د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دولسوالۍ قاضي طنز سيد امرالله اميد

Nazar
05.10.2007

په جېب كې يې موبايل وچونګېد، په خورا ناراسته او له تكبره ډك انداز يې غوږ ته كړ او په بې باكه ډول يې وويل: (( الو، الو څوك يې؟ څوك خبرې كى؟))
په موبايل كې ديو ځوان سړي اواز يې تر غوږه شو: (( قاضي صېب سلام، څنګه يې؟))
قاضي ستونى راښكه : (( والكه څوك خبرې كى؟ ومې نه پېجندې.))

: (( پشم خان يم، قاضي صېب پشم خان.))
: (( كوم پشم خان ، والكه؟ ))
: (( ستا دوست، دمحكمې كمېشن كار.))
له دې سره قاضي په قار شو، په تونده لهجه يې وويل: (( ورك شه احمقه، لوده، لكه چې د لېوني ګومان دې راباندې وكه، بې شرمه، بې حيا...))
ځوان وويل: (( قاضي صېب، قاضي صېب، ته خو لږ زما خبره واوره، چې زه څه وايم.))
قاضي يې خبره ورپرې کړه: (( ويم خوله دې له دې چټياتو بنده كه، لېونېه، کوڅه ډبه ...))
ځوان به نور څه هم ويل، خو قاضي ورباندې موبايل بند كړ، له ځانه سره وبنګېد: (( دا كوم د احمق بچى ؤ، غواړي په ما ملنډې ووهي، څنګه يې لا ښه ويل، پشم خان يم، پشم خان، بې ډبه، رزيله .))
دولسوالۍ پنځه څلوېښت كلن قاضي داوخت په خپله حجره كې ؤ، په دې ورځ كور ته له وخته راغلى ؤ، هغه نيمه ورځ د ولسوالۍ دقضا په دفتر كې تېره كړې وه، ملګرو ته يې ويلي وو، چې پر سر يې درد دى او نور دكار كولو حوصله نه لري، داوخت يې دهغه مجرم په باب فكر كاوه، چې څو ورځې دمخه دغلا په تور نيول شوى او له ده غوښتل شوي وو، چې دپېسو په بدل كې يې له بنده خلاص كړي.
يو ځل به يې ويل، كه دا كاروكړم، كيسه به رسوا شي، څارنوالان، دپوليسو مشران او دمحكمې رئيس به راباندې خبر شي، بيا به يې پر زړه شوه، چې دمجرم ورور ورته يو لك افغانۍ د بخشش په ډول منلي دي، دا وخت په جدي انداز وبوګنېد پر مخ يې لاس راښكه او دسوړ اسوېلي په ملتيا يې وويل:)) يو لك افغانۍ، والله چې ډېرې روپۍ دي، بيا به داسې چانس راته پېدا شي او كه نه.((
زړه يې ډاډه كړ، په خورا لوړه روحيه يې وويل: (( دومره بې زړه توب ندى پكار، قاضي توب په بزدلۍ نه كېږي، په دويم او درېم لاس به ترې پېسې واخلم، چې څوك هم راباندې خبر نه شي، خلك لګيا دي اوښان په بډه وهي، چا يې پوښتنه وكړه، چې اوس به لا ماسره ديو لك روپو حساب كېږي، دا يو غل كه خوشې شي،نو څه دونيا به ورانه شي.))
ښه ډيره شېبه په همدې سوچونو كې ؤ، ده لا په همدې باب د فكر تنسته ځغلوله ، چې موبايل ته يې بيا زنګ راغى.
قاضي داځل موبايل په بدورګه انداز غوږ ته كړ، ويې ويل: (( وايه څوك يې؟ څوك خبرې كى؟))
ځوان بيا وويل: (( قاضي صېب، قسم په خداى چې پشم خان يم، ټوکې درسره نه کوم.))قاضي ته نوره حوصله نه وه پاتې، خوله يې پرانيستله: (( ورک شه لوده، څرمنه به دې وباسم، ما ته هم خلک قاضي مټاک وايي، پشم خان دې په سر موړ شه، په ما ريشخند وهې، دا اپلتې دې نورې له خولې وانه ورم.))
: (( وه قاضي صېب له ږيرې دې ځار شم،په خداى چې پشم خان يم...))
قاضي يې خبرې ورپرې کړې: (( والکه، له ځانه غويا مه جوړوه، ته دکوم پشم خان خبره کوې هغه چې مونږ په خپل لاس خاورو ته وسپاره؟ دسردارخان زوى؟ زمونږ کميشن کار؟))
:هو! هماغه، هماغه، خو کيسه واوره.
قاضي وانګېرله چې سړى ورباندې په رښتيا ملنډې وهي، څو ستوغې سپورې يې ورته وکړې او موبايل يې ورباندې بند کړ.
دا وخت ډير پريشانه ؤ، له ځانه سره بنګېده: دا داحمق زوى به څوک وي،چې هر سات راته پشم خان، پشم خان کۍ، دهغه کمبخت خو به اوس هډوکي ام خاورې وي، رنګ دې ورک شه لنډه غره، لوچکه، زه اوس ستا دخېله خندۍ شوم، که دا ځل دې بيا دا جک ووهل، نو نومره به دې پوليسو ته ورکم، تا چې په ډبولو سړى نه کم په سمه نه سړى کېږې. بيا يې ساه واخېسته ويې ويل: که يو ځل مې وپېجندې بيا به درته خپل ايمان په لاس کې درکم، ما ته هم خلک قاضي مټاک وايي، زما دوښمني سمه دپېريانو دوښمني ده، خدا که رانه خلاص شې.
قاضي لږه شېبه پرېشانه ؤ په زړه کې ځورېده، چې دا څوک به ورباندې په تليفون کې ملنډې وهي، يو ځل يې پر زړه تېره شوه، چې هسې نه کوم ټولګيوال قاضي يې وي او ورسره ټوکه کوي، بيا يې يو ملګرى پر زړه شو،چې ده ورسره هغه وخت ټوکه لرله، له ځانه سره پر خپلو کړو کنځلو پښېمانه شو، وېې ويل: (( هسې نه چې قاضي انځرګل وي، ډيرې ستوغې سپورې مې ورته وکړې، رانه به خپه شي.))
په لږه شېبه کې يې دريځ بدل شو، ويې ويل : ((دهغه اواز خو نه ؤ، ښايي کوم بل څوک وي، هر څوک چې وي خو دسړي بچى راته نه ښکاري.))
دا وخت يې داسې وښودله چې پر سر يې ډېر فشار دى، د لاسونو په غزولو يې ستوماني واېسته، پټکى يې له سره ښکته کړ، بيا يې دهغه کس ددوسيې په باب فکر کاوه، چې ده ته پکې يو لک افغانۍ ګوتو ته ورتلې. کله به يې شونډې وچيچلې او کله به موسکى شو، دا وخت بيا زنګ راغى، قاضي نو دچا خبره په ماشه ؤ، دهلو غږ يې لا نه ؤ تر غوږه شوى، چې په بدورګه آواز يې وويل: (( ته نه سړى کېږې، احمقه، سپېه، که مې د بوسو خسکى درنه جوړ نه کړ، زما نوم به ام قاضي مټاک نه وي.))
په تليفون کې وويل شول: (( قاضي صېب! ولې په قار يې، زه يم رئيس تورګل.))
درئيس تورګل دنوم په اورېدو له قاضي نه واروپار خطا شو، خوله يې ورغله، ورته يې وويل: (( رئيس صېب ډيره بښنه غواړم، دا څه بد رانه وشول، لږه شېبه مخکې يو چا ځورولم، ما ويل چې بيا به هغه وي، ومې بښۍ صېب، بس داسې وګڼۍ چې دا هر څه ما خپل ځان ته وويل، په والله که خبر وم رئيس صېب ...))
دا وخت يې تليفون ښه له غوږ سره وصل کړ، په تليفون کې ورته وويل شول: (( خېر دى قاضي صېب کله، کله داسې پېښيږي، ما ويل هغه کس چې دغلا په تور نيول شوى، دوسيه يې ور خلاصه کړئ چې خوارکى خپل کور ته لاړ شي، ما پوښتنه وکړه، هغه ډير شريف سړى دى، چې همدا نن يې کار ورخلاص کړې.))
قاضي څوځله خوشامدې وکړې ويې ويل: (( ښه صېب،سمه ده صېب، تاسې چې څنګه امر کوئ همغسې به وکم، غلام دې يم صيب، ډيره ښه ده، ويم تيږه به ورباندې کېدو صېب.))
خداى خبر چې رئيس ورته څه وويل، له سلام، سلام ويلو وروسته يې تليفون بند کړ، قاضي ډير پرېشانه معلومېده، دا وخت يې د رئيس وروستۍ جمله له ځانه سره څو ځله تکرارکړه، چې ويلي يې وو[ دبندي دوسيه ژر ور خلاصه کړه، نور يې مه ځنډوه چې خپل کور ته لاړ شي، هغه زما نږدې دوست دى.]
قاضي سوړ اسوېلى وکړ، په فلسفي انداز يې وويل: ((لاړه ديو لک روپو طلايي مرغۍ مې له ګوتو ووتله.))
هغه پر بالښت پر يوه ډډه کوږ پرېوت،دا مهال په سوچونو کې ډوب ؤ، همدا سوچ يې کاوه، چې ولې يې له هغه بندي يو لک روپۍ وانه خېستې.
بيا به يې وويل: (( ما خو ويل چې په اوس وخت کې لا بزرګ سړى نشته، خامخا به دغه پېسې کومې غټې بلا دځان نوش کړي وي.
ده لا دغم دا سرنده غږوله چې بيا تليفون وچونګېد، دا ځل يې په ځانګړې تلوسه غوږ ته کړ، ګومان يې کاوه، چې رئيس به بيا ورته د بندي په باب څه وايي، په وارخطا خو خورا مهربانه لهجه يې وويل: (( رئيس صېب سلام علېکم، امر وکۍ صېب.))
په تليفون کې ورته وويل شول: (( قاضي صېب، پشم خان يم.))
قاضي نو نور له دغه نومه کرکه لرله، خوحوصله هم ورته پاتې نه وه هغه نه پوهېده چې د پشم خان له بلا څنګه ځان خلاص کړي، په پړسېدلي لهجه يې وويل: (( ستا خو دې د دادا کور وران شي، دلعنتي بچيه، زه خو دې له سړيتوبه وايستم، ښه نو وايه چې پشم خان يې که مشم خان له ما څه غواړې، څه درته وکم.))
ځوان وويل: (( قاضي صېب په غوسه کېږه مه، لږ مې خبره واوره، په خداى قسم چې پشم خان يم، نښه يې دا چې هغه ستا راباندې لس زره افغانۍ پور هم پاتې دى، مړ نه يم بيا درته کيسه کوم، تا خو تر داده پورې پرېنښودم، اوس به ديونيم لک روپو خاوند وې.))
قاضي حېران شو، خوش امدې وکړې، والکه پشم خانه، ځوانيمرګه نو زه خو څه علمغېب نه لرم، چې تا کفن شکولى او ژوندى يې، خوار شې، ټوکې مه کوه، دا وايه، چې کله به مې ددې يو نيم لک روپو خاوند کړې او رېشتيا، دا راته ووايه، چې ته خو مونږ په ګوناګارو لاسونو قبر ته ښکته کړې، لږ خو مې په دې کيسه پوى که.))
پشم خان وويل: (( قاضي صېب، تاته خو مالومه وه، چې په کور کلي کې په قرضونو کې سر تر غوږو ډوب شوم، ما چې څومره دونيا ستاسو له برکته پېدا کړه، ټوله مې په لوفرۍ ووهله، شپه ورځ به راپسې قرضداري راروان وو، له خسر خېلو سره مې خبره غوټه کړه، د ښار له شپاخانې (شفاخانې) مې په توره شپه يو لا وارثه مړې خپل کور ته راوړ، څو ورځې مې وساته چې له کتو ووت بيا مې په خپل نامه خاورو ته وسپاره، ايله له قرضدارانو خلاص شوم، اوس که په مخه درشم ته به مې هم ونه پېژنې، لويه ږيره مې پريښې بريتان مې په تل وهلي، پګړۍ وهم، هر وخت مې رانجه په سترګو او تسپې په لاس وي، خو ګوره زما او ستا قېصه او کاته به د پخوا په شان روانه وي، ما ته به دپخوا په شان خپله برخه راکوې.
قاضي په شوخه روحيه وويل: (( والکه لعنتي، قسم دى چې دا څو مياشتې دې په ارمان يو، ښه اوس دا وايه چې ما خو دبندي کار خلاص کړى او نوره قېصه يې په تا ده.
دمحمکې کمېشن کار وخندل، ويې ويل، قاضي صېب پوهېږم چې رئيس صېب درباندې چوف اچولى، دا پېسې خو دې له ګوتو ووتې نور به سره ګورو. ))
هغه دا وويل او موبايل يې بند کړ.
قاضي سخت نارامه شو، له ځانه سره وبوګنېد ويې ويل: (( خوشى کدو يم کدو، وګوره چې يو نميـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم لک روپۍ مې له ګوتو ووتې.))
هغه دا وويل او فکر يې د سودا په يوه نامعلومه هېنداره کې ورک ؤ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more