نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امريکا د بګرام پوځي اډه پراخوي
pattang
07.10.2007
امريکا د بګرام پوځي اډه پراخوي
امريکا په افغانستان کې د شپږ کالو شتون سره سره او س په نظر کې لري د بګرام د پوځي اډې په غزولو سره د يوې اوږد مهالي مودې لپاره په دې هيواد کې پاتي شي .
د آسوشيېټډ پرس خبري آژانس خبرورکوي چې د بګرام پوځي اډه چې په لومړي سر کې د امريکا د پوځي ځواکونو د حملې دپاره د يو موقتي ځای په توګه په نظر کې نيول سوې وه اوس دادی د خپل ځان د پراخېدو نيت لري .
ددې ګزارش پر اساس، امريکا همدا اوس په دې هيواد کې ۲۵ زره پوځيان لري او د هغه نورو ۲۵ زره د ناټو د غړو هيوادو د ځواکو سره چې په افغانستان کې مېشته دي نو دا په څلورو کلو کې د نورو هيوادو د ځواکو په پرتله درې ځله زيات دي .
ګزارش زياتوي چې په روان کال کې ۸۷ امريکايې پوځيان په افغانستان کې وژل سوي دي
pattang
07.10.2007
که دغه پورته خبره وا قعت ولري نو:
ددې اعلا ميې ځواب بايد هغه کسان په منطقي ډول سره ورکړي چې دلاسپوڅي
دولت پلوي کوي ، طالب يواځې له القاعدې او پنجاپي پورې تړي .
امريکايانوخواوس خپل وخت تر القاعدې پورې نتړي بلکې غواړي چې بې
شرطه په افغانستان کې پاتې شي ٠
نو دلته به د افغان اولس ځواب څه شی وي ? څوک به داولس دازادۍ او دهغه د
ارادې استازيتوب کوي ? ملګري ملتونه به څه وايې ?
اوکه اشغالګر به د افغان د اولس هر پاڅون د ترور په ريتوريک تل وژني او
حقيقت به پټووي ??٠
زده كړيال
08.10.2007
استاده تاسي به ډير پوهيږي، خو زه په خپل فكر وايم چه امريكا دلته د يوه پلان له مخي راغلي ده. چي دا پلان يي ډير پخوا جوړ كړي وو. د ليكوالو او سياستوالو خبرو ته چه ګورو نو طالبان هم د همغه پلان يوه برخه وه.