د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د بریتور بیانیه

Nazar
01.10.2007

ریپورټر__تاسو که خپل زان معرفی کړی
بریتور__زه د قندهارد شکار پور د دروازی د پایلوچانو د یونین چیرمین شامک پایلوچ عرف بریتور
ریپورټر__بریتور صاحب دا راته ووایه چی د طالبانو حکمت سنګه دی
بریتور__چی نوم یی راوانخلی په خله 
ریپورټر__ولی ولی طالبان خو ډیر شه خلګ دی
بریتور__په چشی شه خلګ دی شه خلګ به ستا د پاره وی د دوی د لاسه خپل سپیان را ځخه پاته دی خپل زرکان راځخه پاتی دی نه چرسان سته نه چلما او نه هم د سرانان هغه شایسته شایسته نانیان او نه هم د درمندر او د هیمامالینی فلمان نو شه پچشی دی
ریپورټر__نو دا خو یی ډیر شه کار کړی دی چی دا هر څه یی بندکړی دی
بریتور__اووو زویه خود یی شه کار کړی دی خپله خو په پاکستان ویسیارونه او ډیشان ګوری د بدرمنیر او د مسرت شاهین فلمان ګوری انګلیش رنګین فیلمان ګوری او موږ دلته په ارغنداوکی نفس تنګی ناست یو د خدای حیلی ته 
ریپورټر__د طالبانو په باره کی چپه رپه مه ګایګه دا ستا انټریو زه په راډیو نشر کوم حسی نه چی سبا ګرم درته جوړ نشی
بریتور__حا دغه سه وایی دا زما خبری پر راډۍو نشر کیژی های های طالبان ځومره شه خلګ دی یاره دا مخان یی څومره نور کړی داسی بریشی لکه 500ولټوالا ګروپان
ریپورټر__بریتوره ! ته خو حسی وبیریدی ملنډی می درسره والی
بریتور__بیریدلی په خلککه چی نیم خو بیا هم طالبان دی د دین عالمان دی عیزت کول یی په کار دی په خوا مو دا د ټوپکیانو له لاسه یو پاو انګور کور ته نسوای وړای اوس ګوره په ګونیو ګونیو شلغم مو بار کړی وی د خدای بنده نشته چی راته ودریژی


Nazar
02.10.2007

وكيل قاضي ته وويل :
محترم زما د مؤكل مقديمه بالكل داسي ده لكه څنګه چه هغه فلاني فلاني مقدمي دى. ددي مقدمي د فيصلو مثالونه تاسو په خپل ميز د قانون په دى پروت كتاب كې په صفحه ١٨٠ او ٢٠ كې كتلي شي.
قاضي چې كتاب پرانستلو نو په نوموړو صفحو كې د ٥٠٠ روپو دوه لوټونه پراته وه ده هغي د اخستلو نه وروسته و كيل ته وويل چې داسي څلور نورو مثالون دي پيش كړي شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more