نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کمک
Bahram
07.10.2007
سلامونه،
تاسو ځنګه به بښتو کی لیکی٠ زما کیبورد کی خو انګلیسی راځی٠
رښتینی
08.10.2007
بهرام خانه سلامونه او نيكي هيلي
او دي سايټ ته ستاراتګ ته هركلي كوم ستاد ګټورو او سورورو ليكنو
په هيله
ته به نو د ټول افغان له كيبورډ نه كا ر اخلي يعني كله چي دي دنوي يا ځوابي
ليكني پاڼه پرانستله لاندي به الف با تا او د پښتو خوږه ټي او پي او نور .....
ټول توري بيامومي بس نوموږك يي په سر دروه او ټك وركوه
او ليكنه كوه
مننه
زده كړيال
08.10.2007
بهرامه دغه بل استاد خو درته لاره شوولي خو زه به هم يو چل در ته په ګوته كړم
هغه دا چه دغه لاندي سايټ خلاص كه:
http://afghanit.net/
پدي كي پشتو كلي دړه را ټيټه كه او بيا يي په خپل كمپيوټر كي انسټال كه
بيا څه وكه؟
په كنترول پنل كي ژبو ته ورشه او هلته عربي ژبه اډ كه او كيبورډ ورته پشتو غوره كه. نور به پشتو كيبورډ كا وكړي او خپلي ليكني كوه. والسلام
رښتینی
08.10.2007
زدهكړيال صيب كاږي :
[code:1:ecd85699ec]بهرامه [color=red]دغه بل استاد[/color] خو درته لاره شوولي خو زه به هم يو چل در ته په ګوته كړم [/code:1:ecd85699ec]
دپښتنو له بدو خويونو نه يو داهم ده چي په خپل مجلس كي د ښځي نوم نه يادوي
او ځيني صوفيان بيا دا پلمه كوي چي ګواكي دښځي نوم هم ستر ده خو دا خبره زما
په اند ناسمه ده او دا له ميرمنو سره د پښتنو تيري بولم
تاسو به ليدلي وي چي پښتون ميړه خپله اورته په نامه نه يادوي او دا راز اورته
خپل سړۍ په نامه نه بولي
داخبره هسي له دي پوري راياده شوه چي ښاغلي زدهكړيال صيب
زما نوم نه دي ياد كړي دا دومره خبره هم نه ده خو بيا هم څرنګه چي نوموړي
ځان زدهكړال بولي نو دا هم بايد زدهكړي چي دا ډول يادونه سم چلند نه بلل
كيږي او دا ليكنه مي يواځي ددي له پاره مناسب وبلله چي دي ځان ته زدهكړيال
وايي او خداي دي وكړي چي زما د استادي احترام وكړي (ټوكه)
زده كړيال
09.10.2007
استاد حامد جانه سلام!
بښنه، مننه او کور ودان. په منډه مي دا ليكنه وكړه. نه مي سهي پام ورته وكړ او نه بيا پري را تير شوم.
ځكه رانه خبره داسي شوه. او كه نه ته وګوره چي تاسي مي استاد بللي ياست او مننه چي تاسي خپله استادي هم ثابته كړه او سم په لاس دي يو درس راكړ او ښه له مثال سره. مننه
زده كړيال