ادبي ټوکې ټکالې
لويه ټوکه !
Nazar
05.10.2007
سږکال پاکستان د ټوکونړيوالو اتلوليو ته ځان کانديد کړ . پاکستان داسې ټوکه کړې، چې موږ غواړو دترهګرومخه په اغزنوسيمونوونيسو . نړۍ ښه پوهېږي چې له اغزن سيم سره ترهګرخوپرېږده دکباړيانومخه هم نشي نيول کيدی اودوه ورځې وروسته به ټول اغزن سيمونه دپاکستان په بازارونوکې پراته وي
Nazar
05.10.2007
اخباري سړي ! ليکوال ( اټک يوسفزی )
ياره دا ستاسو د بدبخته کابليانو(افغانانو) د لاسه خو والله موږ هم غرک شو٠ د همدې خبرو وروسته ما په ټوکه ټوکه وپوښته:
ولې بابو جي خير خو دی بيا څنګه پرېشانه ښکارې ?
والله خو پخوا ښه و په کابل کې جنګ تود و، بس زموږ کار او بار هم ور سره ښه تود او درز کې روان و ٠ هره ورځ به دانه بلا خبرونه د مړو ، زخميانو، د ټينګونو او د جازونو د تباهۍ راتله چې بس ياره په اخبار کې به اډو ځاېده نه ، او په ښار کې به هم چې مهاجرو د اخبار سرخيانې ولېدې چې غټ به ليکل شوي وو ، په کندوس کې ټينک تباه ، په کندهار کې اتيا مړه ، په توره بوره د روسيانو بمبار ، ظاهر شاه را روان دی ٠
او په سبا به مو بيا سرخۍ کې ښه غټ وليکل: روسيان وايي افغانستان زموږ خپله صوبه ده٠٠٠٠٠
ياره څه ووايم د خوب ليدل و، هر څومره اخبار چې به بيا چاپ شو لکه د ينځر ګل بس اخبار به ان فن کې له بازاره ورک شو٠
اوس خو غرک شو غرک، ياره هغه هم وخت و، يو اخبار به لس لس کسانو لوسته او کله خو به ستاسو کابليانو بس مړه په رينګونو ستړي کړو دهلو سره سم به يې د پروني اخبار د پيدا کېدو تپوسونه کول.
بس ياره هره ورځ همدا حال و، ليډرانو خو به د يوه او دوه کالو روپۍ پشکي رالېږلې او په سوونو اخبارونه به يې ټېکه کول٠
ياره څه ويم هغه بل وخت افسوس چې بيا به را نه شي ، درجن درجن قومندانان به راتلل بس مړه په يو معمولي خبر به يې د روپو په بنډلو ويشتو ياره په ايمان که رشتيا وويم نو ستاسې ډېر خلک همدا موږ او همدې اخبار سړي کړل٠
دا ومنه چې يو وخت دا اخبار نه و د سړي جوړولو ماشين و ، بس د پې نه به مو پېشو سري جوړول ، دا اوس چې څوک ستا د افسانو او تاريخ رهبر،قهرمان، اتل، مارشال ،جرنيل ،کرنيل، سناټور، پير او زبرګ دی دا ټول ددې اخبار زور او کرامت دی، بس دوی خپل نوم او شهرت غوښته او موږ د روپو بنډلې٠
بس ياره اوس دعا کوه که په نيټو او امريکايانو باندې هم د روسيانو کانې وشي او دا غلچکي جنګونه لږ زور واخلي او لوبه بيا د سره توده شي، نو اميد دی چې زموږ کار او بار به بيا را ښه شي ٠
ياره بېخي نااميده خو لا نه يم ناامېدي خو د شيطان کار دی،شکر دا مو خوش قسمتي ده چې يو څه مهاجر خو لا شته، بس که خدای کول او يو څو سرخيانې را پيدا شوې چې نن بيا په کندوس کې ټينک تباه، په کندهار کې اتيا مړه او شپږشلې زخميان، افغانستان د امرېکې څوپنځوسمه صوبه او٠٠٠٠ نو بيا زموږ مزې دي ، ګوره داځل خبرې د ډالرو دي پتاسې دي پتاسې، د جوارو نينې په توپ وله پيسې او روپۍ دې ورکې شي٠
بس دعا کوه دعا تا ته به هم نوې افسانې پيدا شي٠ او دا ياد ساته چې ګورباچوف هم زموږ د همدې اخبار مرچل مات کړ او که خير وي د بوش ملا به هم ماتوي٠
اټک يوسفزی
١٩/غویی/١٣٨٦
ghareebdost
ghareebdost
01.01.2009
اټک ګله !چندان طنزخو دي نه دي ليكلي ,صميم صيب ته دعاكوه, چې په هڅونه يې ته هم ځان ته ليكوال ويلی شې,كنه تراوسه به له بل...سره ګرځيدې...ستاپه اړه ترټولوښه طنزليكل كيدلی شي,كه وخت ياري وكړه!!!
زمانه مي دارزالو په طرف شوه
ځكه هسكه پايه ټيټه دشرف شوه