نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پلچرخي د شهيدانو په اړه د اسلامي امارت عکس العمل
توردلى
10.10.2007
د پلچرخي د شهيدانو په اړه د اسلامي امارت عکس العمل
ذبيح الله / مجاهد
د کابل چارواکو تيره ورځ اولس تنه ، چې په پلچرخي محبس کې اسير وو ، د محبس څخه ايستلي ، په ظلم او وحشت يې شهيدان کړي ، چې هغوی نژدې ټول د اسلامي امارت مجاهدين وه او داسي ويل کيږي ، چې دوی تر څلويښتو کسانو پوري د نورو اسيرانو د شهادت اراده لري .
مونږ په داسي حال کې چې دا عمل سخت غندو او دا د وخت د شوروی اتحاد د ګوډاګي نور محمد ترکي د عمل په ډول يوه وحشي کړنه ګڼو ، د ټولو هغو ټولنو او سازمانانو څخه ، چې د بشر د حقونو د دفاع لپاره کار کوي په کله غوښتنه کوو، چې په دي اړه چوف پاته نشي او د بيا لپاره ددې ظالمانه عمل مخي ونيسي .
مونږ اعلان کوو ، چې داسي وحشي عمل چې د اختر په موقع ترسره شوی سخت عکس العمل به د ځان سره ولري او افغان مجاهد اولس په دي ډول ، ناځوان مردانه کړو نه ډاريږي او نه ده خپله هوډه اوړي .
توردلى
10.10.2007
پر چا چه د قتل او زنا تور ثابت شي بايد حد پرې جاري شي.
خو زما په نظر دغه وخت يي ډير مناسب نه وو.
د پورتني اعلاميي په هكله بيا سړي ته دا پوښتنه پيدا كيږي چه طالبان يي چه هره ورځ حلالوي او وژني هغه بيا كوم عمل دي.
پښتون زلمی
10.10.2007
[quote:febc188759="عقلتمام"]پر چا چه د قتل او زنا تور ثابت شي بايد حد پرې جاري شي.
خو زما په نظر دغه وخت يي ډير مناسب نه وو.
د پورتني اعلاميي په هكله بيا سړي ته دا پوښتنه پيدا كيږي چه طالبان يي چه هره ورځ حلالوي او وژني هغه بيا كوم عمل دي.[/quote:febc188759]
عقلتمامه وروره: که تاسې ددولت هغه مفصله اعلامیه لوستي وي، نو ترې ښکاره معلومیږي چې دغه خلک دسیاسي دوسيي خلک وو، ددولت مخالفین وو، اوعام جنایتکاران نه وو، هغوي نه دولت مني او نه يي قانون مني، ځکه چې هغوي ته دولت یو ګوډاګې دولت ښکاري، ځکه خو يي مقابل کې جنګیږي، دزنا تورونه به هسې بیځایه تورونه وي، او هغه هم ایله په څو کسانو دي، چې په ثبوت رسول يي داسلامي شرعې مطابق په نن زمان کې ډیر سخت بريښي. بلکه مستحیل ته نږدې بریښي.
نو اصلي خبره داده، چې دغه خلک دسیاسي دوسيي په اساس وژل شوي دي.
اسلامي شرعه کې زنا هغه وخت په ثبوت رسیږي، چې څلور شاهدان پر دې ګواهي وکړي، چې مونږ فلانې او فلانۍ داسې سره ولیدل لکه ډولچه چې په کوهي کې پرته وي، او ددې خبرې ثبوت مستحیل کار ته نږدې خبره ده، البته څه پيښې چی دزنا دحد داسلامي تاریخ په اوږدو کې واقع شوي دي، ټول يي داقرار په سبب منځ ته راغلي دي، یعنې دزناکوونکې ایمان هغه دیته هڅولې چې قاضي ته لاړ شي، او په خپله ګناه اقرار وکړي، بیا پرې حد قایم شوې دي.
نو دغه وژنې چې دولت تر سره کړې، ټولې داسلامي اصولو، او دنړیوالو اصولو خلاف کار يي کړې، او دغه ټول بندیان اسیران وو، که رښتیا افغان دولت بشري حقوقو او نړیوال قانون ته احترام لرلاي نو دغو خلکو سره باید داسیرانو چلند شوې واي، او داسیرانو او جرمي جنایتکارانو معامله ځمکه اواسمان فرق لري.
الله دې پر دغو ټولو شهیدانو ورحمیږي، او الله جل جلاله دې دهغوي کورنیو ته صبر په نصیب کړي.
بل دغه ظالم ګوډاګې دولت دخپل بادار په اشاره داسې کار وکړ، لکه څنګه چې شیعه ګانو دصدام سره وکړ، دلوي اختر په سهار يي اعدام کړ،
اودوي مردارانو هم دغه بی ګناه خلک دروژې په مبارکه میاشت کې، او اختر نږدې اعدام کړل.
خو له دې سره سره په کابل کې په اوچتو لوړو چوکیو ناست نړیوال قاتلینو ته هیڅ هم نه ویل کیږي، دوستم، فهیم، ربانی، سیاف وغیره،
آخر دا کوم انصاف دې،
دغه پورتني خلک هر یو يي دزرګونو کسانو په قتلونو متهم دي، او دوسيي يي بشپړې دسازمانونو سره پرتې دي، دوي ولې په سزا نه رسیږي.
ځکه چې هر کار او دوسیه دپښتنو دتباهۍ لپاره جوړيږي.
وګورۍ دشمالي ټلوالې دې ظلم ته، او دا خلک چې تاسې په انځور کې وینۍ، اوس هم په کابل کې په پولیسو او ملي اردو کې شامل دي، او دسیاف مردار خور کسان دي، دپغمان ولایت دي، ډیري يي زه پیژنم، ځکه چې زه هغوي سره دهجرت په محال په یوه کیمپ کې پاته شوې یم.
الله جل جلاله دې له دغو ګوډاګې ظالمانو څخه ددغو مظلومو شهیدانو انتقام واخلي.
[img:febc188759]http://www.armans.info/articles/data/upimages/admin/civil-war.jpg[/img:febc188759]
[img:febc188759]http://pz.rawa.org/65/65sayyaf-masoud.jpg[/img:febc188759]
[img:febc188759]http://www.malalaijoya.com/sayyf-r.jpg[/img:febc188759]
pattang
10.10.2007
افغان پښتونه پر دغه عکسونو خو دې زما زړګۍ را وخوړ ، ستا عکسونه خو ډېر تازه دي ،زه يې هم ويديو لرم او هم عکسونه، دا هغه پښتانه دي چې دوی تسليم شوي وو٠ دې نامردو دښمنانو اول خوټې په ژوندونې ترې پرېکړې او بيا يې ووږل
او دايو ندی ،13000 پښتانه او هم نور دمنطقې پښتو ژبي خلق ئي په ډېر ظلم سره ووژل٠ ( که ريښتيا په کابل کې اوسې دغه عکسونه کوپي کړه او په پښتني مناطقو
کې ئي تقسيم کړه چې خلقو ته حقيقت مالوم شي ).
دلستوڼي مار خپل زړه ښه يخ که خو زه پردي نيم پوه شوی چې دومره کينه ولې ??
پښتنو خو ټول کلتوري او اقتصادي قدرت له احمد شاه نه تر ظاهر شاه پورې دوی ته
ورکړی دی نو ولې داسې تېری او ظلم ??٠ هغه به پښتون نوي چې ددې ظلم پور يو پر دوه وانخلي ، اوس يې ګورو چې د پښتنو قاتلان ټول دامريکايانو په زور حکومت کوي دا دوعا کوه چې خدای پاک دې پښتني جنګياليو ته قدرت ورکري
چې دعدالت دتلې ډنډه سمه او دغه 40000 زره شهيدان پښتانه مو په خپلو قبرو
کې داسې احساس ونکړي چې دوی څوک نلري او بې واره او پوره خاورې شول ٠
په افغانسان کې به دټولو شيانو پوښتنه کيږي ( خايه بر او ادم کش ) به پيدا کيږي
اوتناسب به پياده کيږي او بيابه سوله کيږي ٠
نالت د کرزي په اجنټ دولت ٠
pattang
10.10.2007
عقل د تمام مشه !
څوک چې اشغالګرو ته مخبري کوي ، سزائي طالبي نه بلکې تاريخي کلتور دی
چې طالب هم کار ترې اخلي ٠ څوک چې ښځې تلاشي کوي ، کوچني او لويان بې ګناه
بمباره وي او بيګناه اولس محکومه وي ، ازادي او وقار ترې اخلي او خپل ګوډاګی
اجنټ دولت په زور پرې تحميلوي نو طبعي ده چې دداسې اشغالګرو هغه بيناموسه
مخبران به د مرګ جزا ويني٠
[quote:6d88392b8b="عقلتمام"]پر چا چه د قتل او زنا تور ثابت شي بايد حد پرې جاري شي.
خو زما په نظر دغه وخت يي ډير مناسب نه وو.
د پورتني اعلاميي په هكله بيا سړي ته دا پوښتنه پيدا كيږي چه طالبان يي چه هره ورځ حلالوي او وژني هغه بيا كوم عمل دي.[/quote:6d88392b8b]