د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دخپلواکۍ اتلانوته چاسزاورکړه؟

ننګيالی زابل
13.10.2007

دکابل مزدورې ادارې دڅرخي پله په جهنمي زندان کې زمونږ يوشمير افغانان په دې پلمه درمضان المبارک دپنځه ويشتم روژه ماتې پرمهال اعدام اوپه شهادت ورسول چې ګواکې دغو افغانان په قتلونو،سر قتونو اوبغاوتونوکې لاس درلود،شايد ددغواعدام شووپه جملې کې به څوتنه داسې ووچې دکابل داړه مارې ادارې به په دې توراوبهانه نيولي وو چې دکوم نيم کس په وژنه اودڅوزروافغانيوپه غلاکې يې لاس درلود

خودهغوکره معلوماتوپربنيادچې ترلاسه شوي،وايې چې په دغواعدام شووکې زياتره او ډيرۍ هغه افغانان شامل ووچې پرته له کلکې اسلامي عقيدې،باثباته ملي غرور او د صليبي هجوم په مقا بل کې دجهادله عزم اوهوډه يې بله مدعااوجرم نه لاره

که دکابل حلقه بګوشه ادارې په رښتياهم دغه مجاهداسيران دجهاداواسلامي ديانت په جرم نه وي شهيدان کړي اوددوى په کاذبه ادعا تورونه يې دڅوتنووژنه ،لوټماري اوبغاوت وي،نوبياخوترټولوړومبي هغه څرګندواکمن مجرمين ددغه اعدام اومرګ حقداران وو چې دخلکوپه سرونواوتنويې ميخونه ټک وهلي ،ژوندي انسانان يې په جوش اوداغواوبوکباب کړي ،له ښځويې سينې پرې کړي دکابل اتيازره ښاريان يې وژلي ،جوړکابل يې په بل مخ اړولى،دافغانستان تاريخي شتمنۍ ،ملي پشتوانې،اوپوځي زيربناوې يې دپنجشير سو ړو ته تښتولې،اوافغانستان يې په پاى کې په خپلوصليبي بادارانو پلورلى

که ددغواعدام شووافغانانودشهادت ترشادصليب فرمان اومصلحت نه واي اوخبره يوازې دقتل او لوټ وي نوبياخوله هرچادمخه بايددملحدجنرال دوستم اودده په څيردلسګونوهغومنحرفينو او رميږونه تاواوله تنې جلاشوى واى ،چې دکمونيزم ،شراوفساداوصليبي ديکتاتورى!په دوروکې يې هرځل،دزرهاوو افغانانو ژونداخستى ،افغانستان يې چورکړى اوافغاني عفتونه يې لوټ کړي

خومونږوينوچې له تيروشپږنيموکلونوراهيسې دکابل واکمنو،نه داچې کومه ورځ ددغوغدارانوپه اړه کوم ګام پورته نکړبلکې دفاع اوننګه يې ورنه کړې ،جنرالان،مارشالان،مرستيالان اودهرامتيازوړيې بللي

له بل لوري که په حقيقت کې هم دکابل اجيره اداره دقاتلينو،نړيوالې مافيااوجهاني مجرمينوځاله او کار ځاى نه وي نوولې ددغې تورمخې اودوه مخې ادارې په اصطلاح ستره محکمه دهغو کور نيو اوبهرنيو ګمراهانوپه وړاندې عکس العمل نه ښيې چې دافغان مسلمان ولس نوى نسل يې دغرب اوهندوستان په ځنګلي ازادى اوکلچرتباه اوافغاني فرهنګ اوارزښتونه يې دړې وړې کړل،افغانستان يې دمخدره تو کو دقاچاق په اډه بدل کړاوعملايې دغه هيواد دنړيوالې مافيااوهررازجنايتونوپه مرکزواړاوه،خودکابل چارواکي ځکه دهغوى په مقابل غبرګون نه ښيې چې اصلادغه اداره اوواکدارن يې دهمدغو ناولتياووزيږنده اودهمدغونړيوالوجنايت کاروبانډونوپه زورتردغه ځايه رسيدلي دي

درمضان المبارک دمياشتې په بختوروشپواوورځوکې دڅرخي پله شهادتونه په ډاګه کوي چې ددغه زندان واګۍ اوداعدامونوبڼه او س هم دترکي،امين،اوکارغل دوحشيانوپه لاس کې دى چې هغوى به په خپلو دوروکې افغانان له دغه زندانه په توره شپه کې ويستل اودجهاداومسلمانى په جرم به يې په پيلګون اوياپخپله دڅرخي پله اونوروزندانونوکې په شهادت رسول اوياخودڅرخي پله زندانيانوته په دې متبرکوشپواوورځوکې دمرګ سزاهغه زبرځواک ورکړه چې هغه په لوى لاس دمسلمانانو دمقدسو ورځو توهين اوسپکاوى دمسلمانانودوينوپه بهولو غواړي لکه چې همداسې يې په عراق کې دتيرلوى اخترپه ړومبى سهاردصدام حسين په اعدام ثابته کړه چې دوى په څومره قساوت اوکينه له مسلمانانو ددوى دخوښيوپه ورځوکې انتقام اخلي اوزړونه يې داغي

اسلامي امارت په ډاګه وايې چې ددغواعدامونوترشاکه هراستکباري لاس اوفرمايش موجودوي اوفکريې داوې چې دڅوتنومجاهدينوپه شهادت به داسلام دلارې نورفدايان اولارويان وويروي اوپه سپيڅلي عزم کې به يې سستوالى راولي،نه يواځې داچې دوى يوپوچ خيال اوناکام سوچ وهي،بلکې داسلام ددښمنانودغه کړنې دمجاهدو داعيانو ليکې نورې مضبوطوي اوددغواعدامونوترسره کونکو او عا ملينو ته له عبرته ډکه سزاورکول مجاهدين يوشرعي امراوخپل معقول حق بولي.

ان شاالله تعالى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more