغوستى. خو آن هغه مهال هم ځنيو د لنډو لمنو اغوستل غندل ځکه چى داسى ګزمان يي کوه چى ښايي تر لاندى يي څه نه وي اغوستي. افغانان د شلوار کميس لاندى څه نه اغوندي.
اوس فيشن د سوداګرۍ لار خپله کړى، له چين، هند، پاکستان، ترکيي او ازبکستان څخه جامى راځي. رانيونکي وايي، که څه هم په کابل کى ګنډونکي د عسکونو له مخى جامى ګنډلى شي خو دوى يي سم ټوکر نه لري.
د کابل د پوهنتون محصله نرګس په مارکيټ کى گرځيده چى جرسي بالاتنه او چسپ پطلون پيدا کړي، څنګه چى په جرمني کى يي اغوستل، ځکه چى هلته پنځه لس کاله اوسيدلى. هغه اوس د جرمني له جامو سره روږدى شوى ځکه هلته يي ټکسي ګاډى چلوه.
د جمهوريت په مارکيټ کى د يوه بل دوکان مالک عبدالشکور وايي، مود او فيشن ډير ژر بدليږي. يو څو مياشتى وړاندى د کابل نجونو رنګه پطلونونه خوښول، خو اوس نجونى او هلکان نوي کاوباى خوښوي چى پرى نښى وي، او نجونى نايلوني کوباى خوښوي چى له بدن سره نښتي وي.
ميندى او پلرونه او ماشومان هم د فيشن څخه ليرى پاتى نه دي. اته ديرش کلنه نجيبه چى د يوى ليسى ښوونکى ده، د خپلى اته کلنى لور لپاره يي د تاشکند د ډول په شان لمنه او بلاتنه خزښه کړه، خو دغى کوچنى نجلۍ خوښ نه کړه، او ويي ويل پطلون او بالاتنه غواړي. که څه هم نجيبه د هر ډول پطلون اغوستل ردوي.
د اروپا او د تايتانيک د مشهور فلم په شان د ويښتانو جوړول لا هم په فيشن کي دي. ميرمنى ويښتان چوټي کوي ، تاو کوي او يا يي توني کوي، پداسى حال کى چى نارينه جرمني او پوځي ډولونه خوښوي.
Nazar
14.10.2007
شاغلی کوشان سلامونه درته وړاندی کوم
ستاسو په زړه پوری لیکنی زما ډیری خوشی دی
دا یوه بله ليکنه په کابل کې د آى ډبليو پي آر
يو شمېر د آبي څادريو (بورقو) لاندې آ بي جينونه (پتلونونه) اغوندي، په داسې حال کې چې يو شمېر نور د وېښتانو په وروستي مود پسې ګرځي.
په پلازمينی کابل کې ځوانان ښايې د هندي يا امريکايي فلمونو په لېدلو د هغوی تر اغېز لاندې راغلي وي او له دې امله خپلې دوديزې جامې شاته وغورځوي، چې پنځه کاله دمخه يې د طالبانو پرمهال مازې فکر هم نه شو کېدای.
دري دېرش کلنه بلقيس وايي: ((زه هندي فلمونه د جامو لپاره ګورم، ځکه هندي فلمي لوبغاړې زړه راکښوونکې پنجابي جامې اغوندي.))
په داسې حال کې چې د کابل په ښار او کوڅو کې په بورقه کې ګرځېدل يوه عادي خبره ده، د بلقيس لپاره د دوديزو جامو د اغوستلو يوازينۍ ستونزه د څادر پر سرول دي. هغې آی يبليو پي آر ته وويل، هغه په کور کې دوه هندې ساري لري او له دې امله خوښه ده، چې له ځورونې پرته کولای شي، د خپلې خوښې جامې واغوندي.
د وروستي مود له بڼې سره د ځان برابرولو په هکله نارينه او ښځې دواړه لېواله دي. د سلمانيانو، وېښتانو جوړوونکو او جامو پلورونکو لپاره کاروبار هېڅکه هم په زړه پورې نه و. پيک لرونکې خولۍ، جينونه د (جين پتلونونه) او جاکټونه د کابل ښار په هرځای کې، په تېره بيا له ښوونځيو څخه د نجونو د راوتلو پر مهال ليدل کيږي.
پنځه ويشت کلن جمال الدين وايي: ((زه به تر هغه په مود او فېشن پسې ګرځم، ترڅو د طالبانو د واکمنۍ د مهال کرکه او خوابدي مې لېرې شوې نه وي.)) نوموړي، چې لمريزې تورې عينکې او تور پنجابي ډوله کميس يې په ځان و، او وېښتان يې په منځ کې دوه نيمه کړي و، وويل، هغه د جامو د اغوستلو ډول د هندي فلم (تېرې نام) د لوبغاړي د يو فلم له نندارې وروسته خپل کړی دی.
هغه وايي: ((د (فلم) د اتل د وېښتانو بڼې زما پام ځانته واړاوه. ما غوښتل د هغه په څېر وېښتان ولرم. که هغوی هغه راز وېښتان درلودلای شي، نو موږ يې ولې ونه لرو؟))
ښځو ته د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له بورقې پرته بهر ته د راوتلو اجازه نه وه. سينګار او د نوکانو رنګول منع و. د سينګار سالونونه، چې اوس زياتره د کابل په هره کوڅه کې تر سترګو کيږي، تړلي و. نارينه ګانو په اوږدې ږيرې درلودې او پګړۍ به يې پر سرولې. اوږده وېښتان منع و. درېشي او نکټايي د لويديځ جامې ګڼل کېدې.
يو شمېر خلک د مود او بڼې چټک بدلون نه خوښوي. يو استوګن، سيد شرف الدين، چې نوی مود او فيشن د لوېديځ د فرهنک راوستل بولي، وايي: ((ددې پر ځای چې فيشن ګټه ورسوي، زيان رسوي.))
د کابل يو بل استوګن، محمد اعظم هم له دې ټکي سره موافق دی. هغه وايي: ((زموږ ځوانان په بې مانا سياليو کې ښکېل دي. زما مقصد هغه دودونه دي، چې د کورنيو د پيسو د بېځايه لګولو پرته، نوره هېڅ ګټه نه لري.))
د ځوانانو د چارو د وزارت يو کارکوونکی، احمد صديق دلير وايي، د هغه د وزارت چارواکي د دوديز اسلامي فرهنګ د بېخونده کېدو له امله اندېښمن دي او د ځوانانو جامو اغوستلو ته به ډېرزيات پام واړوي.
نوموړی وزارت په پام ې لري، ترڅودځوانانو يو کنفرانس راوبولي، چې د ځوان نسل لپاره په يوې ستراتيژۍ خبرې اترې وکړي.
له مود او فيشن سره زياتېدونکې مينه د سوداګرو په ګټه پای ته رسيږي.
دوه ويشت کلن عبدالمعروف پتلونونه او بې لسټونو کميسونه پلوري، چې زياتره له ترکيې او سهيلي کوريا څخه وارد شوي دي. هغه وايي: ((زيات شمېر ځوانان له جامو سره مينه لري او د هغوی جيبونه له پيسو ډک دي. څومره بيه چې ورته وايو، هغوی (نه) نه وايي.))
دا په خپله له افغانستان څخه د فرهنګ کوچېدنه ده، چې جګړه او چنې وهل په کې د پېر او پلور عمده برخه جوړوي.
دوه ويشت کلن شبير روشن د نوي ښار دروشن سيټي ټاور خاوند دی. هغه وايي: ((زموږ خلک، په تېره ځوانان، تر دې اندازې د مود او فېشن مينه وال دي، چې موږ اړ شوي يو له اروپايې بازار څخه مدرنې جامې راوغواړو.))
د هغه په وروستنی افر کې زياتره جينونه شامل دي.
يو شمېر سلمانيان وايي، هغوی د ټولو نويو مشتريانو په زړه کار نه شي کولای.
د سکندر سلماني خاوند معروف شاه وايي: ((زيات شمېر کوچنيان د فلمي ستورو په څېر وپښتان جوړوي. زياترو ته د بڼې او سټايل نوم نه ورځي، يوازې نښې بيانوي موږ کتلاک لرو او د هغې له مخې هغوی کولای شي، د خپلې خوښې بڼه غوره کړي.))
د علومو د ملي اکادمۍ غړی، احسان الرحمن ټينګا رکوي، وايي، سټايلونه او مودونه بدليږي، خو اسلامي کړه وړه پر خپل ځای پاتې دي.
هغه وويل، د اسلامي شريعت له مخې نارينه ګانو ته د رېښمينو جامو اغوستل او د سرو زرو کارونه منع ده. نوموړي زياته کړه: ((په عام محضر کې په سينګار کې د ښځو راڅرګنېدل حرام دي، که مېړونو يي اجازه ورکړي او که نه.))
يو شمېر افغاني ځوانان خپلې خپلې نظريې لري. نولس کلنې پروين، چې زيات سينګار يې کړی، ښکلي بوټان يې په پښو دي او د زده کړې له يو کورس څخه بهر له خپل يو ملګري سره په سپين رنګه موبايل غږېده، وويل: ((هرڅوک په خپلې خوښې پسې ګرځي. زه نه غواړم د نورو په فکر پسې ولاړه شم. ))
lawangin
14.10.2007
تاسو دواړو خو داسې سره پيدا کړل لکه عاشق او معشوقه ،زه ګمان کوم لکه چې
داسې خبرې ډېر خوند درکوي٠ دغه شيان چې کوم انسنان ئي کوي هغه پوچ مغزه
بي کلتوره خلک دي او هيڅ هويت نلري ٠
موډ دانسان لپاره دې يوه پيدايښتي انسان د ارزښت نور م ندی ، بلکې
دغه موډ دې پردي کلتور او پردي اقتصاد دې بازار جوړولو لپاره کوډې دي ٠
ديوه انسان دارزښت لپاره توليدي مفکوره او د چارپېريال د انسانانو دګټو
ساتنه معيار بلل کيږي .
افغانستان خپلو اسلامي او پښتني عنعناتو ته ضرورت لري٠