نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ځرنگه پښتانه سره يوكړو
داکټر عزت الل
09.10.2007
گرانو ورونو او خويندو زما دا لمړي څل دي چي دي برښنا پاڼي ته را دننه كيږم داسايت دير كټه ور دي او زه غواړم چي يو نوي بحث څرنگه موږ كولي شووچي پښتانه سره يو كړو چي نن دۍطا لب او نورو نمونو په نامه وزل كيږي پيل كړم .و سلام
داكټر اورياخيل .
Re: ځرنگه پښتانه سره يوكړو
pattang
09.10.2007
عزت الله خانه وروره ستړی مشې ، ددې کار لپاره خو له خلقو سره تماس او خبرې
په کارد ي٠ دکلکې پښتني ارادې ، افغان مليتوب ، حقانيت اوپه دوهمه درجه کې
پېسي په کاريږي تر څو چې دغه عمليه په کار ولويږي ٠
زه کلک درسه ولاړ يم ٠
[quote:eb7e524c80]داکټر عزت الله :
گرانو ورونو او خويندو زما دا لمړي څل دي چي دي برښنا پاڼي ته را دننه كيږم داسايت دير كټه ور دي او زه غواړم چي يو نوي بحث څرنگه موږ كولي شووچي پښتانه سره يو كړو چي نن دۍطا لب او نورو نمونو په نامه وزل كيږي پيل كړم .و سلام
داكټر اورياخيل .[/quote:eb7e524c80]
ډاکتر وطنمل
10.10.2007
ډاکترعزت الله اوریاخېل صیب د ټول افغان خونې ته ستړی مشې او هرکله راشې !
ډیره ښه موضوع مو ټاکلې خو ډیره ستونزمنه هم ده.
که پښتانه په مفکوره او اندون را ټولېدای نو ستونزه بّه دومره نه وه، ددوی راټولېدل جذباتي بنسټ غواړي او زیاتره له عقله خالي مشرو ټانو یې جذبات راپارولي ، د ځانونو له پاره یې کارولي او دوی یې پرې تیرایستلي دي . نو په کار داده چې عقلي او جذباتي بنسټونه دواړه په پام کې ونیول شي ، د مفکورې اغیز ، د حالاتو شننې او سیاسي اولویتونه دې مخکې شي او جذباتي برخې دې ورپسې وتړل شي . مونږ غښتلي ملي او اسلامي بنسټونه لرو او تاریخ مو د افغاني ولسواکۍ سره هم کورټ نا اشنا نه دی ، نو که مفکوره یا هدف موپه دغه دریواړو ستنو عیار او ودرول شي ، د ناخوالو ، غمیزو. تیروتنو او خیانتونو مخه به له پیله تر پایه پورې پرې ونیولای شو. موجود سیاسي ځواکونه هم ځانونه یا ملي، یا اسلامي او یا ولسواک بولي، او هغه څوک چې له دوی څخه یو هم نه بلل کیږي،
یا سیاسي نه دي او یا په پام کې دنیولو وړتیا هم نه لري .
هو. که د اسلام ، ملتپالنې او ولسواکۍ چوکاټ سوچه وساتو نو د هر مٍٍثبت ملي ځواک ( سیاسي ، اقتصادي ، پوځي او سازماني ظرفیتونو ) څخه به د ګټې پورته کولو مشروعیت ولرو. اوکه له دې دریواړو ستنو څخه یوه ضعیفه یا نیمګړې وي نو د هدف کښتۍ به مو لا له پیل څخه سورۍ او طوفاني پاتې شي چې ساحل ته د رسیدو توان به هډو ونه لري ! تاسو ته ستاسو په
دغو سپېڅلو هڅو کې ډیر ې بریاوې غواړم . په درنښت او سلامونو !
په درنښت ، وطنمل
مازدیګر
11.10.2007
سلام علیکم
نبی کریم صلی الله علیه واله وسلم فرمایی
غواړم داسی یوه خبره درته وکړم چه درجه یی له لمونځ
روژی او زکات نه هم زیاته ده او هغه ده په خپل منځ کی
اتحاد او اتفاق ساتل
او نفاق بربادونکی ده.........صدقت یا رسول الله
گرانه وطنمل صاحب
داکټر عزت الل
11.10.2007
ستاسو نظر سره زه موافق يم خو كه چيري مونږ او هر يو بل پـښتون دا خپل وجداني او ايماني وظيفه وگني چي هغه پشتانه چي د پرديوو په لاس او منافقت را پاره ول شوي دي له هر ي لاري چي كولاي شي او امكانات ولري تبلغات وكړي او دي هفوي منافقتونه او دسيسي جوته كول . د هغو خپه شوي او هغه غيرتي پشتانه چي د پرديو لاسپوځي كرځيدلي په پخلاينكي به دير اخز مند تمام شي .
سر مې جار ستا له نامه پښتونستانه
ستا نوم مې نقش شوی په ځيګر دی
پښتانه به ژوندون څه کړي بې له تا نه
هر يو ايښی ستا په مينه مال و سر دی
سرمې جار شه ستا د لوړو لوړو غرونه
له غيرته چې هر يو جګ تر اسما دی
Dr.E.orya
Nawabi
19.11.2007
دلته هر څوک چې اوسېږي بس افغان دی
تور او سپين پېدا کول ملي تاوان دې
ګران هېواد به په ملي وحدت جوړېږي
دا مو ټينګه عقيده، دا مو ايمان دی
zwan
19.11.2007
دښمان موامر يکه هم پا کستان
دوي نه ازادوي پښتو نستان
19.11.2007
ورونو راځئ چې قامي وحدت له پیرروښانه او شیرخان څخه او له میرویس خان او احمد شاه با با څخه زده کړو او لکه څنګه چې هغوی د خپل خپل وخت د ستونزو د حل له یاره ترې کار اخیسته، مونږ هم ترې د نننیو ستونزو د حل له پاره کار واخلو.
خو کومه ستونزه ده چې حلول یې ملی او قامي وحدت ته اړتیا لري ؟ دغسې ستونزه حلول باید ملي ګټه ولري او د ملي ژوند له پاره حیاتي اوسي یعنې یوه ملي ستونزه وي که نه ملي وحدت نه زیږوي .
زمونږ دا ملي ستونزه په اوس وخت کې د لرې پښتونخواآزادي يا پښتونستان مسله ده او یواځې ددې مسلې غورځنګ ټول پښتانه سره یوموټی کولی شي !
دا غورځڼګ باید دولتي نه وي اونه دافغانستان او پاکستان اړیکې اغیزمنې کړي ، بلکې دا باید لومړی یو پارلمان بهرې بڼه ولري، پارلمان تر اغیز لاندې راولي او بیا حکومت هم یو لړ اقداماتو ته اړباسي او بیا د غورځنګ مشر ته د جمهوري ریاست څوکۍ وګټي او یا يې استازي ستر پارلماني اپوزیسیون جوړ کاندي !
ډوکتر څپاند
19.11.2007
په داسی حال کی چه زه د دوستانو د نظرياتو قدر داني کوم دا زياتول غواړم چه
مونږ بايد کوښښ وکړو چه د هر ممکنه فرصت نه دژبی د تقويي لپاره په سړه سينه پراخه استفاده وشی٠ اول خو زما پشمول دوستان بايدکوشش وکړي تر څو دخبرو او ليک په وخت کي
دپرديو کلماتو څخه ډيره لړه استفاده وکړو٠که تاسو دخيبر تلويزيون واورې نو هله به پوه شی چه دپښتو ژبه يي څومر ه
دانګريزي سره ګډو وډه ګړي چه متاسفانه دا دډير شرم ځای دي٠دګاونډيو ژبو
لکه فارسی،اردو،هندی،عربی اونورو شرقی ژبو سره د پښتو ژبه مشترک
لغتونه او استلاحات لری مګر د انګريزی سره دپښتو ګډول يوه لويه جفاده٠
په سياسي ډګر کي متاسفانه د افراطي ډلو ټپلو مشری هم د پښتنو سره ده٠
ديوي خوا که د اسلامي افراطی ډلو مشران پښتانه دی د کمونستی ډلو رهبري
هم دپښتنو سره وه٠
مونږ ته لازمه ده چه خلکو اوجهان ته وښايو چه ټول پښتانه طالبان ندي ،دغه راز
يو کم شمير پښتانه ،په کابل کی د انګريز ترحمايت حکومت ملا تړ کوی٠
که پښتانه وکولاي شی چه خپل منځی اود نورو سره اړيکي د مو جوده مخالفو
ګروپونو څخه جلا کړي نو دابه هم يو ستر مثبت قدم وي٠
نړيوال هر هغه څوک چه د انګريز د اسارت مخالف وی، طالب ګنی.
نو هيله ده مونږوکولای شو چه دپښتونوالی اصلی هويت اينده نسل ته انتقال
او نړیوالو ته یی په ډاګه کړي شو٠
په درناوی
Bahram
19.11.2007
خوشبختانه زبان پشتو افغانستان كمتر مورد هجوم لغات انگسي و اردو قرار گرفته است ولي پشتوي مردم پاكستان مانند اردو با كلمات انگلسي مخلوط شده است. همين فرهنگ كثيف به كابل هم سرايت كرده و در بسياري جاي ها ديده مي شود كه افغان هاي ما چه به زبان پشتو يا چه به زبان فارسي كلمات انگسي را به خط فارسي مي نويسند به خصوص در لوحه ها، علانات تجارتي و غيره...
دولت ناكار كرزي هم هيچ نوع اقدام عملي نكرده و جلو ترويج فرهنگ پاكستاني را نگرفته است كه يك خيانت بزرگ به زبان هاي ما مي باشد. اگر شما به ننگرهار برويد و از خوست و كنر بقيه مناطق هم سرحد با پاكستان ديدن كنيد، فكر مي كنيد در راولپندي هستيد. نوشته هاي به سبك اردو با مخلوط كلمات پشتو و انگلسي در بسياري جا ها مشاهد مي شود.
از وزيران خاين دولت و واليان رشوت خور و قاچاقبر ولايات خواهش مي كنيم، عذر مي كنيم تا با هر چه بازي ميكنند با زبان هاي ما نكنند. هرچه را مي فروشند زبان ما را نفروشند. اگر اين وزيران و مديران وجدان دارند و غيرت دارند ديگر از ادامه اين حالت جلوگيري كنند. اين يك خيانت بزرگ به حق اطفال و نسل آينده كشور است. اين يك جنايت به تاريخ و فرهنگ غني اين سرزمين است. ما نمي خواهيم پشتوي ما مثل پشتوي پاكستان شود. ما كلماتي مانند كابل سيتي سنتر، كافي شاپ، پي. سي.او، فوتو شاپ، لند مارك هوتل و غيره را قبول نداريم. بايد اين نوشته ها برچيده شوند و بايد قانون مانع اين شود. قانون بايد عملي شود. كساني كه عملي نمي كنند بايد مجازات شوند و حق تجارت و كار از ايشان گرفته شود و حتي به زندان انداخته شوند.
20.11.2007
ښاغلی بهرام ، بیسوادو جهادي قوماندانانو د نورو ډیرو مرداریو سره دغه مرض هم له ځانه سره راوړی . په جلالکوټ کې آن د سرک د منځ سپینه ترافیکي پټۍ هم
ا وس ګل اغا شيرځي د پاکستان ( پیښور) غوندی اړولی او همغسې دیوالګوټي
یې په کې تیر کړي چې سړکونه یې هم پرې تنګ کړي او هم بدرنګ کړي او بوټي يي
هم ترمنځه نشي کرل کیدای . که طالبانو د جلالکوټ له ښار نه دکندهار د ښار غوندې د کراچیو تنګ او تروش بازار جوړکړی و، د ننګرهار کندهاري والي ګل اغا شیرزوی په کې د پیښوري تقلید پوسیله د ښار ښکلې افغاني بڼه له منځه وړې ده .
دغه راز پلازا وې هم کټ مټ په پیښوري دیزاین او نقشه جوړیږي او هیڅډول
افغاني ځانګړتیا نه لري !
که کرزي صیب دغه سړی پکتیا ته لیږلی وای، ښایي هلته یې په همدغو
«کارنامو « ډیر ښه نوم ګټلی وای . په نَنګرهار کې ګل اغا شیرزوی د ې ته پام نه کوي چې د ننګرها ر کلتوري ثلیقه د کابل سره همغږي لري ، نه د پیښور سره او په دې بالکل اخلالیږي چې نوموړی د کندهار یانو پیښې په نَنګرَهار کې کوي .
څرنګه پښتانه سره يو کړو؟
ارمان
04.12.2007
ګرانو د خبرو اترو ټولو ونډه والو!
سلامونه او نيکې هېلې
ستاسو ليکنې په زړه پورې دي. وایي، چې خبرې ډېرې او سر یې يو. زه به يواځې يوه خبره وکړم ، زما په اند هغه د سر خبره، چې هغه ښوونځی دۍ، يانې زده کړه ده بيا زده کړه ده او بيا .............. بيازده کړه
ستاسو ارمان
څرنګه پښتانه سره يو کړو؟
ارمان
04.12.2007
ګرانو د خبرو اترو ټولو ونډه والو!
سلامونه او نيکې هېلې
ستاسو ليکنې په زړه پورې دي. وایي، چې خبرې ډېرې او سر یې يو. زه به يواځې يوه خبره وکړم ، زما په اند هغه د سر خبره، چې هغه ښوونځی دۍ، يانې زده کړه ده بيا زده کړه ده او بيا .............. بيازده کړه
ستاسو ارمان
په دې پورته بايد ورزيات کړم او فکر وکړو، چې: کله او څنګه؟
ستاسو ارمان
Re: څرنګه پښتانه سره يو کړو؟
pattang
04.12.2007
هو پوهه ښه ده خو ديوالي يواځې لغړمعيار نشي کېدی.
دمسال په ډول :
خلق او پر چم چې له مرګه سره ورسېدل په دواړه کې پښتانه ،بيا خلقيان په خپلو
منځو کې که څه هم ټول دوی ديوه بادار اردليان وو.٠
مجاهيدين يو له بل سره .................................................................
دپښتنو ديووالي هسته او کنيماتيک ، په پښتني او اسلا مي معيارونو ولاړه عقيده ده.
په هغه شي ولاړه ده چې د ټولو پښتنو پکښي نه يواځې مادي بلکې معنوي او ملي
ګټې پرتې وي٠ ددې کار سرته رسول بې سواده سړی همدغسې ښه کولی شي لکه
باسواده خوشرط يې دادې چې دا عمل سړی دوی د عقيدې لويه برخه وګرځوي ٠
ګورۍ نن خلک په عقيده خپل ځانونه وژني ٠ که د پښتنو په منځ کې صادق خلک
په صداقت کار وکړي نو يووالی به يې داسې وګټي لکه دانور٠
[quote:1589fcfd1f="ارمان"]ګرانو د خبرو اترو ټولو ونډه والو!
سلامونه او نيکې هېلې
ستاسو ليکنې په زړه پورې دي. وایي، چې خبرې ډېرې او سر یې يو. زه به يواځې يوه خبره وکړم ، زما په اند هغه د سر خبره، چې هغه ښوونځی دۍ، يانې زده کړه ده بيا زده کړه ده او بيا .............. بيازده کړه
ستاسو ارمان
په دې پورته بايد ورزيات کړم او فکر وکړو، چې: کله او څنګه؟
ستاسو ارمان[/quote:1589fcfd1f]
Ghairat
04.12.2007
د پتنګ خبرې په زړه پورې بریښي :
[color=yellow:398b652f99]»دپښتنو ديووالي هسته او کنيماتيک ، په پښتني او اسلا مي معيارونو ولاړه عقيده ده. په هغه شي ولاړه ده چې د ټولو پښتنو پکښي نه يواځې مادي بلکې معنوي او ملي ګټې پرتې وي٠ ددې کار سرته رسول بې سواده سړی همدغسې ښه کولی شي لکه باسواده خوشرط يې دادې چې دا عمل سړی دوی د عقيدې لويه برخه وګرځوي ٠
ګورۍ نن خلک په عقيده خپل ځانونه وژني ٠ که د پښتنو په منځ کې صادق خلک
په صداقت کار وکړي نو يووالی به يې داسې وګټي لکه دانور٠ «[/color:398b652f99]
شنونکې کتنه :
یووالی اواتحاد پخپله هم یوه عقیده ده،چې البته په منلو ارزښتونوولاړه ده، اوهغه ارزښت چې دلته په ګوته شوی اخلاص اوصداقت دی، چې دوطن قام او ملت د خدمت کار او مبارزې له پاره اړین بلل کیږي . د پتنګ د پشتنو له پښتونولۍ څخه
د هیواد په کچه مطلب ملت پالنه ده،چې پښتانه یې د قومیت په کچه پښتونولي بولي.
ملتپالنه او اسلام هغه دوه معیارونه دي چې د پتوال په لیکنې کې هم د یووالي له پآره په ګوته شوي،خوملي اسلامي ولسواکي یې هم پرې سربیره کړې ده ! زه هم دریواړه اړین بولم ، څو له دریواړو لارو څخه په ټولو افغانانود ارواښاد حمزه په وینا غږ وکړو چې:
[color=white:398b652f99]رایو ولې ولې شي لکه سیند راوبهیږه .... افغانه راغونډیږه ![/color:398b652f99]
ددریواړووحدت زمونږ ودت خوندی کوی او ددوی رمنځ درځ او بیلتون زمونږ
پر وحدت برید دی. تر ټو زیات دا مهمه ده چې ملایان صیبان مو ملتپال او ولسواک شی، ملت پالان مو له دین اوولسواکۍ نه بشپړ خبر او پرې پوه اوسی او
ولسواکان مو یوه شیبه هم سپیڅلی اسلام اوملتپالنه له پامه ونه باسي !
له دې پرته له هر ې ډلې څخه ګاونډیان او نور هیوادونه دهغوی د رول په اندازه دافغانستان پرضد اراخیستلای شي ! په درنښت !
څرنګه پښتانه سره يو کړو؟
ارمان
05.12.2007
ګرانو او ښاغلو ونډه والو هر يو پتنګ او غیرت!
دا لاندې د ښاغلي پتګ ليکنه په کټمټ ډول ښاغلي غیرت تايد کړې .
»دپښتنو ديووالي هسته او کنيماتيک ، په پښتني او اسلا مي معيارونو ولاړه عقيده ده. په هغه شي ولاړه ده چې د ټولو پښتنو پکښي نه يواځې مادي بلکې معنوي او ملي ګټې پرتې وي٠ ددې کار سرته رسول بې سواده سړی همدغسې ښه کولی شي لکه باسواده خوشرط يې دادې چې دا عمل سړی دوی د عقيدې لويه برخه وګرځوي ٠
ګورۍ نن خلک په عقيده خپل ځانونه وژني ٠ که د پښتنو په منځ کې صادق خلک
په صداقت کار وکړي نو يووالی به يې داسې وګټي لکه دانور٠ «
او د مخه نورو ليکنوو ته به ، چې په زړه پورې دي- لکه د ښاغلي ډاکر وطنمل ليکنه - نه ځم
ګرانو ورونو! تاسو د پښتنو د يووالي زړی او ...( باور وکړۍ، چې کينيماتيک باندې پوه نه شوم، چې څه او مږخه ترې څه ده، خو په هر صورت) پښتني او اسلامي معيارونو ته ګوته نيولې. دا چې موږ د لوي څښتن په برکت پښتانه مسلمانان يو، پيداېښتي ده، چې دا به مو د يووالي ستر معيارونه وي.
موږ او تاسو دا څه بېلګې چې راوړو، په دې کې کومه بريالۍ شوې نه ده، دلته پوښتنې راځي، چې کومې او څنګه بريالۍ دي اويا ولې بريالۍ نه دي.
د يووالي لپاره هم، چې موږ کومه بيلګه نه لرو، په دې کې یې بولم، چې ولس مو د پوهې څخه لرې دۍ او د داسې ولس هغه پوه به نوبيا څنګه وي؟ بېلګې یې همدا پورته راغلي، داسې بېلګه نه ده راغلې، چې لکه دا او يا دا ولس، چې سره يو شوی.
په دې هکله به زه بيا همغه خپلې مخکنۍ ليکنې ته راشم.
،،ستاسو ليکنې په زړه پورې دي. وایي، چې خبرې ډېرې او سر یې يو. زه به يواځې يوه خبره وکړم ، زما په اند هغه د سر خبره، چې هغه ښوونځی دۍ، يانې زده کړه ده بيا زده کړه ده او بيا .............. بيازده کړه
ستاسو ارمان
په دې پورته بايد ورزيات کړم او فکر وکړو، چې: کله او څنګه؟ ،،
که هغه په اسلام پوه يا اسلامي عالمان بېلګه راوړو، خوومو ليدل.
که هغه نور پوه او دښوونځي او لوړو زده کړو خاوندان په کيڼ اړخ کې څېړو هم ګورو یې چې لاس ته راوړنه یې څه ده.
دا به داسې رالنډکړم، چې په افغانستان کې دې تراوسه واکلرونکو هيڅ يوه یې د افغانستان په خلکو باندې رحم نه دۍ کړی. له خبرو څخه لږ ووتلم اوس به بېرته يووالي ته راشو او وبه پوښتو، چې
پښتنولي کومه پښتنولي او څنګهه پښتونولي، چې يووالی یې راوستی. داسې بيلګه، چې دايووالی ساتلی وي خوپيدايښتي( طبيعي) ده، چې نه يې لرو او داسې اسلامي ټولنه هم نه ګورو، چې په اسلامي معيارونو يووالی او ورور ګلوي ولري.
ګرانو لوستونکو ګورۍ، چې له خبرې د مخه د ... حکم راباندې ونه کړۍ.
هغه د پښتو متل دۍ، چې په يوه ګل نه پسرلی کيږي. دا موږ او تاسو، چې دا ليکنې کوو، خو يوووالی غواړو. راځۍ، چې له ځانونو وپښتو، چې موږ څنګه يووالی په خپلو منځونو کې ساتلی؟
زه به دا خبره داسې رالنډه کړم، چې :
موږ د پښتنولۍ معيارونه هم نه دي ټاکلي، چې د پوهې په بنسټ ولاړ وي، ځکه، چې ولس مو له پوهې لرې پاتې يا لرې پاتې ساتل شوی دۍ، که پښتنولي د يوه ورور د بل څخه غچ اخستل وي او بخښنه په کې نه وي، نو دا څنګه؟
د يوه هېواد او قوم د يووالي لپاره د يووالي په ارزښت پوهيدل، چې د ګډو ګټو باندې پوهېدل ځان پسې لري، يووالی هم راولي. ګورۍ د هر چاګټې چې ګډې وي يوالی لري، بې توکمۍ، چې څوک دۍ.
دا په نامه له اسلامي عالمانو خو مو هم زړه تور دۍ. دلته هم د پوهې خبره ده،چې دا ولس مو -زموږ په ګډون سره- هغه د اسلام په بنسټونو نه پوهېږو. لمونځ کوو، لمونځ لوي ځښتن ته دعا ده او موږ یې په مانا نه پوهېږو. زه په خپله خبره ټينګار کوم، چې پوهه د ټولو رنځونو درمل دۍ. دلته غوره داده، چې دا پوهه بايد څنګه وي. په پوهه کې دين، اخلاق ( هراړخيز) او په ګډوګټو پوهېدل ، چې هغه په هر اړخيزه وده کې ده.
بيا وايم، چې پوه اوپوهه. بيا وايم چې :څنګه پوهه؟
هغه پوهه په کومه کې د ولس هراړخيزه وده وي او ورورګلوي او مينه. دا زما په اندبيا دهرې بدبختۍ مخه نيولی شي.
په وروګلوۍ ستاسو ارمان