د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

عصري ښځه :

Nazar
05.10.2007

خورې دا دومره اوږده نوکان دې د استنجا په وخت کې نه په عذابوي؟
زرلښتې د نوي وزير په دې خبره ټکان وخوړ، له شرمه سره راواوښته، سترگې يې ټيټې او هېڅ غږ او غوږ يې ونه خوت.
وزير په ږيره لاس راکښود، بيا يې وويل:
- ولې بېځوابه يې چې له ما داسې وډار شوې، خدای ته به څه ځواب وايې؟
زرلښته لکه بُت داسې ولاړه وه، وزير بيا وپوښتله:

- دا دومره پوډر او سُرخي دې د چا لپاره وهلي؟
زرلښته بيا هم غلې وه.
وزير زياته کړه:
زه نو څنگه داسې په اداره کې پرېږدم، تاسې هره يوه چې داسې سره او سپينه وځلېږئ، کوم مامور درته ټينگېدای شي؟
لږ څه غلی شو بيا يې پسې خبره اوږده کړه:
- پخواني مامورين خو هسې هم بې لارې ول، خو زه نه غواړم چې زموږ مجاهد ورونه په فساد (بېلاري) واړوم.
زرلښته نوره ټينگه نه شوه، په ژړا يې ورغبرگه کړه:
- چې داسې ده، نو رخصت راکړه وزير صيب.
وزير په قهر (غوسه) ورغبرگه کړه:
- ما لا پرون ډېرو ښځو ته ځواب ورکړی، ته مې راغوښتې چې د صراط المستقيم (سمې لارې) تعهد (وعده) درنه واخلم او چې را دې نه کړ ته هم رخصت يې.
زرلښتې وويل:
- بس زما د کورنۍ نفقه (خرڅه) په غاړه واخلئ، پښې مې دې ماتې شي په وزارت څه چې د ښار کوڅو ته راووځم.
رئيس په قهر (غوسه) شو.
- مېړه دووس دې نو څه کوي چې هرڅه يې ستا پر غاړه اچولي. بيا څه فکر کې ډوب شو، خو ژر له سوچه راووت.
- کابل به څنگه نه ورانېږي چې مېړه يې په يو وزارت کې د بل له ښځې سره څنگ په څنگ ناست وي او ښځه يې ستا غوندې په بل وزارت کې سره سپينه ماموريت کوي.
زرلښتې غلي شان له خولې ووتل:
- زه مېړه نه لرم.
وزير حيران شو:
- مېړه نه لرې!؟
بيا يې وپوښتله:
- پلار دې څه کار کوي؟
- پلار مې مړ دی.
- وروڼه؟
- هغه واړه دي.
وزير لږ غلی، بيا يې ورو وويل:
- نو ته ولې بې مېړه پاتې شوې يې؟ سوچه مسلمان به تا نه کوي او دا نور ناولي به درته پيدا شوي نه وي.
زرلښتې ته ژړا ورغله، غوښتل يې څه ووايی، خو هرڅه يې په زړه تېر کړل.
وزير نو نور ځوروونکې پوښتنې بس کړې، په ورو شان يې کړل:
- ښه له دې خبرو تېرېږو، اوس دا راته ووايه که زه درته مېړه پيدا کړم، کوې يې؟
زرلښتې په ژړا ځواب ورکړ:
- چې ته مې له کاره گوښه کوې او کورنۍ مې هم نه عايشه کوې، ضرور به مېړه کوم، که مې خوښ وي او که نه؟
په رئيس دا خبره ښه ولگېده، موسکی شو.
- بس په دې کار به هم خدای راضي کړی او به له دې جنجاله خلاصه شې.
زرلښتې په کراره ځواب ورکړ:
- چې څنگه وايې وزيرصيب، تاسې مشران خلک ياستئ.
وزير په ږيره لاس راکښود، اخوا دېخوا يې وکتل، بيا يې زرلښتې ته وويل:
- دروازه درسره پورې کړه:
زرلښته حيرانه او ووېرېده، خو سره له هغې هم دروازې ته ورغله او پورې دروازه يې ښه پورې وهله.
وزير په ورو شان کړل:
- زه درته مناسب سړی نه يم څه!؟ مه وېرېږه د زور کار نه دی!
زرلښته حيرانه دريانه او له شرمه سره راواوښتله، خو حواس يې له لاسه ورنه کړل، غلي شان يې له خولې ووتل:
- تاسې خو زما د پلار په ځای ياست وزيرصيب!
وزير وخندل:
- هسې دا لعنتي ږيره سړی سپين ږيری کوي، په عمر دومره نه يم. ظالمې! له تا به لس يا دولس کاله مشر يم.
زرلښتې په خبرو کې ورودانگل:
- نو تاسې خو ښځه لرئ؟
وزير دستي ورغبرگه کړه:
- يوه څه چې دوه، خو هغه د کور ښځې دي، د صحرا ښځه، د دفتر او د چکر ښځه مې نشته. عصري ښځې پسې لېونی يم، لېونی.
زرلښتې په خندا وويأ:
- نو د صحرا، چکر او عصري ښځه خو بيا همداسې عصري مېړه هم غواړي کنه؟
وزير په خندا شو:
- لکه څنگه؟
- بايد ږيره يې خرېلې وي، لباس يې عصري وي.
وزير موسک شو.
- دا نو سخت کار بولې!؟ د ږېرې لنډول نو څه دي؟ بس سر له سبا مې کالي هم په پتلانه اړوم، نور نو څه وايی؟
زرلښتې وخندل:
- زما نوکان، سُرخي، سُفيده به بيا څنگه شي؟
وزير وخندل.
- بس چې څنگه دې خوښه وي، خو يوازې وزارت ته به سمه راځې، ځکه دا نو د خدای عذاب دی چې نورې مې په دې کارو گوښه کړې او بله دا چې د خلکو او خپلو ملګرو له خولو به مې هم ساتې.
زرلښتې ورو وويل:
- چې داسې ده، زه به فکر پکې وکړم.
وزير په جدي توگه وويل:
- فکر مکر پرېږده، بس دا وايه چې وخت او چا ته به مرکه درشم.
زرلښته له شرمه نوره هم سره شوه او په منډه له دفتره ووتله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more