د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

يو بخيل سړى

Nazar
02.10.2007

يو بخيل سړى يو روسټورنټ ته د ډوډي خوړولو لپاره لاړو. په رسيدلو سره ئې بيره ته امر وكړو چې د يوي روپي تركاري او يوه ډوډي راوړه. سړي چې په خوراك شروع وكړه نو په تركاري كې ئې مچ ترنظر شو چې په بي غمه خوب وده دي نو په ډيرقهر سره ئې بيره ته وويل چې تركاري كې مچ پروت دى. بيره ورته جواب وركړو چې د يوي روپي تركاري كې خو درته چرګ نه شم راوړي.


ټوکی

Nazar
02.10.2007

د بينك بابوته يو سړي اوويل:
زه به د ټي وي د لايسنس نيم فيس جمع كوم.
بابو په خيرانتيا د سبب پوښتنه ترينه وكړه. سړي په جواب كې وويل:
دا ځكه چې زه په يوه سترګه ړوند يم.
___________________________


Nazar
02.10.2007

وائې په افغانستان کي دوه خارجي عسکر پر سرک وﻻړ وو او غوښتل ئې چي د کوم موټر په واسطه ځانونه تر يو ځايه ورسوي. په دې وخت کي ګوري چې يو لوی موټر راغئ. نو دوئ ورته ﻻس ونيوو او موټروان هم موټر ورته تم کړ. کله چي دوی موټر ته وختل نو موټروان ته ئې وويل تنک يو ( Thank You ) موټروان سمدستي موټر ودراوه او دوئ دواړه ئې له موټره څخه راښکته کړل.
په موټر کي يو بل کس له موټروان څخه وپوښتل: ولي دي دا عسکر بېرته له موټر څخه ښکته کړل؟ موټروان ځواب ورکړ چي: ته ښه وګوره چي په موټر کي څومره ډېر ځای دی، او دوی چي څنګه موټر ته راوختل نو سمدستي ئې شروع وکړه چي : ( تنګ يو ) :lol


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more