نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملګري ملتونه اوس ولې دمذاکراتوپلوي کوي؟
ننګيالی زابل
01.10.2007
شپږکاله وړاندې چې صليبي طاغوت اوافغاني ګوډاګيانويې زمونږدهيواداشغال اوپکې دواکمن اسلا مي نظام ړنګيدوته مټې بډوهلې ، [color=yellow:a0e6f6ed71]عالقيدراميرالمومنين ملامحمد عمر مجاهد[/color:a0e6f6ed71]،په هغه مهال په ډيروسپينواوعام فهمه تورو په خپل غږکې ديوه پيغام له لارې په ډا ګه کړې وه چې امريکادې زمونږ د هيواددنيولوپه سوچ له سره غوروکړي ،اوديرغل تيروتنه دې نکوي،ځکه دلته نوروزبرځواکونوهم دتار يخ په اوږدوکې همداسې تيروتنې کړې وي ، چې پرته له شکست اوماتې يې بله پايله نه وه ترګو تو کړي ،عاليقدراميرالمومنين داهم ير غلګروته وراورولې وه چې افغانستان دخپل غيرتي اوغرني فطرت له مخې هيڅکله په خپله غيږکې دخارجيانوشتون نه مني ،که څه هم تاسې به دڅه وخت لپا ره وتوانيږى چې له ښارونوبه دامارت مجاهدين وباسي ،خوپام! چې افغانان مسلمانان اوپه ازادى مين خلک دي ،هغوى به مجاهدينوته خپلې غيږې پرانيزي په غرونواورغونوکې به منظمې جبهې جوړوي اوله سره به دنوي جهادلارنيسي،
ښاغلي ملامحمدعمرمجاهدغرب پلوو افغانانوته هم ترغوږورتيره کړې وه ،چې داخيال موله سره وباسى چې امريکايان به افغانستان درته ونيسي له روم نه به ظاهرشاه راولي اوخبره به ټوله په اصطلاح دعسکرجان په سلامي ترسره اوخلاصه شي
خومتاسفانه په هغه مهال کې چې دبوش اودهغه دملګروهوش، شيطاني غروراوجنون نيولى وواو دافغا نانودتاريخ دازرينه کرښه يې له ياداوحافظې وتلې وه چې دافغانستان غيرتي خاوره څوک نشي لاندې کولاى شي ،هماغه ووچې امريکا دغوواقيعتوته په نه پام له خپلواسلام دښمنه متحدينوسره په افغانستان فوځي بريدوکړ،له شپيتوزرونه يې زيات فوځيان افغانستان ته راوستل ،خپله مجهزه عصري عسکري تکنالوجي اووسلې په افغانانو وکارولې، له اتيازرونه يې ډيرافغانان له تيغه تيرکړل،په زرهاووتنه يې په خپلووحشي زندانووکې شکنجه اوبې عفته کړل،دخپل دغه هدف دترلاسه کولولپاره يې په ملياردونوډالره ولګول،دافغانانوترمنځ يې دتفرقي اوتجزيې تخمونه وشيندل ،د ځوان نسل دبيلارى اودښځودآزادى په نوم يې دبربنډفرهنګ دخورولوهڅې وکړې ،دډالروپه زوريې يوشميرافغانان دمسيحت منلوته راوبلل،دامن اوثبات ټغريې له افغانستان نه ټول کړاوپه همدې ډول يې دبې شميره نوروبدبختيواوستونزوکروندې وکړې،خوسربيره په همدغوجنايتونو،مظالمو اوحربوهم دلوى خداى (ج)په نصرت نه داچې دافغانستان په هضمولوبريالي نشول،بلکې خبره بيرته دعاليقدر اميرالمومنين شپږکاله وړاندې پيشبيني ته ورسيده چې داخاوره اوولس څوک نشي ايل کولاى،اودتيري کونکوپاى اونتيجه به ارومرو ماته اوشکست وى
اوس چې له شپږ کلن تاړاک ورسته دبوش اودده د شيطاني لښکروماغزه سرته ورغلل اودايې ومنله چې طالبان اورسره ملاتړى افغان ولس څومره په دې خاوره کې ژورې ريښې اوځاى لري،اونورنشي کولاى چې دغه حرکت اوصف ته ماتې ورکړې ،نواوس يې دکرزي اوملګروملتونوپه ژبه داهڅې پيل کړي ترڅودسولې اومذاکراتوترنامه لاندې يوځل بيادڅه وخت لپاره دافغانانواونړى له سترګوخپل جنايات اوجرمونه پټ کړي،نوځکه تيره اونۍ دملګروملتونوپه سږنۍ سرمشريزه کې کرزى دامريکااويوشميراروپايې دولتونولخواوهڅول شوچې له طالبانوسره روغه اومذاکرات وکړي،اوملګروملتونوله دغه کارڅخه رسماملاتړڅرګندکړ
اسلامي امارت ددغوهلوځلوپه باب څرګندوي:ملګري ملتونه که په رښتياافغانسستان ته دسولې په راوستوکې مخلص اوبې پرې وى ، نوداکاربه يې شپږ کا له پخواکړى واى اودامريکايانونارواتيري ته به يې جعلي جوازنامې اوسندونه نه برابرول اوترننه پورې به يې هرامريکايې بربريت نه تاييداوو،همداراز ،کرزي هم که له افغانستان سره مينه درلودى اودبهرنيانوګټې يې دافغانانوپرګټواومصالحو لوړې نه شميرلاى نود چوکۍ لپاره به يې له ځآنه د امريکايانو پلى عسکرنه جوړاوه،اودارګ ترماڼى اوچوکى پورې به ځان په امريکايې چورلکې دامريکايانوپه قومنده نه رساوه اودافکربه يې کړى واى چې دده دقدرت نيشه په دې ارزي چې افغا نستان دي دامريکايانوپه لاس اشغال شي اوآياده چيرته په کوم تاريخ لوستي ووچې امريکايانودې په کوم هيوادکې پرته له شخړو ،شيطانت اواوږدمهالوکړاوونوبل څه پري ايښي وي
مونږپه ډآګه وايو:که امريکا،ناټو،ملګري ملتونه اوياکرزى دزړه له تله افغانستان ته دسولې دراګزيدوليواله اوغوښتونکى وي نوړومبى دې په هغوعواملوغوراوفکروکړي چاچې دغه سوله له منځه وړي اودافغانستان اسلامي امارت يې مقابلي اومقاومت ته درولى ،چې هغه دخارجي قواوويرغل اوزمونږدخاورې اوهيواداشغال دى،که څوک دافکرکوي چې ددغه لوى عامل په شتون اودوام کې به طالبان اوافغانان به بل څه راضي اوکومې معاملي ته تيارشي ښايې،دابه هسې يوتش خيال اوباطل تصور وي .
Mirza Patan
09.10.2007
سلامونه طالبه وروره !
ستا خبرې مې خوښې شوې ، نه د امریکا نیت ښه دی او نه د کرزي حکومت چندان حکومت دی . خو ستا سو نیت هم راته ډېر سپېڅلی نه ښکاري .
اشغال هم درسره منم. خو یره لږ دا د پاکستان د نوکرۍ په خوا هم فکر ساته . ستا ملا هم د پاکستان ډېره کلکه غلامي کوله .
امارت کې هم ډېرې نا انډولۍ او نا برابرۍ وې ، د ټولې دنیا یاغیان مو په کې راټول کړې وی . کاشکې دا خبرې په کې نه وی بل ښه نظام ترې نه و.خو خلک مو په امر بالمعروف تر پوزې رارسولې و. که تاسو سمه شړلې وی . له دې سرو کافرو به مو څه غوښتل. خو تاسو ته هم له ملا او طالب پرته بل افغان انسان نه ښکارېده. درونټه کې محصلینو لیلیه نه لرله خو مدرسه کې به مو هر ماښام غوایان حلالول .
زه ستا د سولې په اړه له خبرو سره موافق یم چې دا سوله اوس مانا نه لري ، دا به هم ورزیاته کړم چې دا سوله دې نړۍ ولې هغه وخت له طالبانو سره نه کوله چې او س یې کوي .
خو قربان دې شم طالبه ! دا ځل که راتللئ لږ په تېرو ځینو تېروتنو غور وکړئ بیا راشئ .