د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کابل: طالبانو نوى اساسي قانون جوړ کړى،

pattang
29.09.2007

کابل: طالبانو نوى اساسي قانون جوړ کړى، چې د هغه له مخې به د حامد کرزي د حکومت پرځاى د طالبانو اسلامي شريعت ټينګيږي.
دغه ٢٣ مخيز قانون د يوه داسې هېواد وړاندوينه کوي، چې ښځې بايد مخپټې په څادر کې پکې وګرځي او ټولې نا اسلامي زده کړې به پکې بندې وي. د دغه قانون له مخې، که بشري حقونه له اسلامي ارونو سره په ټکر کې وي، د پرځايښت وړ نه دي. د(( افغانستان د اسلامي امارت)) دغه اساسي قانون په داسې حال کې خپريږي، چې افغان دولت، ملګروملتونو او د برېټانيې دفاع وزير په دې وروستيو کې د افغانستان په سياسي بهير کې د طالبانو د ګډون په اړه مثبتې څرګندونې وکړې. د طالبانو په دغه کړنلار کې،چې په پښتو او دري ژبو ليکل شوى ، د بيان د ازادۍ په اړه ويل شوي: (( هر افغان له قانون سره سم د ليکنې يا هرې بلې وسيلې له لارې د خپلو احساساتو او نظر د څرګندولو حق لري)). د فرانس پرس په وينا، دا په داسې حال کې ده، چې نااسلامي زده کړې په سختو ټکو منع ګرځول شوې او سرغړوونکو ته به له شريعت سره سمه جزا ورکول کيږي. ددغه قانون له مخې ښځې کولاى شي د شريعت په چوکاټ کې خپلې زده کړې وکړي. قانون د حجاب په اړه وايي، چې دولت به له شريعت سره سم ښځې په حجاب کې راولي او په بشپړه توګه به يې ستر خوندي وي. دغه لاسوند جهاد پر هر وګړي فرض بولي. دغه راز قانون د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د ټولنې له تګلارو ملاتړ کوي، خو دا بايد د اسلام له ارونو سره په ټکر کې نه وي. په دغه کړنلار کې راغلي: (( د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ګاونډيانو سره ښه اړيکي غواړي، په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو سره چې په دغه جهاد کې يې له افغان ملت سره مرسته کړې ده)). قانون تر ټولو ډېر واک (( اميرالموءمنين)) ته ورکړى دى. دغه قانون د افغانستان د اساسي قانون په څېر وايي، چې هيڅ قانون نشي کولاى له اسلامي شريعت سره په ټکر کې واوسي. دغه قانون د ملا محمد عمر په مشرتابه ((د طالبانو ديني شورا )) له خوا تصويب شوى دى.
په غزني کې د طالبانو يو تن قوماندان ((فتح الکبير ))اعلان وکړ، چې ددغه قانون چاپ او خپراوى دهر افغان وګړي لپاره يوه ډاډينه ده. د طالبانو يوه بل قوماندان(( احمد رشيد)) اې اېف پي ته وويل، چې دا لومړى ځل دى، چې طالبان خپلې موخې وړاندې کوي، تر دې مخکې د هغوى لارښوونه يوازې له قران کريم نه وه.
د سياسي چارو شنونکي د طالبانو نوى اساسي قانون ، له افغان دولت سره د خبرو اترو لپاره د هغوى بنسټيز شرايط ګڼي.


mehman
30.09.2007

این که چیز جدید نیست ! امارت اسلامی افغانستان تحت قیادت امیر المؤمنین ملا عمر آخوند قبلاً هم قانون اساسی داشت و مطابق آن عمل میکرد.
اینک نمونه های از اجرأت طالبان :
[img][img:7140061e08]http://img222.imageshack.us/img222/2407/beatingov9.jpg[/img:7140061e08][/img]
[img][img:7140061e08]http://img222.imageshack.us/img222/5731/talibanexecutionzo6.jpg[/img:7140061e08][/img]
[img][img:7140061e08]http://img174.imageshack.us/img174/1610/zwarend1ez6.jpg[/img:7140061e08][/img]
[img][img:7140061e08]http://img174.imageshack.us/img174/3653/waszel1vn1.jpg[/img:7140061e08][/img]
[img][img:7140061e08]http://img451.imageshack.us/img451/6082/las1dj6.jpg[/img:7140061e08][/img]
[img][img:7140061e08]http://img451.imageshack.us/img451/4360/pecheep4.jpg[/img:7140061e08][/img]
[img][img:7140061e08]http://img212.imageshack.us/img212/9291/peche1kh6.jpg[/img:7140061e08][/img]
[img][img:7140061e08]http://img212.imageshack.us/img212/2091/zwarend2sr1.jpg[/img:7140061e08][/img]


Anonymous
30.09.2007

لعنت پر داسې اساسي قانون او پر داسې کړنو
لعنت پر هغو خلکو چې له انسانانو سره يې وحشي وضعه کوله
او دا هر څه ما ليدل چې يواځې د افغانستان د ورانۍ او د پاکستان د ابادۍ په موخه کېدل
لعنت او بيا لعنت


pattang
30.09.2007

لعنت پر هغو پښتنو چې دشورائي نظار پښې څټي ،هغه عکسونه ښکاره کوي
چې حق او نا حق د ستميانو په پاڼو کې د طالبانو خصوصا د پښتنو په ضد ښکاره کيږي ٠ عدالت به هم هلته وی چې د نظاريانو کار نامې دې هم ښکاره کړې وی
وخت دې نږدې ستا وزرونه به وسوڅي بيابه څه کوې ? په مړو سترګو لکه پخوا
بيا به دطالب پښې څټې ٠



30.09.2007

د طالب د سویې د معلومولو له پارددغه «قانون» متن باید ژر تر ژره دلته خپور شي او په هره ماده یې د نظر څرګندونه وشي !


pattang
30.09.2007

پتوال صيب !
که داخبره رښتيا وي خوپه طالبانو کې تغير را غلی دی ، زه ګمان نکوم چې
امريکايان د له افغانستانه لاړ شي او نه کرزی ددې قدرت لري چې د خپل بادار ه
هسې بل څه ووائي او يايوه فيصله وکړي ٠ هوکه داسې فيصله وشي چې د ملل
متحد خاص عسکر دې د نورو عساکرو په ځای ، ځای پر ځای شي او دجنګي
جنايتکارانو دسزا پلان د ميز په سر کېښودل شي نوبيا يو امکان لري ٠
تر څو چې امريکايان وي جنګ به وي او هرڅومره چې جنګ اوږديږي ، دافغانستان
او پاکستان په نقص تماميږي خو دمرمۍ ګولۍ پکښې لر او بر پښتانه دي ٠
اروپايان کولی شي دغه مسئله منځ ته واچوي خو هغوی زمونږ سره کلتوري جنګ
لري او يو ضعيفه ګوډ او مات شر يعت غواړي او که د säkularer Staat اوازه ئي
غوږو ته ورسيږي نو په يوه ورځ کې مسئله حل کيږي خو دا خبره بيا د افغانستان
ملت منلی نشي ٠ مقصد مې دادی چې سوله د طالبانو تر اساسي قانونه پورې نده
تړلې بلکې د اشغالګرو تر ارادې پورې او دطالبانو تر مقاومت او سياسي هوښياري
پورې تړلې ده٠

[quote:155db14808="پتوال"]د طالب د سویې د معلومولو له پارددغه «قانون» متن باید ژر تر ژره دلته خپور شي او په هره ماده یې د نظر څرګندونه وشي ![/quote:155db14808]


shokoor
01.10.2007

د بحث ګډونوالو ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:2b6c53e4a7]هوکه داسې فيصله وشي چې د ملل
متحد خاص عسکر دې د نورو عساکرو په ځای ، ځای پر ځای شي او[color=blue:2b6c53e4a7] دجنګي
جنايتکارانو دسزا پلان د ميز په سر کېښودل شي [/color:2b6c53e4a7]نوبيا يو امکان لري ٠ [/quote:2b6c53e4a7]
ښاغلی پتنګ صاحب، تاسې پخپلې نیږدې هرې دریمې لیکنې کې د ټولو دمخه د هغو جنګی جنایت کارانو دمحاکمې غوښتنه کوﺉ، چې دپخواني شمالی ټلوالې
پورې تړلي وو. خود جنګی جنایاتو د محکمې جوړول هم ساده کار ندﺉ او بیا که دغه محکمه جوړه هم شی هلته به نه یواځې هغه جنګی جنایت کاران چې تاسو یې د محاکمې غوښتنه کوۍ بلکه نور جنګی جنایت کاران هم محاکمې ته را ښکیل شی!
دا چې څوک جنګی جنایت کاران دي، دا بیا بله موضوع ده.

په یوه بل بحث کې زمونږ هېوادوال ښاغلی daud د ژنیو د کنوانسیون په استناد د جنګی جنایت کارانو د تعریف او نورو مسایلو په هکله یو په زړه پورې مطلب لیکلی دی. د نوموړي مطلب په یوې برخې کې راغلي:
[color=white:2b6c53e4a7]اقتباس
جنګی جنایت یعنی قصدااوعمدادخلکو وژل ،شکنجه کول او غیر انسانی معامله ورسره کول ،همدارنګه بیولوژیکی
تجربی په انسانانو کول ،قصدادیوه لوی غم ،درد ،رنج او مصیبت منځ ته راوستل،
یو سالم وجود ته ددرانه او سخت تاوان اوزیان رسول ،
ورانول اود ملکیت سلبول او چور کول چه د نظامی غوښتنو خلاف وی ،
علاوه پردی دملکي خلکو متضررکول او دملکی تاسیساتو او
جوړښتونو ورانول او دملکی وګړو تښتول او نور دبشر ضد اعمال جنګي جنایت بلل کیږی .
جنګی جنایت کار هغه چا ته ویل کیږی چه ددې ډول اعمالو د اجرا کولو او عملی کولو امر ورکړی او یا هغه څوک چه بی له امره دا ډول اعمال وکړی . [/color:2b6c53e4a7]

نو که د هېواد په شخړوکې د تېرو دېرشو کالو ښکیلو جنګی ډلو کارنامو ته د ژنیو کانوانسیون په رڼا کې یوه کتنه وشي، ډېر خلک به په بهر او دننه په هېواد کې وي چې باید محاکمې ته ښکیل شی، چې ډېر ستونزمن برېښي.
د جنګی جنایتکارانو د محاکمې لپاره خچ اخیستل او وسله واله مبارزه مناسبه لاره نده.
په درنښت



01.10.2007

درنو ورونو ، بیا هم د طالبانوقًانون دلته خپرول اړین دي، که څوک یې دلته را کاپي کړي بده به نه وي ، څو د بحث او شننې لاندې ونیول شي ! يو قانون چې ټولګړي، آزاد او سري انتخابات نه پیژني آیاهغه اساسي قانون که زولنې بلل کیږي؟؟؟؟؟


دافغانستان اسلامي امارت دستور

سالک
01.10.2007

دافغانستان اسلامي امارت دستور

بسم الله الرحمن الرحيم

مــقد مــه

دهرملک اوحکومت لپاره اساسي قانون ياپه بل عبارت ((اساسي اصول ))، ((اساس نامه )) يا (( دستور)) ډيرعظمت او اهميت لري . او په پيروي کولوېى ډير ټينګار کيږي.
خو ديو واقعي اسلامي مملکت او اسلامي حکومت اساسي قانون او نور ټول قوانين او مقررات بايد داسلامي شريعت سره په پوره تطابق کې وي.
بناءً عاليقدر امير المؤمنين د ١٤١٩ هـ ق کال د صفرالمظفر دمياشتې د٢٥ نيټې په اتلسمه ګڼه فرمان کې ويلي وه چې: په هيواد کې دشرعي نظم دټينګښت په خاطر دهيواد ټول قوانين او مقررات دې دسترى محکمې په مشرۍ دعلماؤ له نظرڅخه تير کړى شي. غير شرعي او غير مذهبي مادې دې ځنې حذف شي .
هغه وه چې دافغانستان جيّد علماء کرام دهيواد له بيلابيلو برخو څخه په لوى شمير كې - چې نومونه او لاسليكونه ئې د همدى دستور په پاى كې درج دى - دکابل ښار ته راغونډ کړى شول . اودقاضي القضات اودسترى محکمې درئيس الحاج مولوي نورمحمد(ثاقب ) په مشرۍ ددې کار دترسره کولو لپاره دافغانستان دجيّدو علماؤ شورىٰ دهيواد په ارګ کې جوړه شوه .
دغې شورىٰ د١٤١٩ هـ ق کال دربيع الاول دمياشتې په اتمه، د ١٣٧٧ هـ ش کال دسرطان دمياشتې په يوولسمه اود١٩٩٨ عيسوي کال دجولاى دمياشتې په دويمه نيټه په کار پيل وکړ. په لومړيو ورځوکې په اساسي قانون کار وشو. دافغانستان د مختلفو دورو او حکومتونو اساسي قوانين د علماء کرامو په وړاندې واچول شول. هره ماده دمحمدي سپيڅلي شريعت داُصولو او احکامو په چوکاټ کې په دقيقه او هراړخيزه توګه وڅيړل شوه. کومى مادې چې دشريعت سره موافقې وې هغه تصويب او کومې چې په هغوکې دشريعت او يامذهب سره يوډول مغايرت موجود وه په هغوکې تعديل وشو او يا بيخي له منځه يووړل شوې او په هغو ځايونوکې چې ضرورت احساس کيده ځينې شرعي مادې له نوي سره راوړل شوې.
چې دڅو ورځو پرله پسې غونډو په ترڅ کې دغه کار په بشپړ برياليتوب سره ترسره شو. او دافغانستان داسلامي امارت اساسي قانون دافغانستان داسلامي امارت د دستور په نامه دشريعت او حنفي مذهب سره په تطابق او موافقت کې برابر او تصويب کړى شو.
بيادافغانستان داسلامي امارت دمرکزي عالي شورىٰ د ١٤٢٦ هـ ق کال دجمادي الاولٰى دمياشتې داوه لسمې، د ١٣٨٤هـ ش کال دسرطان دمياشتې د دويمې او ٢٠٠٥ عيسوي کال دجون دمياشتې د درويشتمې نيټې په غونډه کې هم دغه دستور ( اساسي قانون ) تائيد او يوځل بيا تصويب کړى شو.
www.murchal.8rf.com
بيا د اسلامي امارت دستور ته ټک ورکړئ .
بس همدلته ټول په لیکلې بڼه لوستلای شئ .


توردلى
02.10.2007

هر څوك كولاى شي، ډېر غوره تګلاره او كړنلاره جوړه كړي، خو مهمه داده، چې څوك او څرنګه يي پلوي كوي او هم يي عام ولس ته څه ګټه رسېږي
ددي حكومت د اساسي قانون د جوړېدو پنځه كاله ووتل خو د ملت ستونزې مخ پر لوړ روانې دي.
مهمه دا ده، چې د قانون ګټه عام ولس ته ورسېږي، اوس چې ګورو هغه سيمي چي د حكومت سره او هغه سيمي چي طالبان واكمنۍ ادعا كوي دواړي سيمي له يو عام ستونزو سره لاس او ګريوان دي.


Bahram
19.11.2007

لعنت په هغه چا چي ښه او منطقي پښتنو، په ناحقه د شوراي نظار پلويان بولي او په هفه كسان چي د طالبان يعني جاهلان ملاتر نكوي او د هغوي حيواني قانون نه مني سپكاوي كوي.
[quote:86753b03d5="pattang"]لعنت پر هغو پښتنو چې دشورائي نظار پښې څټي ،هغه عکسونه ښکاره کوي
چې حق او نا حق د ستميانو په پاڼو کې د طالبانو خصوصا د پښتنو په ضد ښکاره کيږي ٠ عدالت به هم هلته وی چې د نظاريانو کار نامې دې هم ښکاره کړې وی
وخت دې نږدې ستا وزرونه به وسوڅي بيابه څه کوې ? په مړو سترګو لکه پخوا
بيا به دطالب پښې څټې ٠[/quote:86753b03d5]


Bahram
19.11.2007

پتنګ،
د طالبانو اساسې قانون د انترنت استعمالول غیر اسلامې بولې٠ ته دلته ځه بد کوې چې راځې؟


pattang
20.11.2007

نه داسې نده په طالبانو کې ډېر ښه مدني خلک شته او طالبان بايد اوس خپلو
غلطيو ته متوجې شوي وي٠ دا چې هواد اشغال دی هغوی حق لري چې لاس په
تور ه کړي٠ داجنګ به په لسګونو کلونو دوام ولري٠ اشغالګر خپل غرور نيولي
طالبان او مسلمانان په خپل زاړه جهاد کلک ولاړ دي ٠ داسې سړی نشته چې
دا قضيه حل کړي ، په دولت کې ټول غله او بېکاره راټول او خپلې شوکې کوي ٠

[quote:8319a2e5d0="Bahram"]پتنګ،
د طالبانو اساسې قانون د انترنت استعمالول غیر اسلامې بولې٠ ته دلته ځه بد کوې چې راځې؟[/quote:8319a2e5d0]


Nazar
20.11.2007

[code:1:5a490a7db7]دا چې هواد اشغال دی هغوی حق لري چې لاس په
تور ه کړي٠[/code:1:5a490a7db7]

پتنګ صاحب سلام درته وړاندی کوم 
سوال  : ایا دی طالبانو په حکمت کی هیواد اشغال وو او که نا ؟


pattang
21.11.2007

نه په هيڅ تعريف او دود اشغال نوو٠ کوم کوز پښتانه چې له دوی سره هغه وخت وو اوس هم شته او بيا به هم وي ٠پښتانه نوک او اورۍ دي جدا کېدل يې امکان نلري
زه ستا په مقصد پوهيږم ،مقصد دې په طالبانو پټ تړل شوی پنجاپی ميړه ده !.
امريکايان او دغه اشغالګر هر وخت هر چېرته او په هره کچه چې وغواړي بمبار کوي
دکرزي دولت څه نشي ورته وېلۍ٠ پر دې کې شک نشته چې پاکستان په افغانستان
کې داسې دولت غواړي چې هغه د پاکستان (ځيني خبر ې ) ومني او هيڅ طالب دې ته ندی حاضر شوی چې يا دې ډېورند کرښه ومنې او يا د له نورو ملي مسائلو ورته تېر شي ، په اخرو وختو کې طالبانو د پا کستا نيانو هېڅ خبره نه منله٠
هو هغه وخت هم افغان ملتيانو خپله پرو پاګنده تر دې کچې پورې کوله چې ويل به ئي په ريشخورو کې دپنجاپيانو لېوا پرته ده مونږ چې هر څومره پسې وګرزيدو لېوه مو پيدا نکړه ٠
په خپله دا خرڅه شوې طائفه دنظاريانو او اشغالګرو پښې څټي حتا تر دې اندازي ټيټ او د قدرت وږې دي چې انوراحق احدي مسعود ته ( امرصيب ) وايې٠ هو په دې کې شک نشته چې isi به پټ لاس لاره خو داچې طالب څومره له ملي ګټو ورته تېرېده او يائي په پام کې لرلې سبوت يې نشته ٠ باندېنۍ مداخلې په افغانستان کې
له ازله تر اوسه پورې شته ٠ زه نه پوهيږم چې پښتانه ولې دشورائي نظا ر خيانت او مذدوري چې اوس فعلا د کرزي په دولت کې مهم ځايون لري نه غندي ?
له شورائي نظار سره روسيه ، هند ،ايران ، فرانسې ، المان او نورو ډېرو دولتونو
او دهغوی پټو شبکو مستقيمه مرسته کوله نو هغه ولې نه يادوۍ چې طالب موisi
ته په نکاح کړی !
افسوس چې پښتانه : خپل وژني او پردي پالي ٠
يو شی بل درته وايم ، طالبان په هغه ډول چې وو حکومت نشي کولی دوی بايدت
هم دملت او هم د نورې نړۍ والې ټولنې زړه په رواجي اصولوسره سم وساتي٠

[quote:c0a1aef22b="Nazar"][code:1:c0a1aef22b]دا چې هواد اشغال دی هغوی حق لري چې لاس په
تور ه کړي٠[/code:1:c0a1aef22b]

پتنګ صاحب سلام درته وړاندی کوم 
سوال  : ایا دی طالبانو په حکمت کی هیواد اشغال وو او که نا ؟[/quote:c0a1aef22b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more