ادبي ټوکې ټکالې
د ټولټاكنو د ګټلو په اړه د ولسمشر كرزي پيغام.
Nazar
02.10.2007
درنو هيواد والو خويندو او ورڼو!
تاسو څه خبر ياست چې زه څومره خوشحاله يم همدا پرون مې هم يوجوړ جامې وشلولې، له ډېرې جذبې مې په قره قولۍ خوله ولګوله، وړۍ يې اوس هم زما په غاښونو كې بندې دي.
زه وياړم ډېر زيات افرين، افرين شاباس په همداسې ړوند ، كوڼ او ساده ملت چې بيا ئې په ماغوندې مداري باور وكړ زه له تاسو نه يوه ډېرۍ مننه كوم، اخر دا هندوان خو څه احمقان نه وو چې ماته يې افتخاري دوكتورا راكوله هغوى زما په وړتيا باور درلود.
زما دي په خپل خداي بښلي بنګالي استاذ قسم وي چې دا ځل په تاسو داسي سرونه وچورلوم لكه كوم تېرنام مين چي له خپلې پرليكا جانې سره مخ شي زما قره قولي به درته سم شمشاد ښكاري شمشاد د چپنې خو پوښتنه مه كوئ هغه خو....
ماته به د پنچاب ميښو خپلې شيدې نه وي بښلي كه مې داځل له قاورن جانه نه هم ورښكته نكړئ.
ملا عمر، اسامه بن لادن
بوشكه ، بيلر، ګيلن
ټول زما په مخ كې بګېلن.