نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پوليس له طالبانو سره يو ځاى شو
lawangin
05.10.2007
پوليس له طالبانو سره يو ځاى شو
د پکتيا ولايت يو تن ځوان پوليس تيره ورځ د وسلوالو طالبانو سره يو ځاى شوى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چې ورسره يوځاى شوى کس جنت نوميږي او د زرمت ولسوالۍ اوسيدنکى دى او د دې ولسوالۍ په مموزيو سيمه کې له طالبانو سره يوځاى شوى دى.
مجاهد ويلي نوموړى له خپلې وسلې سره يوځاى د دوى ليکو ته ورغلى دئ..
د پکتيا ولايت د والي وياند دين محمد درويش هم له طالبانو سره د دغه ځوان يو ځاى کيدل منلي خو وايي چې له ده سره وسله نه وه او څو ورځې وړاندې ترخيض شوى و.
ده زياته کړه چې نوموړى په سيمه کې د طالبانو له ويرې دوى ته تسليم شوى دى.
زرمت ولسوالي د پکتيا ولايت له تر ټولو نا ارامه ولسوالي ده چې ورځ بلې ته پکې دولتي ځواک کمزورى کيږي.
Nazar
05.10.2007
د بوش مذهبى پوځ
كله چې امريكا او برتانيې د نورو انډيوالانو په ملتيا په افغان خاوره يرغل وكړ، له ډېرو رسنيو دا خبر راووته چې د افغانستان د نيولو لپاره لس كاله پخوا پلان جوړ شوى وو. دا خو تر لمر روښانه ده، چې طالبان د نظيربوټو د حكومت په وخت كې د پاكستاني جنرالانو او نصرالله بابر په طرحه او نقشه رامنځ ته شول او په وار وار له نظيربوټو او نصرالله بابر څخه دا په ډاګه شوه، چې طالبان د دوى بچيان او ددوى په لارښوونه را پاڅېدلي، خو ډېرو موږغوندې ساده ګانو بيا هم دا هسې پورفيګنډه بلله، طالبن به مو ملكې او د لوى ملاصاحب نوم به مو د صحابي !!او تابعي د نامه غوندې اخيست
موږ به ويل، چې طالبان ډېر سوچه خلك او د افغاني خاورې را ټوكيدلي ګلان دي. په زرګونو پاكزړيو طالبانو ...اوعامو خلكو ور ها كړل او ځانونه يې د ملا عمر د اميرۍ لپاره ارماني تر دنيا تېر كړل
ملا عمر هم هره ورځ نوې نوې نقشې پلي كولې، او هغه څه به يې كول چې همغه بادارانو به ورته ويل: بس د هر كار په سر كې به يې بسم الله الرحمن الرحيم او د كار په پاى كې به يې ومن الله التوفيق او يا صلى الله ويل، موږ ټولو به ويل چې نه دا خبره د ملا عمر نه بلكې د الله او د هغه د رسول خبرې دي، په ليمو يې منل په كار دي او د هېڅ مناقشې !!ګنجايش پكې نشته
ملاعمر به هم كله د جنرال دوستم او مالك سره پوله يوه كړه او زرګونه پښتانه ځوانان به يې په شمال كې د هغوى بېرحمه منګلو ته په لاس وركړل!! (دا په داسې حال كې چې دا ايتلاف له حكمتيار او نورو مجاهدينو سره حرام وو
كله به يې د باميانو تاريخي آثارو ته ښكر تمبه كړل او ورپسې به يې ۱۰۰ غوايان هم خيرات كړل!! (حال داچې همدغه ډول بتان په د ملافضل رحمن او سميع الحق په خاوره كې د كلتور مهمه برخه وه)
د ښځو زده كړه خو بلكل حرامه وه (حال دا چې د ملاعمر د استادانو لورانې غربي تمدن دومره ځپلې وې چې ان له هغو پاكستاني ځوانانو سره ودونه نه كول، چې ږيرې يې لرلې)
له ملا او طالب پرته نورو ټولو خلكو په حكومت كې د كار كولواجازه نه درلوده په پرله پسې ډول به د ملاعمر د دربار نه فرمانونه صادرېدل چې طالبان وګومارئ او دا نور اخوانيان، كمونستان او د شر او فساد پاتې شوني و شړئ (مسلك او تخصص په كې چا را وستى، نر هغه وو، چې لونګۍ ترسر كړي او يو انډيوال پيدا كړي او په والله چې زموږ د ولايت د پوهنې رييس هغه نالوستى نايي او ډم وو، چې مخكې يې هم ناييتوب كاوه او اوس يې هم په ولايت كې سلماني د خلكو پر وړاندې پرانېستې ده).
د افغانستان آبادي، زده كړه او اقتصاد دا په بلا وهې (( افغانان ډوډۍ نه بلكې شريعت غواړي))
كله به چې د آى ايس آى خبرې او په طالبانو باندې د هغوى واكمني ياده شوه، بيا به ځينو ملاصاحبانو ويل، كېداى شي په موږ كې د اى ايس اى ځينې څېرې وي. نږدې ټول افغانستان يې تر ولكه لاندې راوست خو پنځه فيصده خاوره يې ځكه نه شو ترلاسه كولاى، چې د نصر الله بابر د ملګرو خوښه نه وه او نه عمومي پلان داسې جوړ شوى وو.
دويمه برخه:
د همدې عمومي ماسټر پلان لا د تطبيق وړ دى، لدغه هراړخيز او ټوليز يرغل سره سره نه ملا عمر او نه هم د هغه كوم ملګرى ونيول شو او نه كوم يو زخمي شو (ځكه دا دې خداى ساتنه ده او خداى چې څوك ساتي په سره اور كې يې هم ساتي، په عامو پاكزړو خلكو خو يې اوس هم منلې چې دا د خداى ساتنه ده، خو دطالبانو په اصطلاح هغه د آى ايس آى كوم مجرم او مزدور طالب هم ونه نيول شو،له هغه سره هم خداى جل جلاله پوره مل دى!!)
د همدې پلان يوه برخه وزيرستان هم وو، چې بايد ټول هغه پښتانه له منځه يوړل شي، چې د لوى افغانستان جوړولو فكره ورسره ده. اوس هلته پاكستاني پوځي ته څه نه ويل كېږي، خو خارجي يرغلګر نه پرېښوول كېږي، ځكه هغه شته نه، خو په افغانستان كې خارجي په امن دى او افغان پوليس او پوځيان مباح الدم دي او بايد مړه شي!!
امريكايان په پوره زور سره طالبانو ته مهمات وركوي، وسلې وركوي او تيل وركوي، د بېلګې په توګه:((په اروزګان كې د امريكايانو د اډې څخه د طالبانو اډې ته هره ورځ يو ټانكر تېل وړل كېږي. هغه داچې: شپږ نفره افغانان د امريكايانو لخوا طالبانو ته په لاس وركړل شوي او امريكايان ورته د هغوى په بدل كې د شپږو مياشتو لپاره هره ورځ يو يو ټانكرتېل وركوي، ((والله چې د دريو كسانو نومونه ښه دقيق راته معلوم دي او له لنډه ځايه يې پېژنم)) د ټيټي رتبې طالبانو ته چې وايې دغه كسان را خوشي كړئ، وايي دا د امريكايانو غلامان او زموږ سره بنديان دي، تر شپږو مياشتو پورې زموږ سره اسيران وي وروسته به يې بيا ژوندي او يا مړه په لاس دركړو، كله چې مشرانو ته لار ورجوړه كړې هغوى په سوات، بحرين او نورو يخو يخو سيمو كې چكر وهي، وايي، چې دا زموږ كاراوبار دى، شپږ مياشتې چې پوره شي بيا دا خوشي او يا وژنو او نور را نيسو او د شپږو مياشتو لپاره تيل را ته راوړي. او كه تاسې كار كوئ بس ۵۰۰ ډالر معاش اخله او خوله پټه نيسه او هغه كوه، چې زه درته وايم!!))
د افغانستان وزارت دفاع په ډاګه وايي، چې موږ ته د امريكايانو لخوا دويم لاس مهمات را كول كېږي او لومړۍ درجه مال يې له طالبانو سره دى.
ډېر ځله د طالبانو په سيمو كې الوتكې كښته كېږي، واړه طالبان د حملې غږ كوي، خو مشران ورته وايي، چې نه صبر وكړئ، لږ وروسته يې غورځول شويو مهماتو ته ور استوي او هغه پرې ځاى پر ځاى كوي.
مشران طالبان د ټيټې رتبې طالبانو ته وايي، چې په امريكايانو او ناټو حملې مه كوئ، ځكه هغوى بيا بمبارد كوي، كېداى شي، تاسې او يا عام خلك خوږ شئ (( د ټيټې رتبې طالبان دا نه ورته وايي، چې آخر زموږ اصلي دښمنان خو امريكايان او برتانويان دي، كه داسې وي، نو راځئ، چې په داسې ځاى كې په بهرنيانو حمله وكړو چې هلته هېڅ كلى نه وي، كه شهيدان شوو او كه غازيان شوو په دواړو كې مو خير دى!!))
امريكايان هرچېرې سرې سترګې ګرځي، خپلې زېرمې لوټولوي او برتانيې هم د هلمند ټول يورانيم يوړل، طالبان او پوليس او ملي اردو يې پرېښودې دي، چې په خپلو كې سره مړه كړي!!!
ان كرزى هم پدې ښه پوه دى، چې امريكا په خپله د طالبانو تر شا ولاړه ده، د بوش كافر دويم ګوډاګۍ خپله ملاعمر دى او له پاكزړو ساده افغانانو څخه يې د اي ايس اى او نورو استخباراتي شبكو په مكارانه تګلارو افغانستان ټوټه كول غواړي او د افغانستان زېرمې لوټل غواړي، هغوى د افغان حكومت غوندې تقويه كوي. دواړې خواوې ژوندۍ او جوړې غواړي!!
له طالبانو سره چې خبرې كوې، چې ګورئ، هسې دوكه شوي ياست جهاد فرض دى، چې د پاك مسلمان افغان تر رهبرۍ لاندې!! هغوى په خبرو كې دا مني، چې مرسته له داسې چا ورته راځي، چې هغوى د بوش په لارښوونه دا كار كوي، خو وايي نه، نه، چې څوك د حكومت بره وايي سر يې د پرې كولو دى، دېته به نه ګورې چې دا مرستې د كومې خوا راځي، دا الله مهرباني ده، له جهاد سره الله مرسته كوي، بس، بس ډېرې خبرې به نه كوې او كه نه نو !!!!!!حلالول دې دوا ده
!!!!خداى نور ته په دغه مظلوم ولس ورحمېږي
محمد هلال سمسور
saleehzai
05.10.2007
نظرجان تاخوهم ښي غورې وکړي
هغه دچا خبره چي :
بادکړه مستوخان لمسيه
بادکړه مستوخان لمسيه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شالیزی صیب !
باید مخالف دلایل وړاندې کړئ، که نه تش « بادکړه مستوخان لمسيه ، بادکړه مستوخان لمسيه » تکرارول مو یا یو بی دلیله تور او یا هم د ګواښونې په مفهوم انګیرل کیدای شي چې دیوحق هم څوک نه لري ! په درنښت او سلامونو !
وطنمل
په درنښت
Nazar
05.10.2007
وسلام
الله پاک د دروند لره مګر لیکنی خو ماته ټولی بادجنی شکاری
بیا هم څه نڅه خو به حقیقت پکشی وی او که نه ؟
دا خو معلومه خبره د لیکوال خو به هم یو څه نڅه رنګ ورکوی حقیقت ته په خپلو لیکنوکی او که نه ؟
زه لیکوال نیم ولی لوستونکی یم
کله چی په لیکلو پیلوکم بیا به رنګ او روغن پکشی نوی
انشاالله
مننه